
کانديد اکاډميسين محمد انور نوميالى
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
نوميالی ليکوال: کانديد اکاډميسين محمد انور نوميالى
د اکاډميسين کانديد محمد انور نوميالى (د ۱۹۲۸ ز کال د فبرورۍ ۱۹ مه، د ۱۳۰۶ ل ل كال د سلواغې ۲۹ مه - د ٢٠٠٦ ز کال د اکتوبر ۴، د ١٣٨٥ ل کال د تلې ١٢ ډنمارک) يو افغان پښتو ژبی ليکوال، شاعر، څېړونکی، ژباړن او اندیال وو، چې په پښتو ژبه يې ليکوالي او پنځونه کوله.
مخينه
محمد انور نوميالی د حاجي ملا محمد نعيم اخوند زوی،د غلام محى الدين لمسى په خټه اليزی، د ۱۳۰۶ ل ل كال د سلواغې پر ۲۹ مه د کندهار ښار د معروف ولسوالۍ د اليزو په يوه روحاني كورنۍ كې نړۍ ته سترگې پرانيستې وې.
زده کړې
محمد انور نوميالي د وخت د متداوله او مروجه علومو زده كړې له خپله پلاره، چې ملا طبيعته سړى وو او همدارنگه د سيمې له نورو استادانو څخه او د جنوبي پښتونخوا په مدرسو كې تر سره كړې دي. ځواني يې په طالب العلمۍ او ملايۍ كې تېره شوې ده. د وخت د استبداد ناسم چلند او دغه راڼه ستوري ته د كومې تعليمي ــ تحصيلي موسسې د فراغت د سند، چې له دوستانو سره به يې په مجلسو كې په اړه ورته د ((كاغذ)) خطاب كاوه، د دغه كاغذ د نه درلودلو بهانه نيول او د تورتمپالو له خوا د ده د پرمختگ مخنيوى د دې سبب شو چې د څه مهال لپاره د انزوا او گوښه نشينۍ حالت اختيار كړي. د علمي القابو د وېش پر مهال د كانديد اكاډميسين پر لقب نومول شوی. محمد انور نوميالي د ژبو د زده كړې په برخه کې ښه وړتيا درلوده، پر پښتو او پارسي ژبو سربېره يې اردو، عربي، انگرېزي، روسي او ډنماركي ژبې ښې زده وې او د دغو ژبو له اخذونو څخه يې ښه گټه اخيستلاى شوه.
دندې او فرهنگي-پوهنيزې کارندتياوې يې
استاد نوميالي د كندهار ښار په بيلابېلو ښوونځيو او لېسو كې د ادب او منطق د استادۍ دنده درلوده. وروسته كابل ښار ته په راتگ سره يې څه موده په گمرك كې دنده درلوده، د پښتو څېړنو د نړيوال مركز سره يې همكاري درلوده، د ۱۳۵۷ ل کال د غويي مياشتې تر پاڅون وروسته د بيهقي د كتاب خپرونې موسسې د رياست دنده ور په غاړه شوه. نوموړی د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړى هم پاتې شوی، څېړنو يې رسمي بڼه نيولې وه او د علومو اكاډمۍ د ختيځ پېژندنې انسټيټيوټ غړى او بيا مشر وټاكل شو. د تېرې پېړۍ د وروستۍ لسيزې په لومړيو كې يې د نورو څېړنو لپاره د منځنۍ اسيا هېوادونو لکه وزبكستان او تاجكستان ته سفرونه کړي دي. دا چې د تاجکستان حالت او زموږ د هېواد بد حالت يو له بله په سيالۍ کې کم نه وو، نو له مجبورې ورځې د روسيې د پترزبورگ او بيا د مسكو ښار مساپر شو. په مسکو کې يې څو ځله خواره واره افغان فرهنگيان راټول كړي او د افغان فرهنگي ټولنو بنسټ يې ايښى دى. پر ۲۰۰۰ ز کال ډنمارك ته كډوال شو.
محمد انور نوميالي د انساني ژوندانه په اړه خپل ځانگړى فلسفي ــ اخلاقي ليد لورى او دريځ درلود، په رښتينولۍ او سپېڅلتيا مين وو، د فكري استغنا څښتن وو. د انسان لپاره د انساني فكر او په انسانستان كې د اوسېدو ټينگ پلوى وو. هوډمن وو، خوځنده وو، استراحت طلب نه وو، ان په دغسې عمر كې چې ډېری نور خلک د راحت غوښتونکي شي، ده په نورو څېړنو او د خپلو پخوانيو، د زلميتوب د نيمگړو او نابشپړو څېړنو په بشپړېدو پسې يې مټې رانغښتې وې. ده د خپل ژوند په اوږدو كې د هېواد د يو شمېر ډېرو وياړمنو فرهنگيانو د استادۍ وياړ درلود. خپل ډېری اثار يې د ټايپي ـ طباعتي غلطيو له ريسكه ساتلي او خپله يې په لاس په ښكلي ليك كښلي دي، چې د پوره حوصلې او ښه ذوق څرگندونه يې كوي.
له افغان مطبوعاتو سره، په ځانگړي توگه د كندهار له طلوع افغان سره يې له هماغه ځوانۍ راهيسې ښه پاللـه. د علومو اكاډيمۍ په چوكاټ كې پر څېړنيزو پروژو سربېره يې پښتو ژبه په نورو ډېرو ښو او ارزښتمنو اثارو وپسوللــه. په پښتو ژبه كې د تخونو يا د روسي ادب د «چستوشكو» ژانر د رامنځته کولو پلوی وو. د هېواد په دننه او بهر كې يې د مطبوعاتو له لارې د چاپ شوو ليكنو او څېړنو شمېر ښايي سلگونو ته ورسيږي. د ژوند په وروستيو كې يې ليكنې پخپله په كمپيوټر کمپوزولې او بېلابېلو وېب سايټونو ته به يې د خپراوي لپاره استولې. د محمد انور نوميالي سياسي لوری د کيڼ پالو له لوري سره يو وو.
مړينه
د کانديد اکاډميسين محمد انور نوميالي د ٢٠٠٦ ز کال د اکتوبر د مياشتي پر ۴ (د ١٣٨٥ ل کال د تلې پر ١٢) د ۷۹ کالو په عمر په ډنمارک کې د زړه د درېدو لامله له دې نړۍ سترگې پټې کړې. د ده جنازه لومړی له ډنمارک څخه د اسلام اباد له لارې د افغانستان پلازمېنې کابل او بيا کندهار ته ولېږدول شوه او د ۲۰۰۶ ز کال د اکټوبر پر ۱۷ د کندهار پوهنتون په ساحه كې خاورو ته وسپارل شوه.
چاپ شوي نښيرونه يې
د کانديد اکاډميسين محمد انور نوميالي د يو شمېر چاپ شويو نښيرونو نومونه دا دي:
۱. انسان او تكامل (ژباړه)، د كابل چاپ.
۲. هند د لومړي کميونيزم څخه تر مر ئيتوب پورې (ژباړه).
۳. د پښتو ادبياتو د تاريخ يوه تيوريكه طرحه (څېړنيز اثر، گستتنر، كابل).
۴. د وېش سيسټم (څېړنيز اثر، گستتنر، كابل).
۵. د افغانستان توکمونه (ژباړه، سريزه او تعليقات، كابل).
۶. د ميتودولوژۍ تاريخ (ژباړه، سريزه، لمنليکونه او تعليقات، كابل).
۷. د پښتنو د ټولنيز تاريخ مبادي (څېړنيز اثر، مسكو چاپ).
۸. د كوډو سرنوشت د علمي پلټنې په رڼا كې (څېړنيز اثر، مسكو چاپ).
۹. الپې ليلا يا زر او يوه شپه، لومړى ټوك (د ختيځ د نامتو ولسي كيسو ژباړه، مسكو چاپ).
۱۰. الپې ليلا يا زر او يوه شپه، دوهم ټوك (د همدغو نكلونو د ژباړې بله برخه، مسكو چاپ).
ځينې ناچاپ نښيرونه يې
۱. الپې ليلا يا زر او يوه شپه، (د همدغو ولسي كيسو د ژباړې پاتې برخې په دريم ټوك كې د چاپ لپاره).
۲. بانډار لومړۍ مجموعه (د ده لخوا په پښتو ژبه كې د تخونو يا چستوشكو د نوي ژانر په قالب كې د خوندورو نظمونو ټولگه).
۳. بانډار دوهمه مجموعه (د همدغه تخونو دوهمه ټولگه ده).
۴. هزار و يك قتقتك (د تخونو يوه بله ټولگه ده.)
۵. هغه پلا او دا پلا (يوه سفرنامه ده.)
۶. زما د پوهنې حدود د حقيقت په مخ كې (د ژوندانه په باب د ده د فلسفي نظريو يوه ټولگه ده چې له نن څخه پنځوس كاله پخوا يانې پر ۱۹۵۶ ز كال کښل شوې وه.)
۷. د افغانستان د ايتنوگرافۍ په باب يوه پلټنه.
۸. د مختلفو موضوعاتو په باب يو شمېر ناچاپه مقالې.
سرچينې
بېنوا پښتو گورتپاڼه
http://www.talafghan.com/numyalai/numyalaidazhwandlamenekadaso=mmhotak.html
http://www.talafghan.com/numyalai/yawzalbiadaweerpatagharkshenastu=jsamoon.html
http://www.talafghan.com/numyalai/reportsfromkabulandkandahar.html
http://www.talafghan.com/messegesandreports/rohi%20baheer.pdf
منبع: پښتو ويکیپېډيا د ۲۰۲۰ کال د جون ۹مه نېټه
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 2839

محمد عثمان پښتون
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
نوميالی ليکوال: محمد عثمان پښتون
ديجيتل کوونکي: خليل الله سروري، شمس الله آرين
ښاغلی محمد عثمان پښتون په (۱۲۶۵ل.) کال په کندهار کي زېږېدلی دئ، زده کړي ئې د پښتونستان په چمن سيمه کي په اته کلنۍ کي شروع کړي دي، هلته تر پنځه کاله درس ويلو وروسته، د پلار د مړيني له امله بيرته کندهار ته را ګرځېدلی دئ، خو د کندهار په ارغسان کي -چي سارا (صحرا) وه- ئې هغسي علمي تنده نه ماتېدله، نو بيرته ئې مخ پر چمن ونيوی، هلته او په کوټه کي ئې خياطي هم کول او زده کړه هم.
ښاغلی پښتون په اماني روښانه دوره کي بيرته کندهار ته راغلی دئ او دلې د (طلوع افغان) ژباړن مقرر سوی دئ، تر ژباړنۍ برعلاوه د پاسپورټ او ضبط احوالات مامور، د بلديې کفيل، وروسته ئې رئيس او هم ئې د تجارت، دندي اجرا کړي دي.
ښاغلی پښتون په (۱۳۱۱ل.) کال د پښتو انجمن رئيس مقرر سو، تر هغه وخته ئې په رياست کي کار وکړی، چي پښتو انجمن په (۱۳۱۶ل.) کال له کابل ادبي انجمن سره يو ځای او پښتو ټولنه ځني تاسيس سوه.
ښاغلي پښتون په پښتو له کښل سوو اثارو څخه اضافه، له هندي، پنجابي، اردو، ګجراتي او انګرېزي ماخذونو څخه هم ګټه اخيستلای سوای.
ښاغلی پښتون د (پښتو ښوونکی /دوه جلده/)، (بريالی)او (غښتلی پښتون) په نومونو تاليفات لري او د (د آسيا سپېدې)، (د حربي فن د تعبيې فن)، (د محمود ادبي جرګه)، (اصول تمدن /دوه ټوکه/) او نور ژباړل سوي آثار هم لري، چي له انګرېزي، اردو او فارسي ژبو څخه ئې ژباړلي دي.
ښاغلی عثمان د پښتو مجلې چلوونکی هم وو، د ده ځيني ژباړي، ليکني او شعرونه په پښتو مجله کي هم خپرېدل.
ارواښاد محمد عثمان پښتون په (۱۳۴۰ل.) کال وفات سوی دئ.
خبر نه يم چي پرانيزي پټي ستـــرګي افــغان کلـــه؟
د فلـــک څخه به واخلــي واری خـــپل د دوران کلـــه؟
هغــه قوم چي عـلم و فن ئې و جــهان ته دئ ښوولی
شرق و غرب به سره يو کړي په نامه د خپل ځان کله؟
عثمان
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 2272

عبدالباري آشنا
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
نوميالی ليکوال: عبدالباري آشنا
ديجيتل کوونکي: خليل الله سروري، شمس الله آرين
ښاغلی عبدالباري آشنا په (۱۳۰۵ل.) کال د کندهار په بالاکرز کي زېږېدلی دئ، زده کړي ئې په ميرويس نيکه او احمد شاه بابا لېسو کي کړي دي.
ښاغلی آشنا په (۱۳۲۷ل.) کال د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کي شامل سوی او په (۱۳۳۲ل.) کال کي ځني فارغ سوی دئ.
له ادبياتو پوهنځی څخه تر فراغت وروسته، بيا تر (۱۳۳۶ل.) پوري ئې په احمد شاه بابا لېسه کي د معلم، معاون او د لېسې د مديريت دندي اجرا کړي دي، تر هغه وروسته د کندهار د پوهني د مديريت (هغه وخت د پوهني رياست، مديريت وو) دنده هم ور د غاړي سوه.
په (۱۳۳۹ل.) کال د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کي د پوهيالي په علمي رتبه په استادۍ ومنل سو، خو استادۍ ئې تر ډېره دوام و نه کړ، د ځينو ستونزو په خاطر بيرته کندهار ته را وګرځېدی او دلې په کندهار کي د وړيو اوبدلو په فابريکه کي د مراقبت د مدير په حيث وټاکل سو.
آشنا صاحب د خپلي مورنۍ ژبي (پښتو) برعلاوه، پر پاړسي او انګرېزي هم ښه قادر وو.
د آشنا صاحب ليکني په طلوع افغان اخبار کي خپرې سوي دي او يو اثر (ادبيات) ئې په (۱۳۳۶ل.) کال لومړی د طلوع افغان په ګڼو، وروسته مستقل چاپ سو، چي د مطبوعاتو رياست د رحمان بابا لومړۍ جايزه ورکړه.
ارواښاد عبدالباري آشنا د (۱۳۴۷ل.) کال د سنبلې پر لومړۍ نېټه په کوټه کي وفات سو او دريمه نېټه په کندهار کي خاورو ته وسپارل سو.
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 2413

محمد رفيق حبيبي
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
نوميالی ليکوال: محمد رفيق حبيبي
ديجيتل کوونکي: خليل الله سروري، شمس الله آرين
محمد رفيق حبيبي زموږ د وخت د مشهور سندرغاړي ناشناس پلار، د مرحوم زين العابدين زوی، د مولوي عبدالرحيم لمسی او د علامه حبو اخندزاده (حبيب الله کندهاری) کړوسی دئ. په (۱۳۲۰هـ.ق.) کال په کندهار کي زېږېدلی دئ.
لومړۍ زده کړي ئې له مولوي عبدالواسع شهيد څخه کړي، بيا دوه کاله د کندهار په (بيت الحفاظ) کي وو. په (۱۲۹۸هـ.ش.) کال د کابل په دارالمعلمين کي شامل سو او تر فراغت وروسته په کندهار کي ښوونکی او سرښوونکی سو.
تر سقوي دورې دمخه په (۱۳۰۵هـ.ش.) کال په مزار شريف کي سرښوونکی او په (۱۳۰۶هـ.ش.) کال د کابل د حبيبيې په ښوونځي کي د عربي صرف و نحو ښوونکی وو.
په سقوي دور کي پر کور کښېنستی.
د نادري دورې په راتګ سره، د کندهار په مستوفيت کي د تحريراتو سرکاتب وټاکل سو.
په (۱۳۱۲هـ.ش.) کال د کندهار په (پښتون شرکت) کي مامور وو، کال وروسته په کراچي کي د شرکت نماينده او دوه نيم کاله وروسته په بمبئي کي د شرکت نماينده سو.
په (۱۳۱۸هـ.ش.) کال په کراچي کي د ملي بانک نماينده، په (۱۳۲۱هـ.ش.) کال په پېښور کي د ملي بانک نماينده، يو کال وروسته په ډهلي کي د کندهار د تجارت اطاق نماينده او په (۱۳۲۵هـ.ش.) کال په پېښور کي د بانک نماينده سو.
په (۱۳۲۶هـ.ش.) کال په کابل کي لومړی تجارتي مدير، بيا د مامورينو مدير او په (۱۳۲۹هـ.ش.) کال د ملي بانک د تفتيش د دايرې د لوی مدير په توګه وټاکل سو، چي په همدې وظيفه کي تقاعد او پر کور کښېنول سو.
ښاغلي حبيبي په پښتو او پاړسي تر کښنګ برعلاوه، په عربي، انګرېزي او اردو ژبو کي هم ښه وارد وو، لاندي د ده ژباړل سوي کتابونه دي:
۱- هدايت الحکمة: (له عربي څخه)، (۱۳۰۶ش.).
۲- تتمة البيان في تاريخ الافغان: (له عربي څخه پښتو او پاړسي ته)، (۱۳۲۰ش.).
۳- تاريخ الامم: (له اردو څخه په اوو جلدو کي ژباړل سوی).
محمد رفيق حبيبي په (۱۳۵۰هـ.ش.) کال په کابل کي وفات سو.
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 2232

امين الله زمريالی
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
نوميالی ليکوال: طط
ديجيتل کوونکي: خليل الله سروري، شمس الله آرين
د کندهار بل علمي او سياسي شخصيت؛ امين الله زمريالی د علي محمد خان زوی او د عطا محمد خان لمسی دئ. په (۱۲۷۳ل.) کال د کابل په ښار کي زېږېدلی دئ.
لومړنۍ زده کړي ئې په حبيبيه ښوونځي کي تر رشيديې پوري ختمي کړي دي. د دې زده کړو په جريان کي ئې له شخصي استادانو څخه د وخت مروج کتابونه هم لوستي دي.
لومړنۍ دنده ئې په (۱۲۹۰ل.) کال د پکتيا د ملک زاده ګانو په ښوونځي کي سرمعلمي وه. څلور کاله وروسته د شاهي غونډ سرکاتب وټاکل سو.
په (۱۳۰۰ل.) کال په ننګرهار کي د توپچي کنډک مشر سو. په (۱۳۰۲ل.) کال د شينوارو د نازيانو قوماندان وټاکل سو. په (۱۳۰۳ل.) کال په کابل کي د ارکان حرب د استخباراتو څانګي مدير او په (۱۳۰۴ل.) کال د دفاع وزارت د مامورينو په مديريت وټاکل سو.
په (۱۳۱۰ل.) کال په کابل کي د کابل ادبي انجمن له تاسيس سره سم ښاغلی زمريالی د دې انجمن غړی سو. په (۱۳۱۶ل.) کال د ادبياتو او حفظ آثار د څانګي مرستيال سو او په (۱۳۱۷ل.) کال د پښتو ټولني د پښتو ژبي مدير وټاکل سو.
په (۱۳۱۹ل.) کال د نجات ښوونځي د پښتو ښوونکی وو، په (۱۳۲۰ل.) کال د پښتو ټولني مرستيالي ورکړه سوه. په (۱۳۲۳ل.) کال د کابل په دارالمعلمين کي ښوونکی سو او د ادبياتو د فاکولتې د استاد دنده ئې هم اجرا کړې ده او په (۱۳۲۵ل.) کال تقاعد سوی دئ.
ښاغلي زمريالي تر خپلي ژبي برعلاوه په پاړسي، انګرېزي، اردو، روسي، سنسکريټ او فرانسوي ژبو هم پوهېدی.
د زمريالي ډېر آثار او ليکني په کابل کالنۍ او طلوع افغان اخبار کي خپاره سوي دي، چي ځيني په لاندي ډول دي:
۱- پښتو مرغلري.
۲- د اشعارو دېوان.
۳- پښتو متلونه.
۴- پښتو قرائت (د شپږم ټولګيو لپاره).
۵- پښتو کيلي.
۶- د يوې پښتنې ملي احساسات (۱۳۱۴ل.).
۷- پښتو څنګه وروزو؟ (۱۳۱۵ل.).
۸- د پښتو ژبي فيلالوجي او پخواني ادبيات (۱۳۱۶ل.).
۹- د پښتو ادبياتو ته يوه کتنه (۱۳۱۷.).
۱۰- پښتو ته يوه کتنه (۱۳۱۱ل.).
۱۱- پښتو (۱۳۱۲ل.).
۱۲- پښتو (۱۳۲۰.).
۱۳- شرح احوال و افکار خوشحال خان (۱۳۱۵ل.).
۱۴- پښتو و پښتو لوګها (۱۳۲۱ل.).
۱۵- يوه بله د اشعارو ټولګه.
دغه د پښتو خادم او د هيواد تکړه پوځي، په خپلو رسمي ماموريتونو کي څلور اعزازي نښانونه هم ګټلي، وروسته په (۱۳۶۱ل.) کال کښي وفات سوی دئ.
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 2098

پوهندوی نور احمد شاکر
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
ديجيتل کوونکي: خليل الله سروري، شمس الله آرين
پوهندوی نور احمد شاکر د داد محمد زوی، د (۱۳۰۳ل.) کال د لیندۍ د میاشتي پر ۴ نېټه (۲۴ اکتوبر ۱۹۲۴م.) په کندهار کي زېږېدلی دئ.
لومړنۍ زدهکړي ئې له(۱۳۱۴-۱۳۲۰ل.) کال پوري د ارګ په ابتدائيه مکتب کي وکړې. د متوسطې او لېسې زده کړي ئې له (۱۳۲۰-۱۳۲۶ل.) پوري د کندهار په احمد شاه بابا لېسه کي وکړې.
په (۱۳۲۶ل.) کال ئې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي شروع کړه او په (۱۳۳۰ل.) له همدې پوهنځي څخه فارغ سو.
تر فراغت وروسته کندهار ته راغئ او د کندهار په مکاتبو کي ئې د معلم په صفت وظیفه اجرا کړه او وروسته په حربي ښوونځي کي د پښتو د استاد په حيث مقرر سو.
په (۱۳۳۵م.) کال د پښتو ټولني د قواعدو او لغاتو د مديرت کفيل سو او له (۱۳۳۶-۱۳۳۹ل.) کال پوري د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي استاد او د همدې پوهنځي مرستيال وو. په (۱۳۳۹ل.) کال د لوړو زده کړو له پاره امريکا ته ولاړ او په (۱۳۴۱ل.) کي ئې د امریکا د مشيګن له پوهنتون څخه د عمومي ژبپوهني په برخه کي د ماسټري سند تر لاسه کړ.
افغانستان ته تر راتګ وروسته د افغانستان د ژبپوهني د موسسې رئیس وټاکل سو. د (۱۳۴۱-۱۳۵۳ل.) کال پوري د همدې موسسې رئیس وو. د دې موسسې کار د افغانستان د ژبو اطلس جوړول وو، چي د افغانستان په ۲۶۸ سیمو کي ئې د ۲۳ ژبو، ۲۵ لهجې سره راټولي او خوندي کړې.
د (۱۳۵۳-۱۳۵۷ل.) کال پوري ئې د ایران په فردوسي پوهنتون (دانشګاه فردوسی) کي د پښتو ژبي تدريس کاوه.
له (۱۳۵۷-۱۳۶۹ل.) کال پوري ئې د کابل پوهنتون په ژبو او ادبياتو پوهنځي کي تدريس کاوه. په همدې جریان کي له (۱۳۵۹-۱۳۶۵ل.) کال پوري د پښتو څانګي آمر وو. تر څنګ ئې له (۱۳۶۳-۱۳۶۴ل.) کال پوري د پښتو څېړونو د نړۍ وال مرکز د اجرائيوي کیميسون غړی هم وو.
په (۱۳۷۰ل.) کال هندوستان ته مهاجر سو. هلته تر اووه کاله مهاجرت وروسته کاناډا ته ولاړ او د ژوند تر پای پوري په کاناډا کي و اوسېد.
پوهندوی نور احمد شاکر په امريکا، فرانسه، سويس، ډينمارک، يوګوسلاويا، ايران او پاکستان کي په ډېرو سيمينارو کي برخه اخيستې ده.
د کابل پوهنتون د تدريسي نصاب په جوړولو کي ئې هم پوره ونډه درلوده او د افغانانو لپاره ئې د انګرېزي ژبي د زدهکړي شپږ ټوکه درسي کتابونه هم ليکلي دي. د ده مهم اثر (ژبنۍ څېړني) دئ. په (۱۳۵۰ل.) کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له خوا چاپ سوی دئ. دا اثر د پښتو په معاصره ژبپوهنه کي له لومړيو کتابونو څخه ګڼلی سو.
بل اثر ئې (بديع او بيان) دئ، چي د مکتب د لسمو او يوولسمو ټولګیو لپاره ئې لیکلی دئ او په (۱۳۵۵ل.) کال د پوهني وزارت د تالیف او ترجمې ریاست چاپ کړی دئ. د دې اثارو تر څنګ د پوهندوی نور احمد شاکر ډېري مقالې د ژبپوهني او ادبیاتو اړوند په کابل مجله، وږمه مجله او نورو افغاني رسنیو کي چاپ سوي دي.
پوهندوی نور احمد شاکر پر مطالعه او زدهکړه دونه مئين سړی وو، چي کاناډا ته تر مهاجرت وروسته ئې، په ډېر زاړه عمر کي په يو کورس کي د کمپيوټر زدهکړه پيل کړه او د لوړي درجې سند ئې پکښي تر لاسه کړ.
پوهندوی نور احمد شاکر په (۲۰۰۳م.) کال د مغزي سکتې له امله پر بستر پرېوت، درې کاله ئې پر له پسې په ټورنټو کي په هسپتال کي تېر کړل. د (۲۰۰۶م.) کال د جنوري پر دوولسمه هلته وفات سو او د جنوري پر څورلسمه د کاناډا د افغانانو په هديره کي ښخ سو.
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 2255

کانديد اکاډيميسن محمد ابراهيم عطايي
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
نوميالی ليکوال: کانديد اکاډيميسن محمد ابراهيم عطايي
ديجيتل کوونکي: خليل الله سروري، شمس الله آرين
کانديد اکاډيميسن محمد ابراهيم عطايي د مولوي عطا محمد زوی، په (۱۳۰۹ل.) کال د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کي، خرقې شريفي ته نژدې پيدا سوی دئ.
عطايي لومړنۍ زده کړي تر شپږم صنف پوري په کندهار او نوري زده کړي ئې تر لسم صنف پوري په کابل کي کړي دي. بيا د ځينو ستونزو له امله رسمي زده کړي ځيني پاته سوي دي او په خصوصي ډول ئې مروج علوم لوستي دي.
عطايي په خپل ۵۰ کلن علمي او ادبي ژوند کي په ژورناليزم، ادب، فرهنګ، تاريخ، اتنوګرافۍ، ژبو او توکمونو کي کره او پخې څېړني کړي دي.
لومړۍ رسمي دنده ئې په (۱۳۳۱ل.) کال کي د ښوونکي په حيث وه. په (۱۳۳۴ل.) کي د طلوع افغان مسؤل و ټاکل سو. په (۱۳۳۵ل.) کي د کندهار مطبعې مدير سو او په (۱۳۳۷ل.) کال د کندهار د مطبوعاتو د لوی مديريت مرستيالي ورکړه سوه. په (۱۳۴۰ل.) کال د هلمند د نشراتي موسسې آمر او د هلمند جريدې مسؤل وو. په (۱۳۴۶ل.) کال د کندهار د مطبوعاتو مدير وو.
په (۱۳۴۷ل.) کال بيرته هلمند ته ولاړی او هلته د اطلاعاتو او کلتور مدير سو.
په (۱۳۴۸ل.) کال د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور د مديريت کفيل وټاکل سو.
په (۱۳۴۹ل.) کال د قبايلو رياست د تبليغاتو عمومي مدير وو او په همدې (۱۳۴۹ل.) کال يو وار بيا د هلمند د اطلاعاتو او کلتور مدير وټاکل سو.
په (۱۳۵۳ل.) کال د پکتيا د اطلاعاتو کلتور مدير او د وړانګې مجلې چلوونکی وو. په (۱۳۵۵ل.) کال د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د مديريت مدير وټاکل سو.
د پښتو څېړنو د نړۍ وال مرکز په جوړېدو سره، ښاغلی عطايي د ريسرچ لوی مدير، د اتنوګرافۍ د څانګي غړی او وروسته ئې آمر وټاکل سو. وروسته د افغانستان د علومو اکاډمۍ د خپرونو او کتابتون رئيس وو.
عطايي په اکاډمۍ کي داخل او دباندي ډېري نوري دندي هم کړي دي، چي دلته ئې يادونه ليکنه اوږدوي.
د عطايي په سلګونه مقالې په طلوع افغان، هلمند، وړانګه، کابل، وږمه، ژوندون، جمهوري پلوشه، کندهار، جرګه، آريانا مجلو او ورځپاڼو کي خپرې سوي او ځيني تاليفات ئې مستقل هم چاپ سوي دي، چي ځيني ئې دا دي:
۱- د افغانستان پر معاصر تاريخ يوه لنډه کتنه (۱۳۸۰ل.).
۲- هلمند د کلتور په ساحه کي (۱۳۴۴ل.).
۳- د آسيا په زړه کي طوفان (۱۳۵۹ل.).
۴- ملي هينداره د اجتماعي څېړنو له نظره (۱۳۶۳ل.).
۵- د پښتنو او بلوڅو کرونولوژي (۱۳۶۸ل.).
۶-په پښتو ادبياتو کي د کيسې برخه (۱۳۵۶ل.).
۷- سل معروف نړيوال داستانونه (۱۳۶۰ل.).
۸- د نيکه ګانو پيغام (شعرونه) (۱۳۳۲ل.).
۹- د جرګو وطن (۱۳۶۱ل.).
۱۰- د کندهار پېژندنه (۱۳۴۷ل.).
او نور
کانديد اکاډيميسن محمد ابراهيم عطايي د (۱۳۸۰ل.) کال د مېزان پر ۱۹ په کابل کي د زړه د ناروغۍ له امله وفات سو او د کابل په شهدای صالحين کي ښخ کړل سو.
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 2059

عبدالاحد عارض
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
نوميالی ليکوال: عبدالاحد عارض
ديجيتل کوونکي: خليل الله سروري، شمس الله آرين
ښاغلی عبدالاحد عارض د ميرزا زکريا خان زوی، په (۱۲۹۷ل.) کال د کندهار ولايت د هرات بازار د ملا شال ناصري په کوڅه کي زېږېدلی وو.
لومړني زده کړي ئې تر (۱۳۱۳ل.) کال پوري په خپل محل کي کړي دي او تر (۱۳۱۵ل.) کال پوري ئې د عربي او اردو ژبو د کتابونو په ويلو سره، پر دې ژبو هم لاس بر سو.
لومړنۍ دنده ئې په (۱۳۱۵ل.) کال په ملي بانک کي شروع کړه. وروسته ئې په وطن شرکت، د مېوې شرکت او د قند جوړولو په شرکتو کي هم دندې اجرا کړي دي.
ښاغلی عارض په (۱۳۲۶ل.) کال د مېوې د شرکت د نظارتي هيئت په حيث چمن ته ولاړ او په (۱۳۲۹ل.) کال کندهار ته تر بيرته راتګ وروسته د قند جوړولو په شرکت کي د حساب او کنټرول په برخه کي وګومارل سو.
په (۱۳۳۰ل.) کال چي د قند جوړلو شرکت په دولتي انحصاراتو پوري وتړل سو، نو ښاغلی عارض د شرکت له خوا کابل ته تبديل سو. په همدې وختونو کي عارض له ويښ زلميانو ګوند سره هم يو ځای سو.
په (۱۳۳۵ل.) کال ښاغلی عارض بيرته کندهار ته د قبايلو د عمومي مدير په حيث را ولېږل سو. دا دنده ئې تر (۱۳۳۷ل.) کال پوري اجرا کړل او وروسته ئې پرېښوول.
ښاغلی عارض په (۱۳۳۷ل.) کال د قادري بس چلولو ټرانسپورټ د محاسبې مدير مقرر سو او اته کاله ئې دا دنده اجرا کړل.
په (۱۳۴۵ل.) کال د صدراعظم محمد هاشم ميوندوال په خاصي منظورۍ د روزګان اولسوال وټاکل سو. دا دنده ئې تر (۱۳۴۸ل.) کال پوري اجرا کړه، چي وروسته د داخله وزارت د ټرانسپورټ مدير وټاکل سو.
ښاغلی عارض په (۱۳۵۳ل.) کال ننګرهار ولايت ته ولاړی او هلته د سرکاڼو اولسوال وټاکل سو. يو کال وروسته په (۱۳۵۴ل.) کال تقاعد کړل سو.
عبدالاحد عارض د خپلو رسمي دندو تر څنګ د قلم لار هم نه ده پرې ايښې، ځيني تاليفات او ژباړي ئې په لاندي ډول دي.
۱- بې سواده آمر.
۲- د ملګرو ملتونو منشور.
۳- ابوريحان البيرونی (دری).
۴- فتاوی دار العلوم ديوبند (۱۲ ټوکه)، (دری).
۵- قوت القلوب (۲ ټوکه)، (دری).
۶- رياض الصالحين (۳ ټوکه).
۷- بوستان سعدی (پښتو).
۸- د سزاګانو اسلامي قانون.
۹- درود او سلام.
۱۰- درود و سلام (دری).
۱۱- اسمأالحسنی.
۱۲- اسمأالحسنی (دری).
۱۳- فتاوی معمی (دری).
۱۴- حلال او حرام.
۱۵- احکام ميت.
۱۶- احکام و مسايل روزه.
۱۷- مسائل زکات.
۱۸- احکام ميت (دری).
د ښاغلي عارض مقالې په ورځپاڼو او جريدو کي هم خپرې سوي دي، چي ډېره برخه ئې په مساوات جريده کي خپرې سوي دي.
عبدالاحد عارض د (۱۳۹۹ل.) کال د جوزا د مياشتي پر لسمه نېټه، د (۱۰۲) کالو په عمر په کابل کي له دې نړۍ سترګي پټي کړې.
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 2284

کاندید اکاډيمیسن پوهاند میر حسین شاه
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
نوميالی ليکوال: استاد پوهاند میر حسین شاه (۱۳۰۴-۱۳۹۹ل.)
ديجيتل کوونکي: خليل الله سروري، شمس الله آرين
کاندید اکاډيمیسن پوهاند میرحسین شاه د میر عبدالجواد زوی، په (۱۳۰۴ل.) کال د جدي پر ۱۶ نېټه (۶ جنوري ۱۹۲۵م.) په کندهار کي زېږېدلی دئ.
پوهاند میرحسین شاه ابتدائي او منځنۍ زده کړي په کندهار کي وکړې او نوري زده کړي ئې د کابل په حبیبیه لېسه کي بشپړي کړې. په (۱۳۲۷ل.) کال ئې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي څخه د لیسانس سند واخیست او د دې پوهنځي د لومړینو محصلانو څخه وو. تر فراغت وروسته له (۱۳۲۸ـ۱۳۳۱ل.) پوري د کندهار په احمد شاه بابا لېسه کي استاد وو. په (۱۳۳۳ل. / ۱۹۵۴م.) کال ئې د هندوستان د لکنهو پوهنتون څخه د تاریخ په برخه کي د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ. په (۱۳۳۴ل. / ۱۹۵۶م.) کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په علمي کادر کي شامل سو.
پوهاند میرحسین شاه په ادبیاتو پوهنځي کي د تدریس تر څنګ له (۱۳۴۰-۱۳۵۰ل.) کال پوری د ادبیاتو پوهنځي مرستیال وو او له (۱۳۵۰-۱۳۵۶ل.) پوري د همدې پوهنځي رئیس وو او د خپل ریاست په وخت کي ئې دا پوهنځی د نړۍ او منطقې د هیوادونو د معتبرو علمي او څېړنیزو موسساتو سیال کړ. وروسته تر (۱۳۶۷ل.) کال پوري د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو د پوهنځي د تاریخ د څانګي استاد او ډیپارټمنټ آمر وو.
پوهاند میر حسین شاه د تدریس تر څنګ ډېري علمي څېړني کړي دي، کتابونه ئې تالیف کړي دي، رسالې او زیاتي مقالې ئې لیکلي دي، چي د افغانستان او د نړۍ په مطبوعاتو کي نشر سوي دي.
پوهاند میر حسین شاه د افغانستان د ادب او تاریخ د پروفیسور په حیث په نړۍ والو او په هیواد کي دننه په علمي او څېړنیزو سیمینارونو او کنفرانسونو کي ګډون کړی دئ او خورا بارز نقش ئې پکښي درلود. له ډېرو مؤرخینو او مشهور خارجي ختیځ پېژندونکو سره ئې پېژندګلوي درلوده او په ډېرو نړۍوالو کنفرانسونو او څېړنیزو سیمینارونو کي ئې چي د منځنۍ اسیا او د اسیا د جنوب د تاریخ په اړه په امریکا، اروپا او اسیا کي ګډون کړی دئ او د کابل پوهنتون د اکاډيمیک مقام د لوړتیا له پاره ئې، چي په هغه وخت د منطقې په سطحه یو علمي او څېړنیز نهاد وو، خاص رول درلود. د کابل پوهنتون ټولي ادبي او څېړنیزي خپروني د ده تر نظر لاندي خپرېدلې، چي په افغانستان، ایران، تاجکستان او هند کي ئې لوستونکي درلودل.
پوهاند میرحسین شاه په (۱۹۷۲م.) کال د پروفیسور په حیث د المان په هایدلبرګ پوهنتون کي یو سمستر تدریس کړی دئ او د مختلفو علمي نهادونو غړیتوب ئې درلود، لکه: د افغانستان د علومو اکاډمۍ ممتاز غړی، د افغانستان د ملي ارشیف غړی، د افغانستان د انجمن تاریخ غړی، د کابل پوهنتون د عالي شورا غړی، د افغانستان د باستان شناسۍ مسلکي غړی، د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت مشاویر، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشاور او په نوي ډهلي کي د هند د ملي ارشیف غړی.
د پوهاند صاحب میرحسین شاه آشنايي د تاریخي اسنادو او ارشیفونو سره دومره زیاته وه، چي د منطقې په سطحه د چا سره نه وه، چي دا تاریخي اسناد او ارشیفونه د افغانستان او هند د جغرافیايي تاریخ په اړه دي.
د پوهاند میرحسین شاه ځیني آثار په لاندي ډول دي:
1. احوال وآثار قاضی حمیدالدین بلخی ـ اندو ایرانیکا مجله، د کلکتې پوهنتون، هند ۱۹۴۷ م..
2. تاریخ افغانستان در دوران مغول ـ دافغانستان انجمن تاریخ.
3. خلاصةالمریدین د پوهاند صاحب په مقدمه او تحشیه ـ کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی پښتو څانګه.
4. حدودالعالم د پروفیسور مینورسکی د پوهاند میر حسین شاه د ژباړي او حاشیو سره ـ کابل پوهنتون او دوهم ځل په ایران کي چاپ سوی دئ.
5. امیرعلی شیر نوایی ـ انجمن تاریخ او دوهم ځل د اطلاعاتو کلتور وزارت.
6. احوال و اثار عبدالقادر بیدل ـ کابل پوهنتون، ادبیاتو پوهنځی.
7. جغرافیه نویسان مسلمان – ترجمه
8. انګلستان و افغانستان ـ ترجمه
9. تاریخ هند در قرون وسطی ـ کابل پوهنتون، ادبیاتو پوهنځی د تاریخ څانګه.
10. تاریخ علومی عقلی در افغانستان ـ کابل پوهنتون، داجتماعي علومو د پوهنځی د تاریخ د څانګي درسی کتاب.
11. تاریخ نویسی در افغانستان ـ داجتماعي علومو د پوهنځی د تاریخ د څانګي درسی کتاب.
12. جغرافیه نویسان عرب ـ ترجمه ـ کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځی.
13. تاریخ از دورهء سدوزایی ها در کتاب تاریخ مدنیت های آسیا میانه ـ د یونسکو له نشراتو څخه.
افغانها در هند ـ انجمن تاریخ ۱۳۴۵ل..
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 2258

د پښتو ژبپوهني لپاره يو څو کلمې ـ پوهاند عبدالحی حبيبي
- Details
- څانګه: ژبپوهنه
ليکونکی: پوهاند عبدالحی حبيبي
د مقالې ديجيتل کوونکي: خليل الله سروري، شمس الله آرين
په ابتدائي ژبو کي ځيني کلمات موجود وي، چي د ژبي تر علمي پرورښت او جوړښت دمخه هغه کلمات په غير مرتب او نامعين ډول په مختلفو مواقعو کي استعماليږي، مګر کله چي ژبه په علمي ډول تر ترتيب او روزني لاندي راسي، نو پوهان هغه کلمات پر خپل خپل ځای باندي د يوه خاص مفهوم لپاره وټاکي او په داسي ډول هغو وحشي کلماتو ته مانوس او مدني مفاهيم ور کي، چي تر تداول او استعمال وروسته ئې خلق له هغو مفاهيمو سره آشنا سي او هغه کلمات په مدني اړتياوو کي د خلقو په درد وخوري او احتياج ئې پوره کي.
مثلاً په پښتو کي له قديمه د (تون) ادات د ظرفيت لپاره موجود ول، مګر د خلقو غوږونه ور سره اشنا نه ول او کله چي موږ لومړی پلا دغه ادات په نوو نومونو کي استعمال کړل، ځينو خلقو و نه مانه او انتقاد ئې پر کاوه. مګر وروسته چي په پوهنتون او زېږنتون او درملتون او نورو نومو کي استعمال سو، اوس ګورو چي خلق ئې په ډېره مينه استعمالوي او ډېر مانوس او آشنا ښکاري.
په پښتو ژبپوهنه او ګرامر کي موږ ډېرو اصطلاحاتو ته ضرورت لرو او بايد د فونيم او مورفيم او کلمې او سلايبل او کلام په مقابل کي خپل پښتو کلمات او اصطلاحات ولرو، چي تر ټاکلو او استعمال وروسته دغه کلمات په علمي ډول مانوس او مفهوم سي او خلق ئې له استعماله سره آشنا سي.
له ډېره وخته موږ د پښتو ګړ د سلايبل په مقابل کي استعمالوو او د صوت او صدا لپاره ږغ يا غږ وايو او ږغپوهنه هغه ژبنی بحث بولو، چي په صوتشناسۍ پوري اړه لري.
په پښتو کي درې نوري دغسي کلمې سته، چي پوهان ئې په ګرامري احتياجاتو کي استعمالولای سي او زه ئې له ادبي اسنادو سره دلته در ښيم:
د (ويل) له مادې څخه يوه کلمه په قديم ادب کي موجوده وه، چي اوس ئې موږ نه وايو، مګر ممکنه ده چي دغه کلمه په ګرامري او ژبنيو مباحثو کي پر خپل ځای کښېږدو او ښه کار ځني واخلو:
(ويی) د خوشحال خان په کلام کي مکرر راغلی دئ او داسي ښکاري چي په خټکو کي دا کلمه وه، مثلاً خوشحال خان وايي:
چي به بل تر تا را تېر کړم
دا ويــی د زړه وبـــاســه
بل ځای وايي:
يــو ويــی د دلاســا راته پــرې نــږدي
ځان که هر څو خپل مين ته مرور کړم
بيا بل ځای وايي:
دا ويـی زمــا د راز دئ
دا منزل دور و دراز دئ
په يوه بله قصيده کي وايي:
چي په نيم ويي ئې کار کيږي د خلق
د خلاصۍ مي همېشه کاندي جدال
له دې ادبي سندو څخه ښکاري، چي ويی په قديمه پښتو کي د کلمې په مفهوم استعمالېده او که اوس هم په ګرامر او ژبپوهنه کي دا کلمه د مورفيم يا کلمې پر ځای وټاکو، ګټوره به وي.
دوهمه کلمه له دغي مادې څخه (ووی) دئ، دا هم خوشحال خان مکرر استعمالوی او ښايي چي په محاوره کي هم داخل وو، مثلاً وايي:
دا ووی مي خوښ دئ، چي چا ويلی دئ
ډېـر مـي پر زړه بانــدي ښه لـګېدلـی دئ
بل ځای وايي:
دا آسمان نه دئ، يو خوني پړانګ دئ
راتـه غـړمبـيـږي، تـلـتل پـه پانـګ دئ
خولـه ئـې سره کـړې د دارا په وينو ده
شفـق ته ګـوره دا ووی پـه ټانـګ دئ
بيا بل ځای داسي وايي:
دا ووی رښتيا دئ، عاشقان نه مــري
مجنون ژوندی دئ، که ته ئې وينې
په يوه بل بيت کي داسي وايي:
شيــطــان هــر ګــوره ښـايــسته روغ دئ
چي ئې بدرنګ بولي، دا ووی دروغ دئ
له همدغو ګردو مثالو څخه ښکاري، چي ووی د قدماوو په ژبه، کلام او جمله او د انګرېزي سېنټېنس وو او اوس هم ښايي، چي موږ ئې په ګرامر کي د کلام او جملې پر ځای وټاکو.
بله کلمه له همدې ريښې څخه وينا ده، چي اوس ئې هم موږ په عامه محاوره کي وايو، دغه وينا له ډېره وخته د پښتو مرکې هم د نطق په مقابل کي ټاکلې وه او اوس ئې هم موږ په دغه مفهوم منو.
اوس به نو دغو ژبنيو اصطلاحاتو ته داسي ترتيب ور کړو، چي: د ژبي هغه لومړی ووړ جز به ږغ يا فونيم وبولو، بيا به نو د څو ږغو مجموعه يو ګړ (سلايبل) وبولو. د يوه يا څو ګړو مجموعه به ويی يعني مورفيم کلمه وګڼو او د څو کلمو او ويو مجموعه به يووې يعني کلمه او جمله وبولو او د څو وويو يعني جملو مجموعه به وينا وبولو.
يو انسان چي خبري کوي، هم اول ږغ له خولې را باسي او بيا له څو ږغو څخه يو ګړ او سلايبل جوړوي. بيا نو له ګړو څخه کلمات او ويي او له ويو څخه جملې، يعني وويونه او له وويو څخه وينا جوړوي.
د ږغ، ګړ، ويي، ووي، وينا استعمال د اروپايي يا عربي اصطلاحاتو پر ځای په ګرامر او ږغپوهنه او ژبپوهنه کي ما ته مناسب ښکاري او دغه کلمات د پيشنهاد په ډول وړاندي کوم.
البته که بل څوک په ادبي، علمي اسنادو سره بل څه وړاندي کوي، که هغه تر دغو کلماتو موزون او مستند وې، بايد هغه ومنل سي، ځکه چي په دسي کارو کي تر يو فکر او د يوه سړي تر معلوماتو د ټولني او ګڼو پوهانو فکر رسا او سم او مفيد وي.
دغه مقاله د (۱۳۶۳ل.) کال د زيري په کالنۍ کي خپره سوې ده.
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 3790

پۀ يوه ژبه کې د فونيټکي الفبا اړتيا ـ تمهید سيلانی
- Details
- څانګه: فونېټکس
لیکونکی: تمهيد سیلانی، د جون مياشتي ۶مه نېټه، ۲۰۲۰ زېږديز کال
موږ ولې پۀ خپله ژبه کې فونيټکي اېبېڅې يا الفبا کارو؟ ددې او دې ته ورته نورو پوښتنو پۀ ځواب کې باید ووايو، چې پۀ نړۍ کې ټولې ژبې حتی نړيوالې ژبې پۀخپل ژبني ليکدود او ژبني قواعدو کې بشپړې نه دي، بلکې لۀنورو ژبو مستعار توري، غږونه او کلمې خپلوي. ددې ترڅنګ د نړۍ ټولې ژبې پۀ ليکني سيستم کې خپلې ستونزې لري او داسې يو بشپړ ليکدود نه لري چې د هر غږ ځانګړی آواز او قواعد منعکس کړي..
کۀ راشو خپلو ژبو ته؛ موږ پۀ پښتو او دري ژبه کې هم يادې ستونزې لرو، او د يادو ژبو زده کوونکو ته د ښه پوهاوي او عروضي سيستتم د پوهاوي لۀپاره داسې يو ليکدود ته اړتيا لرو چې پۀ هغۀ هر غږ پۀ کره توګه لوستونکو ته ور وپېژندل شي، خو برعکس پښتو او دري ژبه پۀ ځينو برخو کې دا ستونزه لري، چې د کلماتو پۀ پيل، منځ او پای کې يې ځينې توري ځانګړې نښې نه لري، نو ددې تشې د ډکولو لۀ پاره فونيټکي اېبېڅې ته اړتیا تر سره کيږي. بله خبر داده چې فونيټکي الفبا د نړۍ پۀ کچه د ژبپوهانو لۀخوا د يو بشپړ معياري او ټول منلي ليکدود پۀ توګه رامنځته شوی، چې پۀ هره ژبه کې د تطبيق او کارونې وړ ده.
زده کوونکي د ژبو د زده کړې پۀ برخه کې پۀ ډېر اسانۍ سره کولی شي، د ياد ليکدود پۀ واسطه د هماغې ژبې د غږونو تر منځ توپير او تفکيک وکړي.
نو فونیتکي الفبا ته پۀ يوه ژبه کې اړتيا پۀ لاندې برخو کې ترسترګو کيږي:
1. پۀ ځينو ژبو کې کېداشي يو غږ پۀ څو نښو سره وليکل شي، د بېلګې پۀ توګه د دري او پښتو ژبو پۀ الفبا کې د (Z) غږ پۀ « ز، ذ، ض او ظ » سره ليکل کيږي. د بېلګې پۀ توګه: ظاهر، زاهد، ذبیح، ضمیر... که چېرې پۀ دغو تورو لیکل شوي نومونه نورو ژبو کې وليکل شي، نو پۀ يوۀ توري ( z) سره لیکل کیږي. يا هم ( S) غږ چې پۀ « س، ث او ص » سره ليکل کيږي.لکه : ثواب، صابر او سارنوال... همدارنګه پۀ انګليسي ژبه کې د ( I ) غږ د « ee,I,ea,eo,ie, e» پۀ بڼو ليکل کيږي، لکه : د « pete,field,sea,see, people, machine» ... کلمو کې...
2. په ځينو ژبو کې کېداشي څو غږونه پۀ يوې نښې سره ولیکل شي، لکۀ : د پښتو او دري ژبو پۀ الفبا کې د « v,u,o » غږونه پۀ يوۀ ( و ) سره ليکل کيږي، لکۀ : د کور، ماڼو، لو، رانګو... او سوار، سود، تو... همدارنګه پۀانګليسي ژبه کې د « sاو k » غږونه د ( c) توري پۀ واسطه لیکل کیږي، لکه : Cate او receive ....
3. ځينې وخت پۀ ځينو ژبو کې د دوو غږونو ترکيب دیوه غږ لۀ پاره کارول کيږي، لکۀ : پۀانګليسي ژبه کې د « c او h » توري چې د « چ » غږ لۀ پاره کارلو کيږي... لکه : teacher, chaire, chart...
4. پۀځينو ژبو کې د متوالي يا پرلپسې غږونو کې د دوو غږونو لۀ پاره يوه نښه کارول کيږي. لکۀ: پۀانګليسي ژبه کې د « k او s » پرلپسې غږونو لۀ پاره يو توری « x » توری کارول کيږي. لکۀ : د « Box » پۀ کلمه کې...
5. کله هم پۀځينو ژبو کې ځينې غږونه د ځانګړي ګرافيم پۀ نه درلودلو سره د کلمو پۀمنځ کې ځانګړې نښې نه لري، بېلګې يې پۀ دري او پښتو ژبه کې موندلی شو، لکۀ: د « a,e,o او زورکی » د مهر، سر، پر او مېرمن پۀکلمو کې...
6. کله هم پۀ ځينو ژبو کې ځينې نښې او توري د هېڅ غږ استازيتوب نشي کولی، د بېلګې پۀتوګه پۀ انګليسي ژبه کې د « gh » او « k » توري چې د « thought » او « know » کلمو کې ...
7. ځينې وخت پۀ يوه ژبه کې يو غږ پۀ بېلابېلو ځايونو کې د بېلابېلو نښو سره هماغه يو غږ توليدوي، لکۀ : پۀانګليسي ژبه کې د « ف يا f » توری چې د « fine, Enough,photo,» پۀکلمو کې د « ف » توری د بېلابېلو تورو يا نښو پۀ واسطه وړاندې کيږي.
8. ځينې وخت پۀ ژبو کې يو توری دبل توري غږ وړاندې کوي لکۀ پۀانګليسي د « q » توری چې د « k » غږ وړاندې کوي. لکۀ د quite,unique,quick پۀکلمو کې چې د ک غږ وړاندې کوي...
د پورته يادو شويو او نورو ليکني ستونزو په درلودلو سره موږ فونيټکي الفبا په خپله ژبه کې کارو...
اخذ ليکونه :
1. نګاهی به زبان فارسي( يک برسی ربانشناختی)، نویسنده: جورج یول، ترجمه نسرين حیدری، چاپ تهران، ۱۳۷۴
2. مقدمات زبانشناسی، تالیف: داکتر مهری باقری. چاپ : ۱۳۷۴
3. مقدمه ای بر آواشناسی اګوستیک، نویسنده: دی. بی. فرای. مترجم دکتر نادر جهانګیری. چاپ : شهر پور ۱۳۶۹
4. زبانشناسی وزبان، نویسنده جولیا اس. فالک، مترجم خسرو غلامعلی زاده. چاپ: ایران: ۱۳۷۲
5. آواشناسی، نویسنده علی محمد حق شناس،چاپ: فاووس ایران، ۱۳۹۰
6. Phonetics and phonology,writers: mike davenport and s.j. hannahs, university of durham and university of Newcastle upon tyne
7. آوا شناسی، نویسنده: دکترګلناز مدرسی قوامی. تاریخ انتشار : ۱۳۹۸
8. زبان شناسی عمومی دوره. نویسنده: فردینان دوسوسور، مترجم: کورش صفوی. چاپ: ۱۳۸۲ تهران
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 2713

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ
- Details
- څانګه: قاموسونه مطالب
- 00039 _ ولايت: شمالي وزيرستان/ ولسوالي: / کلی:/ قبيله: وزيري/ د ثبت کال: 2025/ اوږدوالی: 22 دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2025-03-16
- 00038 _ ولايت: سويلي پښتونخوا/ ولسوالي: قلعه عبدالله_توبه_اڅکزی/ کلی: د شهيدانو شيله/ قبيله: اڅکزی/ د ثبت کال: 2025/ اوږدوالی: 11 دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2025-03-09
- 00037 _ ولايت: سويلي پښتونخوا/ ولسوالي: قلعه عبدالله_توبه_اڅکزی/ کلی: د شهيدانو شيله/ قبيله: اڅکزی/ د ثبت کال: 2025/ اوږدوالی: 22 دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2025-03-09
- د پښتو ژبې ليکدودي اتحاد څنګه راتللای شي؟ (اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې) 2024-11-03
- ايا مصنوعي ځيرکتيا په پښتو پوهيږي؟ (ډيجيټلايزېشن) 2024-10-10
- ژبې او ولسونه ولې بايد په ډېټا کې خودکفا وي؟ (ډيجيټلايزېشن) 2024-10-07
- د پښتو په تړاو د سروې يا نظر پوښتنې سوالونه او جوابونه (اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې) 2024-09-28
- تر «بشپړ او کامل تفاهم» پورې بايد يو ليکدود وکارول شي (اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې) 2024-09-26
- د پښتو د درس تدريس تر ټولو لويې ننګونې کومې دي؟ (اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې) 2024-09-25
- په پښتو کې د غږ/ږغ په شان د نورو ميټاټېسس لغتونو مثالونه (اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې) 2024-09-15
- يو شانته املا خو بېلې معناوې لرونکي پښتو لغتونه (قاموسونه مطالب) 2024-09-06
- د پښتو لپاره د نويو وييونو وړانديز ـ لومړۍ برخه (قاموسونه مطالب) 2024-09-05
- پښتو، ډيجيټلايزېشن او د الفبا او ابجد نظامونو پرتلنه (اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې) 2024-09-04
- فونېټيک او فونېميک ټرانسکرپشن، ټرانسليټرېشن او رومنايزېشن (فونېټکس) 2024-08-31
- د سويلي لهجې د «ښ» او «ږ» په هکله تکراري مغالطه (فونېټکس) 2024-08-27
- ايا کندهارۍ(سويلي) او اکثريت نورې د پښتو لهجې به له منځه ولاړې شي؟ (اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې) 2024-08-25
- د اندرويد موبايلونو لپاره د قاموسونه ټکی کام اېپ (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2024-06-19
- د پېښور، کابل او کوټې پښتو اکاډميو ته پرانستی ليک (تبصرې او نظرونه) 2024-05-29
- پښتو څنګه ليکدود ته اړتيا لري؟ (اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې) 2024-05-28
- د نهه کلن پروګرامر ماشوم لخوا د پښتو ياګانو د تمرين پروګرام (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2024-05-26
- که ژبه انسان وے، نو به څوک او څنګه وے؟ (تبصرې او نظرونه) 2024-05-18
- اشارې، لاسي حرکات، ژبه او نوې ټيکنالوژي (ډيجيټلايزېشن) 2024-05-09
- د ۱۷ زرو پښتو لنډيو بسپتنه (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2024-04-22
- ايا پښتو بايد الفبا ولري؟ (اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې) 2024-04-21
- د پښتو د تاريخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده؟ (ډيجيټلايزېشن) 2024-04-07
- بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله (ډيجيټلايزېشن) 2024-04-07
- دقاموسونه ټکے کام نوې بڼه آنلاين شوه (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2024-03-27
- نظم ـ لوېــــږم ساقي د پـــرېــوتــو سره بلد نه یمه (خيبر افريدي) (نظمونه) 2024-02-23
- نظم ـ د لويو لويو قدرتونو ربه (اجمل خټک) (نظمونه) 2023-09-12
- نظم ـ څوک دې ماته ووايي (غني خان) (نظمونه) 2023-08-23
- 00036 _ ولايت: سويلي پښتونخوا/ ولسوالي: قلعه عبدالله_توبه_اڅکزی/ کلی: _/ قبيله: اڅکزی/ د ثبت کال: 2023/ اوږدوالی: 5 دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-08-21
- 00035 _ ولايت: سويلي پښتونخوا/ ولسوالي: قلعه عبدالله_توبه_اڅکزی/ کلی: ولګی/ قبيله: اڅکزی/ د ثبت کال: 2023/ اوږدوالی: 6 دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-08-21
- اشرار، ټاميان، خياټان...د پښتو په پراخه لمن کې (لغت پوهنه/معنی پوهنه/سيمېنټيکس) 2023-07-21
- 00034 _ ولايت: غزني/ ولسوالي: قره باغ/ کلی: شاغولی/ قبيله: خروټی/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۸ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-07-20
- 00033 _ ولايت: لغمان/ ولسوالي: مهترلام/ کلی: قريه چهلمتی کلی ډول آباد/ قبيله: سهاک/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۶ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-07-15
- 00032 _ ولايت: خوست/ ولسوالي: متون/ کلی: ورغهٔ/ قبيله: _/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۳۱ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-07-15
- 00031 _ ولايت: کاپيسا/ ولسوالي: تګاب/ کلی: قريه ميراخېل کلی اکبرشاخيل/ قبيله: صافی/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۴ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-07-15
- 00030 _ ولايت: خيبر پښتونخوا/ ولسوالي: بنو/ کلی: ظالم خیل منډان / قبيله: میرزاعلی خیل/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۷دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-06-29
- Das bahnbrechende Lehrbuch der deutschen Grammatik für Afghanen (متن پوهنه) 2023-05-27
- «د جرمني ژبې آسانه زده کړه» کتاب باندې تقريظ (متن پوهنه) 2023-05-27
- 00029 _ ولايت: کندهار/ ولسوالي: ارغنداب/ کلی: علي کلی/ قبيله: الکوزی/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۲۰ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-05-23
- 00028 _ ولايت: خيبر پښتونخوا/ ولسوالي: ضلع سوات تحصيل بابوزي مېنګوره/ کلی: ډنډونو کلی/ قبيله: يوسفزی/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۷ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-04-25
- نظم ـ تا سره خندلي ما له تا سره وير کړی دی (عارف تبسم) (نظمونه) 2023-04-14
- نظم ـ چې دې وس د بدو نه وي (غني خان) (نظمونه) 2023-04-14
- د ژبپوهنې د ۷ مهمو څانګو لنډ تعريفونه (ژبپوهنه) 2023-04-02
- مصنوعي ځيرکتيا، پښتو، پښتانه او اړتياوې (ژبپوهنه) 2023-03-14
- 00027 _ ولايت: خيبر پښتونخوا/ ولسوالي: دېره اسمعيل خان/ ضلع: بالا جنوبي وزيرستان/ قبيله: محسود/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۱۱ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-03-13
- 00026 _ ولايت: بلوچستان/ ضلع: زيارت/ تحصيل: سنځاوی/ قبيله: دومړ/ د ثبت کال: ۲۰۲۱/ اوږدوالی: ۱۱ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-02-20
- د «سپېڅلې پښتو» قاموس آنلاين شو (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2023-02-20
- پښتو ژبه او ګرامر ـ عبدالعلي رسولزاده ـ پي ډي اېف کتاب (پي ډي اېف کتابونه) 2023-02-19
- نظم ـ تر وروستني معراجه (پروین ملال) (نظمونه) 2023-02-19
- 00025 _ ولايت: لغمان/ ولسوالي: مهترلام/ کلی: عمرزی/ قبيله: صافی/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۱۴ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-02-12
- 00024 _ ولايت: بلوچستان/ ولسوالي: پښين/ کلی: پښين/ قبيله: تور ترين/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۹ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-02-10
- 00023 _ ولايت: پکتيا/ ولسوالي: آريوب ځاځی/ کلی: بربېلووټ/ قبيله: ځاځی/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۱۴ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-23
- 00022 _ ولايت: بادغيس/ ولسوالي: مرغاب/ کلی: _/ قبيله: _/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۶ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-22
- 00021 _ ولايت: روزګان/ ولسوالي: دهراوت/ کلی: دهزک/ قبيله: بارکزی/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۷ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-22
- 00020 _ ولايت: کندهار/ ولسوالي: کندهار ښار/ کلی: دويمه ناحيه/ قبيله: عليزی/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۶ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-21
- 00019 _ ولايت: شمالي ويزستان/ ولسوالي: بنو/ کلی: تحصيل بکاخېل/ قبيله: وزير/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۱۰ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-17
- 00018 _ ولايت: وردګ/ ولسوالي: سيدآباد/ کلی: منګليو/ قبيله: وردګ/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۱۲ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-17
- 00017 _ ولايت: پکتيا/ ولسوالي: احمدخېل/ کلی: حسن خېل(سليمان خېل)/ قبيله: ځاځی/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۱۹ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-17
- 00016 _ ولايت: فراه/ ولسوالي: فراه رود/ کلی: ربا ترکان/ قبيله: نورزی/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۹ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-16
- 00015 _ ولايت: کابل/ ولسوالي: موسهي/ کلی: _/ قبيله: حسين خېل/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۷ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-15
- 00014 _ ولايت: هلمند/ ولسوالي: ناوه/ کلی: _/ قبيله: بارکزی/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۱۸ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-15
- 00013 _ ولايت: ننګرهار/ ولسوالي: کامه/ کلی: _/ قبيله: _/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۶ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-15
- 00012 _ ولايت: زابل/ ولسوالي: شاجوی/ کلی: چينو سيمه ليزه کلی/ قبيله: _/ د ثبت کال: 2023/ اوږدوالی: 7 دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-15
- 00011 _ ولايت: بلوچستان/ ولسوالي: زيارت/ کلی: چوتېر/ قبيله: وڼيڅی/ د ثبت کال: 2023/ اوږدوالی: 2 دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-15
- 00010 _ ولايت: ننګرهار/ ولسوالي: چپرهار/ کلی: / قبيله: کاکړ/ د ثبت کال: 2023/ اوږدوالی: 14 دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-15
- 00009 _ ولايت: ننګرهار/ ولسوالي: هسکه مېنه/ کلی: / قبيله: شينواری/ د ثبت کال: ۲۰۲۳ / اوږدوالی: 9 دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-15
- 00008 ـ ولايت: پکتيا ولسوالي: احمدخېل کلی: شوات قبيله: ځاځی سليمي ثبت کال: ۲۰۲۳ اوږدوالی: ۲۵ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-13
- 00007 ـ ولايت: بلوچستان ولسوالي: هرنايي قبيله: ترينو مخياڼی ثبت کال: ۲۰۲۱ اوږدوالی: ۱۰ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-13
- 00006 ـ ولايت: خوست/پکتيا ولسوالي: موسی خېل/ميرزکه قبيله: منګل موسی خېل ثبت کال: ۲۰۲۳ اوږدوالی: ۳۷ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-11
- 00005 ـ ولايت: پکتيا ولسوالي: ځاځي اريوب قبيله: ځاځي ثبت کال: ۲۰۲۱ اوږدوالی: ۷ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-11
- 00004 _ ولايت: خوست او پکتيا/ ولسوالي: موسی خيل او ميرزکی/ کلی: سيدګی او چرړوکی/ قبيله: منګل/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۶ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-11
- نظم ـ چا غوږ کې راته وویل چې جانان مه یادوه (ملنګ جان) (نظمونه) 2023-01-11
- نظم ـ مخـــــــې تـه تـلل، پـۀ شـا کتـل، سـړي تـه شـک پیـدا کـړي (انجان سينګهـ) (نظمونه) 2023-01-10
- 00003 _ ولايت: جنوبي وزيرستان/ ولسوالي: واڼا/ کلی: _/ قبيله: وزير/ د ثبت کال: ۲۰۲۲/ اوږدوالی: ۹ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-09
- 00002 ـ ولايت: پښتونخوا ډېره اسماعيل خان ولسوالي: کلاچی تحصيل کلی: لوڼی قبيله: ګنډپور ثبت کال: ۱۹۹۳ اوږدوالی: ۱۴ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-09
- 00001 ـ ولايت: پکتیکا ولسوالي: شرنه کلی: دلوو قبيله: بنډارخېل خروټی ثبت کال: ۲۰۲۳ اوږدوالی: ۳۱ دقيقې (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-09
- د پښتو لهجو د ږغيزو موادو د راغونډولو پروژه (پښتو ږغيز لهجوي آرشيف) 2023-01-06
- پښتو به تر کله لا «انالوګه» پاته وي؟ (ژبپوهنه) 2022-12-16
- د پروفيسر ډاکټر نصرالله جان وزير ادبي او علمي فعاليتونو ته ځغلند نظر (پښتانه ليکوال) 2022-12-10
- د څیړونکي او تاریخپوه ډاکټر لطيف ياد؛ پيژندګلوي (پښتانه ليکوال) 2022-12-10
- نظم ـ مانه جانان غوښتي سپورو څـڼـو ته ګلونه پسرليه (رحمت شاه سايل) (نظمونه) 2022-11-24
- د ملي ترمینالوژۍ پېژندنه، ارزښت او ساتنه (عبدالکبير حساس) (لغت پوهنه/معنی پوهنه/سيمېنټيکس) 2022-10-27
- نظم ـ ستۍ (پروين ملال) (نظمونه) 2022-10-23
- نظم ـ نيمګړې مينه (شميم ايمن اداس) (نظمونه) 2022-09-23
- نظم ـ ازغو کې اوسم (شميم ايمن اداس) (نظمونه) 2022-09-23
- نظم ـ جنت (اجمل خټک) (نظمونه) 2022-09-22
- نظم ـ ساقي واخله پياله واخله (عطايي ملا) (نظمونه) 2022-09-18
- نظم ـ مرګه جار دې تر پنجو شم (عطايي ملا) (نظمونه) 2022-09-18
- د غزني په پښتو کې د عددي صفت متممونه ـ ميوند بختيار (ژبپوهنه) 2022-09-13
- د نوې کره کتنې تعبیر او تفسیر (نقد تجزيه او تحقيق) 2022-09-05
- نظم ـ بل هغه سړی احمق بللی بويه (خوشال خان خټک) (نظمونه) 2022-09-04
- نظم ـ چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهارونه نه سي (رحمت شاه سايل) (نظمونه) 2022-09-04
- نظم ـ نه به ټول عمر ځواني وي (غني خان) (نظمونه) 2022-09-04
- عبدالکريم بريالے: ژوند، شخصيت او فن (پښتانه ليکوال) 2022-09-03
- نظم ـ تللي اشنا ته (عبدالرحيم مجذوب) (نظمونه) 2022-08-31
- د عبدالرحيم مجذوب ژوند، شخصيت او فن (پښتانه ليکوال) 2022-08-31
- نظم ـ پښتو ته (عبدالرحيم مجذوب) (نظمونه) 2022-08-31
- د پښتو د معياري کولو سل کلنې هڅې (اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې) 2022-08-27
- د فاروق سرور ژوند شخصيت او فن (پښتانه ليکوال) 2022-08-17
- د شفاهي او ليکل سوي ژبي تر منځ څه فرق دی؟ (تاريخي ژبپوهنه) 2022-08-09
- د سهېلي پښتونخوا پښتو خطي پانګه (متن پوهنه) 2022-08-08
- د پښتو لپاره په شلو کالونو کي شل ابتکارونه (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2022-07-21
- په روزمره، محاوره او مجاز کښې د "سترګو" او "زړۀ" یوه تهذیبي جایزه (پټه خزانه) 2022-07-20
- په ژبپوهنه کي «معانيز چتر» يا (semantic domain) څه شی دی؟ (ژبپوهنه) 2022-07-20
- د پښتو او جرمني مشترک ديفتانګونه، د پښتو يېګانې او وړانديز (ژبپوهنه) 2022-07-18
- د پښتو ژبي يو لنډ تعارف ـ لطيف جان بابی (ژبپوهنه) 2022-07-17
- د خوړو په هکله تر ۲۰۰ څخه زيات پښتو متلونه (شفاهي ادبيات) 2022-07-06
- د ولس محسن استاد سلطانزی (معاصر ليکوال) 2022-05-30
- پر «درياب په کوزه کي» کتاب باندي يو لنډ تقريظ (کتابونه) 2022-05-18
- د سلام بابا په شعري غونډ کي ويي زېرمه (لغت پوهنه/معنی پوهنه/سيمېنټيکس) 2022-03-29
- د خان شهيد پښتو ليکدود ته يوه سرسري يا اجمالي کتنه - لومړۍ برخه (اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې) 2022-03-22
- د سلام بابا د شعري غونډ ګړدود او ليکدود (اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې) 2022-03-22
- نظم ـ د مولانا د «نه من بيهوده» غزل پښتو منظومه ژباړه (احمدولي اڅکزی) (نظم پوهنه) 2022-03-10
- پښتــو ژبــه او پښتــو ميـډيا (خپــرنـۍ) (اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې) 2022-02-25
- په آلمان کی د پښتو خطي نسخو د يو ليسټ متن او ژباړه (متن پوهنه) 2022-02-13
- زبان ساکی خُتنی به منزلۀ مادر سکۀ پشتو (تاريخي ژبپوهنه) 2022-02-12
- « رِکاز اللغات مع الترجمتين فارسی و پښتو» ته لنډه کتنه (چاپي قاموسونه) 2021-12-30
- په کلاسيکي ديوانونو کښې د يو مورفيم سمه املايي بڼه (مورفولوژي) 2021-12-26
- د قرآن پاک پښتو ژباړه او تفسير پر قاموسونه ټکی کام آنلاين سول (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2021-12-03
- د سانسکريت لنډ تعارف ۹ برخه ـ نحوي حالتونه ـ بېواسطه مفعولي حالت (سانسکريت) 2021-11-16
- دوديزه آرپوهه ـ دوکتور اجمل ښکلی (ايتومولوژي) 2021-11-07
- د شمس الدين کاکړ او عبدالرحيم هوتک د ديوانونو لغتنامې (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2021-11-05
- د پټي خزانې متن پر قاموسونه ټکی کام آنلاين سو (پټه خزانه) 2021-10-23
- د پښتو ژبي «اتل» لغت ته يوه لنډه کتنه (ايتومولوژي) 2021-08-25
- «د مناظرې په باب څو خبرې» ـ پوهندوی آصف بهاند (متن پوهنه) 2021-08-24
- زېری ـ د قاموسونه ټکی کام مطالب په څو ژبو ژباړل کيږي (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2021-08-24
- عارف وردگ ـ لنډه پېژندنه (تذکرې) 2021-08-21
- نظم ـ ښايي سبا نه يي! (شېرشاه رشاد) (نظمونه) 2021-08-07
- د سانسکريت لنډ تعارف ۸ برخه ـ نحوي حالتونه ـ فعلي حالت (سانسکريت) 2021-07-10
- ښه ليکوال کومي ځانګړتياوي لري؟ (خلاقي ليکوالي) 2021-07-05
- د سوات شاهين وپېژنئ (پښتانه ليکوال) 2021-07-01
- د سانسکريت لنډ تعارف ۷ برخه ـ د فعلونو ريښه او سټه (سانسکريت) 2021-06-29
- زما نوم محمد سرور وکيلي دی (پښتانه ليکوال) 2021-06-27
- د سانسکريت لنډ تعارف ۶ برخه ـ د لغتونو برخي او څانګي (سانسکريت) 2021-06-24
- د سانسکريت لنډ تعارف ۵ برخه ـ يوه تصريفي ژبه (سانسکريت) 2021-06-16
- د ژبي اوښتون څنګه رامنځته کيږي؟ (ژبپوهنه) 2021-06-14
- ډاکټر محمد اکبر وردګ د هغه په خپل قلم (پښتانه ليکوال) 2021-06-13
- د پوهاند محمد رسول باوري لنډ ژوندليک (پښتانه ليکوال) 2021-06-12
- د سانسکريت لنډ تعارف ۴ برخه ـ له يو څخه تر سلو پوري عددونه (سانسکريت) 2021-06-11
- پر پټه خزانه د ميکنزي مرکزي انتقاد ته جواب (لومړۍ برخه) (پټه خزانه) 2021-06-08
- د سانسکريت لنډ تعارف ۳ برخه ـ توري څنګه سره ملګري کيږي (سانسکريت) 2021-06-04
- د عبدالرحيم هوتک ديوان پر قاموسونه پاڼه آنلاين سو (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2021-06-03
- د سانسکريت لنډ تعارف ۲ برخه ـ الفبا (سانسکريت) 2021-06-01
- په افغانستان کي د پښتو ژبي لومړۍ ډرامه (افسانه داستان نکل) 2021-05-31
- د سانسکريت لنډ تعارف ۱ برخه ـ سريزه او ليکدود (سانسکريت) 2021-05-30
- محشر؛ د عبدالباري جهاني يوولسمه شعري ټولګه (نظم پوهنه) 2021-04-22
- پښتانه څنګه خپله پښتو پردۍ کوي (ژبپوهنه) 2021-04-22
- د اپریل دویمه، د کوچنیانو د کتاب نړیواله ورځ (پوهندوی آصف بهاند) (کتابونه) 2021-04-02
- قاموسونه ټکی کام «د خوشحال فرهنګ» آنلاين کړ (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2021-02-20
- خيرالبيان پښتو برخه کتاب چاپ سو (متن پوهنه) 2021-01-02
- نظم ـ د وطن مور (پروین ملال) (نظمونه) 2021-01-02
- په پښتو ژبه کي کليک لرونکي لغتونه (فونېټکس) 2020-12-23
- تحفه ٔ قاسمي ـ پروين ملال (اسرار الافغان) 2020-12-20
- نوميالۍ ليکواله ـ پروين فيض زاده ملال (پښتانه ليکوال) 2020-12-20
- اسرارالافغان یا اسرارالافاغنه (اسرار الافغان) 2020-12-18
- د پوهاند علامه رشاد لنډ ژوند ليک ـ شمس الله آرين (پښتانه ليکوال) 2020-12-01
- «د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس» آنلاين سو (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2020-11-01
- د پښتو شعرونو پرلیکه زېرمتون ـ مرکه (متن پوهنه) 2020-10-27
- نژدې دوو لسيزو کار وروسته د پښتو اشعارو لويه ځېرمه آنلاين سوه (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2020-10-14
- "د ژبو تاريخ" په پښتو ترجمه سويو آثارو کښي یو غني اثر! (ژباړه) 2020-10-11
- ژبنيز پوريزم/سوچه والی/پاکوالی څه شی دی؟ (ژبپوهنه) 2020-10-10
- د پښتو معياري ليکدود او لومړيتوبونه يې (اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې) 2020-10-06
- پښتو توري آنلاين په آی پي اې واړوئ (فونېټکس) 2020-09-23
- نقد بر نقد پټه خزانه (پټه خزانه) 2020-08-12
- د موهن لال يو يادښت ـ نظم (ژباړه) 2020-08-12
- په پټه خزانه کي پښتنې شاعراني ـ عبدالقيوم (پټه خزانه) 2020-08-11
- «آغلی» په پټه خزانه کي ـ څېړنوال دوست (پټه خزانه) 2020-08-11
- "د څېړني مېخانې ته په خېر راغلې" ـ منظوم ليک (ژباړه) 2020-08-10
- وييز غړي او دغږونو پۀ توليد کې د هغو دنده (فونېټکس) 2020-07-25
- غوريان څوک دي؟ ـ څېړنمل خیرمحمد ساد (تاريخ) 2020-07-20
- د محمدهوتک پټه خزانه ـ کوټه، حاجي محمداکبر هوتک او عباس کاسی (پټه خزانه) 2020-07-20
- په پښتو آثارو کي د هوتکي دورې د تاريخ منابع (متن پوهنه) 2020-07-20
- په پښتو ژبه کي د (مقصوره الف) استعمال (اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې) 2020-07-20
- آيا « دا » » یوازې ښځینه نومځری دی؟ (ګرامر/ صرف اونحو) 2020-07-13
- زورکی او د هغۀ د کارونې ځایونه (اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې) 2020-07-13
- شاه اشرف هوتک او تذکرةالملوک (متن پوهنه) 2020-07-13
- «جګړه د محمود خان، نیول د اصفهان» د هوتکي دورې یو ورک تاریخي اثر (متن پوهنه) 2020-07-13
- سیدال خان ناصر یا د هیواد یو نامتو قهرمان زوی (پټه خزانه) 2020-07-12
- Paschto Literatur (Dr. Sebastian Heine) (پټه خزانه) 2020-07-03
- د پښتو، پارسي او ترکي ژبو د ملکي نومځرو سپړنه او پرتلنه (ګرامر/ صرف اونحو) 2020-07-02
- آيا پښتو ژبه خپلواک او ناخپلواک ملکي نومځري لري؟ (ګرامر/ صرف اونحو) 2020-07-02
- ایا د شعر او ادب په نړۍ کي تذکیر او تانیث کوم توپیر لري؟ (پټه خزانه) 2020-07-02
- علیین و علیون ـ عزیزالدین پوپلزی (پټه خزانه) 2020-06-30
- مخزن افغاني د پټي خزانې د یوه ماخذ په توګه (پټه خزانه) 2020-06-30
- نقدی بر نقد دکتور حميدالله مفید «نگاهی به واژه های پټه خزانه» (پټه خزانه) 2020-06-28
- مهردل خان مشرقي (پټه خزانه) 2020-06-26
- «پټه خزانه» ـ زلمی هيوادمل (پټه خزانه) 2020-06-26
- له اوره ډک هسي جامونه یا د پټي خزانې اشعار ـ پوهنيار لطيف بهاند (پټه خزانه) 2020-06-23
- د پټي خزانې په لاس کښلې نسخه کي د ځینو کلونو تصحیح - علامه حبيبي (پټه خزانه) 2020-06-22
- پټه خزانه د پښتو تاریخي ګړدودڅېړني د یو غوره اخځ په توګه (پټه خزانه) 2020-06-22
- په پټه خزانه کي د پښتني تاریخ د لویو پیښو انعکاس (پټه خزانه) 2020-06-22
- د یونس خیبري دېوان د محمدهوتک په پټه خزانه کي یو یاد شوی اثر (پټه خزانه) 2020-06-17
- د پټي خزانې د مؤلف ژبه ـ سرمحقق دوست محمد شينواري (پټه خزانه) 2020-06-17
- د پټي خزانې ارزښتونه ـ سرمحقق محمد صدیق روهي (پټه خزانه) 2020-06-17
- د پټي خزانې پر درېیم چاپ د علامه حبیبي سریزه (پټه خزانه) 2020-06-15
- «پټه خزانه فی المیزان» د کره کتنې په تله کې ـ استاد روهي (پټه خزانه) 2020-06-09
- محمد اعظم ايازي (پښتانه ليکوال) 2020-06-08
- مولانا عبدالخالق واسعي (پښتانه ليکوال) 2020-06-08
- کانديد اکاډميسين محمد انور نوميالى (پښتانه ليکوال) 2020-06-08
- محمد عثمان پښتون (پښتانه ليکوال) 2020-06-08
- عبدالباري آشنا (پښتانه ليکوال) 2020-06-08
- محمد رفيق حبيبي (پښتانه ليکوال) 2020-06-08
- امين الله زمريالی (پښتانه ليکوال) 2020-06-08
- پوهندوی نور احمد شاکر (پښتانه ليکوال) 2020-06-08
- کانديد اکاډيميسن محمد ابراهيم عطايي (پښتانه ليکوال) 2020-06-08
- عبدالاحد عارض (پښتانه ليکوال) 2020-06-08
- کاندید اکاډيمیسن پوهاند میر حسین شاه (پښتانه ليکوال) 2020-06-08
- د پښتو ژبپوهني لپاره يو څو کلمې ـ پوهاند عبدالحی حبيبي (ژبپوهنه) 2020-06-08
- پۀ يوه ژبه کې د فونيټکي الفبا اړتيا ـ تمهید سيلانی (فونېټکس) 2020-06-07
- د پښتو املا په تړاو د پښتو ټولنې د څلورو فيصلو سندونه ـ پي ډي اېف (اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې) 2020-06-01
- د ناشناس د نويو ادعاوو په اړه د ميرويس حبيبي توضيحات (پټه خزانه) 2020-05-31
- محمد هوتک (پښتانه ليکوال) 2020-05-31
- پروفيسور ولي محمد خان سيال کاکړ (پښتانه ليکوال) 2020-05-31
- پټه خزانه د اتنوګرافي تحقيقاتو له پلوه / کانديد اکاډيميسن محمد ابراهيم عطايي (پټه خزانه) 2020-05-29
- د پټي خزانې ميزان رشتيا ميزان دی؟ ـ پي ډي اېف (پټه خزانه) 2020-05-28
- پټه خزانه د حقيقت په آئينه کي ـ پي ډي اېف (پټه خزانه) 2020-05-28
- د پټي خزانې فرهنګ - پي ډي اېف (پټه خزانه) 2020-05-28
- د پښتو دېوانونو د لغتنامو قاموس آنلاين سو (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2020-05-26
- د پټي خزانې انګريزي ژباړه ـ پي ډي اېف (پټه خزانه) 2020-05-21
- پوخ کاڼی، پټه خزانه يو واقعيت دئ ـ پي ډي اېف کتاب (پټه خزانه) 2020-05-21
- شمشاد پښتو شپږماشتنۍ، محمد هوتک ځانګړې ګڼه - پي ډي اېف (پټه خزانه) 2020-05-21
- پټه خزانه خطي او چاپي نسخې ـ پي ډي اېف (پټه خزانه) 2020-05-21
- د پټې خزانې په هکله / استاد محمد معصوم هوتک (ويډيو او متن) (پټه خزانه) 2020-05-21
- روش تذکرهنګاری در پټه خزانه / پوهاند مير حسين شاه (پټه خزانه) 2020-05-21
- د پټي خزانې خطي نسخه ـ پروفيسور سيال کاکړ (پټه خزانه) 2020-05-18
- پټه خزانه چا، چيري او څنګه پيدا کړه؟ ـ پوهاند عبدالحی حبيبي (پټه خزانه) 2020-05-18
- آیا نومځری/ضمير د نوم ځای ناستی دی؟ ـ تمهيد سيلانی (ګرامر/ صرف اونحو) 2020-05-13
- آیا فونيټکس او فونيمکس د فونولوژۍ څانګې دي؟ ـ تمهيد سيلانی (ژبپوهنه) 2020-05-11
- د ستر انګريزي پښتو قاموس پروژه دمګړی ناکامه سوه (قاموسپوهنه) 2020-05-02
- د انګريزي پښتو قاموس کاري ډلې ته پيغامونه (قاموس ليکونکي) 2020-03-28
- د پښتو ژبي منشاء / پوهاند محمد رحيم الهام (قاموسپوهنه) 2020-01-20
- په پښتو کي مترادف الفاظ (قاموسپوهنه) 2020-01-14
- "پاڼي ني" - "اښټ ادهيايي" او په هغه كي پښتو کلمې (قاموسپوهنه) 2020-01-07
- د افغانستان د ژبپوهني اطلس (قاموسپوهنه) 2020-01-07
- پښتو توري او د خان شهيد وړانديزونه (اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې) 2019-12-02
- ژبنيز سيکسيزم، پښتو، قرآن پاک ـ يو وړانديز (متن پوهنه) 2019-08-24
- FAQ (in Pashto) (قاموسونه مطالب) 2019-07-06
- عصمت څاروان (پښتانه ليکوال) 2019-06-26
- استاد هونګسای (تذکرې) 2019-06-26
- ډاکټر عبدالحميد بهيج عثماني (پښتانه ليکوال) 2019-06-22
- اسلانوف او ۲ نور روسي پښتو قاموسونه آنلاين سول (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2015-08-28
- د هالنډي پښتو لومړی او نوښتګر قاموس بشپړ او آنلاين سو (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2015-08-24
- د استاد محمد سرور وکيلي قاموس آنلاين سو (قاموسونه مطالب) 2013-07-24
- د طب لپاره د ځانګړو قاموسونو تشه (د لوستونکو پيغامونه) 2013-07-24
- قاموسونه ټکی کام ـ د پښتو قاموسونو آنلاين پروژه (قاموس ليکونکي) 2013-07-24
- پښتو روسي قاموس - اسلانوف (چاپي قاموسونه) 2013-07-24
- افغان قاموس ـ فارسي پښتو (چاپي قاموسونه) 2013-07-24
- پښتو پښتو تشريحي قاموس (چاپي قاموسونه) 2013-07-24
- محمد صديق روهي (پښتانه ليکوال) 2013-07-24
- استاد محمد ګل نوري (پښتانه ليکوال) 2013-07-24
- استاد محمد آصف صميم (پښتانه ليکوال) 2013-07-24
- عبدالله خان افغاني نويس (پښتانه ليکوال) 2013-07-24
- پوهاند مجاور احمد زيار (پښتانه ليکوال) 2013-07-24
- قاموسونه ټکی کام د تخنيکي ستونزې سره مخامخ ده (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2013-06-28
- قاموسونه ټکی کام هېک سوې وه (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2013-05-14
- قاموسونه ټکی کام بيا ورغول سو (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2013-05-14
- د پښتو پر ځای فارسي معنا ولي ښودل کيږي؟ (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2013-03-01
- زېری، پښتو فرانسوي سيند آنلاين سو (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2013-01-29
- د پښتو انګليسي تر ټولو لوی قاموس انلاين سو (اسرار الافغان) 2011-11-13
- موبايل لپاره قاموسونه (پيغامونه) 2010-11-13
- قاموسونه ټکی کام بايد نور سيندونه هم آنلاين کړي (د لوستونکو پيغامونه) 2009-05-12
- ښوونيزه ويډيو: قاموسونه ټکی کام وېبپاڼه څنګه استعمالولای سئ (قاموسونه ټکی کام اعلانونه) 2007-07-20
- د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ (قاموسونه مطالب) 2005-06-01
- لوستنې: 14996

د پښتو املا په تړاو د پښتو ټولنې د څلورو فيصلو سندونه ـ پي ډي اېف
- Details
- څانګه: اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې
قاموسونه ټکی کام www.Qamosona.com د پښتو املا په تړاو د پښتو ټولنې د لومړۍ فيصلې څخه نيولې بيا تر څلورمي فيصلې پوري اصلي سندونه ستاسو په خدمت کي وړاندي کوي.
د پښتو ټولنې لومړۍ فيصله:
د پښتو ټولنې دویمه فيصله:
د پښتو ټولنې دريمه فيصله:
د پښتو ټولنې څلورمه فيصله:
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 4239

آیا نومځری/ضمير د نوم ځای ناستی دی؟ ـ تمهيد سيلانی
- Details
- څانګه: ګرامر/ صرف اونحو
لیکونکی: تمهيد سیلانی، د مئ مياشتي ۱۳مه نېټه، ۲۰۲۰ زېږديز کال
پۀ دې ليکنه کې د نومځري پۀ مبهمو او تيوريکي پېژندنو تحليل او سپړنه ترسره شوې. د ښوونځي لۀ پېره را نيولې تر پوهنتونه، د نومځري پۀ هکله يوازې همدا پېژندنه را تر سترګو شوې، هغه داچې نومځری هغه کلمه يا نوم دی چې پۀ جمله کې د نوم لۀ تکرار څخه مخنيوی کوي. د نومځري دا پېژندنه لکه زموږ د جوماتونو پنج ګنج ( پنج کتاب ) پرته لۀ ګتې او سمې معنا تر ننه تيوريکي او پۀ پټو سترګو د زده کړيالانو لۀ خوا زده کيږي. ډېری ليکوال يې د کلام توکي ګڼي. ريښتين صاحب يې ځکه د کلام توکي ګڼي، چې د هغۀ ټول ليکل شوی ګرامر د عربي ژبې پۀ تقليد د ژباړې پۀ بڼه پښتو شوی دی. دهغۀ ليکل شوی اثر د وخت مطابق يوه ژبنۍ هڅه او پيل ګڼلی شو، مګر ورته د پښتو ژبې ګرامر ويل راته د تعمق وړ ښکاري.
د کابل پوهنتون استاد، پوهاند خويشکی هم د څيز نوم، پرځای ناستي او د کلام پر توکي د نومځري لۀ پېژندنې ځان خلاصوي. زيار صاحب پۀ لږ څه توپير ورته نظر لري. دامنم چې نومځری د کلام توکی دی، ليکن دا ډېره پخوانۍ خبره ده او د نومځري پېژندنه پر دې نه خلاصه کيږي. ځکۀ: پۀ ژبه کې لۀ توري رانيولې تر جملې پورې د کلام توکي ګڼل کيږي. د پېژندنې بله برخه يې داده، چې د نوم ځای ناستی وي او لۀ تکرار څخه يې مخنيوی کوي. د لومړۍ برخې پۀ ځواب کې بايد ووايم چې نومځری تل د نوم ځای ناستي نه کوي، بلکې ځينې وخت د نوم ځای ناستي کوي. لکه : شفيق کرونا ناروغۍ نيولی. هغه لا تنکی ځوان دی. پۀ یادو بېلګې کې د نوم ځایناستي کوي. خو دا چاره پۀ ټولو نومځرو کې نه پلي کيږي او تل د ځايناستي کار نه ترسره کوي.لکه: احمد څنګه دی؟ زما کتاب راکړه... پۀ دغۀ جملو کې بيا د پوښتنې او ملکِت لۀ پاره کارول کيږي او پۀ پورتني تعريف د بطلان کرښه را اوباسي.
خبر د تکرار شوه، دا کار هم کله نا کله پېښيږي، ډېری داسې پېښيږي چې نومځری نه د نوم ځای ناستی وي، نه هم د تکرار مخنيوونکی وي او نه هم استازيتوب يې کوي. لکه : څه کوې؟ هغه احمد دی؟ دې ته ورته ډېرې نوري بېلګې شته چي پورته ليکل شوی تعریف نقدوي.
پۀ ټوليزه توګه د نړۍ پۀ ټولو ژبو کې د بڼې لۀ مخې نومځري دوه ډولونه لري، خپلواک يا منفصل او ناخپلواک يا متصل. پۀ لومړيو کې ژبپوهانو دا انګېرلۀ چې يوازې خپلواک نومځري پۀ ژبه کې رغنده او کارېدونکي نومځري دي او بنسټيز رول لوبوي، برعکس متصل نومځري فرعي او رغنده رول نه شي لوبولی. خو د ژبپوهانو وروستئ څېړونو دا پۀ ډاګه کړه چې پۀ ټولو ژبو کې دا قاعده د پلي کېدو وړ نه ده، بلکې پۀ ځينو ژبو کې منفصل يا خپلواک نومځري يوازې د تاکيد او تقابل لۀپاره کارول کيږي، خو برعکس متصل نومځري رغنده او جوړښتیزې بڼې لري.
يادې موضو ته مې ځکۀ نغوته وکړه چې د نومځرو پۀ پېژندنه کې د ابهام ټکی د لوستونکو لۀذهنه لرې شي. اوس راځو خپلې اصلي موضوع ته؛ ځينو ژبپوهانو د عربي ژبپوهانو پۀ تقليد نومځری جلا ويی ( کلمه ) ګڼلې. ځينې يې د کناياتو يوه برخه ګڼي. او ځينو نورو بيا د نوم يوه برخه ګڼلې. اوس څنګه کولی د نوم او نومځري اړيکې او بېلتون سره پۀ ډاګه کړو.
زۀ نومځری مطلق نوم يا اسم نه ګنم او نه ورته کلمه وايم همدارنګه نه يې ټول خپواک نحوي واحدونه ګنم. بلکې يوازې خپلواک نومځري خپلواک ژبنيز توکي ګنم.
زۀ نومځری د نوم يوه برخه ګڼم، چې پۀ ټولۀ کې د نوم استازيتوب نشي کولی. کلمه يې ځکۀ نه ګڼم چې د نومځري سرچينه او مرجع نوم دی نه کلمه، کله چې موږ نومځری د نوم پر ځای کاروو نو، سرچينه يې نوم وي. لکۀ : هغۀ نن ښوونځي ته نشي راتلی. کۀ چېرې دغۀ جملې ته ځير شو، نو د (( هغه )) مرجع يا سرچينه (( نوم )) دی. هغه پۀ دې معنا چې يا به احمد وي يا محمود يا کوم بل نوم. ليکن کلمه نشي کېدای بايد يو نوم وي، ترڅو نومځری يې استازيتوب وکړي. اوس راځو د نوم او نومځري موضوع ته، موږ نومځری ځکه نوم نشو ګڼلی، چې نه نوم د نومځري ټولې ځانګړنې خپلولی شي او نه هم نومځری د نوم ټولې ځانګړنې خپلوي. خو چې کله د نومځري مرجع نوم وي،نو نومځری د نوم يوه برخه ګڼلی شو او بنسټير توپير يې پۀ دې کې دی، چې نوم د شخص لۀ پاره نه ګردانیږي او ګردانېدونکې قاعده نه لري او يوازې درېيم شخص نوموي،مګر نومځری د شخص لۀ پاره ګردانيږي او د لومړي، دويم او درېيم شخص د نومولو ترڅنګ، نومونو ته نغوته هم کوي. چې دا ځانګړنې د نوم پۀ وجود کې نه تر سترګو کيږي.
موږ پۀ ډېر ساده بڼه او تخنيک د نوم او نومځري توپير کولی شو. هغه داچې موږ کله نومځری او نوم سره پېژنو، نو نوم ته د (( ښکاره نوم )) او نومځري ته همدا نومځری وایو. اوس يې توپير داسې کولی شو. ښکاره نوم نه ګردانيږي يا نه صرفيږي. لکه : باغ، کور، ميز... مګر نومځری ګردانيږي. لکۀ : هغۀ،هغۀ، هغې، هغوی ... د ښکاره نوم مرجع يا سرچينه د هماغه نومول شوي څيز يا کلمې تاريخي ريښې پورې اړه لري، مګر د نومځري مرجع نوم دی. نو اوس ويلی شو چې نومځری د نوم يوه برخه ده، بلکې نوم يې نشو ګڼلی. د بحث پۀ پای کې پۀ ټوليزه توګه نومځری داسې تعریفولی شو: نومځری د نوم يوه برخه ده، چې د نوم پۀ نه شتون کې د هغۀ ځينې چارې پر مخ وړي او ځانته جلا دندې لري.
اخذ ليکونه :
زيار، مجاوراحمد. پښتو پښويه...
رښتين، صديق الله. پښتو ګرامر او ژبښودنه
خويشکی، محمد صابر. پښتو معاصرګرامر
دستور مفصل امروز، دکتور حسرو فرشید ورد
دستور زبان فارسی، حسن احمدی ګيوی
درستور زبان فارسی جلد اول، دوهم او سوم. دکتر تقی وحیديان کاميار و غلام مرضا عمرانی
https://fa.m.wikipedia.org/wiki/%D8%B6%D9%85%DB%8C%D8%B1…
https://www.google.com/…/article.te…/Article/AmpShow/292392…
http://daneshnameh.roshd.ir/mavara/mavara-index.php…
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 2970

آیا فونيټکس او فونيمکس د فونولوژۍ څانګې دي؟ ـ تمهيد سيلانی
- Details
- څانګه: ژبپوهنه
لیکونکی: تمهيد سیلانی، د مئ مياشتي ۱۱مه نېټه، ۲۰۲۰ زېږديز کال
زموږ ډېری پښتانۀ ژبپوهان فونيټکس ( غږ پوهنه ) او فونيمکس د فونولوژۍ ( آواز پوهنې )څانګې ګڼي. دا ناسمه تيوري لۀ ډېري مودې زموږ تر منځ را پاتې او ښوونکي يې پۀ همدې ډول زده کړيالانو او زده کوونکو ته وړاندې کوي. که موږ بهرنيو ژبو ته مراجعه وکړو هلته دا پورتنۍ څرګندونې نشو موندلی، بلکې د بطلان کرښه پرې را اوباسي.
لومړی غواړم د فونيمکس او فونولوژۍ پۀ هکله وضاحت وړاندې کړم. ضمير څار د رومن د اثر « د ژبې اساسات » پۀ حواله ليکي : « فونيمکس او فونولوژي دوه معادلې پوهې دي، امريکایان ورته فونيمکس او اروپايان ورته فونولوژي وايي. د فونولوژۍ اصطلاح اروپايي ده چې د ژينيو د ژبپوهنې ښوونځي لۀ خوا پۀ ۱۹۲۳م کال وړانديز شوه. د فونولوژۍ اصطلاح تر فونيمکس پراخه ده، نو ښه ده چې د فونيمکس پر ځای فونولوژي وکارول شي.»
ما هم پۀ دې هکله يو څو انګريزي او ايراني کتابونه ولوستل، خو د فونيمکس اصطلاح مې پۀ يوه ايراني او انګريزي کتابونو کې ديوې بېلې څانګې پۀ توګه ونه مونده، بلکې دا اصطلاحګانې يوازې زموږ پۀ پښتو ژبه کې د درېيو جلا څانګو پۀ توګه تر سترګو کيږي، چې دا څۀ وخت او څۀ ډول زموږ ژبې ته راغلي دي. زه پرې نه پوهېږم. دا چې هر څۀ وي، زه غواړم دابرخه روښانه کړم.
فونيمکس يوازې ديوې ژبې فونيمونه څېړي چې لۀ فونيم څخه اخستل شوی، خو فونولوژي د يوې ژبې د فونيمونو ترڅنګ نور ژبني توکي هم څېړي لکه رنځیري فونيمونه، څپې ... داچې فونيمکس د فونولوژۍ پۀ لمن کې څېړل کيږي، نو لازمه نه ده چې د فونيمکس اصطلاح مطرح کړو بلکې دا غوره ده چې د فونیمکس پر ځای فونولوژي وکارو، ځکه د دواړو کاري ساحه يوه ده. نو ويلی شو چې فونيمکس او فونولوژي يوه پوهه ده، يوازې پۀ جغرافياوي لحاظ يې نومونې توپير لري. پۀ انګريزي ژبه کې هم د آواز پوهنې لۀ پاره يوازې فونولوژي کارول کيږي او پۀ پارسي ژبه کې واجشناسي... نو پۀ پايله کې ويلی شو،چې فونیمکس او فونولوژي يوه پوهه ده.
فونيټکس او فونولوژۍ د ژبپوهنې دڅانګو پۀ توګه دوه جلا پوهې دي، چې هر يو ځانته جلا بحث او کاري ساحه لري.
فونيټکس يا غږ پوهنه: موږ پۀ فونيټکس کې د ژبې فونونه يا غږونه څېړو. کېداشې د يوې ځانګړې ژبې غږونه وڅېړو، چې دې ته بيا د هماغې ژبې ځانګړې غږپوهنه يا فونيټکس وايي. پۀ ټوليزه فونيټکس کې د ټولو ژبو غږونه پۀ مادي او فزيکي بڼه څېړل کيږي، یعنې لۀ معنا سره يې کار نه لري، بلکې غږپوهنه پۀ ټوليزه توګه د ژبو غږونه لۀ درېيو اړخو تر څېړنې لاندې نيسي:
لومړی : د ژبو يا يوې ژبې غږونه ( فونونه ) څۀ ډول توليديږي، د بدن لۀ کوم ځای څخه توليديږي، ددغو غږونو پۀ توليد کې کوم غړي کارنده رول لري، ددغو غږونو فزيکي جوړښت څۀ ډول دی، کوم لاملونه دي چې د يوې ژبې غږونه د بلې ژبې لۀغوږونو سره توپير لري ياهم کوم لاملونه دي چې پۀ يوه ژبه کې بېلابېلو غږونه توليديږي، ولې غږونه پۀ يو ډول نه توليديږي یعنې ځينې نري، ځينې ډبل او ځينې ښوينده او ځينې نرم دي... يا که پۀ ټوليزه توګه ووايو: چې غږپوهنه پۀ دغه برخه کې د ژبو غږونه د انسانانو د غږیزو او ویزو غړو د فعاليت پۀ رڼا کې تر څېړنې لاندې نيسي.
دويم : پۀ ټولو ژبو يا پۀ يوه ژبه کې غږونه دهغوی د فزيکي او مادي جوړښت لۀ مخې څېړي. د بېلګې پۀ توګه يو غږ چې توليد شي، ځه ځانګړنې لري، څنګه يې پېژندنه کولی شو، څۀ ډول دا غږونه ډلبندي کولی شو. که لږ نور يې هم پۀ ساده ژبه ووايم پۀ دې برخه کې د غږونو پر ځانګړنو، پېژندنې، ډلبندۍ او تفکيک بحث تر سره کيږي.
درېيم : کله چې د ژبو غږونه توليديږي او اورېدونکي يې اوري، نو غږ پوهنه د ژبو د غږونو د پېژندې او تفکيک پۀ موخه د بدن هغه غړي تر څېړنې لاندې نیسي چې غږونه اوري لکه : غوږ او د غوږ دننه هغه ټول واړه او غټ غړي چې د غږونو پۀ تفکيک او پېژندنه کې رول لري.
اوس نو پۀ ساده توګه ويلی شو چې غږ پوهنه يا فونيټکس د ژبپوهنې هغه څانګه ده، چې د ژبو يا يوې ژبې غږونه پۀ مادي او فزيکي لحاظ ترڅېړنې لاندې نيسي. يا پۀ بله وينا : دا پوهه پۀ ټوليزه توګه د ژبې غږونه لۀ درېيو اړخونو څېړي او هغه دا چې پۀ يوه ژبه کې غږونه څنګه توليديږي، څنګه پېژندل کيږي او څنګه اورېدل کيږي.
آواز پوهنه يا فونولوژي : د ژبپوهنې هغه څانګه ده چې پۀ هغه کې د يوې ځانګړې ژبې آوازونه يا فونيمونه پۀ معانيز چاپیريال کې تر څېړنې لاندې نيول کيږي. یعنې دا هغه پوهه ده چې پۀ يوه ژبه کې يو فونيم څېړي چې تغير د ځای يې کوم معانير توپير پۀ کلمې او مورفيم کې را منځته کوي او کۀ نه . پۀ دغه پوهه کې لولو چې يو آواز يا فونيم څنګه د بل آواز پر ځای راتلی شي او کوم توپیر پېښوي، که کوم توپير نه پېښوي نو پۀ ويلو کې څۀبدلون را منځته کوي. د يوې ژبې آوازونه يا فونيمو د کومو قواعدو لۀمخې جوړيږي، چې څپۀ،مورفيم او کلمه را منځته کوي. کوم ترکيبونه پۀ يوه ژبه کې د امکان وړ دي او کوم نه دي او د دغو ترکيبونو قواعد څۀ ډول دي. دې ته ورته نورې ځانګړنې پۀ آواز پوهنه کې تر څېړنې لاندې نيول کيږي. يا پۀ بله وينا فونولوژي د يوې ځانګړې ژبې غږيز نظام پۀ معانيز چاپيريال کې څيړي او دغږونو پۀ توليد، فزيکي جوړښت او اورېدولو کې کار نه لري.
پۀ پای کې پۀ لنډه توګه د يادو پوهو توپير پۀ لنډه توګه داسې کولی شو: د يوې ژبې د غږیز نظام د جوړښت لۀ پاره لومړی فوڼيټکس ته اړتیا ده، ځکه که موږ غږونه رامنځته نه کړو نه هېڅکله فونولوژي نه را منځته کيږي، نو د يوې ژبې د فونولوژۍ د رامنځته کولو، فونيم څېړلو، ګرافيم جوړولو... لۀ پاره بايد لومړی د يوې ژبې د فونيټکس برخه را منځته شي، که دا برخه نه وي حتا ژبه نشي را منځته کېدای. نو فونيټکس د فونولوژۍ لۀ پاره لومړی زمينه سازي کوي او بيا فونولوژي رامنځته کيږي.
پۀ فونولوژۍ کې غږونه پۀ معنانيز چاپيريال کې څېړل کيږي، یعنې کله چې فونولوژي يادو پۀ دغه پوهه کې د غږ لۀ پاره نښه، ګرافيم، د کارونې قواعد او دې ته ورته نورې ځانګړنې جوړې شوي وي او موږ يې څېړو، خو کله چې فونيټکس يادو نو پاس ياد شوي څېزونه هېڅ نه وي، بلکې يوازې غږ پۀ فزيکي او مادي لحاظ څېړل کيږي. خلاصه کلام داچې فونولوژي د يوې ژبې آوازونه پۀ معنانیز، ترتيب شوي، او منل شوي چاپيريال کې څېړي، خو فونيټکس برعکس يوازې د ژبو او يوې ژبې غږونه پۀ فزيکي او ساده توګه څېړي ... فونيټکس لۀ نورو علومو لکه : طبابت، اوراپوهنه، چاپيريال پېژندنه، فزيک، ریاضي، عصب شناسي او نورو علومو سره پۀ ګډه څېړل کيږي، خو برعکس فونولوژي دا ځانګړنې نه لري. فونيټکس د پراخې پوهې پۀ توګه درې لويې څانګې لري: ۱- توليدي غږپوهنه ۲- اوریزه غږ پوهنه ۳- پېژندونکې غږ پوهنه ، خو برعکس فونولوژي دا ډول څانګې نه لري. د يو بهرني ليکوال د نظر پۀ تائيد سره زه هم پۀ دې نظر يم چې بايد فونولوژي د فونيټکس يوه برخه وګنل شي، ځکه د فونيټکس يا غږپوهنې ساحه د فونولوژۍ پۀ پرتله ډېر پراخه ده، حتا تر دې چې موږ پرته لۀ فونيټکس څخه فونولوژي نشو څېړلی، حتا تر دې وړاندې ژبه نشي را منځته کېدی. بله داچې فونولوژي د يو ځانګړې ژبې آوازونه څېړي، خوبرعکس فونيټکس د ټولو ژبو او ځانګړې ژبې غږونه تر څېړنې لاندې نيسي.
اخذ ليکونه
1. حق شناس، علی محمد. آواشناسس ( فونيتک )...
2. ثمره، یدالله. آواشناسی زبان فارسی....
3. مشکوه الدينی، دکتر مهدی ساخت آوایی زبان...
4. زبانشناسی عملی، ویليام سامارین، ترجمه لطیف عطاری
5. مبانی زبانشناسی، جین اچیسون، ترجمه محمد فائض
6. مقدمات زبانشناسی، داکتر مهری باقری
7. څار، ضمیر، د فونيټکس او فونيمکس ويدیو...
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 3970

محمد هوتک
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
انځور د محمد هوتک
د مقالې ليکونکی: پروفيسور سيال کاکړ
په پښتنو ټولواکانو کي د کندهاري شاه حسين هوتکي دوره د پښتو د ادبياتو په تاريخ کي د يوه طلايي باب (Golden chapter) حيثيت لري. د هوتکو په اولسي دوره کي ګراني پښتو په دربار کي ځای ونيو او پښتانه اديبان د باچا له خوا تشويق سول. ارواښاد محمد هوتک په همدغه زمانه کي روزل سوی او ګراني پښتو ته ئې تاريخي خدمتونه تر سره کړي دي.
هسي خو په پښتو کي د (سالو وږمه)، (تذکرة الاولياء)، (تاريخ سوري)، (اعلام اللو ذوعي في الاخبار اللودي)، لرغوني پښتانه)، (غرغښت نامه)، (بستان الاولياء)، (تذکره اوليای افغان)، (تحفة صالح)، (کليد کامراني)، (اوليای افغان) او د (بياض) په نامه ادبي تذکرې ليکل سوي، خو پټه خزانه هغه تاريخي تذکره ده، چي د پښتو په کلاسيک ادب کي د ځان ساری نه لري.
محمد هوتک هغه فاضل، پښتون، پياوړی شاعر او منلی ليکوال دئ، چي د شاه حسين هوتکي په امر ئې د پښتنو دانشمندانو، پوهانو، وليانو او اديبانو تذکره وکښله او د پټي خزانې نوم ئې پر کښېښوو.
پټه خزانه زموږ نوميالي ليکوال ارواښاد محمد هوتک په يو داسي وخت کي وليکله، چي پلار ئې ژوندی او يو شمېر تاريخي ماخذونه ئې په لاس کي درلودل. نوموړي له پښتني رواياتو څخه هم استفاده کړې، چي په نتېجه کي ئې پټه خزانه غوندي ارزښتناکه تاليف ادبوالو وليد.
له ابو محمد هاشم سرواني څخه بيا تر خوشحال خان خټک پوري، پښتو په نثري ډګر کي يو زيات شمېر ليکوال پيدا کړي دي، خو رښتيا خبره دا ده، چي د کندهار په شاه حسيني دوره کي فاضل پوهاند محمد هوتک د پښتو نثر (Prose) خپل معراج ته ورساوه. ده نه خو د روښانيانو سبک (Style) ومانه او نه د خټکو له مکتبي فکر (School of thought) څخه متاثره سو. بلکي موږ ويلای سو، چي زموږ دغه نوميالی اديب په پښتو نثر کي د يو نوي اسلوب (New style موسس دئ.
د محمد هوتک په ادبي اسلوب پسي، نه خو روښاني ليکوال رسېدلی سي او نه د خټکو نوميالي فرزندان د نوموړي د خواږه نثر پېښې کولای سي. د افغانانو دغه فاضل ليکوال په پښتو کي د (فني نثر) پر ځای ډېر روان، ساده (Simple)، خوږ، چڼلی او په زړه پوري نثر پيل کئ، چي هيڅ راز ولونه (Compcication) نه لري. په خپل بېساري نثر کي ارواښاد محمد هوتک دا حق لري، چي د پښتو د ادبياتو په تاريخ کي د يوه پياوړي ادبي مکتب د تښتن په صفت معرفي سي.
پټه خزانه د محمد هوتک په آثارو کي يو سنګين او لاجوابه تاليف دئ. د همدې په زړه پوري اثر په وسيله (د پښتو يو شمېر تذکرې) معلومي سوې او يو ګڼ شمېر شاعران ادبوالو پېژندلي دي. د پښتو همدغه بشپړه تذکره په موږ د خپلي ژبي د ليکني ادب (Written literature) سېل په لومړۍ هجري پېړۍ کي کوي.
موږ د پټي خزانې په برکت دا هم ليدلای سو، چي پښتو سوريانو، غوريانو، لوديانو او هوتکو په خپل، خپل وار سره روزلې او په دربارو کي ئې ځای ور کړی دئ.
د پټي خزانې د محتوياتو په باب افغاني ليکوالانو ډېر څه ليکلي دي او دا چي اوس د بادردو پښتنو ليکوالو په همت د محمد هوتک د هر اړخيزي پېژندني په لړ کي يو ه ملي څېړنغونډه (National Seminar) جوړه سوه، نو هيله ده چي د افغاني پوهانو له خوا به د نوميالي ليکوال ارواښاد محمد هوتک او د هغه د تاليفاتو په باب به ډېري خبري سپيني سي.
پښتانه ليکوال ول پټ تر خاورو لاندي - «محمد» کو معرفي واړه افغان ته
ملغري ئې را ټولي کې له خلکو - بيا ئې وړاندي کې په مينه و جهان ته
«محمد» ټپرېدلی په لمرو کي - پيدا کړي ئې ليکوال هم په رغو کي
ډېري ستونزي ده ګاللي په دې لار کي - ګرځېدلی شاوخوا په هر ديار کي
له هر چا سره ده کړي دي کتني - وخت تېر کړی دئ «هوتک» په کندهار کي
پېژندلي ده په موږ خپل اديبان دي - را ښوولي ده نومورکي شاعران دي
تذکره ئې د پښتو وکښه په مينه - په ساده تورو پسوللې ښه شيرينه
اخځونه ده راوړي په کتاب کي - مغرضين به اوس انکار ولي کوينه
که څوک نه دريږي جوړ دي دا کتاب کي - بيا د پټي خزانې دي دوی جواب کي
(لمر په ګوتو نه پټيږي) دا متل دئ - په تاريخ کي د پښتو (هوتک) اتل دئ
په کلو کلو ده کښلې لو خواري ده - هر بدخواه د پښتنو په زړه کي غل دئ
څوک له پټي خزانې چي انکار کينه - مغرضين دي يا بدخواه د افغان دينه
بيدار سوي اوس ليکوال د پښتنو دي - بدخواهان ئې پېژندلي، چي يو څو دي
دوی نه غواړي چي پښتو دي سياله سينه - څه چي کاږي هغه وړ نه د منو دي
تنقيد ښه دئ، خو چي نيت د چا سپا وي - په اپلاتو څه ده جوړه که هم زما وي
په پښتو کي داسي ډېري خزانې سته - په ځاني کتابخانو کي داسي ډېري دُردانې سته
چي پلو ئې لا تر اوسه پر مخ پروت دئ - پښتونخوا کي په زراوو ښې نسخې سته
يوه له دغو څخه «پټه خزانه» ده - چي ليکلې «محمد» ښه جانانه ده
«محمد» يو ځلاند ستوری د پښتو دئ - را ختلی پر آسمان د پښتنو دئ
و پښتو ته ئې کالي ور بدل کړي - ځکه ناست اوس «محمد» زموږ پر لېمو دئ
احسانات ئې خورا زيات پر موږ دي کړي - پخواني ليکوال په موږ ده پېژندلي
افغانان اوس ملتفت و ادبا ته - معرفي به خپل سړي کي و دنيا ته
څېړنغوندي به جوړيږي که ژوندي وو - ملتفت به نړيوال کو پښتونخوا ته
«محمد» غوندي زامن به تل ژوندي وي - اديبان د پښتنو که ګړندي وي
«محمد» پياوړی زوی د داوود خان دئ - اوسېدونکی د کندهار د «کوکران» دئ
لوی فاضل د پښتنو به تل ياديږي - په تاريخ کي د پښتو يو قهرمان دئ
په پښتو کي ئې ګټلی ځان ته باب دئ - پکي کښلی ئې يو ښکلی ښه کتاب دئ
«خلاصة الفصاحت» د ده اثر دئ - مشهور په پښتنو کي لر و بر دئ
ده ليکلي په پښتو کي ګڼ آثار دي - پکي «پټه خزانه» يو ښه دفتر دئ
معرفي ئې کو و موږ ته شاعران - د پښتو د ښکلي بڼ واړه توتيان
«محمد» په پښتو کړی ښه ګفتار دئ - په پښتو کي ده پيل کړی نوبهار دئ
«روښاني ادب» ئې لاندي کئ تر پښو ده - دا بلبل هزار داستان د کندهار دئ
دی تښتن د نوي سبک دئ په پښتو کي - دئ راغلی دغه ګای په تذکرو کي
لوی احسان د «محمد» پر افغانانو - بيا په تېره د ادب پر مينانو
ملغلري ئې په يوه لاړ وپېيلې - اور بل کړی ده پر کور د غليمانو
څو چي موږ وايو پښتو په دې دنيا کي - محمد هوتک به څوک چيري تر شا کي
چي دا پټه خزانه استاد(۱) پيدا که - معطره ئې فضا د پښتونخوا که
بيا په ښه شان نښلوني دي پر کښلي - په (محمد)، استاد خبره اروپا که
سيال کاکړ پر «محمد هوتک» مفتون دئ - په خدمت کي د پښتو اوس ځيګرخون دئ
هو، محمد هوتک د ښه قلم تښتن وو. په خپل ژوندانه کي ئې د پښتو له لاري څخه ګران افغان اولس ته داسي په زړه پوري علمي خدمتونه تر سره کو، چي تل به د پښتو د ادبياتو پر آسمان باندي د ځلاندو ستورو په څېر ښکاره وي.
څرګنده دي وي، چي د (۱۹۷۷ع.) کال په اواخرو کي د پښتو نومياليو ليکوالو کندهار ته يو علمي سفر وکئ. په دغه وار د پښتنو دغو پتنګانو په ښکارپر بازار کي د محمد هوتک له خپلوانو، چي مشر ئې دا وخت نامتو عالم جناب احمد علي اخندزاده دئ، سره مفصل وليدل. بيا وروسته دغه دوه پتنګان له کندهار څخه د کلات سيوري ته ولاړل. پر لاري خورا ستړي او ستومانه سول. د پښو مزل وو، پښې ئې تڼاکي سوې، خو له ښه مرغه، بالاخره ئې په سيوري کي، چي د هوتکو اصلي ټاټوبی دئ، د ممو نومي کلي په مړستون کي د نوميالي ليکوال ارواښاد محمد هوتک قبر پيدا کئ.(۲)
په پای کي زه پښتو ټولني او د افغانستان ملي ليکوالو، په تېره بيا جناب محمد صديق روهي او زلمي هيوادمل ته د زړه له کومي تبريک وايم، چي د پښتو ادبياتو په تاريخ کي لومړی وار د دوی په همت او پښتني مينه د هوتکي دورې د پياوړي اديب، نوميالي مورخ، وتلي شاعر او خواخوږي پښتون ارواښاد محمد هوتک د پېژندني په لړ کي يوه درنه څېړنغونډه جوړه سوه. ما چي څه ليکلي دي، په دې نيت چي: (پياز دي وي په نياز دي وي).
تل دي وي پښتو او پښتونواله.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) ستر افغاني محقق لوی استاد جناب پوهاند حبيبي.
(۲) په دغه برخه کي ما د دوه سره مينو وروڼو او د پښتو د پتنګانو له ياداښتونو څخه استفاده کړې ده.
(دغه مقاله د (محمد هوتک ياد) د ملي سيمينار د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو د اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له خوا جوړ سوی وو.)
د مقالې ديجيتل کوونکی: شمس الله آرين
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 3926

پروفيسور ولي محمد خان سيال کاکړ
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
نوميالی ليکوال: پروفيسور ولي محمد خان سيال کاکړ
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 3218

پټه خزانه د اتنوګرافي تحقيقاتو له پلوه / کانديد اکاډيميسن محمد ابراهيم عطايي
- Details
- څانګه: پټه خزانه
ليکونکی: کانديد اکاډيميسن محمد ابراهيم عطايي
د مقالې ديجيتل کوونکي: خليل الله سروري/شمس الله آرين
د اتنوګرافيکي تحقيق له پاره د نورو منابعو په اړخ کي لرغون متون هم يوه بډايه منبع ده. د دغه مقصد له پاره په متونو کي تذکرې ډېره مرسته کولای سي او موږ هم دلته د پښتو پر يوه تذکره دغه کار په فشرده توګه سرته رسوو.
په لاندي اتنوګرافيکي تحقيق کي د څېړني له پاره په پښتو متونو کي پټه خزانه چي د تذکرې خصوصيت لري، را ټاکل سوې ده.
دا متن دومره غني او بډای دئ، چي موږ د کلتوري څېړنو له پاره ډېر مواد پکښي ميندلای سو، د مثال په ډول د اتنوګرافۍ په جينولوجيکي برخه کي د پټي خزانې مواد موږ ته په يوه ټاکلي وخت کي د هغو قبايلو خپل منځني نسبي ارتباطات او اړيکي را ښيي، چي هويتونه ئې نن هم معلوم دي.
څرنګه چي اتنوګرافي تر اوسه په لوی چوکاټ کي د تاريخ سره تړلی ځای لري، نو اتنوګرافي تحقيقات هر وخت د تاريخ مرستندوی دي. د همدغه ارزښت له مخي د نننۍ نړۍ په لويو علمي او تحقيقاتي موسسو کي دا څانګه ډېر مهم ځای لري. له دغو موسسو څخه يوه د شوروي اتحاد د علومو اکاډيمي ده، چي تر يوې پېړۍ زياته موده ئې د اتنوګرافيکي تحقيقاتو په برخه کي کار کړی او نن د دغه علمي تحقيقاتي عمده ريکارډ په بين المللي سطحه له دغه ستر علمي مرکز سره موجود دئ.
د منځنۍ آسيا اتنوګرافيکي کارونه سربېره پر دغه ياد سوي ستر مرکز د دغي سيمي د هر جمهوريت د اکاډيمۍ له خوا څخه دوام لري او ډېر مخ پر وړاندي پړاوونه ئې وهلي دي.
د افغانانو پر اتنوګرافيکي اړخونو ډېر مېتوديک کار په همدغه ستر علمي مرکز کي د ډېر پخوا څخه کيږي او کوم چا چي ډېر کار کړی، هغه (م. ګ. اسلانوف) (۱) دئ، چي آثار ئې په نړيواله توګه د معتبرو ماخذونو حيثيت موندلی دئ. کومه لنډه څېړنه چي زه ئې په لاندي کرښو کي وړاندي کوم، لکه پورته چي مي وويل، د اتنوګرافي يوازي جينولوجيکي اړخ په ارتباط ځيني مسايل تر څېړني لاندي نيسم او د تحقيق مېتود مي د اسلانوف پر چوکاټونو بنا دئ او نوره ليکنه به د موضوع په ارتباط خپلو ټاکلو حوالو او توضيحاتو سره پسي تعقيب کړم.
نو څرنګه چي دغه کار يو شمېر خاص اصطلاحات لري، نو د دغو اصطلاحاتو توضيح به د ټاکلو لمبرونو پر مخ د مقالې په پای کي راوړم.
پټه خزانه يو تاريخي متن دئ او په دغه متن کي د علمي څېړنو له پاره بډای مواد پراته دي، چي د اتنوګرافۍ په برخه کي ئې دلته څېړنه کوو. لکه چي پورته وويل سوه، د جينولوجيکي پلوه په دې متن کي د يو شمېر قبايلو نومونه راځي او دا نومونه د اتنيکي جوړښت له مخي د انسان پوهني د ډېرو غټو بحثونو منبع ده.
دغه اتنيکي بحث د منځنيو پېړيو څخه را روان دئ. عربانو، ترکانو، کورګانيانو، انګليسانو او شوروي پوهانو کار پر کړی دئ او په خپله افغانانو هم داسي برخه پکښي اخيستې ده، چي کار ئې د موداو د عرضې په برخه کي غني دئ، خو د علمي مېتود د نه پېژندلو په وجه هر يو په جلا توګه د کره کتني وړ دئ.
دا کار د اتنوګرافۍ د ځوانو څېړونکو له پاره ضروري دئ، خو زه دلته بيرته هغه خپل تنګ چوکاټ ته را ننوزم، چي هغه د پټي خزانې د متن څخه يو څو ټاکل سوي د اتنوګرافۍ جينولوجيکي نومونه دي. دا نومونه د يوه کل په توګه د قبيلوي ټولني د خورا پخوانيو پړاوونو ميراثونه دي، چي د کلتور د تاريخي (۲) مرحلو نښي نښانې پکښي ليدل کيږي او که د څېړني هڅي ته نور هم ژور دوام ور کړو، حتی کېدای سي چي د ټولنپوهني تاريخي مراحل (۳) دي هم پکښي وپېژندل سي.
د لومړي کمون (۴) د ټولني قبيلوي خصوصيات، د دغو قبايلو د اتحاديو تشکيل (۵)، مهاجرتونه او نور روابط د دغو نومونو په مفاهيمو کي نغښتي دي. همدارنګه د قبيلوي اتحاديو تر تشکيل وروسته د دوی تر منځ لانجې، شخړي او بالاخره په وينو لړلي قبيلوي جنګونه او حتی د مرئيتوب پروسه هم د دغو نومونو سره بې اړيکي کېدای نه سي.
په پټه خزانه کي د زړو نسبنامو سره سم جينولوجيکي سلسله په افسانوي نيکهګانو را پيل کيږي. د خرښبون نيکه د يادوني پر وخت د هغه د پلار، تره او د دغي لومړۍ کړۍ په ارتباط ځيني نومونه راوړل کيږي. متن دا دئ:
«... شيخ خرښبون سړبنی رحمة الله عليه د پښتون باباب د کسي د عبدالرشيد لمسی وو، خاوند تعالی ښکاره کمالات او کرامات ور کړي ول. د خدای په عبادت به بوخت وو. نقل کا، چي د پلار په ژوند کي لا رخصت سو او د خپلو اولادو سره راغی له کسي څخه غوړي مرغۍ ته او کله به ولاړ د غُنډان غره ته او هلته به ئې خدای تعالی ستايه او لمانځه او په کال کي به يو وار تلی، د خپل تره بيټني نيکه ليدنه به ئې کوله او پس له وفاته به ئې هم زيارت ته ورتلی. خرښبون بابا د شيخ اسماعيل سره چي بيټني نيکه زوی نيولی وو، لوی سو او هغه وخت چي خرښبون د کسي له غره، غُنډان ته راتلی، نو اسماعيل بابا په ده پسي ډېر وژړل» (۹ مخ).
په دغه پورتني متن کي د يو شمېر هغو کسانو نومونه راوړل سوي دي، چي هغوی د يو شمېر قبيلو نيکهګان بلل سوي دي او د دوی نومونو ته قبيلې ور منسوبي دي او هم د يو شمېر داسي سيمو نومونه ياد سوي دي، چي د دغو قبايلو په لومړيو لېږدېدنو پوره اړه لري.
دا نومونه او د نومونو د خلکو تر منځ نسبي اړيکي او د دوی د لېږدېدني واقعه د کوم ټاکلي تاريخ سره اړه نه لري، خو دغه فولکلور بيا هم بېارزښته نه شمېرل کيږي او د انتوګرافۍ په اتنولوجيکي برخه کي د علمي تحقيق له پاره ارزښتمند ځای لري.
په دې کي شک نسته چي په دغه نامه د پښتني قبيلو په اولنيو اسلافو کي خلک تېر سوي دي او د دغو نومو په ارتباط قبايل هم په سيمه کي لېږدېدلي دي، خو د هغو پېښو د کره کولو له پاره د څېړني ضرورت دئ او پر دې موضوع زموږ داخلي او دباندني پوهانو کار کړی دئ او دغسي کارونه د ګټورو نتېجو حامل هم دي.
په پورتني متن کي خرښبون د سړهبن زوی، د کيس لمسی بلل سوی دئ. دا درې سره نومونه د خپل جوړښت په لحاظ د سيمهايزي بومي ژبي نومونه دي، خو د عربي فرهنګ هغه اغېزې چي د غير عربي قبايلو پر نسبنامو په عمومي توګه لوېدلي دي، دغه نومونه هم له دغسي اغېزو څخه خلاص سوي نه دي. مثلاً د خرښبون له پاره ئې خير الدين او د کيس له پاره ئې قيس ټاکلی دئ. د ختيځ په هغو ټولو سيمو کي چي د عربي فرهنګ تر سيوري لاندي واقع سوي دي، د نسبنامو جينولوجيکي جوړښت د سامي اقوامو د نسبنامو د زاړه مېتود تابع سوي دي او له همدغه ځايه د ختيځ ډېر غير عربي ولسونه په نسبنامو کي په عربو ور ګډ سوي دي. څرنګه چي عرب پر سامي کرښه د بني اسرائيلو سره مښلي، نو دا نظر هم منځ ته راغلی دئ، چي دا اقوام د بني اسرائيلو سره ومښلوي.
پښتانه قبايل د يوه کُل په ډول د کيس نيکه اولاده بلل سوي دي. کيس درې زامن درلودل، چي (سړبن، غورغښت او بيټني) نومېدل او د دغو هر يوه اولاده مخ پر کښته کښته د يوې وني د څانګو د کيس نيکه اولاده بلل سوي دي.
په ختيځ کي په عمومي توګه قبايل په جينولوجيکي برخه کي همدغه ډول ترتيب لري، د مثال په ډول د ترکانو نسبنامه هم (د ديب يا بولجه خان په نامه د يوه سړي څخه را پيل کيږي، چي هغه څلور زامن درلودل، چي هغه قراخان، اور خان، کر خان او کز خان نومېدل) (جامع التواريخ رشيدي، لومړی جلد، ۷۹ مخ). او له دغوڅلورو څخه نور ښاخونه را پيل سوي دي، چي د پښتنو په شان ئې شجرې را تعقيبيږي.
د کيس نوم يوه ډېره مهمه سيمهايزه ريښه لري، د سليمان غر د سيمي په ټولو پښتنو او پخوانيو متونو کي د کسي د غره په نامه ياديږي او دا دوه نومونه د يو بل په ارتباط کي واقع دي. د پښتنو د نسبنامو په ارتباط فولکلور په دې برخه کي بيخي عام دئ، چي دغه اولني خلک چي د پښتني قبايلو نيکهګان بلل سوي دي، د کسي د غره په لمنو کي اوسېدل. خرښبون چي د کسي له غره څخه غوړي مرغې ته ځي، دا د مهاجرت ابتداء ده، خو دا چي دا مهاجرت څه وخت وو، موږ په يقين نه سو ويلای.
د دغي موضوع څېړونکي پوهان دا مهاجرت د اسلام تر راتګ وروسته ګڼي، د پټي خزانې متن د تاريخ په قيد کي دا زمانه داسي ښيي: «نقل کا چي خرښبون بابا ولاړ، په مرغه کي ميشت سو او هلته هم وفات سو، چي کال هجري وو (۴۲۲). وروسته ئې زامن هم په غوړه مرغه کي اوسېدله او د کاسي اولاد بيرته ولاړل د کسي غره او د پښين په لتو کي ميشت سول او د کند او زمند اولادونه خپاره سول او ولاړل ننګرهار او خيبر او پېښور لتي ئې ونيولې» (۱۰ مخ).
د مهاجرت په باب د پټي خزانې دا ليکنه د يوه فولکلور څخه اخيستل سوې ده او فولکلور په هيڅ ځای کي د منطقي مستدلي څېړني دپاره يوازي منبع نه ده، خو کېدای سي، چي ځيني حقايق دي په مسطوره توګه پکښي پراته وي.
د کند په اولاده کي ښی يا خيښی يا خيخی د يو شمېر قبيلو مجموعه ده، چي غټ ښاخ ئې يوسفزی دئ او دا يوسفزی هم د يوې تاريخي واقعې سره اړه نيسي، چي ګواکي کورګاني الغ بېګ د دغه قبیلې مشران په اولسمه پېړۍ کي په کابل کي قتل کړل او نور نو دغه قبايل د پېښور لتو ته په فرار ورسېدل. ولي د دغه قول په مقابل کي موږ تر اولسمي پېړۍ ډېر وړاندي هغه مهال چي يوناني سکندر د سوات سيمي ته، چي پېښور هم په هغه ساحه کي شمېرل کيږي، د يوې داسي قبيلې سره مخامخ سوی دئ، چي (اسپيزي) نوميږي او له دغو اسپيزو سره د ده جګړې د ده واقعهنګارانو راوړي دي.
په دې توګه نو موږ دا مهاجرت لومړی نه سو بللای، بلکي هغه اسپيزي چي د سکندر سره جنګېدلي دي، همدغه يوسفزي دي، چي د سکندر په وخت کي هم په سوات کي اوسېدل او اوس هم په سوات کي اوسي. کېدای سي چي د دغو قبايلو يوه برخه دي، په اووهلسمه پېړۍ کي د الغ بېګ له چپاو سره مخامخ سوي وي او بيا دي دغه ډله خپلو قبيلوي عزيزانو ته راغلې وي.
د پټي خزانې په متن کي د غوړي مرغې او غُنډان د غره نومونه راغلي دي او د غوړي مرغې په نامه دا خبره ډېر غټ ځای لري، چي دا به د تازه وښو يو ښه څړ ځای وو او هغه خلک چي د کسي له غره څخه دغو ورشوګانو ته راتلل، نو د دوی د حيوناتو د روزني له پاره ئې ښه مساعدتونه درلودل.
د دغه فولکلور له فحوا څخه چي پټه خزانه ئې موږ ته وړاندي کوي، دا حقيقت په زغرده ثابتيږي، چي دغه مهاجرت د شپني اقتصاد په سطح کي عمل سوی دئ او د تاريخي مرحلو په لحاظ ئې د لومړي کمون د وروستيو وختونو سره برابر بللای سو.
د غوړي مرغې په باب ځيني وايي، چي دا په غور کي وه او ځيني وايي چي په ارغسان کي وه، خو کله چي د غوړي مرغې سره د غُنډان د غره نوم ياديږي، نو دوهم نظر تائيديږي، ځکه «غُنډان هغه غر دئ، چي د اوسني کلات او شاجوی تر منځ د کلات شمال ختيځ ته د ترنک د حوضې جنوب ته واقع دئ» (پټه خزانه، ۱۹۹ مخ) او دا سيمه ارغسان ته ور څېرمه ده. د کسي غر (سليمان) په ډېرو لرغونو متونو کي د پښتني قبيلو لومړی اوسېدنځای ښوول سوی دئ او لکه د کسي د غره له نامه سره چي د کيس نيکه نوم بې رابطې نه دئ، همدارنګه يوه بله پښتنه قبيله -کاسي- هم بې اړيکه نه ده.
د انسابو په هغه لړۍ کي چي په عنعنوي توګه په نسبنامو کي را پالل سوي دي، کاسي د کند او زمند ورور، د خرښبون دريم زوی وو. «دا قبيله اوس هم د کويټي په شاوخوا کي اوسي، يوه برخه ئې د صوبه سرحد په اشنغر کي هم استوګنه لري. کاسيان (۱۲) ښاخه دي او شينواري هم (د ځينو په نظر) د کاسي ښاخ دئ» (اولس مجله، ۱۳۶۳ ګڼه).
ځيني داسي نظر هم لري، چي کاسيان او ساکان يو شی دئ، البته دا خبره د دې مطلب په تائيد کي ده، چي په پښتنو کي اکثر نومونه بدلون مومي، لکه د پکتيا په اکثرو لهجو کي ځدران ته زردان، نژدې ته ژندې او داسي نور راځي؛ او که ساکان، کاسيان سوي وي، هم ډېره ليري خبره نه ده.
د لرغونو قبايلو په باب چي پټه خزانه معلومات ور کوي، نسبتاً ډېر دي، چي د هغو ټولو جينولوجيکي تصنيف د يوې مقالې او حتی رسالې تر حوضله هم زياتوب کوي، نو زه دلته بس يوازي د هغو قبيلو په باب اکاډميک يعني د څېړني وړ مواد وړاندي کوم، چي هغه د منځنۍ آسيا په يوه پراخه ساحه کي تاريخي پېژندګلوي لري. زما په عقيده د اتنوګرافيکي څېړنو له پاره په حاضر وخت کي هغه مواد د اوليت حق لري، چي د اتنوګرافۍ په پراخو ساحو کي، چي ولسونه مرزبندي کيږي، د اتنولوجيکي څېړنو له پاره ارزښتمند ځای ولري.
هغه قبايل چي د پټي خزانې متن ئې معرفي کوي، د دغسي اهميت لرونکي دي او د همدغه ارزښت په نظر کي نيولو سره په دې لاندي څېړنه کي زه درې لرغوني قبيلې د هغو د استوګنو او مهاجرتونو او بالاخره په اوس کي د هغو د موجوديت په باب ځيني داسي عمده مسايل د بحث ميدان ته را اچوم.
په دغو قبايلو کي (ساک، سور او شنسب) هغه قبايل دي، چي د پټي خزانې متن ئې د تذکرې د اشخاصو په ارتباط نومونه يادوي. پټه خزانه د يو زاړه متن په حواله چي د شيخ کټه متيزي د (لرغوني پښتانه) په نامه يو تاريخ وو، د سور او او ساک د قبايلو يادونه کوي، ليکي چي امير کروړ د امير پولاد سوري زوی وو، چي «په کال ۱۳۲ هـ. کي د غور په منديش کي امير سو» (۱۵ مخ). په همدغه ليکنه کي چي د سور قبيلې معرفي کوي، هلته د ساک د قبيلې يادونه هم داسي کوي: «امير کروړ... د هغه سور نومي له اولاده دئ چي د سهاک له پښته وو» (۱۶ مخ).
د شنسب په باب د پټي خزانې متن بيا هم د لرغوني پښتانه په حواله چي هغه بيا يو بل د پښتنو تاريخ (تاري سوري) ته حواله ور کوي، د شنسب کلمه د سلطان شهاب الدين او غياث الدين غوري په ارتباط راوړي او پاچا ته د يوې مدحيې په ترڅ کي د شنسب د کلمې سره د کهول کلمه هم راوړي، داسي:
«نه به چوڼی په ستايه د جنډيو موړ سي نه به موړ سم د سلطان په صفتونه
د شنسب د کهاله ختلی لمر دئ د پسرلي په دود ودان له ده رغونه (۲۳ مخ)
دا درې قبيلې موږ په منځنيو پېړيو کي په يوه داسي ساحه کي مسکوني وينو، چي د هغې سياسي او اداري حدود تر يوې جنډۍ لاندي را ټول سوي وه.
کله چي د غور او غوريانو نوم اخلو، نو د قبيلوي هويت دغه درې واحده د دوی د نومونو سره ملګري دي:
ساکان يا سهاک د مېلاد څخه وړاندي پېړيو په متونو کي چي زياتره ئې ډبرليکونه او سکې دي، معلوم نومونه دي، چي په منځنيو پېړيو کي عربانو د ضحاک په نامه په خپلو متونو کي راوړی دئ.
په همدې ډول سور يا سوري قبيله د اسلامي دورې په متونو کي پېژنو، چي عربي واقعهنګارانو هغه په (زور) اړولې ده او همدغه د عربي په پوښ ننوتلی سور، چي زور سوی دئ، تر اوسه هم ژوندۍ ده او زوريان اوس هم موجوده قبيله او ژوندۍ کلمه ده.
د شنسب په باب هم د منځنيو پېړيو متون موجود دي، خو څرنګه چي يو د انکشاف څخه لوېدلی واحد وو، نو د خپلي لوی کړۍ څخه دباندي ئې داسي انکشاف نه دئ کړی، لکه سوري چي د سهاک په کړۍ کي کړی دئ.
هغه متون چي دغه درې قبيلوي واحدونه معرفي کوي، نو د دوی د قبيلوي جوړښت په باب نه ږغيږي، خو موږ پوهېدای سو چي په دغو کي ډېر لوی قوي واحد سهاک دئ، چي سور د هغه يو ښاخ بلل کيږي، په همدې ترتيب شنسب د دغي لړۍ يو بل کوچنی واحد دئ، چي لويه کړۍ ئې بايد سور وي.
د شنسب له کلمې سره د کهول يا کهاله د کلمې ذکر په خپله را ښيي، چي دا يو کوچنی واحد دئ. کهول د پښې او پښه د قبيلې جز دئ، په دې ډول نو ساک قبيله ده او شنسب کهول دئ. وايي لکه لهجې چي د خپل انکشاف په سير کي په مستقلو ژبو تبديليږي، نو همدغسي پښې په قبيلو اوړي او کهولونه په خپل انکشاف کي د پښو واحد تشکيلوي.
دا خو د دغو درو قبيلوي واحدونو، جينولوجيک جوړښت وو، اوس به ئې پر هغه برخه وږغيږو، چي دا قبايل چيري اوسېدل او له کومه راغلي ول او چيري ئې ګرځنده ژوند په مځکه پوري تړلي ژوند ته را ورساوه. دلته نو زموږ د موضوع څېړنه هغي پراخي ساحې ته ور ننوزي، چي په تحقيقي کار کي ئې د لزوم اهميت د دې بحث په لومړيو کرښو کي ياد سوی دئ.
په دې بحث کي موږ د دغو درو قبيلو پل پسي اخلو، نو د منځنۍ آسيا هغو سيمو ته ور ځو، چي هلته د دغي لويي ټوټې د تاريخ ډېر ستر حرکتونه را پيل سوي دي. د بحث تر پيل وړاندي دې خبري ته پام ساتل په کار دي، چي دلته هر څه څېړل کيږي؛ موضوع ئې د پټي خزانې د متن په ارتباط ده او دغه تاريخي متن زموږ د څېړني په معرض کي واقع قبايلو په باب چي څه وايي، هغه د يو تاريخي سند حکم هم لري. مثلاً موږ چي د ساکانو څرک په دوه زره کاله وړاندي زمانه کي را باسو، پټه خزانه د هغو نننی هويت، د هغو د سکونت په اعتبار را ښيي، په دې ډول نو د ډېرو لرغونو قبيلو هويت له ورکي څخه ژغورل کيږي. دغه ساک قبيله، چي سور ئې يوه پښه ده او پټه خزانه امير کروړ سوري د سهاک له پښته را ښيي، د منځنۍ آسيا يوه ډېره لرغونې او د تاريخ د ډېرو پېښو په ارتباط يوه پېژندلې قبيله ده.
ساکان د هندو آريايي کورنۍ يوه قبيله ده، چي هيرودت ئې د سيتيانو سره يو شی بولي، خو ځيني داسي نظر لري، چي دا د لرغوني سيت قبيلې يو ښاخ دئ. لکه سيتيان قبايل چي په يوه پراخه ساحه کي تيت سوي ول، نو د دوی غټ ښاخ ساک يا ساکان هم پر يوه پراخه ساحه سره تيت سول، «د ۱۳۵ق.م. په حدودو کي د سيتيانو دغه ښاخ يعني ساکانو پر باختر يرغل وکړ. دوی چي د نورو شمالي پونده قبايلو په فشار دلته راغلي ول، له دغه ځايه لوېديځ او جنوب ته ور تيت سول او د دوی له منځه د پهلوايانو (۶) قبيله را پورته سوه، چي د جنوبي افغانستان، بلوچستان او داندوس د حوزې تر لاندنيو برخو پوري ئې نفوذ وکړ» (ديوان چنداوبرای، ۸ مخ). د ساک قبايلو په باب چي کله څېړنه کوو، نو بحث بايد درو برخو ته وويشو. په لومړۍ برخه کي دا قبايل د باختر په شمال ختيځ کي څېړو، په دوهمه برخه کي دا قبايل په لوېديځ او جنوبي سيمو کي ګورو او په دريمه برخه کي به د دوی د بېلا بيلو ښاخو پر پراختيا او تجزيه يوه لنډه څېړنه وکړو. د ساک د قبيلې نوم په هخامنشي کتيبو کي ليدای سو، چي هلته د (ساکهاو ماروګا) په نامه ياديږي او هيرودوت وايي، چي د ساکانو څخه مراد سيتيان دي. په دې ډول نو ويلای سو، چي ساکان د سيتيانو اخلاف دي، چي د ځلاندي پراختيا وخت ئې له آريانا سره اړه لري.
«سترابوساکان ماساجيتان او سيتيان د ختيځي آسيا يو قوم بولي، چي په بيلو بيلو نومونو ياد سوی دئ.
ساکان په لومړي سر کي جنوبي پامير ته، چي د ختيځ هندوکش سيمي په ځان را کښېباسي، راغلل. په دغو سيمو کي چي کوم غير آسيايي قبايل آباد ول، هغه ئې د ساکاهاو ماروګا په اتحاديه کي له ځان سره شامل کړل او بطليموس د (بل تا) په نامه د يوې قبيلې نوم په دغه ځای کي اخلي، چي دا نننی بالستان (۷) هم له هغه څخه ماخوذ دئ او داري قبايل هم د هغو بقايا دي» (پاکستان کی قومتين، ۷۴ مخ). په دې ډول نو د لرغونو سيتيانو سره د ساکانو ارتباط يو ښکاره دليل دئ او دا چي په ختيځ هندوکش کي يو شمير اقوام هم د هغو سره متحد سوي دي، نو دا د قبيلوي مرحلې د جذب يوه خاصه مرحله ده، چي د ويني رابطه ئې د اقتصادي روابطو تابع کيږي. اوس نو ويلای سو چي ساکان قبايل چي کله د هندوکش ختيځو برخو ته را رسېدل، په اتنيکي سطح کي دغي مرحلې ته رسېدلي ول. (تاريخ مختصر افغانستان، ۷۵ مخ).
ساک يا سکايي قبايل چي پونده وه، کډي ئې د شمال ختيځ خوا څخه سغديانې ته راتلې او له دغه ځايه په تدريج سره باختر ته را خپرېدل، څو ئې قدرت وموند او د باختر يوناني واکدارۍ ته ئې خطرونه متوجه کړل. فرانسوی لرغونپوه هاکن په خپل اثر (د افغانستان د فرانسوي لرغونپوهني لس کلن نتايج) کي وايي، چي د دوی (ساکانو) خلک د باختري يونانيانو په لښکرو کي شاملېدل او يو شمېر مشران ئې لويو ملکي او نظامي مقاماتو ته رسېدلي ول.
د ساک قبايلو لېږدېدني وار په وار زياتېدلې او د دغه فشار له کبله «د ۱۳۵ق.م. په حدودو کي د باختري يونانيانو هيلو اکليوس د هندوکش له شمال (بلخ) څخه پايتخت د هندوکش جنوب (کاپيسا) ته را نقل کړ» (افغانستان در مسير تاريخ، ۴۶ مخ).
د ساکا قبايل چي له ختيځي او شمالي ختيځي خوا څخه په فشار باختر ته راغلي ول، بيا ئې هم خپل حرکت ته ادامه ور کوله او يو شمېر ئې مخکي له دې چي په باختر کي يوناني حکمراني تهديد کړي، مخ پر لوېديځ ولاړل او د هريرود تر حوزې پوري ورسېدل او تر دامغان پوري چي دا د خراسان يوه برخه وه، تيت سوي ول «او د ژوستين په قول د پارت په نوم يادېدل او د خزر تر سمندرګي پوري ئې د پارتيا په نامه حکمراني تاسيس کړې وه» (تاريخ مختصر افغانستان، ۵۸ مخ).
د دغو ساکانو يوه برخه له هريرود څخه تر سيستان پوري را خپره سوه، چي دا ځای ئې په خپل نامه ساکستانيا وباله، خو دا پوره معلومه نه ده، چي دوی څه وخت دغي سيمي ته را ورسېدل. «د فرانسوي مؤرخ پوشه په قول کوروش په (۵۴۰ق.م.) کي چي دا سيمه فتح کړه، نو دوی ئې د نېکو کارانو په نامه ياد کړل او د (۳۳۰ق.م.) په حدودو کي مقدوني سکندر هم د دوی سره په نرمۍ او نوازش رفتار وکړ» (پورتنی اثر، پورتنی مخ).
هيرودت ښه وړاندي د دوی يادونه کوي او د امورجين نوم هم ورته يادوي، داسي وايي: «ساکانو پرتوګونه اغوستي ول، اوږدې مخروطي ټوپۍ ئې پر سر وې، د دوی سره وطني غشي، ليندۍ او پېشقوزۍ وې او يو ډول تبرونه ور سره ول، چي دوی ساګارس بلل، دوی په اصل کي اصلي امورجين قبایل ول» (پښتانه د تاريخ په رڼا کښي، ۲۲۲ مخ). د امورجين کلمه چي څېړل سوې ده، نو دا مطلب پر بنا سوی دئ، چي دغه ساکان د امو د حوزې اوسېدونکي ول، نو ځکه امورجين ورته ويل سوي دي.
د دغو ساکانو څخه هغه برخه چي دوی په جنوبي افغانستان کي ځای پر ځای سول، وروسته ئې د ساکانو د باچهۍ بنسټ کښېښود. هغه سيمه چي دوی باچهي پکښي پيل کړه، د (کي پن) په نامه ساده سوې ده، دغه (کي پن) په عمومي توګه دونه ويل کېدای سي، چي د هلمند او ارغنداب په حوزه کي به وه، خو تر اوسه په يقيني ډول نه سي ويل کېدای، چي په دغه سيمه کي نو چيري ول؟ البته بايد وويل سي، چي دا (کي پن) هغه (کي پن) نه دئ، چي چينايي زاير هيوان تسنګي ياد کړی دئ او موقعيت ئې د کابل او کاپيسا په حدودو کي ټاکل سوي دي.
په همدغه سيمه کي د پارتيانو او ساکانو تر منځ، چي په قبيلوي ريښه کي سره خپلوان ول، اتحاد عملي سوی دئ او ښايي د همدغه قبيلوي اتحاد په واسطه چي د کانفدريسي خصوصيت دئ، دوی به د يو نيم بنده دولت يا قبيلوي دولت په تاسيس بريالی سوي وي.
د ساکانو د دغي اتحاديې مؤسس د (ماويس) يا (مايوس) په نامه ياد سوی دئ، چي د (۷۹ق.م.) په حدودو کي ئې په اراکوزيا کي د باچهۍ دوره پيل کړه. ده د ګندهارا حوزه او د پنجاب ځيني برخي ځان ته تابع کړې او د سيستان او سند حوزې کښتنۍ برخي ئې تر حکمرانۍ لاندي وې، داسي معلوميږي، چي ده د تاکسيلا څخه هم د يوه اداري مرکز په توګه کار اخيستی دئ.
د مايوس څخه وروسته د لومړي ازيس په نامه يو سړی مشرۍ ته رسېدلی دئ، چي د باچهۍ پيل ئې تاريخونه (۵۸ق.م.) ښيي. ده هم پر اراکوزيا، ګندهارا، درنګيانا (سيستان) او د هند پر شمالي سيمو حکمراني کوله. د (۴۵) يا (۴۰ق.م.) په حدودو کي د ازيلزس په نامه يو بل مشر پېژنو او په هغه پسي چي د دوهم ازيس په نامه کوم سړی قدرت ته رسيږي، نو په اراکوزيا او سيستان کي پهلوايان قدرت اخلي، او د (۵ق.م.) په حدودو کي دغه د ساکانو سلسلې ته خاتمه ور کوي.
برابر له دغو وختونو سره چي ساک قبايلو د هلمند، ارغنداب، اندوس او جمنا په حوزو کي انکشاف ته ادامه ور کوله، له شمال څخه (يوچي) قبايل، چي کوشانيان هم هغو ته منسوب دي، کډي کډي راتله او په باختر کي پلي کېدل. دا لېږدېدنه په دغه وخت کي ډېره زیاته سوه، په داسي حال کي چي هغه وخت لا هم د دغو قبايلو لېږدېدنه روانه وه، جي ساک قبايل ئې لوېديځ ته په فرار مجبور کړل.
ساکان اصلاً د هندو اروپائي نژاد يو ښاخ دئ، خو څرنګه چي دغه قبايل له ترکي او مغولي قبايلو سره په همجوارۍ کي واقع سوي ول، نو ځينو داسي فکر کړی دئ، چي دوی ترکي قبايل ول. جواهر لال نهرو يو له هغو کسانو څخه دئ، چي ساکان ترکي قبايل بولي (نګاهي بتاريخ جهان، جلد اول، ۱۸۵ مخ)، په داسي حال کي چي د دوی فزيکي جوړښت او ژبه کاملاً دا نظر ردوي. د دې بحث په پای کي بايد ووايو، چي ساکان د سيتي قبايلو يو ډېر لوی ښاخ وو.
د ساکانو په باب داسي نظر هم سته، چي ساکان او سيتيان يوه قبيله وه، چي په دوو نومونو ياده سوې ده او ځيني لا دا هم وايي، چي يوچيان يعني کوشانيان هم د ساکانو يو ښاخ دئ. د دغو قبايلو د اتنوګرافۍ نتايج دا څرګندوي، چي که کاملاً سره يو شی نه وي، يعني يوه قبيله نه وي، نو دا حقيقت هم رد کېدلای نه سي، چي دا ټوله قبايل سره تربرونه دي او په نژادي لحاظ د هندو اروپائي نژاد ښاخ تشکيلوي.
عربي واقعهنګاران چي د اسلامي لومړيو پېړيو په دوران کي د واقعياتو د توضيح په ترڅ کي د ضحاک په نامه قبيله معرفي کړې ده، نو را وروسته نسبنګارانو په يوه غلط استنتاج سره دوی توراني بللي دي او بيا ئې دغي مسئلې ته په نژادپوهنه کي داسي انکشاف ور کړی دئ، چي دا ترکان قبايل دي او د آريايي ريښې څخه نه دي.
دا اشتباه د هغه ځايه را پيل سوې ده، چي د فولکلور سره د ناخبرۍ څخه سرچينه نيسي. شاهنامه چي د منځنيو پېړيو يو ادبي متن دئ، لرغوني فولکلوري افسانې ئې په حماسي پوښ کي اچولي دي. دغه افسانې اصلاً د آريايي مقدس کتاب اويستا ريښه لري او هلته د زردشتي دين او د هغه د پېشوا زردشت په باب کوم معلومات عرضه کيږي، داسي دي چي ټولنه د مذهب په لحاظ دوو برخو ته وېشل سوې ده، هغه چي سپينتمان (زردشت) او د هغه دين ئې منلی دئ، سپين سوي دي او هغه چي له دغه دين څخه ئې مخ اړولی دئ، تور بلل سوي دي. دغه تور، تورانيان هماغه خلګ دي، چي اویستايزم ئې قبول کړی نه دئ.
د اولنيو اديانو په کتابونو کي هغه کسان چي دغه ټاکلی دين ئې قبول کړی نه دئ، د شيطانانو ملګري، يا په خپله شيطانان بلل سوي دي. له همدغه ځايه د اويستا (اژي دهاک) چي شهنامې او عربي متونو ضحاک کړی دئ، د اويستايي افسانو له مخي د يوې بلا او شيطان په شکل اړول سوی دئ.
د ورستيو پېړيو نسبنګارانو چي د څېړني مېتود ئې کاملاً پر افسانه بنا دئ، دا د تورانيانو او آريايانو نومونه په يوه نژادي سطح کي مرزبندي کړي دي او دغه تورانيان چي ضحاک يا سهاک هم هغو ته منسوب دي، د هند د آريايي کړيو څخه پسي ايستلي دي. خو وروستيو تحقيقاتو څه د ارکيالوجۍ (لرغونپوهني) او څه د اتنولنګويسټيک په سطح کي دا نظر علماوو تائيد کړی دئ، چي دا ضحاک يا سهاک د هندو اروپائي قبيلو څخه يوه لرغونې قبيله ده، چي اوس هم موجوده ده.
دلته په لنډه توګه دا يادونه هم بېځايه نه ده، چي د تور او سپين کلمه چي د اويستائي مرحلې په قبيله کي د مذهبي مرز بندۍ له پاره ټاکل سوې وه، وروسته په قبيلوي مرز بندۍ کي هم استعمال سوې ده، چي مثالونه ئې په پښتني قبيله کي خورا ډېر دي. مثلاً په سړبنيانو کي تور ترين او سپين ترين او په متوزي غلجو کي توران او بوران (۸)؛ او په قبيلوي ګوندو کي تور ګوند او سپين ګوند او داسي نور. په دې ډول نو هغه چي ضحاک ئې تور او نور ئې سپين بللي دي، نژادي مرز بندي نه ده، بلکي د مذهبي فولکلور سره اړه لري.
د پټي خزانې په لومړۍ خزانه کي چي د هوتک بابا يادونه کيږي، نو هلته د غلجي نوم هم راځي او د ده د ور نيکه په توګه معرفي سوی دئ. دا غلجی يو لوی قام دئ، چي د نسبي پېژندني په باب ئې فولکلور د ډېري څېړني وړ دئ.
وايي چي بېټني نيکه يوه لور درلوده، چي بيبي متو نومېده، دا ښځه د غور يوه خانزاده ته واده سوه، چي دا سړی اوسين نومېدی او د هغو قبيلوي روابطو له مخي چي د کسي د غره او غور د اوسېدونکو پښتو تر منځ موجوده ول، دا دوستي سوې ده. بيبي متو له دغه اوسين څخه يو زوی پيدا کړ، چي غلجی يا غرزی نوم ئې پر کښېښود. د همدغه غلجي اولاده د غلجو په نامه ياده سوې ده، چي هوتک ئې هم په اولادونو کي دئ. د غلجي د مور -متو- اولاده چي د غلجو ټوله ښاخونه احتوا کوي، د يو کُل په ډول متوزي هم بلل کيږي.
د شيخ متي خليل غورياخيل د معرفۍ پر وخت پټه خزانه د خليلو او غورياخيلو د نسبي رابطې په باب هم ږغيږي. په دې تذکره کي خليل د غوريا زوی، د کند لمسی، د خرښبون کړوسی بلل سوی دئ، چي په دې حساب د خليلي قبيلې نيکه -خليل- د کيس کودی او غوريا د کيس کوسی راځي.
د شيخ تيمن د يادوني پر وخت په پټه خزانه کي د کاکړ او تيمني قبيلې په باب هم يادونه سته. د دغي يادوني له مخي تيمن د کاکړ زوی بلل سوی دئ او متن دا دئ: «شيخ تيمن د شيخ کاکړ زوی وو، ځکه چي دی د غور بري خوا ته ولاړ او هلته ميشت سو، نو خلق ئې اولاد اوس په کاکړو کي نه شمېري، خو په اصل دوی د کاکړ اولاد دئ» (پټه خزانه، ۲۶ مخ).
تيمنيان اوس هم موجود دي او په غور کي اوسي، د دوی د زياترو ژبه پښتو ده، خو يو شمېر چي ئې د دري ژبو خلکو سره استوګن سوي دي، نو ژبه ئې دري سوې ده.
د پټي خزانې متن د پښتني قبيلو د نومونو او د دوی تر منځ د نسبي اړيکو په برخه کي ډېر غني مواد لري او د پښتنو د ډېرو قبيلو نومونه پکښي ثبت سوي دي، چي د هغو ټولو څېړنه د دې مقالې له حوصلې څخه دباندي ده، نو ما صرف د يو مشت نمونه خروار په توګه د ځينو ډېرو مشهورو قبيلو او په خاصه توګه د اتنوګرافۍ له پلوه د زړو نسبنامو د فولکلور په ارتباط هغه اړيکي يو څه توضيح کړې، چي د نسبنامو په زاړه مېتود کي پر دغو فولکلوريکو افسانو ډېره تکيه سوې وه او نو ځکه په ډېرو موادو کي د علمي غلط فهميو باعث وګرځېدل او د نژاد پېژندني حدود ئې هم مکدر کړل، خو د اتنوګرافۍ په نوي مېتود کي دغسي اشتباهات اصلاح سوي دي، چي ډېر ښه مثال ئې د همدغسي مقالې په متن کي د ساک او ضحاک برخه وه. دلته بايد يوه يادونه وکړم، چي د پټي خزانې په متن کي د اتنوګرافيکي څېړني د کار دا یوه مقدمه ده، البته ځوان څېړونکي پوهان کولای سي، چي هغه په تفصيل سره و اکمال ته ورسوي. زه عجالتاً دلته خپله څېړنه پای ته رسوم.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) م. ګ. اسلانوف (۱۸۹۷- ۱۹۷۷م.) د شوروي اتحاد د علومو اکاډيمۍ د اتنوګرافۍ غړی او معروف فيلولوجيسټ وو، چي د منځنۍ آسيا او پښتنو د اتنوګرافۍ په برخه کي ئې آثار خپاره سوي دي.
(۲) فريدريک انګلز د کلتور له پاره درې مرحلې ټاکلي دي، چي هغه عبارت له؛ وحشت، بربريت او مدنيت څخه دي؛ او دا هره مرحله بيا درو مرحلو ته وېشل کيږي، چي له کښتني، منځني او لوړني پړاوونو څخه عبارت دي او دا هره مرحله او پړاو بيا ځان ته د کلتور په سطح کي ټاکلي شاخصونه لري.
(۳) د علمي ټولنپوهني په چوکاټ کي پنځه مرحلې يا پنځه فورماسينونونه ټاکل سوي دي، چي هغه عبارت له لومړي کمون، مرئيتوب، فيوډاليزم، پانګهوالۍ او سوسياليزم څخه دي.
(۴) لومړی کمون په بشري تاريخ کي هغه مرحله ده، چي شاخص ئې د وسايلو، تولید او توزيع پر اشتراک متکي ول. په دغه مرحله کي قبيله د مورواکۍ په چوکاټ کي ده، خو د دغي مرحلې په وروستيو وختونو کي پلار واکي پيل سوه. د قبيلې لومړنۍ هستي د خيل (Gens) په شکل د پونالوان کورنۍ له تشکل سره منځ ته راغله. دغه خپل د مور په رابطه پېژندل کېدی، چي د پلار واکمنۍ سره ئې رابطه د پلار له خوا را پيل سوه.
(۵) قبيلوي اتحاديه يا کانفدريسي هغه وخت منځ ته راځي، چي خېلونه انکشاف وکړي او بيا يو له بله سره متحد سي. په دغه مرحله کي د يوې سيمي څخه بلي سيمي ته مهاجرتونه توندي اخلي او په همدغه وخت کي د دولت موسسه په پيکه شکل طلوع کوي.
(۶) پهلوايان د ساک او پارت له اتحاديې څخه تشکيل سوې قبيله وه، چي په جنوبي افغانستان کي ئې ترقي وکړه او موسس ئې د وينونيس په نامه يو سړی وو، چي په (۱۲۰ق.م.) کي ئې باچهي پيل سوه.
(۷) (Bualtistan) بالستان ته کوچنی تبت هم وايي.
(۸) د تور و سپين تر منځ رنګ (سپين چک). تشريحي قاموس، لومړی جلد، د اکاډيمۍ چاپ.
دغه مقاله د (محمد هوتک ياد) د ملي سيمينار، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو د اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له خوا جوړ سوی وو، د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده.
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 2910

د پټي خزانې ميزان رشتيا ميزان دی؟ ـ پي ډي اېف
- Details
- څانګه: پټه خزانه
د پټې خزانې ميزان رشتيا ميزان دی؟ مقالې (محمد آصف صميم، زرين انځور)
ديجيتل کوونکي: د ACKU پروژه
د پي ډي اېف اصلي منبع: http://www.afghandata.org:8080/xmlui/handle/azu/7529
د پټې خزانې په تړاو د ټولو مقالو د ليسټ کتلو لپاره پر دغه کرښه کليک وکړئ
https://bit.ly/2Urhrwx
د پټي خزانې زوړ او نوی چاپ کتاب پر لاندني لينکونو کتلای/ډاونلوډ کولای سئ:
https://bit.ly/2MHJVOh
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 2602

پټه خزانه د حقيقت په آئينه کي ـ پي ډي اېف
- Details
- څانګه: پټه خزانه
پټه خزانه د حقيقت په آئينه کي (عبدالکريم بريالی)
ديجيتل کوونکي: د ACKU پروژه
د پي ډي اېف اصلي منبع: http://afghandata.org:8080/xmlui/handle/azu/7570
د پټې خزانې په تړاو د ټولو مقالو د ليسټ کتلو لپاره پر دغه کرښه کليک وکړئ:
https://bit.ly/2Urhrwx
د پټي خزانې زوړ او نوی چاپ کتاب پر لاندني لينکونو کتلای/ډاونلوډ کولای سئ:
https://bit.ly/2MHJVOh
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 2745
11 له 14 پاڼو څخه