نوميالی ليکوال: استاد محمد صديق روهي

 محمد صديق روهي (۱۳۱۳ هـ. ل. - مۍ، ۱۹۹۶ ز.) (په انګرېزي: Muhammad Sideeq Rohi) يو افغان څېړونکی، ليکوال او اديب و. هغه د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی هم پاتې شوی. د ادبياتو او ادبي څېړنو په برخه کې يې ډېر کار کړى دى. ځينې اثار يې په پوهنتونونو کې تدريس کېږي. ادبي څېړنې يې تر ټولو مهم کتاب دى.

 مخينه

 د محمد حسين خان زوی په کال ١٣١٣ ل. ل. کې د خوست ولايت مرکز د حيدرخېلو د سموات په کلي کې نړۍ ته سترګې سپړلې او ﻻ ماشوم و چې د ورور او خونيدو سره يو ځای د مور، پلار له مينې بې برخې شوی و.

 زده کړې

 لومړنۍ زده کړې يې د وخت د اسماعيل خېلو او مندوزويو په لومړني ښوونځي ( اوسنی سړبن ليسه) کې، منځنۍ زړه کړه يې د کابل په دارالمعلمين او په کال ١٣٢٧ ل. ل. کې کابل پوهنتون له ادبياتو پوهنځي څخه فاروغ شوی و. د ١٣٤٧ ل. ل. په وروستيو کې د لبنان د بېروت په پوهنتون کې شامل او همدلته يې د ماستري دوره په پوره بري بشپړه کړې وه.

 دندې

 ارواښاد روهي د خپل علمي- فرهنګي او ادبي ژوند په خورا لنډه موده کې د دارالمعلمين او پوهنتون د استاد، د بېلا بېلو، نشراتي ارګانو (مجلو) د مسوول چلوونکي، د بېلو بېلو علمي – فرهنګي مرکزونو د مشر او رئيس، د وخت د پښتو ټولنې (اوسنی د افغانستان د علومو اکاډمي) د مرستيال او رئيس او د خوشحال د فرهنګي ټولنې د مشر په توګه هېواد او هېوادوالو ته غوره او ګټور خدمتونه کړي دي.

 چاپ شوي آثار

 روهي د يوه علمي، فرهنګي او ادبي شخصيت په توګه په ډېرو ژبو پوهېده او په دوو رسمي ژبو (پښتو، دري) يی زياتې علمي، ادبي او ميتوديکي مقالې او اثار ليکلي دي چې د ځېنويې په ﻻندې ډول يادونه کوو:

 د څېړنې ﻻرښود – پښتو ټولنه د ١٣٥٤ .ه.ش کال چاپ

پښتو په بېلګه کې – پښتو ټولنه د ١٣٥٧ .ه.ش کال چاپ

ادبي څېړنې - پښتو ټولنه د ١٣٦٠.ه.ش کال چاپ

د ژبې ښودنې مسألې – د افغانستان د علومو اکاډمي د ١٣٦١.ه.ش کال چاپ

د ادبي او فولکلور په باره کې د چاپ او خپرولو دولتي کمېټه د ١٣٦٥.ه.ش کال چاپ

پښتو معاصر ادبيات- د ماستری دورې له پاره کابل پوهنتون د ١٣٦٧.ه.ش کال چاپ

فولکلور پېژندنه – د افغانستان د علومو اکاډمي د ١٣٦٥ .ه.ش کال چاپ

د روښاني غورځنګ ماهيت – نا چاپ

د دوولسم ټولګي له پاره د ادبياتو تاريخ نا چاپ

شعر پېژندنه – د ناهيد کتاب خپرولو موسسه د ١٣٧٥ .ه.ش کال چاپ د ﻻهور چاپ

جنګ داخلی افغانستان چګونه پايان خواهد يافت؟ د آزاد افغانستان د ليکوالو ټولنه د ١٣٧٥.ه.ش کال چاپ پيښور چاپ

رنګين تعبير – د دانش کتاب خپرولو موسسه پېښور – ١٣٧٧ .ه.ش کال چاپ

له نېکه مرغه اوسمهال په خوست کې د يو شمېر وتلو فرهنګي ځوانانو په زيار اونوښت د محمد صديق روهي فرهنګي ټولنه جوړه شوې ده . دې ټولنې که د يوې خوا د خپلو فرهنګي – ادبي ګټورو فعاليتونو په لړ کې د مرحوم روهي روح ښاد او نوم يې ژوندی ساتلی، دغه راز دا هيله هم شته چې د نوموړي ناچاپ شوي آٌثار به هم په خپله موقع خپاره کړي. ارواښاد محمد صديق روهي سر بېره پر دې چې د سر محقق او کانديد اکادميسن لوړې علمي رتبې يې در لودې، د افغانستان د ليکوالو انجمن له خوا د ( کارمند شايسته فرهنګ) لقب هم تر ﻻسه کړی و.

 نوموړی په ١٣٧١.ه.ش کال کې د علاج له پاره لومړۍ هند، بيا روسيې، اوکرائين او په پای کې جرمني ته ﻻړ او د ١٩٩٦م.کال د مۍ په مياشت کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله، بدبختانه په روغتون کې له وخته مخکې د نړۍ سترګې پټې کړې او جنازه يې د هغه هېواد د مونشن ګلا دباخ په ښار کې امانت خاورو ته وسپارل شوه، وروسته د ﻻزمې موقع په برابريدو سره هېواد ته انتقال او په ډېر درناوي سره په خپله پلارڼۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه . نوموړي منځمنۍ ونه، ساړه دماغ درلودل او پر شنډو به يې تل موسکا خواره وه.


د بيوګرافۍ منبع/ليکونکی: پښتو ويکيپېډيا

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ