ليکونکی: محمد نعيم آزاد
يادونه: دغه ليکنه زياتي برخي لري چي په اړخ کي يې د لوست لپاره انتخابولای سئ.
د بل ژبه زده کول که لوی کمال دی
خپله ژبه هېرول بې کمالي ده
د لوی استاد علامه عبدالحی حبيبي په ليکنو کي مي ويلي او له درانه استاد علامه عبدالشکور رشاد څخه مو اورېدلي دي، چي په اوسني وخت د پښتو ژبي د ويړتيا او بډايني لپاره تر ټولو وړاندي پر ګړدودونو کار کولو ته اړتيا ده او په هغوی کي د داسي ځانګړو تورو ثبتول چي په نورو ګړدودونو کي نه کارېږي، يا پرېښوول شوي وي او يا پرېښوولو ته نژدې وي، چي په کارولو يې د ژبي اړتياوي پوره کړای شي. وروسته که اړتيا پاته هم شي؛ بيا دي د نوو تورو د جوړښت لپاره د ژبپوهانو له لاري په ګډه هڅي تر سره کړل شي.
د ويړ قام "پښتون" د ويړي او پراخي ژبي "پښتو" پر بېلا بېلو ګړدودونو باندي پر کار کولو سربېره د هغه کلاسک شاعرانو پر ديوانونو باندي کار کول، سپړل او په هغوی کي د ځينو ځانګړو تورو مانا کول هم ارزښت لري، چي د بېلا بېلو ګړدودونو استازيتوب په برخه لري. ځکه چي پښتو ژبه پر څرګندو کلاسک شاعرانو سربېره "چي ديوانونه يې په څو څو ځله چاپ شوي دي او تر موږ پوري را رسېدلي دي" ځيني داسي شاعران هم لري، چي تر اوسه پوري يې د ديوانونو قلمي نسخې پاته وي او موندل کېږي. لکه په اوس اوس کي د ادم خېشکي ديوان چي د ښاغلي صحاف په زيار چاپ شو.
په کلاسک ديوانونو او نثري اثارو کي داسي ډېر توري موندل کېږي، چي ننني لوستونکي نه په پوهېږي. لاملونه يې بې شمېره دي، خو د ژبي د بډايني او پالني لپاره يې پوهېدلو ته اړتيا ده. که څه هم په دې لاره کي نوموړو پوهانو لکه ارواښاد دوست شينواري او نورو پوهانو تر خپله وسه په زړه پوري کار کړی دی، خو داسي ګڼ شمېر منظوم او منثور اثار شته، چي داسي کار ته اړتيا لري.
د ارواښاد سلام بابا منظوم اثار "چي د لوېديځ ګړدودو استازيتوب يې په برخه دی" داسي ډېر توري لري، چي زما په خيال يې څېړني او سپړني ته اړتيا درلوده. که څه هم ډېر توري يې قاموسونو نيولي وو؛ خو د قاموسونو د مهالنۍ پلي تګلاري په روڼا کي يې يواځي په پاړسي ژبه مانا کړي او زما په اند يې بيا هم لوستونکو ته ستونزه درلوده. خو ځيني داسي ډېر توري پکښې وو، چي قاموسونو نه دي نيولي او پر ختيځ او منځني ګړدود ويونکو سربېره يې د لوېديځ ګړدود ويونکي هم په ځينو تورو نه پوهېږي او يا يې هېر کړي دي. ځکه چي ژبه هم د خپل ټولنيز کلتور په څېر پراخه لمن لري او د ژندانه په بهير کي له غوښتنو سره سم د اړتيا پر بنسټ ډېر څه زړوي او پرېږدي يې او نوي څه خپلوي.
دا پوښتنه را منځته کېږي، چي هغه څه چي پخپله د ژوندي پاته کېدا توان نه لري؛ تاسو يې ولي د ژوندي پاته کېدلو هڅي تر سره کوئ؟ خو اړتيا دا ده، چي په تاريخ او کلاسک اثارو د پوهاوي لپاره اړينه ده، چي موږ د ژبي زاړه او پرې ايښي اثار له ځان سره خوندي ولرو، چي يوې خوا ته د ژبي بډايني لپاره کار ترې واخلو او بلي خوا ته په هغو پاتيشونو او اثارو هم و پوهېږو، چي له هغوی څخه د نومياليو نوموړو د ژوند اندونه، کردارونه او ارزښتونه وپامولای شو.
د ارواښاد سلام بابا په منظومه پاتيشونې (اثار) کي چي ماته کوم توري داسي ايسېدلي دي، چي لوستونکي به په ونه پوهېږي؛ هغه مي تر خپله وسه مانا کړي، څېړلي او سپړلي دي او په څنګ کي مي د نوموړي پښتو قاموس سره پرتله کړي او د هغه ماناوي مي هم په خوا کي ورسره راوړي دي، چي د پښتو ژبي او سلام بابا لوستونکو د پوهاوي لپاره نوره اسانتيا را منځته کوي. خو بيا هم کېدای شي، چي په دې تورو کي داسي توري وي، چي په نورو ګړدودونو کي په بله مانا ژوندي پاته وي، خو دا به بېخي د نشت په شمېر وي.
د تورو په مانا کي مو سپړلې بڼه ځکه غوره کړه، چي ځيني داسي توري چي د کلتوري بدلون او پرمختګ له جوري يې يواځي د توري او په لنډه توګه مانا راوړلو سره زما په خيال د اوسنۍ دورې هغه ځوانان چي ښاري ژوند لري او هغه شيان يې اوس اړتيا وړ نه دي پاته شوي او هغه اړتياوي د نوي مدنيت په لورېينو پوره کوي؛ لکه غړکه، کېږدۍ او داسي نور، نور... او يا د نورو ژبو تر اغېز لاندي پښتنې سيمي دي، چي ځوانان او نوی نسل يې زدکړي په نورو ژبو تر سره کوي او خپله مورنۍ ژبه يې په لوست او نصاب کي ځای نه لري، نو زما په خيال نه شي کولای، چي يواځي له توري او په لنډه توګه مانا لوست سره دي هغه شی وپامولای شي.
په همدې هيله مو دغه ويي پانګه ورسره مله کړه، چي د دې تورو په ښه توګه پر خونديتوب سربېره به له پښتو لوستونکو سره مرسته او د ژبي په بډاينه کي به کار ورڅخه واخستل شي.
د سلام بابا په شعرونو کي ويي زېرمه
لوښی: (لو- ښی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې لوښي دی او دويمه برخه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس د ظرف په مانا او دويمه مانا يې مجازاً ذات، طبيعت، واصل، استعمال راوړې ده
د خوړو او څښاک لپاره چي کوم خاورين، فلزي او اوسپنيز توکي په کارېږي؛ هغوی ته لوښي ويل کېږي.
چي د مړه غسل تمام سي
پاک دي لوښي او هر جام سي
بل پر لوښو پر ټوکرانو
سته د زرو کامګارانو
مټ: د غټ په وزن. يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې مټونه دی. پښتو قاموس د خاک نرم و خشک، خاک تهنشين سيلاب و جوی او دويم يې د خم ګلِ کلان په مانا اخستی دی.
ميم يې په لوړ زوَر ويل کېږي او هغه اڼل شوې خاوره ته چي سېکه يې ختلې وي؛ مټ ورته وايي. وګړي يا څاروي چي کله پر مټنه خاوره او سيمه تګ کوي؛ دوړي ځنې ولاړېږي او د پښتو يوه ګړنه ده، چي: "څه کوې؛ لکه د مټ شيطان. څنګه خړ پړ يې لکه د مټه چي يې را کښلی يې." دا توری د پښتو په يوه ښېرا کي هم کارېږي، چي: خوله دي له مټه ډکه شه. د غه ښېرا په دې بڼه هم شته، چي؛ خوله دي د ګله ډکه شه.
په درواغو مدام ګټه
څو ډکېږي خوله د مټه