ژی: يوه څپه نرينه توری دی؛ جمع يې ژي او ژيان دي. په لوړ زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس فارسي مانا مشک آب ورته ليکلې ده.
ګوډی: (ګو- ډی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې ګوډي دی.
دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس (۱) انبان (۲) دست مشک دوغ (۳) غوزه جواري که هنوز دانه نګرفته باشد، لنګ. په مانا نيولی دی.
دا توري "ژی، ګوډی" دواړه د يوه شي نومونه دي، چي غرني خلګ يې ژی بولي او د هواري خلګ يې ګوډی بولي. د پسه (وزيی) تر حلالولو وروسته د هغه پوست کښل کېږي او بيا د اوبو د خوندي کولو لپاره پخېږي؛ ژی ورته ويل کېږي. ځيني پښتانه "زی" هم ورته وايي. ښځي له کارېزونو او چينو څخه اوبه پکښي راوړي، چي پر وږو يې ږدي او د ژي په يو او بل سر کي و تړلي پړي ته چي ښځي يې پر تندي تکيه کوي؛ سرواکی ويل کېږي. په لوېسه يا دېوسه کي ايښوول کېږي، چي د لوېسې دوه اړخيز دېوالونه په خټو جوړ شوي وي او پر سر يې بوټي د سايې جوړولو او له باران څخه د ژغورلو لپاره ور ايښوول کېږي. مخ او شا يې پرانستې وي، چي د تېرېدونکي باد له کبله يې اوبه ډېري سړې او خوندي وي. د لوېسې په منځنۍ برخه کي لرګي په خټين دېوالونو کي نيول کېږي او لوړ سيندرېږي (يو ډول پوست بوټی دی) ور باندي ايښوول کېږي، چي ژي له لاندي خوا دپ نه وي. مانا باد يا هوا ور ايله وي.
که په ژي يا سولاغه تا؛ اوباوی کښت او راغه تا
ژی او ګوډی ځيني وړي هم؛ که دغسي پاکي وي هم
د طاقت غولانځي لوېشي کاري غشي
سته خونکي مستې ايښي پر لوېسې دا
تورکڼی: (تور- کَ- ڼی) درې څپې نرينه توری دی؛ جمع يې تورکڼي دی. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس د "دوده ټاپه" په مانا نيولی دی.
له اوره څخه پورته شوی دود يا دوګ چي کله خپل شته والی پر دېوال، لوښي او يا يو بل ځای جوت کړي؛ تورکڼي ورته ويل کېږي.
د زړه سترګي که راروڼي
نجس پرېمنځه تورکڼي
ګوږه: (ګو- ږه) دوې څپې نرينه توری دی، دويمه برخه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس "ګوږوی" د "ګاو قلبه يي" په مانا نيولی دی.
هغه ځای ته ويل کېږي، چي خپله ژوندۍ دنيا پکښي خوندي پالل کېږي. خپل توکم. خپله څنډه. خپل ټبر. خپله تپه. خپله کرونده.
نګهبان د خپل ګوږه سئ
يو پر بل باندي خواږه سئ
تموښ: (تَ- موش) دوې څپې نرينه توری دی او له تودښت څخه را منځته شوي سابنده چاپېريال ته ويل کېږي. پښتو قاموس د (۱) خارش (۲) ګرمي زياد تابستان په ماناوو نيولی دی.
چي جمعه سي يا اختر وي
تموښ ګڼ خلګ اکثروي
بوګری: (بو- ګَ-ری) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې بوګري دی. دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس د(۱) زمين اعانه که بدهقان خود براے کشت مفت از طرف صاحب زمين داده مېشود. (۲) بقر يکجريب يا زياده ازان زمين که بطور امداد به مستحق و همسايه داده شود. شخص ګستاخ (مو) بوګری.
(۱) ټپن ټپن، ټپلي ټپلي. ځای ځای (۲) پر لږ مځکه کرلی کښت
دا توری سلام بابا د څنګه ږيري په مانا کارولی دی. خو دا د وړوکي، څنګه کښت او وړې کروندې په مانا هم کارېږي. کوم سړی چي د ږيري وېښتان ونه لري؛ هغه ته دلته څوکړ ويل کېږي.
يو د بل په ډول ږيري
لري څرګنده بوګري
هاږه: (ها- ږه) دوې څپې ښځينه توری دی. مېږدن. پرګوړ.
هغه ټاکلی څړځای، ټاکلی کښت، جېوه او يا ټاکلې ونه چي و بل ته د ورکولو څخه يې را ګرځولې (هاږلی) وي. مانا د خپل کور او يا خپلو پسونو لپاره ځانګړی شوی وي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
کلمه پر کاغذ کاږه
باسه غله د خپله هاږه
موک: د څوک په وزن يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې موکونه دي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
د ناوړه او بېځايه کار تر سره کولو لپاره چي و يو چا ته د کلدارو او هر ډول جنس په بڼه ورکول کېږي؛ موک ورته وايي. رشوت
رنګارنګ ښندي موکونه
خپلوي ياغي ملکونه
مړوښه: (مَ- ړو- ښه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې مړوښي دی. دريمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږې او هغه ښځه ته ويل کېږي، چي مېړه ولري. ځينې پښتانه يې مېړوښه وايي. پښتو قاموس په "زن شوهر دار" مانا کړې ده. سلام بابا دا توری په سياسي شاليد کي مستعار ډوله کارولی دی.
اوس مړوښه سوه طلاقه
د کانګريس د اتفاقه
خوڅی يا خوسی: (خو- څی) دوې څپې نرينه توری دی او دويمه برخه يې په لوړ زوَر ويل کېږي، چي جمع يې خوڅي او خوڅيان دي. يوه لوبه، چي اوس هم د لوی ندهار په هره سيمه کي کېږي.
په دې لوبه کي دوې ډلي چي هره ډله يې په شمېر برابره وي. په دې لوبه کي يو لاس او يوه پښه شا ته اوړي او پر يوه پښه باندي په ولاړه او ګرځېدلو سره لوبه پلي کېږي. هر غړي يې پښه تر شا په يوه لاس نيولې وي او پر بله پښه باندي د بلي ډلي د ملګري په لاس نيولي پښې د ايله کولو هڅي کوي. نيولې پښه او لاس چي سره بېل شي؛ هغه لوبغاړی له منځه ځي. مانا پوچ شي. د يوې ډلي و خوا ته د خاورو يوه وړوکې کوړه جوړېږي، چي لوبغاړي يې و مخ ته ولاړ وي او پالنه يې کوي او بله ډله يې د ورانولو هڅي کوي. د کوړي لوري ته يو لوبغاړی چي شا شا ته کېږي؛ غوا بلل کېږي. د غوا په وهلو مانا ګوځارولو او يا په پنځه واره کوړه ورانولو سره لوبه ګټل کېږي او بيا بله ډله د کوړي خوا ته را اوړي، چي غوا هم بيا د دوی له خوا وي او د کوړي پالنه هم پر دوی وي. پښتو قاموس نه دی نيولی. بابا دا توری هم په سياسي شاليد کي مستعار ډوله کارولی دی.
ورکوي دا شابوسی اوس
مسلم ليګ کوي خوسی اوس
بېوره: "بېروه"( بېو-ره) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې بېورې دی. دويمه برخه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. ناوړه چاره، پړه.
هغه ناوړه تېری، زياتوب چاره يا چاري چي د خپلو او پرديو له لاسه د چا د ځورولو لپاره تر سره شي؛ بېوره بلل کېږي. پښتو قاموس د ظلم او تعدی په مانا نيولی دی.
خو چي څه هره بېوره ده؛ زام د پيله د ګوره ده
ما ليدلې د يارانو سه بېوره ده
اوس پخه سودا د کډي راسره ده
ګوره: (ګو- رَه) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې ګوره ګان دي او دويمه برخه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. انګرېز، پرنګی.
دا توری د هند له خوا پښتنو ته راغلی دی. ځکه چي انګرېزان له هغې خوا پښتون وطن ته راغلي يرغلګر وو. دا چي په لومړي ځل هنديانو ته راغلي وو او دا نوم هنديانو ځکه ورکړی وو، چي هنديان و سپين او ښايسته ته ګوره وايي او انګرېزان سره او سپين خلګ وو، چي بيا دا توری په ټوله سيمه کي د انګرېزانو لپاره ځانګړی شو. خو دا توری پښتنو د سپين او ښکلي په نامه نه دی خپل کړی؛ بلکې د انګرېز او کافر په مانا يې خپل کړی دی. اوس هم پښتانه چي و زوی يا کوم بل چا ته په خښم شي؛ نو د خپل زړه د بړاس ايستلو لپاره ورته وايي، چي "د ګوره زو" پښتو قاموس ځکه نه دی نيولی، چي پښتو توری نه دی.
بيا پر ما سکان پيره سو؛ لوی کالخوايه مي ګوره سو
ږغږغه: (ږغ-ږ- غَه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ږغږغې او دريمه برخه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. ږنګږغه، ږمږغه. پښتو قاموس يواځي ږنګ د جرس په مانا نيولی دی.
يو فلزي اله ده، چي د څاروو په غاړه ځړول کېږي.
درځي اوښ سره د باره
ږغږغه څه کوې ياره
ږنګی: (ږن- ګی) يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې ږنګي دی او دويمه برخه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. ځيني پښتانه ږنګوله هم وايي. ږنګ، ږنګی، ږنګوله او ږغږغه په يوه مانا کارېږي.
لحاظ ګر دا فرنګی دی
چي په غاړه يې ږنګی دی
خوشي: (خو- شي) دوې څپې توری دی. (۱) بېځايه. (۲) ايله
وخت، وس، هڅه او هر هغه څه چي بېځايه ګار شي. او خوشي کېدل د ايله کېدلو په مانا هم کارېږي. لکه د زندانه خوشي شو. ډېر پښتانه يې خوسي وايي. پښتو قاموس يې د خوسي بڼه په همدې مانا نيولې ده.
خزانې و وتې خوشي
لا خالي پرتې دي تشي
ورغښت: (ور- غښت) دوې څپې نرينه توری دی او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
د وګړي، څاروي اووښتل را اووښتل. مانا هر سا لرونکی چي په لوبه، له درده او يا بله اړتيا کي اوړي را اوړي؛ ورغښت ورته وايي. پښتو قاموس ورغستل د جوکوب کردن په مانا نيولی دی.
مله ورځي دی بيا ورغښتی
وي په هره خوا اووښتی
دروږ: (در- وَږ) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې دروږونه دي. دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي او "دروږ" د پير منونکو خلګو او مريدانو له خوا په کال کي و پير ته د تعويذ او دعا په بدل کي د څاروي او کله د کلدارو او يا بل جنس په بڼه ورکول کېږي. پښتو قاموس د علامهِ عقيدت او حيوان نذري که ګوش آن کمي ببرند په مانا نيولی دی.
وژني ټوله غادران هم؛ دروږ خوره غله پيران هم
د دروږ کيسې کوي په مجلسو کي
شکرانه چلوي دم او ګمان وايي
غادر ټګ د خپله نفسه درواغ باسي
دروږ را اثر پر سوی د پېري دی
غړکه: (غَ- ړَ- که) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې غړکي دي او لومړۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس د "مشک دوغ" په مانا نيولی دی.
غړکه د وزيی پسه له پوسته رغېږي يا پخېږي. د غړکي د رغېدلو پيل داسي کېږي، چي و لومړۍ چاره ته يې "کار" ويل کېږي. هغه داسي چي ښوري (يو ډول خړ رنګه بوټي دي) وسوځل شي. اور او سکروټي يې و سړو اوبو ته لوېږي او دغه اور اوبه دومره تودې کړي، چي لاس سوځي. دغه اوبه و پوست ته ور واچول شي او پوست تر ګودړانو (ختڼو) لاندي کړل شي. يوه ورځ پر تېره شي، چي د اوبو د تودښت او سابندۍ د خولو له کبله پر پوست ولاړي وژغوني توی شي او پوست تک سور واوړي. کله چي کار ځنې توی کړل شي او له تورکڼو څخه په ښه توګه پرېمنځل شي؛ نو کوټل شوي او ميده اومان يا هومان (يو ډول بوټی دی، چي د هوما يا سوما په نوم ياد شوی او ډېر لرغونی تاريخ لري، چي ځيني خلګ يې سپېڅلی او ځيني وايي، چي يو ډول دارو ځنې جوړېدل) په ښه پرېمانه توګه پر اچول کېږي، چي پوست نږدې پکښي پټ کړي؛ و دې ميده اومانو ته :دَه" ويل کېږي. وروسته پوست تر يوه ډبره لاندي کښېښوول شي، چي شل ورځي وروسته "ده" ځنې توی کړل شي او په اوبو کي ايشول شوي تاوده اومان ور اچول کېږي، چي نه په سوځي او نه ساړه وي؛ لس ورځي يې پکښي کښېږدي او تر دې کړنو وروسته اومان ځنې توی شي او غړکه پخه شي.
چپه ځې د لوی څړکه؛ څيرې خامخا غړکه
پښتون لاندي سو در خوپ عبدالسلامه
په ګنده مېرمن ککڼه ده غړکه
که څوک نه څيري پښتون خپله غړکه
بيا دې نه شاربي د نورو په خرک
کانه: (کا- نَه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کانې دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. پسات، پساتونه. پښتو قاموس په واقعه غير مترقب او ازمايش شوم و بد په مانا نيولی دی.
"څه کانې دي په را وکړې" دا خبره يا ګيله و هغه چا ته کېږي، چي سړی يې تېرايستلی، ځورولی او کړولی وي. مانا د يو چا له ناپوهي څخه و ځاني ګټه اخستونکي او دروهونکي ته دا ګيله کېږي.
ژرګه: (ژر- ګه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ژرګي دي او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. يو اغزن بوټی. پښتو قاموس د مو، بوته، بلک او نبات خاردار په مانا نيولی دی.
ژرګه يو اغزن بوټی دی، چي په غرونو کي کېږي. يو څه توربخون سپين رنګ لري. غرني خلګ يې په ژمي کي سوځي او ډېر ښه انګار لري. تر ډېره وخته نه ايره کېږي او سړی په تود وي؛ خو ډېری وخت مالدار خلګ د څاروو لپاره شپول ځنې جوړوي. ځيني پښتانه يې زرګه بولي.
کونډلۍ: (کون- ډَ- لۍ) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کونډلۍ او کونډلياني دي. يو اغزن بوټی دی. دومره نه غټېږي. د "واښه" بڼه لري، چي ځيني څاروي يې خوري. د پسو په وړيو او د انسانانو په کاليو پوري مښلي. پښتو قاموس د مو، خارمغيلان په مانا نيولی دی.
بيا به دی کانې در وسي
هره ژرګه به لېوه سي
ګڼي ژرګي کونډلۍ دي
زه پر ټاټ خره پر غالۍ دي
بې بګړۍ ګنده خولۍ سوې
ښه باغونه کونډلۍ سوې