کټو: (کَ- ټَو) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کټوي دي. پښتو قاموس د کټوۍ په بڼه د دېګ ګلي او دېګچه ګلي په مانا نيولی دی.
ګېلول: (ګـېـ- لَ- ول) درې څپې توری او مصدر دی. رغړول. ګېلېدل، رغړېدل. پښتو قاموس د "لول خوردن" په مانا نيولی دی.
کټو يو خاورين لوښی دی، چي له خټو څخه يې کومباران يا کوماران جوړوي او وروسته په اور پخېږي، چي وروسته پخلی پکښي کېږي او ډېری وخت ښوروا پکښي پخېږي. خو په دې شعر کي "کټو" په داسي مانا کار شوې ده، چي د پښتو يوه ګړنه پکښي ځای شوې ده، چي توري کټوي ګېلوه. مانا دا چي يوه په بله پسې ستونځي پر ځان وړه او دا په پخوانيو پښتنو کي دود وو، چي د يوې قافلې او يو چا تر مخ به تشه (خالي) کټو چا تېره کړله؛ هغه قافلې يا تېرېدونکي وګړي به شپه پر هغه ځای تېروله او دا به يې انګېرله، چي که شپه تېره نه کړم؛ تاوان را پېښېږي. ځيني پښتانه يې کټوۍ او کټوه هم بولي.
چي په بل چا نه وي سوي
ګېلوه توري کټوي
سهار باندي سي کټوي
ور چلېږي وږي روي
مهردل ګولۍ غلبېل کی
و کوهي تې کښاته ګېل کی
وژغوني: (وژ- غو- ني) درې څپې ښځينه توری دی او لومړۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. وېښتان، ورېښتان. پښتو قاموس د "موی بز" په مانا نيولی دی.
ځيني پښتانه يې وزغوني وايي، چي لومړۍ برخه "وز" يې د وزې له کبله کېدلای شي او په ځانګړې توګه د وزيی و وېښتانو ته ويل کېږي، چي غوني يې د وېښتانو لپاره او "وژ" يې د اوږد په مانا هم کېدلای شي؛ لکه په ځيني پښتنو کي اوس هم د وېښتانو لپاره غوني کارېږي، چي غوني مي ځيږ ځيږ (ځېګ ځېګ) شو. په پښتني ټولنه کي چي څوک د وګړي بې ډوله او اوږده وېښتان غندي او سپکاوی يې کوي؛ نو د وژغونو په نوم يې نوموي. ځيني پښتانه يې "وزغوني" او "وځغوني" هم وايي. د سلام بابا په وروستي شعر کي "وژغوني پر زړه باندي" د ډېري زړورتيا او ترهي يا وحشت او فرعونيت په مانا کارول شوي دي.
تويوي بې سرپې ويني
دا ببر اوږدې وژغوني
پلې وو غاښ وو او وژغوني
وچي دا پخې څرمني
يا پر غاړه ځای د ويني
ځيني وخريي وژغوني
پوستين هم مخ د څرمني
په دا شان دی نه وژغوني
هر فرعون به ارمان پر ايمان وکي
نن ولاړي دي پر زړو باندي وژغوني
ځوړ: يوه څپه نرينه توری دی. کښاته. کوز. د لوړ اپوټه. پښتو قاموس د "نشيب زمين، پستي زمين" په ماناوو نيولی دی.
پر ځوړ وبهېدې کښاته؛ ابادي په کېږي زياته
نغاړي: (نغا- ړي) د "ن" په ساکن دوې څپې لرونکی توری دی. نغښتل يې مصدر دی او د ټولولو په مانا کارېږي. پښتو قاموس د "پېچانيدن، نور ديدن او مجازاً د اجتناب کردن" په ماناوو نيولی.
سپی له لوږي مري پر ژاړي؛ ډوډۍ پټه ځني نغاړي
سکښت: د "س" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. سکښتل يې مصدر او د پرېکولو په مانا کارېږې. پښتو قاموس د "برش" او سکښتل يې د "برش کردن" په مانا نيولی دی.
کالي (جامې) چي تر رغولو مخکي پرې کېږي؛ و هغه ته سکښتل وايي. خو دلته په ګړنيزه توګه کار شوی دی او وايي، چي ذهني روزنه يې په کفري تګلاره تر سره شوې ده.
د مذهبه سه اووښتی؛ معلومېږي کفر سکښتی
دوړي والوتې ګڼ خوپ په کندهار کي
يو کالی به يوه روغ کی يوه سکښت
پېټک: (پې- ټک) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې پېټکان دي. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پر تندي ځړېدونکې مرۍ (دانه) او کوم بل شی.
په ځانګړې توګه د کوشني پر تندي ځړول کېږي، چي کله له مريو (دانو) او کله له بل شي څخه جوړ شوی وي. خو په ګړنيزه توګه د پېغور لپاره په کارېږي. لکه په دې شعر کي چي بابا کار کړی دی. پښتو قاموس د "زېوريکه زنان بر شقيقه آوېزند" په مانا نيولی دی.
قرآن خان او ملک پرېښوو
هر چا نوی پېټک کښېښوو
بڼه: (بَ- ڼَه) دوې څپې ښځينه توری دی؛ جمع يې بڼې دی او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. څېره، څهره. د مخ کړه وړه.
"بڼه دي خاوري شه" دا يوه ښېرا ده، چي پښتنې ښځي يې کاروي او په ځانګړې توګه د مخ لپاره کارېږي. پښتو قاموس د "مو، چهره" په مانا نيولی دی او يوه بله ګړنه "بڼه الوتل" (هېښ پاتېدل) يې د "رنګ پريدن" په مانا راوړې ده.
قرآن نه چلوې ولي؛ ښې بڼې مو کې بدلې
پر بڼه پېژنم بم زه؛ همای فعل در ښيم زه
نغری: (نغَ- رَی) د "ن" په ساکن دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې نغري او نغريان دی. دويمه برخه يې په لوړ زوَر ويل کېږي او ځيني پښتانه يې د "ن" په زوَر په درې څپو هم وايي.
هغه ځای ته ويل کېږي، چي په کور کي د ډوډۍ پخولو او د ځان تودولو لپاره په بوټو يا سوځېدونکو موادو باندي اور پکښي بلېږي او د ډوډۍ پخولو لپاره چي کوم اوسپنيز درې پښې لرونکی توکی په کارېږي او تبۍ يا تبخی د ډوډۍ د پخلي لپاره او دېګ يا چاينکه پر ايښوول کېږي؛ هغه ته هم نغری ويل کېږي. په ګړنيزه توګه د کور په مانا کارېږي، چي دلته هم په ګړنيزه توګه کار شوی دی.
عوام تل خواره خواري وي؛ نېستي پروته پر نغري وي
خندکی: (خن- د- کَی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې خندکيان دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
په سپيانو کي يو ډول دی، چي تر نورو سپيانو څه ټيټ وي او دلته په ګړنيزه توګه کار شوی دی، چي د پېغور او سپکاوي په مانا دی. پښتو قاموس په "سګ تيګر (نوعي از سګ) او نوعي از ګل" په ماناوو نيولی دی. ځيني پښتانه يې د "ر" په زياتوالي سره خندرکی هم وايي. په ګړنيزه توګه ټيټ او په چا پسې ته هم کارېږي.
خندکيان خو نه کو ياد ما؛ که در ښوو د ده اولاد ما
موږَی: (مو- ژی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې موږيان دي او وروستی برخه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
موږی له لرګي يا اوسپني څخه جوړ شوی څيز چي يو سر يې تېره او په مځکه کي د نجتلو يا ټکوهلو لپاره جوړ شوی وي او په پښتني ټولنه کي د کېږدۍ د درولو يا نجتلو او د لويو څارويو د تړلو لپاره په مځکه کي ټکوهل کېږي. سلام بابا "فرعون" ډېر ځايه په درې څپې او سيلابه کاروي او ځينې پښتانه يې په مژوي او مېږوي هم وايي. پښتو قاموس د "مېخ او چوبي" په ماناوو نيولی دی.
نجني: (نجَ- ني) د نون په ساکن دوې څپې توری دی. نښلول، درول.
د فرعون موږي نجني؛ هر منصف په ده کي ويني
ده د کفر خېمه نجته؛ سجده کوي و بت ته
کرږه: (کرږ- ږه) د "ک" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی او جمع يې کرږي دي. په زوره چيغي.
له زور زياتوب او تېري (ظلم) له خوږو (دردونو) څخه د انسان تر خوله وتلي په زوره چيغو ته کرږي ويل کېږي، چي ځيني يې "ر" په زېر او يا د "يې" په زياتوالي کريږي هم وايي. پښتو قاموس د "کشيدن آواز بلند در اثنای او خوف و هراس" په ماناوو راوړی دی.
کوچنيان ښځي حملې وې؛ سختي کرږي غلبلې وې
غالبوزه: (غال- بوز- زه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې غالبوزي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زور ويل کېږي.
دا يوه خزنده ده، چي سور او ژړ بېلا بېل رنګونه لري او په انسان نېښ جګوي. چي سره رنګ لرونکو ته يې "چي يو څه غټي دي" ټنډي غالبوزي وايي او ژړو ته يې "چي څه وړي وي" ژړي غالبوزي وايي. په يوه ځانګړي موسم کي راځي او په ساړه موسم کي بيرته ورکي شي. پر سخا ځايونو باندي ګرځي، الوت کوي؛ د اوسېدا لپاره لکه مچمچۍ خاوريني سوري سوري په ونه يا کوم بل ځای پوري نجتی کور جوړوي. پښتو قاموس په "زنبور" مانا کړی دی.
فرنګي ځان در څه بيل کی؛ و غالبوزو تې اور بل کی
خوپ: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې خوپونه دي. خړ پړتيا.
خوپ و داسي خړپړ چاپېريال ته وايي، چي باد او دوړي که څه هم د سر په سترګو نه ښکاري؛ خو ليد تر ډېره نه پکښې کېږي. پښتو قاموس په "ګرد و غبار و بخار" او ابريکه بزمين پايين شد و زمين را بپوشاندده په ماناوو نيولی دی.
پسول: د "پ" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې پسولونه دي. ګېڼه، ښايست، پت، سړيتوب. پښتو قاموس د زېور او ګېڼې په ماناوو نيولی دی.
پسول د ګېڼې او ښکلا په مانا دی. خو په ګړنيزه توګه د پت، سړيتوب لپاره هم کارېږي، چي سړيتوب د نارينه پسول دی. ښه عمل د پښتانه، ناوي او داسي نورو... پسول دی
خوپ اخستی بخت را بوله؛ ناوې نه ده ښه بې پسوله
پوم: يوه څپه نرينه توری دی. يو ډول ناروغي. پښتو قاموس د "پون" په بڼه او د "ګرګ" په مانا نيولی دی، چي ځيني پښتانه يې پون بولي.
دا يو ډول ناروغي ده، چي په څاروو کي وي. خو په ځانګړې توګه په پسونو او سپيانو کي ډېره څرګندېږي، چي وېښتان يې و رژېږي. سلام بابا دا توری په خپلو شعرونو کي په ګړنيزه توګه کارولی دی.
د جنته به محروم سي؛ چي اخته په دغه پوم سي
زام چابک به په کفن سي؛ ځواني ځي ژر به پمن سي
خوړسکه: (خوړس- که) د "خ" او "و" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی؛ خوړسکي يې جمع دي. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس د "دود کثيف" "بوی بد" په ماناوو نيولی دی او يو ډول ناروغي يې هم بللې ده. په ګړنيزه توګه يې "خوړسکه په لګېدل" د تباهۍ په مانا هم راوړې ده.
دا توری د ناوړه بوی لپاره کارېږي او په داسي وخت کي که څه هم بوی وجود نه لري. خو کله چي څرک او حس شي، نو خوړسکي بلل کېږي او پښتانه داسي وايي، چي خوړسکي يې ولاړېږي او و خوړسکه ته يو نږدې توری غوړشکه هم دی، چي د دوړو او دود په لومړۍ څپه کي پر يوه ځای را وتونکې يا پورته کېدونکې څپه ته ويل کېږي.
خولې په دې انګرېزي غولو
موږ د داسي خړوسکو ځغلو
زوه: (زَو- وه) دوې څپې ښځينه توری دی او جمع يې زوي دي. پښتو قاموس د "ريم" او "زردآب دانه" په ماناوو نيولی دی.
کله چي ټپ خوړجن شي او د وينو پر ځای يو ډول اوبه کوي؛ هغو ته زوي ويل کېږي، چي ډېري خوړجني او په کتو خوا ګرزني اوبه وي.
دا مرداري شيدې روي؛ خوا يې نه ګرزي پر زوي
خامپوڅي: (خام- پو- څي) درې څپې ښځينه توری دی. که څه هم خامپوڅه يې "واحد" دی، خو تل په جمع توګه کارېږي. خاړپوپي، خامبوړي، خاړپوڅي. پښتو قاموس يې د "خاړپوڅي" بڼه نيولې او په "چارغارک رفتن" يې مانا کړی دی.
دا توری د ماشوم هغه تګ ته کارېږي، چي د تګ لپاره لومړۍ هڅي کوي. پر لاسونو او پښو باندي پر څلورو روانېږي. مانا دا چي پر خاورو باندي د وګړي پر څلورو (چي دوې خپړي او دوې ګوډې لګوي) تګ ته خامپوڅي ويل کېږي. خو دا توری د ماشومانو تګ ته ځانګری دی.
پلوڅه: (پـَ- لو- څه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې پلوڅي دي او هغه ښځه ته ويل کېږي، چي پلو نه نيسي؛ مانا بېشرمه وي. پلوسه يو بوټی هم دی. پښتو قاموس په همدغه بڼه د "بقه بلک که صمغ عربي ازان حاصل مېکنند" په مانا نيولی دی.
را روان کی په خامپوڅي؛ دې مډمي خرې پلوڅي
غوځيزي: (غوَ- ځيز- زي) درې څپې لرونکی ښځينه توری دی.
په پسه کي دننه تر پوست لاندي پيدا کېدونکی چينجی چي توره خوله او کمر رنګ لري او پای پوست سوری کړي، چي له هغه پوست څخه بيا غړکه، زَک او وزَن نه رغېږي. پښتو قاموس په همدې مانا د "غوززي" په بڼه راوړی دی.
و رنډۍ ته ننوزي؛ هر ډنګر وکو غوځيزي
ډېر مخان اوړي سرکوزي؛ دغه وژن لري غوځيزي
شنالغه: (شنالـ- غه) د "ش" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې شنالغي دي. دويمه څپه يې په پراته زور ويل کېږي. يو ډول خواړه.
په غرونو کي يو ډول ځانګړي "وني" دي، چي شنې کوي. د همدې ونو د غټو شنو له کوټلو څخه يو ډول خواړه جوړېږي، چي شنالغه ورته ويل کېږي. کېدای شي، په ويړ پښتني وطن کي به بل ځای هم وي؛ خو د خواجمران او توبې په غرونو کي تر اوسه پوري د شنو وني شته او اولسونه دغه خواړه پر خپل وخت جوړوي.
پوسه: (پوسـ- سه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې پوسي دی. يو ډول خواړه.
دا هم د هغو غرنيو ونو د "وړو شنو" له کوټلو څخه جوړېدونکي يو ډول خواړه دي، چي په سختاړ (ډېرو کوټلو) غوړي کوي او خوړل کېږي. و ډېرو وړو شنو ته کاسوري هم ويل کېږي.
در په ياد که شنالغه پوسه؛ د انګليس لعين جاسوسه
د ماړه اقسام خواړه نه پېژنمه
پلار او مور نيکه يې زدو وو شنالغه کورت
غېلي: (غېـلـ- لي) دوې څپې توری دی. پسونه، څاروي.
د پسونو (وزيی او مړيی) "رمه" چي يوه او نيمه غوا او غويی پکښې وي؛ غېلي ورته وايي. خو سلام بابا دلته د ټولني ناپوهي په پام کي نيولې او دا په ګوته کوي، چي ناپوهان مشران د ټولني درد نه دوا کوي؛ لکه لټ شپانه چي رمه نه شي پوولای، ان چي لېوه يې ورته ويلي دي. هغه د پښتو متل دی، چي: "څوک يې بيايي راولي يې، څوک يې پيايي را ولي يې." پښتو قاموس هم د "رمې" او يوې لوبي چي ګرګ و مېش لوبه بلل کېږي، مانا کړی دی.
لېوه چېري ساتي غېلي؛ دښمن نه پېژنې ولي
څښي ويني لکه چايي؛ لېوه کله غېلي پيايي
ورا: د "و" په ساکن يوه څپه ښځينه توری دی. جمع يې وراوي دي، چي د ختيځ ګړدود پښتانه يې "جنج" بولي او دا توری د واده په ورځ د ناوي راوړلو لپاره د زوم له کوره د تلونکو خلګو و ټولګه ته ويل کېږي. پښتو قاموس په همدې مانا نيولی دی، چي له لېري ښکاره کېدونکي په مانا هم ده، لکه له ورا ځايه ښکاره کېږي.
دريا: (دَ- ريا) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې درياوي دي. دريه.
پر يوه چمبر "چي له لرګي يا کوم فلزي توکي څخه جوړ شوی وي" باندي را ګرزېدلی لوند پوست وچ کړل شي؛ رغېږي او په وهلو و ډول ته ورته خوندور ږغ لري، چي په ودونو او نورو خوشاليو کي يې ښځي تر زدکړه وروسته په خپل انداز وهي او اتڼونه ورباندي اچوي يا کوي. د اتڼ ناري، غاړي او سندري ورسره وايي. دريا يا دريه ورته ويل کېږي او په لوېديځه سيمه کي تر اوسه پوري د ټنګ ټکور يو ډول ناسته (چي بانډار ورته ويل کېږي او په ځانګړې توګه به طالبانو د ادينې "جمعې" په شپه جوړاوه) د خوشاليو پر مهال تر سره کېږي، چي لګن، تال او دريا پکښي وهل کېږي او اولسي سندرغاړي بانډاري بدلي وايي، چي ورسره څو ملګري سروکی او کسر په غبرګيز ږغ وايي . پښتو قاموس دريا په دريه مانا کړې ده.
انګرېزانو ښځو کله؛ زموږ په ورا دريا وهله
وينه: (وۍ- نه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې وينې دي او لومړۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. يو ډول چينجی.
دا يو ډول چينجی دی، چي لرګي يې کوي او په ځانګړي ډول پر بام پراته لرګي يې کوي، چي د دوبي په تاوده اهاړ کي ځان ښکاره کوي. د اوسېدا لپاره د مچمچيو غوندي په لرګيو پوري نښتې خاورينه ځالي هم جوړوي. خواړه يې هم له لرګي څخه وي. پښتو قاموس په "کويه چوب" مانا کړی دی.
که هغه جهان منې ته؛ مه خوره څوک لکه وينې ته
نړوي ماڼۍ بامونه خوري دننه
چينجي وينې د زاړه کفر وَينې ته
ورځګی: (ورځـ- ګی) د "و"په ساکن دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې ورځګي او وروستۍ برخه يې په لوړ زوَر ويل کېږې. دام.
د غزه يا شرغشو (سرغشي) له کلکو غنو څخه يو ډول دام جوړېږي، چي په غرونو او رغونو کي و مرغانو ته د نيولو لپاره ايښوول کېږي او کله کله په ورځنۍ خبرو کي هم د ورځي په استازيتوب کارېږي، چي يو څوک د چا کور ته ورغلی وي او شپه يې نه وي ورسره کړي، نو پر پوښتنه وايي، چي ورځګی يا ورځګوټی ورغلی وم. پښتو قاموس نه دی نيولی.
اچولی چا ورځګی وو؛ هغه دغه فرنګی وو
خواستغی: (خواسـ- تغـ- غی) د "خ" په ساکن درې څپې نرينه توری دی. جمع يې خواستغي دي او وروستۍ برخه يې په پراته زوَر ويل کېږې.
خواستغيا د لوږي يو داسي څرنګوالی او کيفيت دی، چي سړی مرګ ته نږدې وي او خواړه نه ور رسېږي؛ ان چي کله له دې لوږي څوک مړ هم شي؛ دې ته د خواستغيا مرګ وايي. خو په اولسونو کي داسي څوک چي وږی وږی کېږي؛ هغه ته هم وايي. پښتو قاموس د "مرض ګرسنه چشمي" او "ګرسنه چشم" په ماناوو نيولی دی.
ډېر خواستغي سو د لوږي؛ ډېر ژوندي نسونه مږي
نه دمور په نس کي چيغي
څوک وهي نه سو خواستغي
کودی: (کَو- دی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې کودي او کوديان دي. وروستۍ برخه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
کله چي کوزه يا بل کوم خاورين لوښی مات شي او نيمی يې روغ پاته شي؛ هغه ته کودی ويل کېږي، چي و سپيو يا چرګانو او نورو کورنيو مرغانو ته اوبه پکښي ورکول کېږي؛ کودی ورته وايي. پښتو قاموس په تيکر، سفال، ظرف ګلي شکسته ماناوو نيولی دی.
ته کافر د مخه دی که؛ سر د ده د سپي کودی که
زڼی: (زَ- ڼی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې زڼي دی. تخم.
زڼي چي ځينې پښتانه زړي او زوڼي هم ورته وايي او ځينې يې تخم بولي. لکه د هندواڼې زوڼي، د خټکي زوڼي، د کدو زوڼي او داسي نور... پښتو قاموس د "مغز خسته" په مانا نيولی دی.
مندکه: (من- دَکـ- که) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې مندکي دي.
ځينې مېوې د زڼي پر ځای مندکه لري، چي د تخم لپاره په کارېږي او تخم هم ورته ويل کېږي. لکه د ژړدالو مندکه، د شفتالو مندکه، د الوچې مندکه او داسي نور... خو بابا په ګړنيزه توګه کارولی دی. پښتو قاموس په "خسته بادام، زردالو وامثال آن" او "چنګ فوج" ماناوو نيولی دی.
اوس د ده په غدر مږکو؛ زڼي وکښو د مندکو
نماړي: (نما- ړي) د "ن" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی. چي ځيني پښتانه تېر بوزی ورته وايي. يو ډول بخۍ.
نماړي د بخۍ يو ډول دی، چي د ټوکر تر را غبرګېدلو وروسته په غټ سپڼسي غټه غټه بخۍ وهل کېږي او پخوانيو د ستن پر ځای د سپڼسي لپاره په تېره لرګي سوري کول او کالي به يې په رغول. پښتو قاموس نيولی او د لماړي بڼه يې د مانا پر ځای ورته ليکلې ده.
ګينده: (ګيـنـ- ده) د وروستۍ برخي په لوړ زوَر دوې څپې ښځينه توری دی، چي جمع يې ګيندې دي. د بخۍ يو ډول.
ګينده د بخۍ يو ډول دی، چي تر نماړي يو څه وړه بخۍ وي او د ستن تر بخۍ لويه بخۍ وي. په اوسني وخت کي تلتکان او کځڼ يا کنځڼ په رغېږي. پښتو قاموس په "آجيده" مانا کړی دی.
ستا پتلون دي در پخوا پرتاګه جار سي
چي په نماړي جوړېدی يا په ګينده
کسی: (کسـ- سی) د وروستۍ برخي په پراته زوَر دوې څپې نرينه توری دی، چي جمع يې کسي دي.
د سترګو دتور په منځ کي هغه ټکی چي ليدل يا کتل په کېږي؛ کسی بلل کېږي، چي ځيني پښتانه يې د "وکسه" بڼه د "را ښکاره کولو" په مانا هم کاروي. لکه ته وکسه. مانا ته يې را ښکاره کړه. پښتو قاموس يې په مردمک چشم مانا کوي.
څوني: (څو-ني) دوې څپې توری دی. ځيني پښتانه يې څوندي هم وايي او د څومره پر ځای کارېږي. دا بڼه يې د لوېديځ ګړدود پښتانه وايي.
و تور کسي ته نظر که؛ چي خدای څوني روڼا ورکه
ړانده کسي لوی قميصي رشوت نيسي
کنعان وروڼه و يوسف ته څار و چم سو