پېلبو: (پېـ- لَـ- بو) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې پېلبووي دي. برېښنا: ج= برېښناوي. پښتو قاموس په "برق، الماسک" مانا کړی دی.
په اسمان کي هغه اورنۍ پړَکا چي ځيني پښتانه برېښنا ورته وايي.
په وريځ کي پېلبو سي؛ لمبې ګډي په اوبو سي

تنا: (تـ- نا) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې تناوي دی.
په وريځو کي هغه کړَکا چي د باران اورېدل باوري کوي او ډېری وخت تر پېلبو وروسته راځي، چي په ځانګړې توګه په پسرلني موسم کي وي. خو بابا په وروستيو دوو بيتونو کي په ګړنيزه توګه هم کارولې ده، چي د ترهوونکي څرنګوالي په مانا ده. ځيني پښتانه يې تالنده بولي. پښتو قاموس په "رعد" او " تالنده" مانا کړی دی. 
هغه برق هغه تنا ده: ربه تا لره ثنا ده
نو که وتنل تنا دا؛ اتفاق و ووت مانا دا
مدبر اعظم ډول و واهی د بدر
ترهولي فرنګيان هغې تنا دي

وشنوني: (وشـ- نو- ني) درې څپې نرينه توری دی.
د وزو (بزو) او مېږو له وژغونو او وړيو څخه وودلې مرانده، واښکی يا ټوټی (پړی) چي ډېر زوړ شي او د کاره ولوېږي؛ نو يې بيرته غوړوي او پرېولي يې. يا يې مينځي او د بيا کار اخستلو لپاره چي کومي وړۍ تر لاسه شي؛ هغو ته وشنوني وايي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
سيالان برېښي لکه اصل حرموني
د ورېښمو په نرخ ځي زاړه وشنوني

وژن: د "و" په ساکن يوه څپه ښځينه توری دی، چي جمع يې وژني دي. پوست: ج= پوستونه.
و وزيی پوست ته ويل کېږي، چي ځيني ګړدودونه يې "ژ" په "ز" اړوي او ځيني پښتانه و هغه "زک" ته هم وژن يا وزن وايي، چي له مړيی پوست څخه د غوړيو ايښوولو لپاره جوړېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
که دا وژن که چا غړکه؛ چپ دي نه ځي بې څړکه

ناوې: (نا- وې) دوې څپې ښځينه توری دی؛ ناوکياني، ناوياني او ناوي يې جمع دي، چي ناوکۍ، ناوۍ هم ورته ويل کېږي.
دا نوم و هغه پېغله ته ورکول کېږي، چي ودېږي او د ودغلۍ شپې يې د ناويتوب په نامه تېرېږي او په دغه شپو کي و هغه نارينه ته چي واده يې وي؛ "ودغاړی" ويل کېږي. پښتو قاموس د "عروسک" او "ګدي لعبت" په ماناوو نيولی دی. زموږ په سيمه کي کله کله پر يوه پېغله باندي تر شلو او دېرشو کلونو پوري هم د ناوي نوم پروت وي. سلام بابا پر پښتو او پښتونواله ژاړي، چي عنعنات او نرخونه مو له منځه ځي او دلته ناوي هم برمته کېږي. مانا دا چي دومره زياتوب او تېری کېږي، چي په اوو پړونانو (يو ډول دود دی، چي د واده په ورځ تر سره کېږي) کي د پټي ستر کوونکي او درناوي لرونکي ناوي په برمته سره د پښتونوالي له نرخونو څخه سر غړونه کېږي.  
برمتې د مستوراتو ناوو بيايي
په ديت کي لکه پوم نيولي وژني

بن: د "ب" په پراته زوَر يوه څپه ښځينه توری او جمع يې بني دی.
هغه دوې ښځي يوه د بلي بن وي، چي و يوه سړي ته واده وي او ډېری وخت يې ژوند تريخ او د ګوندۍ په څرنګوالي کي تېرېږي، چي يوه هم غواړي، چي مېړه د ځان کړي او بله هم. بابا په نرواکه ټولنه کي له ښځو څخه د واک اخستلو، تېري او زياتوب خبره پورته کوي. غندنه يې کوي او زموږ په ټولنيز چاپېريال کي مادي ګټي د دې لامل ګڼي، چي وروڼه هم سره بېلوي. مانا دا د اقتصادي شومتيا اغېز ګڼي. پښتو قاموس د "انباق" په مانا راوړې ده.  
ښځه نسته د ځاني نکاح واکداره
ما په زور خواښې و مږور ليدلي بني
هر کالخوايه حيا نه لري د خدايه
دښمني سره غَړي لکه د بنو
درې اويا سربېره نور دي
سره بن خواښې او مږور دي
وسيله د رحم ولاړه کافري سوه
وروڼه هم پر له ترخه يو لکه بني

مښخل: (مښـ- خل) د "م" په پېښ دوې څپې نرينه توری دی. خو ځيني خلګ يې د "م" په زوَر هم وايي. پښتو قاموس نه دی نيولی او دا هم کېدای شي، چي موشغل وي، ځکه چي د مږک غلا ته ويل موښخل ويل کېږي.
په ځانګړې توګه مښخل له درمند (درم) څخه د مږکانو و وړل شوو او پټ کړل شوو غنمو ته ويل کېږي، چي په پسته مځکه کي مږکانو لاري ورته جوړي کړي وي او د ژمي لپاره يې دا څوری (ووځغه) ايښې وي. خو کله کله د يوې ناڅاپي پېښي لپاره و سپمول شوې زېرمه ته هم ويل کېږي. د بابا په شعر کي خپل ټولنيز چاپېريال انځور شوی او مستعار ډوله راوړل شوی دی.
سور مزار اصحاب کبار نجدي ګوځار کو
د حجانو نفقه د دوی مښخل سو
سمندر فصل ژور څرنګه وچ سو
چي د مځکي خزانې د چا مښخل سوې
ځيني ضبط دي دا مښخل سي
شرمنده دي ګنده غل سي

ګراتۍ: (ګرا- تۍ) د "ګ" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی، چي جمع يې ګراتۍ او ګراتياني دی.
د اغوستلو لپاره د وړيو څخه په وودلو سره جوړ شوی توکی چي تر کوسي کوشنی وي او و اوسني "کوټ" ته ورته وي. پښتو قاموس په "قسم از کرتۍ" مانا کړی دی. 
کوڅه: (کَو- څه) د لومړۍ څپې په لوړ زوَر او د دويمي څپې په پراته زوَر دوې څپې ښځينه توری دی او جمع يې کوڅي دي. 
د اور نغري ته نژدې هغه ځای ته ويل کېږي، چي بوټي او لرګي پکښي ايښوول کېږي. خو و نغري ته د نژدې ځای اداينه څه بېله او د "ک" په ساکن ويل کېږي. خو کوڅه ته ورته توری کوښه ده، چي له لرګي څخه جوړېږي او ځيني پښتانه هغې ته هم کوڅه وايي.چي په کېږدۍ تړلو کي په کارېږي. و دې ته ورته توری (کوڅَه) چي دويمه څپه يې په لوړ زور ويل کېږي؛ د "کوچه" او "ګلۍ" په مانا کارېږي. پښتو قاموس د "جای نزديک دېګدان که در آن محروفات ذخيره ميکنند" په مانا نيولی دی.
پېڅول: (پېـ- څـَ- ول) درې څپې نرينه توری دی، (پېـ - څَو- لونه) يې جمع او پښتو قاموس د "پرده خېمه و غزدي" په مانا راوړی دی.
د کېږدۍ و لاندي برخه ته چي د باد ګرځولو او باد را ايله کولو لپاره ورسره تړل کېږي. پېڅول وايي.
کېږدۍ: (کېږ- دۍ) دوې څپې ښځينه توری دی، چي جمع يې کېږدۍ او کيږدياني دي.
کېږدۍ پر دوه ډوله له وودل شوو وژغونو څخه د کوچېاني ژوند تېرولو لپاره جوړېږي، چي يو ډول يې په يوه تا يا تاګۍ وي او بل ډول يې په بېلا بېلو تاګيو سره رغېږي او د درېدلو لپاره يې شا او خوا مږوي ور ته ټکوهل کېږي، چي په کاڼي او "ډينګرۍ" "پښتو قاموس د چوب لخ کوبي او سمارق په ماناوو نيولی دی" باندي يې ټک وهي او په کوڅه (کوښه) باندي په تړليو مراندو سره يې پر موږيو ټينګوي، چي د پېڅول لوړه برخه يې د کېږدۍ سره په سپرخي نښلول کېږي او لاندي برخه يې په واښکيو تړل کېږي. د کېږدۍ منځني غټ لرګي ته سکام ويل کېږي او په منځ کي د لرګي و درېدونکې ستن يا تمبه ته يې ټيمک او پر کومو وړو لرګيو چي تاګۍ کرارېږي؛ هغه ته منځي (چي ميم يې په پراته زوَر ويل کېږي) وايي او ګراتۍ له وړيو څخه د اغوستلو لپاره و وودل شوي کوټ ته ورته شی دی، چي و ګراتۍ ته ورته يو بل شی هم د اغوستلو لپاره وودل کېږي؛ بَرَکّه ورته وايي، چي پښتو قاموس په " تکه بافته پشمي مخصوص مناطق وسطي افغانستان" را وړې ده او يو بل شی چي هغه هم په وودلو سره جوړېږي؛ پاپېچه بلل کېږي، چي پر لېنګيو پېچل کېږي او په ځانګړې توګه شپنيان خپل لېنګي له سړزګۍ (يخه)، خزندګانو او اغزنو بوټو څخه په خوندي کوي. پاپېچه پښتو قاموس نه ده نيولې. 
بلډنګان ټينګ قارونيانو جګ بنا کړو
هېر کېږدۍ ګراتۍ او کوڅه پېڅول سو

ګځاري: (ګَـ- ځا- ري) درې څپې نرينه توری دی.
په درمند (درم) او کرونده کي د ناړۍ يا ناړيو، کَړَبو بندونه او نيمګوره وږو پاتي شوني چي نه پروړ شي او نه غنمو ته ولاړ شي؛ ګځاري بلل کېږي. ګځاری توری پښتو قاموس نيولی دی، خو مانا کړی يې نه دی.
غوبل: د غنمو کرونده ته نژدې هغه ډګار چي د کروندې لاسته راوړنه د بېلولو لپاره پر ايښوول کېږي؛ درم يا درمند بلل کېږي. په منځ کي يې لوی او جګ لرګی ولاړ وي. د غنمو او پراړه د بېلولو لپاره په غوايانو پسې څپر تړل کېږي، چي واښکي يې په دې لرګي پوري تړلي وي او غوايان په غنمو کي شا او خوا راګرزي. په پسې "څپر" د لرګيو په منځ کي له تړل شوو بوټو څخه جوړ وي، چي غنم او پروړ ځله بېلوي او پښتو قاموس په "اله خس و خار ګرفتن خرمن" "همواري سر کوه" "چجه بام" "خس پوشک" په ماناوو نيولی دی. د غوايانو و دې ګرځلاو او تر سره کېدونکې چاره ته غوبل وايي. 
ولي نه يم د دې ساري؛ يا به پروړ سم يا ګځاري
څو فلک اوړي غوبل را باندي ګرځي
سو ګځاري که غازي او که زمان يو

روډه: (رو- ډه) دوې څپې ښځينه توری دی، چي جمع يې روډي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږې. غټي کولمې. پښتو قاموس د "روده کلان" په مانا راوړی دی.
ماتوي قبض د روډو؛ که ماخوذ نه وې په کوډو

څړ: يوه څپه نرينه توری دی. د خوړو لپاره د څارويو ګرځېدل.
 دا توری په څر هم ويل کېږي، چي څاروي څري يا څاروي څړ کوي. مانا دا چي څاروي کله په غرونو، رغونو او هوارو ورشوګانو کي د خوړو موندلو لپاره ګرزي؛ څړ ورته وايي. پښتو قاموس د "چرا" "چرايش" په ماناوو نيولی دی.  
بوشکه: (بوش- که) د دويمي څپې په پراته زوَر د اوښکه په وزن دوې څپې ښځينه توری دی، چي جمع يې بوشکي دی او دې توري ته ورته يو بل توری "بوشکَه" چي دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي او جمع يې بوشکې دي، چي له کارېزونو څخه اوبه پکښي راوړل کېږي؛ خو دلته ياد توری يو ډول واښه دی، چي د پسرلي په موسم کي کېږي او څاروي يې خوري. خو انسانان يې هم تر پخولو وروسته خوري. پښتو قاموس نه دی نيولی.
نافې تشي سوې د مښکو؛ هوسۍ څړ کوي پر بوشکو
امام وايي که څاړو دوی؛ بېباني واښه خواړو دوی

ګوسه: (ګَو- سه) د دويمي څپې په پراته زوَر دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ګوسي دی. د کاڼي يو ډول.
و داسي اندازه درانه کاڼي ته ويل کېږي، چي د انسان د پورته کېدلو او پر يو چا باندي د ور غورځولو نه وي. بابا د داسي بيتونو په ويلو باندي د خلګو پام دې ته را اړولی دی، چي د زياتوب، تېري او ظلم په را منځ ته کېدلو کي د هغو خلګو هم لاس وي، چي زغمي او ګالي يې. دا ګړنه د زياتوب خبرو لپاره کارېږي، چي ګوسي مه وله. پښتو قاموس د "خرسنګ" په مانا نيولی دی.
ما او تا خو کاري ولي؛ درنې ګوسي غټي مښلي
مدام لاندي يو در ظلم؛ حجاج خود په ګوسو ولم
نن دغسي دي کمزوري؛ درنې ګوسي باندي اوري
خورا ګوسي درنې مښلي؛ توريالي کښېناستو غلي

درمند، درم: (دَر- مند) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې درمندان دي، چي دواړي څپې يې په پراته زوَر ويل کېږي.
د کروندې لاس ته راوړنه چي پر کوم جوړ کړل شوي ډاګ يا ډګار باندي يو ځای کړل شي او هلته سره بېل او سپا کېږي؛ هغه ځای ته درم ويل کېږي. خو دلته په ځانګړي ډول د غنمو او ووربشو لپاره "درمند" کارېږي. بابا په ګړنيزه توګه په شعر کي د اخرت لپاره د ژوندني عمل د کښت او کروندې يادونه کوي. پښتو قاموس د "خرمن" په مانا راوړی دی.
ريا سوځي درمندان کل؛ څلوېښت کاله کښت ودان کل

دربه: (درَبـ- به) د "د" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی، چي جمع يې دربي دی. ټکه، ناڅاپه پېښه. توره تياره (توره دربه)
هغه پېښه چي ناڅاپه راشي او د هوارولو لاره يې د تاوان له وړلو پرته نه وي؛ دربه ورته ويل کېږي. پښتو قاموس د "صاعقه" "شور وغوغا" او "تاريکي زياد" په ماناوو نيولی دی.
په نن دربو کي بې لمره؛ پر مخ مښلي ناخبره

سوړسک: (سوړ- سک) د دويمي څپې په پراته زوَر دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې سوړسک او سوړسکان دي. د جوارو پخه ټکۍ (پنډه ډوډۍ، مړۍ) پښتو قاموس د "نان جواري" په مانا راوړی دی.
د منت پلاو دي زهر سه که مومې
د محنت سوی سوړسک د ساګ سره

خرشنه: (خرشـ- نَه) دوې څپې نرينه توری دی.
کوم خواړه چي د څارويو په نس کي نه وي پخ شوي او د پچو بڼه يې نه وي نيولې؛ خرشنه ورته ويل کېږي. خو په ځانګړې توګه د خره پچو ته چي په نس کي نه وي پخ شوي؛ ويل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
دانې ګوري په خرشنو کي؛ سته کارګان په پښتنو کي

کاهښت: (کا- هښت) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې کاهښتونه دی. اندېښنه. کهانده.
هغه راتلونکې پېښه چي په اړه يې وګړي ری وهي (فکر کوي) کاهښت يا اندېښنه ور ته ويل کېږي او داسي غوښتنه چي پوره کېدل يې د وګړي تر وس تېر وي او کاهښت يې په کېږي؛ کاښتمن بلل کېږي. پښتو قاموس په "غرت خفيف خارش" راوړی دی.
غمزده اوسې کاښتمنه؛ پر ګيڼې لباس مينه
چي د لوی لعين دښمن سې
نه به لاندي نه کاښتمن سې
په ګل مخي زوی کاښتمن وم
چي مرګ بوت زه پر مين وم

پېچومی: (پېـ- چو- می) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې پېچومي دي. وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
"د زورور اوبه پر پېچامه خېژي" د پښتو متل دی. مانا دا چي پېچومی و لوړه ختونکې لاره ته ويل کېږي، چي پېچلې، ولونه ولونه او ستونزمنه وي او ورختل يې زور او خواري غواړي. پښتو قاموس د "سربالايي، کج ګردشي او کوتل" په ماناوو نيولی دی. 
را کي لنګي سوې مډمي؛ اوبه بيايي پر پېچومي
دروند غوځی پر مريض پور سته
لږ که بوج پېچومی نور سته

څوری: (څوَر- ری) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې څوري دی. د "څ" په ساکن او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
هغه خواړه يا د اړتيا وړ شيان چي وګړی يا وګړي په مزله کي اړتيا ورته لري؛ هغه که د ټول ژوند مزل وي، که د څو ورځو وي او که د کوم بل سفر وي. بابا په ګړنيزه توګه د ژوندانه د څوري په اړه چي د آخرت لپاره په کارېږي، يادونه کوي. پښتوقاموس د " توشه، زادراه او سفر خرچ" په ماناوو نيولی دی.  
څوری اخلي اوږده لار ده؛ اوس به ځي قافله بار ده
کافي څوری برابر که؛ که خدای فتح باندي درکه
خدايه ما پر سمه لار کې؛ د حج څوری را تيار کې
رکوع هم د دې سه دري: مه ځه قبر له بې څوري