ترم: (تـ- رم) دوې څپې نرينه توری دی او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. خو ځيني خلګ يې په تورم وايي. خبر رسول.
دا توری د خبر رسولو لپاره د يو شي ټکولو، ډول وهلو مانا اعلان کولو په مانا کارېږي. پښتو قاموس د تمبل په مانا اخستی دی.
د کافر سره الفت ناجايز ايسي
ما په هر ښهر وهلی دا ترم دی

پړونی: (پـَ- ړو- نی) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې پړوني دي. دريمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. ټيکری.
ښځي چي پر سرونو باندي له ټوکر څخه جوړ شوی يا رغېدلی ټيکری اچوي؛ و هغه ته په لوېديځ ګړدود کي پړونی ويل کېږي. پښتو قاموس په "چادر زنانه" مانا کړی دی.
د جهودو د پړوني خرڅ را واخله
بيا دا نغده چي د ښځو پر زېور ځي

غړوندی: (غـَړ- ونـ - دی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې غړوندي او غړونديان دي او دريمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
په غاړه کي چي کوم ټوکر، پړی او يو ډول ګېڼه لوېږي؛ غاړګۍ او غړوندی ورته وايي. د څارويو او په کور کي د پالونکو ځناورو په غاړو کي د تړلو لپاره لوېږي. په وندر پوري د وريو او مرغومانو د تړلو لپاره لس، پنځلس، شل غړوندي نجتي وي. خو په ګړنيزه توګه چي کله يوه نه هوارېدونکې تېروتنه له چا وشي؛ نو وايي، چي د غاړي غړوندی مي شوه. پښتو قاموس په ګلوبند حيوان او قلاده مانا کړی دی. 
د غازي لښکر مخي په توره وکيښ
زموږ د غاړي د کفارو غړوندی

واګه: (وا- ګه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې واګي دي. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
واګه که په ځانګړې توګه هغه پړي ته کارېږي، چي په پرتوګ کي لوېږي او پرتوګ په ټينګېږي؛ خو په پراخه مانا د هر کالخوای لپاره کارېږي، چي د واک واګي يې په لاس کي وي. پښتو قاموس په ازاربند سياه پشمي و پوپکدار، عنان او لګامِ اسپ" نيولی دی.
دسمالونه واګي بيا نقشې پراډي
ملاتړل ګڼ دسمالونه نيلوفر ځي

ارږمی: (ار- ژَ- می) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې ارږمي دي او دريمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
کله چي سړي ته خوب ورشي او خوله وازه وازه کوي؛ ارږمي ور ته ويل کېږي؛ خو په لاندي بيت کي ارږمي د ارږي پر ځای راغلي دي، چي تېروتنه ده. "ارږي بد" د نس و يو ډول ناروغي ته ويل کېږي، چي غرنيو خلګو به د دې ناروغۍ لپاره له غرنيو بوټو کار اخست. پښتو قاموس په "ارږمۍ کښل" په خمبازه کشيدن نيولی دی.
بيا به بيرته په زارۍ اريړه غواړي
چي د هري ښوروا بد سي ارږمی

کوک: يوه څپه نرينه توری دی. 
په پښتو کي يو نوموړی متل دی، چي په دې ځای کي نظم شوی دی، چي په کور کي نه کوک نه پياز؛ ارږی يې واز. کوک د پياز يو ډول دی، چي په غرونو کي کېږي. مانا غرنی پياز دی او د کروندې تر کرل شوي پياز يو څه تريخ وي. پښتو قاموس د "پيازکوهی" په مانا نيولی دی.
چي نه کوک وخوري نه پياز ارږی د وازګو
په مجلس کي نن کښېني دغه اشاوي

غپا: (غـ- پا) دوې څپې ښحينه توری دی؛ جمع يې غپاوي دی. 
د سپي يو ډول ږغ دی، چي په واز کومي يې کوي او دا هم سماعي نوم دی، لکه څنګه ږغ؛ هغسي نوم. سپی له کوره څخه د سړي د ګرزولو او يا د کور و څښتن ته د خبر ورکولو لپاره غپا کوي. خو غپا د بل سپي له ځانه د شړلو او لېري ساتلو پر وخت هم کوي. د سپي و بل ډول ږغ ته چي په واز کومي نه وي؛ غرږی ويل کېږي. خو انګولل يې تر غپا و لوړ ږغ ته ويل کېږي. پښتو قاموس په "اوازعفعفِ سګ" مانا کړی دی.
کوچ: د بوچ په وزن ويل کېدونکی يوه څپه نرينه توری دی. 
هر څاروی او ځناور چي ځان ته را بلل کېږي؛ ځان ځانله توری لري، چي د سپي ځان ته را بللو لپاره "کوچ کوچ" کارېږي. پښتو قاموس "کوچ کوچ" په "کلمه خواستن سګ" مانا کړی دی.
فرنګي چي سپي ورکوچي کو درګه له
ته خو اروې پر دې هډ د دې غپاوي

نتلی: (نـَ- تَـ- لی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې نتلي او ښځينه يې نتلې ده. وروستۍ څپه يې په په پراته زوَر ويل کېږي. 
و هر هغه چا ته ويل کېږي، چي د زړه د خوالي او ډاډمنتيا څوک يې په کورنۍ کي نه وي پاته شوي. مانا ميرات وي. بېوزله. پښتو قاموس د "زاروزبون" په مانا نيولی دی. 
مور او پلار يواځي پاته سو نتلي
کډه بار سوه مخ پر بر د نازولي

انګېرلی: (انګـ-ګېـ-رَلـ-لی) څلورڅپې نرينه توری دی. جمع يې انګېرلي دي. ښځينه يې انګېرلې ده. وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
دا توری هم که څه په دې سيمه کي د بېوزله، ناداره او وږي په مانا کارېږي. خو انګېرلی و اندېښمن او ګماني ته ويل کېږي او هر څه چي تر لاسه کوي، زړه يې نه په مړېږي. پښتو قاموس د پنداشتن او ګمان کردن په مانا نيولی دی. 
درګه: (در- ګه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې درګاوي دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
د وره (دروازې) په مانا کارېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
خوراسان موړ په احسان بېخي کرياب سو
نن د بل پر درګه ګرزي انګېرلي

شين: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې شنه دي.
له کاره مي وږې شنې شوې او د پېغور په بڼه، چي ملا دي شنه شه. پښتو قاموس نه دی نيولی.
ګروې: (ګرَو- وې ) دوې څپې ښځينه توری او جمع يې ګروي دي. 
ګروې د وګړي تر تشي و پورتنۍ برخه اړخ ته ويل کېږي. مانا د يوه لاس برخه ته ويل کېږي او په پښتو کي د يو پېغور په بڼه داسي هم کارېږي، چي بېځايه دي وږې يا ګروي شنې کړې. پښتو قاموس د چنبر ګردن او طوق ګردن په ماناوو نيولی دی. 
نه نيوي اسماولله در معلوم نه دي
د تسپو په اړونګ دي شنه کړه ګروي

چاوده: (چاو- ده) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې چاودي دي او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
لکه چاودلې هندوانه، چاودلی خټکی او د وګړيو د پښو د پوندو چاودېدل، چي و هره چاوده ته يې چوون ويل کېږي. پښتو قاموس په درز، شګاف، ترقيدګي مانا کړی دی. 
هريړه د پند څښه سوده په وزي
ټمبه کړی جهل پر خېټه ځله چوي

ځېنګی: (ځېـنـ- ګی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې ځېنګيان دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
تر تشي لاندي تر کوڼۍ پوري د ورون و هډوره برخه ته ځېنګی ويل کېږي. په ځانګړې توګه د غېږي په لوبه کي چي غېږباز په غېږ کي سړی پر اړخ واخلي يا يي پورته کړي او د ګوځارولو هڅه يې کوي؛ پر ځېنګي اخستل ورته ويل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
نيم تعليم خو پرنګی پر ځېنګي واخست
ګړد پښتون بې اتفاقه ځان ځاني ده

 خرټه: (خـَ- رَټـ- ټه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې خرټي دي او دريمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
تر سر تړل کېدونکې لنګوټه، لونګۍ او پاج چي کله په بې ډوله توګه وتړل شي؛ خرټه ورته ويل کېږي، چي دا توری له خَرې څخه اخستل شوی دی. پښتو قاموس د دستار کلان په مانا نيولی دی.
غادر نوم د مولوي د هنده راوي
د اسخاط د پاره وتړي خرټي

تووري: (تـَ- وور- ري) درې څپې نرينه دی.
په کور کي د اړتيا وړ لوښو لرګيو او کاليو ته تووري ويل کېږي، چي يو ځای ته په کډه کېدلو يې کورنۍ له ځانه سره وړي. پښتو قاموس د "اثاث البيت او سامانِ خانه" په مانا راوړی دی. 
په خالصو وينو ژاړه اشنای غواړه
راسه بار کو له دې ملکه سه تووري

سپانده: (سپانـ- ده) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې سپاندي دي او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
يو ډول بوټی دی، چي هواري مځکي او د غرونو رغونه يې کوي او ځانګړتيا يې دا ده، چي سپېلني کوي او په دارو درملو کي په کارېږي. د سپېلنيو په اړه ويل کېږي، چي د نظر ماتي لپاره يې خلګ و يوه ښکلې وګړي ته دودوي. ځينې يې سپانځي هم بولي.   
ترخې سپاندي مېوه نه کوي بدبويه
چي کري هغه به واخي بد منال دی

هينده: (هيـنـ- ده) د لينده پر وزن دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې هيندې دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
د اوبو څښلو و يوه ساه ته هينده ويل کېږي او د روغتيا ساتني لپاره ويل کېږي، چي اوبه په کار دئ؛ په درې هيندې وڅښل شي. پښتو قاموس په "بيک نفس نوشيدن، يک قرت" نيولی دی.
که چا هر څو هيندې زياتي کړې د مالګي
لا په دغه تنده زياته سي د تږي

کرَږه: (کـ- رږ- ږه) د "ک" په ساکن درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کرږي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زَور ويل کېږي. يو ډول چيغه.
کرږه چي ځيني پښتانه يې کريږه هم وايي؛ تر غلبلو په لوړ ږغ او ګړندۍ توګه تر خوله وزي او د داسي درد يا ناوړي پېښي له کبله وهل کېږي، چي د زغملو او ګاللو نه وي. د ختيځ ګړدود اولسونه يې کريکه وايي. پښتو قاموس په صدای بلند نيولی دی. 
پر پردېس شاه د کابل عبدالسلامه
زړه داغلی مي د مرګه وهي کرږي

سِل: د پيل په وزن يوه څپه نرينه توری دی. 
يو ډول ناروغي ده، چي سږي خرابوي او سابندي ځنې پېښېږي. ناروغه يې ساه سمه نه شي اخستلای. پښتو قاموس نه دی نيولی.
ډېره زېرمه د دنيا کوي سپين ژيري
بې ټوخيه نسته سِل نيولي سږي

تانده: (تانـ- ده) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې تاندي دي او نرينه يې تاند دی. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
دا د لندو لښتو په مانا کار شوی دی؛ خو په پراخه مانا د هر نوي ژوندي لپاره کارېږي. لکه تندي وري، تندي مرغونان، تندي هلکان، تاند نيالګي، تانده مينه. پښتو قاموس په "تازه او تر و تازه" نيولی دی.
يووی باد علي احمد عبدالسلامه
تل د وچو له کبله سوځي تاندي

تبخی: (تـَ- بـَ- خی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې تبخي او تبخيان دی. دريمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
دا د تبۍ ( له خاورو څخه د ډوډۍ پخولو لپاره پخېدله او جوړېدله او ډبرينه بڼه يې هم وه، چي په ځانګړې توګه له سګر کاڼي څخه رغېدله) نوې او اوسپنيزه بڼه ده، چي ډوډۍ پر پخېږي. پښتو قاموس په تابۀ اهني مانا کړی دی.
بې غيرته وازه خوله و فرنګي ته؛ بويوي وږم د ده د تبخي

ګړندی: (ګـَ- ړنـ- دی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې ګړندي دي. دريمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
د چسپ او چټکتيا لرونکي وګړي لپاره کارېږي. خو د پيرانو لپاره هم کارېږي، چي دلته له پيرانو سره ګروهه لرونکي خلګ يې کاروي او پر يوه ناڅاپه ور پېښه او ستړې باندي وايي، چي پلانکيه! ګړنديه را ورسېږې. مانا د کومک لپاره يې غواړي او د دوی په عقيده هغوی ور رسېږي. پښتو قاموس په "چست و چالاک" او مجازاً په "ولی الله و مرشد رسيده" نيولی دی. 
موک خواره سګان به پړ مخي ګوځار کي
ميوندي تازيان که هر څو ګړندي سي

کودی: (کو- دی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې کودي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
کله چي يو خاورين لوښی مات شي او نيمګور يې پاته شي، چرګانو او سپيو ته د اوبو لپاره کارېږي؛ کودی ورته ويل کېږي. پښتو قاموس په " تيکر، سفال او ظرف ګلی شکسته" مانا کړی دی.
کټو: (کَـ- ټو) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کټوي دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
دا هم خاورين لوښی دی او د کتغ پخولو لپاره ځانګړی وي، چي د ختيځ او منځني ګړدود ډېری پښتانه يې کټوۍ بولي. پښتو قاموس په "دېګ ګلی" مانا کړی دی.
دا فجار چي مذهب زموږ د ميانه باسي
د سرو تشي کټوي دي کودي سي

جوه: (جـَ- وه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې جوې دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
دا توری ځيني پښتانه په جېوه هم وايي، چي د کرهڼي لپاره کله په پسته مځکه کي د بوټي (پنېري) ايښوولو لپاره پولي کاږي او د اوبو لپاره يې په منځ کي شېله ډوله ځای پرېږدي؛ جوه ورته ويل کېږي. په ځانګړې توګه دلته د انګورو باغونه په جوو کي ايښوول کېږي. پښتو قاموس په "جويۀ انګور و پالېز" نيولی دی.
لاله زار خوشي بېبان سنګ سار ايسي
دا باغونه د ځنګله ژرګو جوې دي

اږغېلوه: (اږ- غېـلـ - وه) درې څپې ښځينه توری دی؛ جمع يې اږغېلوې دي او دريمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
د شخړي يو ډول دی، چي يو وګړي پر بل وګړي بېځايه لاس ونيسي او ځيني خپلوان يې ملاتړ وکړي او خبره اوږده شي؛ پای اږغېلوه ځنې جوړه شي. مانا پای ته نه رسېدونکې بېځايه شخړه. دا توری پښتو قاموس نه دی نيولی. 
پښتانه زاړه په غم سره شريک وو
اوس په هر ښار کي څو زره اږغېلوې دي

ترناوه: (تر- نا- وه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ترناوې او دريمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
له چادره څخه د اوبو تېرېدلو او تېرولو لپاره جوړېږي؛ خو په ځانګړې توګه له بامونو څخه د باراني اوبو د تويېدلو په لاره کي لګول کېږي او په ډيرو سيمو کي يواځي ناوه ورته ويل کېږي، چي ناوه د يوې لويي "درې" په مانا هم کارېږي. يوه بله بڼه يې هم شته، چي پر يوه شېله او مانده چي کله کروندې ته اوبه په نالۍ ډوله ځای کي تېرېږي؛ هم ترناوه بلل کېږي. پښتو قاموس د ترناو په بڼه د راهيکه در بين دوکوه رفته باشد او ناوه يې د "ميزاب" په مانا راوړې ده. 
يادوه مخلص مجلس عبدالسلامه
مدام ژاړه سترګي دواړي ترناوې دي