ځوز: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې ځوزان دي.
دا يو اغزن بوټی دی، چي اوښان يې خوري او کوچياني ژوند لرونکي يې په وچېدلو کوټي او د ډوډۍ په پخلي کي يې له پچو سره سوځي، چي ښه اور اخلي او په دې اړه دا خبره د متل په توګه کارېږي، چي درانه بارونه وړي خوراک يې ځوز دی. پښتو قاموس د "خار" په مانا نيولی دی.
کډه: (کـَ- ډه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کډي دي. د کور لوښي لرګي او کالي، ښځه.
د کور لوښي، لرګيو او کالي يا تخڼو ته کډه ويل کېږي. کډه له يوه ځايه څخه بل ځای بارېدلو ته هم ويل کېږي. خو ځيني پښتانه يې د خپلي مېرمني لپاره هم کاروي، چي کډه را سره ده. پښتو قاموس د "عايله زن منکوحه او کوچ" په ماناوو نيولی دی. 
پښې مو ډکي دي د ځوزو؛ چي هر کونج له کډه بوزو
ګلان و وهل خزان عبدالسلامه
څه راز مينه بلبلان راوي پر ځوز

پخه: (پـَخـ- خه) دوې څپې ښځينه توری دی. بربری پوست شی.
ځيني ټوکران چي تر ولنګ او مينځلو وروسته يې سولېدلي سپڼسي سرونه را پورته کړي، ډېر پاسته او تيکوالی يې له منځه ولاړ سي؛ پخه بلل کېږي. خو پخه په خپل ځان کي و "لښي لښې" پاسته څه ته ويل کېږي. پښتو قاموس په "سبوسک و يا ارچق سفيد موی، سبوسک و سرکل شوره، ارچق اشتر ګرګين، يک جواري و برګ درخت" په ماناوو نيولی دی.
پستې زلفي لکه پخه يو وار لېري که له مخه
د ديدار ګلان به بوی کو پټ خلوت که وو که نه وو

يېږ، اېږ: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې يېږان يا اېږان دي.
تور، سپين او ژړ رنګ لرونکی جنګره او داړونکی ځنګلي ځناور دی، چي په لويو لويو ځنګلونو کي اوسېږي. ځيني خلګو اموخته کړي او ساتي يې، نندارې ته يې وړاندي کوي او له سيلانيانو څخه پيسې پر اخلي. پښتو قاموس د "خرس" په مانا راوړی دی. 
شاځه: (شا- ځه) دوې څپې ښځينه توری دی؛ جمع يې شاځې يا شځې دي، چي دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږې. يو ډول کاڼی.
دا يو ډول کاڼی دی، چي په ځانګړې توګه و هغه کاڼي ته شاځه ويل کېږي، چي نسوار پر کوټل کېږي او په ځينو شاځو کي جوړېږي هم. نسوار چي په کوټي (ميده کوي)؛ و هغه کاڼي ته غرګی ويل کېږي. پښتو قاموس د "تخته سنګ" په مانا نيولی دی.
عقل نور نسته په يږ کي؛ په شاځه به سر در خوږ کي
که اړ نه سوې و لمانځه ته؛ مخامخ سه و شاځه ته

ګالل: (ګا- لل) دوې څپې توری دی. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
ګالل، ګلول د زغملو، سهلو په مانا کارېږي. پښتو قاموس د "برداشت کردن، تحمل کردن او غمشريکي کردن" په ماناوو نيولی دی. 
وير: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې ويرونه دي. سوګ.
وير پر داسي رسېدلي زيان باندي کېږي، چي هوسا کېدل يې د وګړي تر وس تېر وي. پښتو قاموس د "نوحې او ماتم" په مانا نيولی دی.
ګلوو به اوږده بده؛ داسي وير ښايي ابده

مېچن: (مېـ-چن) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې مېچني دي.
مېچن د صنعت بنسټيز او په ژرنده کي کاري توکی دی. له يو ډول کاڼي څخه و جوړ شوي توکي ته ويل کيږي، چي يو کاڼی لاندي او بل باندي وي. په ګرزېدا او مښود غنم اړداوه او اوړه کوي. پښتو قاموس د "اسيای دست او دستاس" په ماناوو نيولی دی.
اڼل: (ا- ڼل) دوې څپې نرينه توری دی. ميده کول.
ډېر ميده کېدل. اوړه په مېچن اڼل کېږي او دا توری د کره خبري په اړه همداسي کارېږي، لکه اڼلې خبره. پښتو قاموس د "جو کوب کردن، ذريعه دستاس ميده کردن" په مانا راوړی دی.
تونګ: يوه هجا نرينه توری دی. خاورين لوښی.
له خاورو څخه چي دلته د اوبو څښلو لپاره کوم لوښي جوړېږي؛ په هغوی کي تونګ، کوزه، منګی او سړوبی ډېر نوموړي دي او د ځايي خلګو په کورونو کي تر سترګو کېږي. که څه هم تر اوسه شته، خو په ښاري کورونو کي يې اوس ځای فلزي توکيو او يخچالونو نيولی دی. پښتو قاموس د صراحي ګلي په مانا راوړی دی. 
اوس مېچن اڼي په مچ کي
تونګ د طمعي دي خدای وچ کي
زه نه لرم پر زدکړه اعتراض د کېميا اما
مرتده ته په وينو د اسلام ژرنده اڼې
فلک زموږ پر سرو باندي اڼي ژرنده
کجاوې ډېري کوي په دې وبا کوچ
خوش اوازه بلبل ساز نه شم ويلای
ستړی زوړ عبدالسلام ماته مېچن دی

غولی: (غو- لی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې غولي دي. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. انګړ، حوېلي.
په ځانګړې توګه د منډَو يا خوني و غولي ته ويل کېږي او د انګړ يا حوېلۍ لپاره هم کارېږي. خو د کور لپاره هم کارېږي. پښتو قاموس د صحن، حوېلي و خانه په ماناوو نيولی دی.
ور ايله به سوم پر غولي؛ در جګ بام لکه د ډولي
په هغه غولي کي بله مېرمن خاندي
چي پخوا باندي وته ننوته دا
همايون همای د مور له غوځۍ والوت
ناګهانه مي پر غولي غلبلې سوې

ښيلی: (ښَـ- يَـل- لی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې ښيلي دي. شتا، شيطان، ازاري.
ښيلی و ورانکاري وګړي ته ويل کېږي. د هر وګړي لپاره کارېدلای شي؛ خو په ځانګړې توګه د هلکانو او کوشنيانو لپاره کارېږي. پښتو قاموس د عاق شده بد کنند په مانا راوړی دی.
فرنګي ګڼ کو ښيلي؛ مخامخ پر غاښو مښلي
انګرېزي احکام منلي؛ قرآن نه مني ښيلي
غادران را تښتېدلي؛ خاينين بدان ښيلي

توړی: (تو- ړی) يا "تړی" دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې توړيان دي او دويمه څپه يې په لوړ زور ويل کېږې.
ګونګی خو هغه چا ته وايي، چي کرټ خبري نه شي کولای او توړی و هغه چا ته ويل کېږي، چي په ژبه کي بندېږي. خو کله کله هغه ملامت او پړ چاته هم ويل کېږي، چي د ملامتيا له جوري خبره نه ترله بېلوي. پښتو قاموس د "تتله الکن" په مانا راوړی دی.
ځه د ګونګ او د توړي سه؛ بل ملا لره رهي سه

کړومبه: (کړومـ- به) د "ک" په ساکن ويل کېږي او دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کړومبې دي. خو ځيني پښتانه يې په درې څپې (کـَ- ړومـ- به) او د "ک" په لوړ زوَر وايي. 
شلومبې او مستې چي کښېني او اوبه پر سر راوړي؛ و هغو اوبو ته کړومبه ويل کېږي. په ګړنيزه توګه لويي کورنۍ ته هم کړومبه وايي. پښتو قاموس د "آب چکه دوغ و ماست و پنير مجاز شوربای بې روغن و سرد" په ماناوو راوړی دی.
باندي بلي به لمبې سي؛ غوړ مازغه د ده کړومبې سي

خوپ: يوه څپه نرينه توری دی. ګړځ، اود.
چي باد او دوړي نه وي؛ چاپېريال خړپړتيا ولري؛ خوپ ورته وايي. پښتو قاموس د ګرد وغبار، بخار او ابر په ماناوو راوړی دی. خو بابا په ګړنيزه توګه کارولی دی، چي د بېدينۍ خوپ غوړېدلی دی.
خوپ د کفر خورا زيات سو
په تياره کي مشروعات سو

نی:  د "ن" په لوړ زوَر يوه څپه نرينه توری دی. نل، نړ، دَروی.
نی يا دروی د موسيقۍ اله ده، چي پښتانه او په ځانګړې توګه شپنيان يې له نل څخه هم جوړوي او د زړه ږغ پکښي سندريز کوي. په ډېره مينه يې په سا پوکلو ږغوي او په يکړوالي، يواځيتوب کي خپل ديغت پر باسي، مانا د چا يادونه ځوابوي. نړ او دروی هم ورته وايي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
د دې وينو غور غواړو؛ لکه نی و تاته ژاړو
در ګوره د عزيزانو لو بېوره ده
لکه نی ډک د ارمانه تل مدام يم

اړداوه: (اړ- دا- وه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې اړداوې او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
غنم چي وګړي د خپلو خوړلو لپاره اڼي، نو يې اوړه کوي او کله چي يې د څارويو لپاره اڼي، نو يې يو څه غټ غټ تر مېچن باسي؛ اړداوه ورته ويل کېږي. پښتو قاموس يې مفغن آردآبه  معروف نيولی دی.
نا ياغي نهالان کښېښوو فرنګيانو
اړداوه غنم د کفر په مېچن سو

ډبرلنه، ډبرينه: (ډ-بـر- لـنـ- نه) څلور څپې ښځينه توری دی. جمع يې ډبرلني دي؛ خو ډېر خلګ دا توری ډبرينه وايي.
پر هواره مځکه خواره کاڼي ډبري بلل کېږي او کومه مځکه چي ډېري ډبري ولري؛ ډبرلنه يا ډبرينه مځکه ورته وايي. پښتو قاموس د ډبرين په بڼه د سنګي او سنګستان په ماناوو نيولی دی.
که پر مځکه ډبرلنه؛ سجده نه وه ممکنه
پس له دې مخ پر مکه سه؛ ډبرلن ځای کي تکيه سه

انڅۍ: (اِنـ- څۍ) دوې څپې ښځينه توری دی، چي جمع يې انڅۍ او انڅياني دي. سوتلۍ، سنۍ.
انڅۍ چي ځيني خلګ يې د الف په لېري کولو سره نِڅۍ او ځيني يې اينڅۍ هم وايي، يو ډېر نری مزی دی، چي د ګونۍ خوله په تړل کېږي. پښتو قاموس د "سردوز پشم، تار بافته پشم" په ماناوو نيولی دی.
کونډري: (کونـ-ډَر-ري) درې څپې نرينه توری دی.
په غره کي يې ځيني وني او بوټي کوي، چي ځيني خلګ يې د ونو ژړا هم بولي او  د سريښ کار کوي، چي نوې بڼه يې سريښ دي. پښتو قاموس د کنډوري په بڼه د "ګند" په مانا راوړی دی. 
که بېښتان وتړل نرو؛ په انڅۍ يا په کونډرو

ډوډی: (ډو- ډی) دوې څپې نرينه توری دی. وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږې. جمع يې ډوډي او ډوډيان دي. 
تر پوښتۍ لاندي چي کومه تشه راځي؛ و هغه ته تشی ويل کېږي او تر تشي لاندي چي کوم هډوکی راځي؛ هغه ته ډوډی وايي، چي کله کله وګړي په ستړيا کي لاسونه پر ږدي. پښتو قاموس د "ډډي" په بڼه نيولی او د بالش،متکا په ماناوو يې راوړی دی.
که لاس کښېږدي پر ډوډي دوی
ګوتي هم پله منډي دوی

څرمه: (څر- مه) دوې څپې توری دی.
ځيني پښتانه يې څېرمه هم وايي. د نږدې او څنګلوري په مانا دی. لکه د پلاني کور را څرمه دی. مانا را نږدې او د کور تر څنګ مي يې کور دی. پښتو قاموس د "ګوشه، کناره به يکجانب" په ماناوو نيولی دی.  
ځان ساده که و صدف خاورو ته څرمه
لکه ځګ پر بحر مه کېږه سربېره

ششنی: (ششـ- نی) دوې څپې نرينه توری دی، چي وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږې. د اس ږغ. 
د هر څاروي ږغ ځان ځانله نوم لري، چي د اس و ږغ ته ششنی وايي. خو دلته د چونګښي و "کوررر" ته ششنی ويل شوی دی، چي بل هيڅ څوک هم نه ورته وايي او يا ما نه دي اورېدلي. پښتو قاموس د ششنا په بڼه د "شاهين اسپ" په مانا راوړی دی. 
تاريکه وکړه خموښ وو؛ په ورځ وششنل چونګښو

ډډ: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې ډډان او ډډونه دي. 
د "وني" هغه برخه لرګي ته چي له مځکي څخه تر ښاخونو پوري وي؛ ډډ ورته وايي. خو دلته په ګړنيزه توګه و ټولنيزو ناوړو ته ګوته نيول شوې ده، چي ناوړي چاري داسي دي لکه "وينې" چي ډډ خوري او د"وني" په بېخ کښلو ونه را نړوي؛ نو ناوړي چاري هم د ټولني بېخ کاږي. "ډډ او ډډن ږغ" درانه ږغ ته هم ويل کېږي. پښتو قاموس د "آماس، اواز لک و درشت" په ماناوو نيولی دی.
يا په غدر شکرانې خوري؛ خالي ډډ دغه وينې خوري

شېله: (شېـ-لَه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې شېلې دي. وروستۍ څپه يې په په لوړ زوَر ويل کېږې.
شېله و هره هغه "اوبو لاره" ته وايي، چي د باران او نوري اوبه پکښې ځي، چي ځيني يې ډېري ژوري او ځيني يې د مځکي پر سر جوړي وي. ځيني پښتانه يې شله (شَـ-لَه) هم وايي. د بابا د کلي نوم هم شېله باغ دی. مانا په شېله کي باغ: (بڼ) پښتو قاموس د "شېله معروف و اب دريا، مجرای سيل" په ماناوو نيولی دی. 
وحي ومنه منکره؛ سته پر مخ شېله ژوره

اوبړۍ: (اوبـ- ړۍ) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې اوبړۍ او اوبړياني دي. چوپړۍ.
په ناور (تالاب) کي چي اوبه ډېري ودرېږي؛ پای اوبړۍ کوي. مانا هغه شنه واښه ډوله مواد چي ريښې يې هم په اوبو کي وي؛ اوبړۍ ورته وايي. پښتو قاموس د "جامنک بقه په مانا نيولی دی.
خورا موړ وو په اوبړيو؛ ژور څاه وو د پېړيو

رانده: (رانـ- دَه) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې رانده ګان دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. بېلاري.
و بېلاري او په ټولنه کي د ناوړو چارو تر سره کوونکي وګړي ته وايي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
لڅ را وخوت شرمنده هم؛ کالي يووړو ټګ رانده هم

سپيتانه: (سپيـ-تا- نه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې سپيتاني دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
د ننګ او مېړاني په ضد چي کوم توری کارېږي؛ سپيتانه ورته وايي. خو په ګړنيزه توګه د هغه چا لپاره کارېږي، چي ژوند په څوړو سترګو کوي او د پښتونوالي له نرخونو ځان کاږي. له سپي سره ځکه تړل شوې ګړنه ده، چي سپی تل د بل وره ته ناست وي. پښتو قاموس د "سګ رذالت او دنايت" په ماناوو راوړی دی.
عمر ولاړی په سپيتانه؛ هم لغړ هم بې ايمانه
پر سپيتانه دي لعنت سه طامع نفسه
نودو غولو لره ځې لکه ذباب

مينده: (مينـ-دَه) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې ميندان دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
دا توری وګړيو ته په ګړنيزه توګه او په ځانګړې توګه د څارويو لپاره کارېږي. د څارويو نر ته ويل کېږي، چي خسي شوی نه وي. پښتو قاموس د "فحل او حيوان ناخصي" په ماناوو نيولی دی. 
په خوب دی وينې مينده ته؛ ويښ ګڼې نفس بيده ته

غړوندی: (غړ-ونـ- دی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې غړوندي او غړونديان دي. وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
په غاړه کي و لوېدونکي وښي ته غړوندی، په لاس کي لوېدونکي وښي ته لاسوندی او په پښو کي و لوېدونکي وښي ته پښوندی ويل کېږي. خو په وندر کي چي د څارويو په غاړه کي کوم دوه واښکي سره يو ځای کېږي او څاروي په تړل کېږي؛ غړوندی بلل کېږي. يو ډول غوټه ته هم ويل کېږي. پښتو قاموس د "ګلوبند حيوان" په مانا راوړی دی.
د ځان مرګ ګڼې ښادي بس
کاږې سر در غړوندي بس
مشران ماړه له دوی موکونه اخلي
سر در تنګ غړوندي کاږي د ذلت

غوجل: (غو- جل) د "غ" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې غوجلي دي. د غواوو او غويانو مېشت ځای.
په کوم ځای کي چي غواوي او غوايه شپه تېروي او اوسي؛ غوجل ورته ويل کېږي. په دې شعر کي د خرو غوجل کار شوې ده، چي دا توری هم په اولس کي شته او د خرو د شپې تېر ځای ته ويل کېږي. پښتو قاموس په "ګاوخانه" نيولی دی.
نګوښي: (نګوښـ- ښي) د "ن" په ساکن دوې څپې نرينه توری دی.
د وګړي او څاروي و هغه تګ ته ويل کېږي، چي په يوه پښه ګوډ وي او يا په پښه کي يې د درد او کوم بل لامل له جوري تګ ټکنی وي. پښتو قاموس د "لنګش" په مانا راوړی دی.
کې په خوله څه نه وو ايښي؛ لا هم خر در لاندي نګوښي
وحي پاکي لرو خپلي؛ پرېږده خره د دې غوجلي
ګوره فسق او فساد واچاوی په موږ کي
مسلمان وطن د کفر غوجل ايسي

کوسی: (کو- سی) په څرګند واو دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې کوسيان او کوسي دی. دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
له وړيو څخه جوړېږي او ډېر تود وي، چي په واورينو غرونو او څوکو کي په ځانګړې توګه پسونه کتونکي شپنيان ځان تود په ساتي. په همدې بڼه ويل کېدونکی توری کوسی د وګړي په زېږد کي تر زوی، لمسي او کړوسي وروسته راځي. بابا په دې شعر کي په ګړنيزه توګه د کور د سباوون د څوري په مانا کارولی دی، چي د سباوون غم وخوره. پښتوقاموس د"چپن، او مخصوص آستيندار نمدي" په مانا راوړی دی.
ښه منصف صوفي وصي که
عيال پټ په خپل کوسي که

شخول: د "ش" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. ځوږ. 
دا توری د ګڼي ګوڼي په مانا هم کارېږي؛ خو ډېری وخت و هغه ږغ ته ويل کېږي، چي اورېدونکي ځوروي. پښتو قاموس د "آواز پرندها، آواز غلو، آشوب، هياهو په ماناوو نيولی دی.
د قالو بلی د شخوله؛ چي تېر سوی دی لا کله
مساجدو کي غزل وي؛ ربابونه سروز او شخول وي
تل د ده پر نغمې شخول دی د خوبانو
فکر يووړم و عارف ته د شيراز ډوب

پيتاوی: (پيـ-تا- وی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې پيتاوي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
هسي خو هر هغه ځای ته پيتاوی ويل کېږي، چي لمر په ښه توګه پر برابرېږي. خو په ځانګړې توګه په کليو بانډو کي و هغه ټاکلي ځای ته چي د لمر و سېکه ته خلګ کښېني؛ پيتاوی وايي. پښتو قاموس د "افتاب رخ جائيکه روبرو افتاب باشد" په مانا نيولی دی. 
د جهالو په مښاوي؛ ملک خوشوی سي د پيتاوي

تووري: (تـَ- وور- ری) درې څپې نرينه توری دی. ج: تووري. 
د اړتيا وړ لوښو او ختڼو (تاڼۍ، نيالياني، کځڼ) ته تووري وايي. پښتو قاموس د "اثاث البيت او سامان خانه" په مانا نيولی دی. 
ايا نه ده مځکه پراخه؛ کور تووري لوښي واخه

ژبغړاند: (ژبـ-غـَ- ړاند) درې څپې نرينه توری دی.
و هغه ماشوم ته وايي، چي ژبه يې نوې نوې غوړېدلې وي. پښتو قاموس په همدې مانا "طفل نو سخن آمده" نيولی دی.
که هلک څه ژبغړاند وو؛ ده تميز درلود ګرزاند وو
نازنين فضل الرحمن ژبغړاند ولاړی
مور او پلار د ده د غمه سه زاړه دي

کڼی: (کـ- ڼَی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې کڼيان او کڼي دي، چي وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
دا يو داسي کړه دي، چي له وړيو څخه وورته و وودل شي؛ نو د کڼي جاروونکي هنرمندان راشي او کڼی جار کړي. له وودل شوو وورتو څخه تاڼۍ، کمبلي، پايتاوې (پاپېچي)، تاګۍ او نور داسي توکي رغوي؛ دې هنرمندانو ته پېښور (پېشه ور) ويل کېږي. کڼی پر بوټو او ونو باندي را پېچل شوي هغه ژړ رنګه پېچک ته هم ويل کېږي، چي ريښه يې هم پورته په بوټي کي وي، له بوټي خواړه اخلي او پر هر بوټي چي را وګرزي؛ هغه بوټی و وده ته نه پرېږدي او وچوي يې. پښتو قاموس د "تانسته بافت او بنات النعش" په ماناوو نيولی دی.
يا کڼی يو سړی جار کي؛ پورته کښاته مځکه لار کي

چول: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې چولونه دي.
چول د سراب، بټي بېبان او دښتي په مانا دی او داسي بېديا ته وايي، چي سړی پر چولاوه کېږي. مانا داسي بېديا يا بټي بېبان چي له لېري يې ډګار داسي ښکاره کېږي، لکه اوبه چي پر ولاړي وي، خو اوبه نه وي. ځيني پښتانه چولاوه وګړي ته جل وهلی هم وايي. پښتو قاموس د "دشت و بيبان دراز و خشک و بې آب" په مانا نيولی دی.
په اخلاص و وايه ټوله؛ ګوندي و به وزې د چوله

کيکه: (کيـ- که) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کيکي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. ژغانځه.
دا يو ډول تور رنګی ژوی دی، چي د دوبي په يو ټاکلي وخت کي پيدا کېږي. د وګړيو په کاليو ننوزي او په خوړلو سړی ډېر ځوروي. خو په سترګو نه کښېوزي. په نيولو او له ځانه په لېري کولو سړی ډېر ستړی کوي. دا توری پښتو قاموس نه دی راوړی.
لا چلېږي هغه خوړسکي؛ کيکي سته په هر قميص کي

شپول: د "ش" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. ج: شپولونه.
د پسونو د شپې تېر لپاره ځانګړی جوړ کړل شوی ځای چي په ژرګو او کرغنو جوړ شوی وي. شپول ورته وايي. په اغزنو بوټو د دې لپاره جوړېږي، چي و پسونو ته خوړونکي ځناور ور وانه وړي او ويې نه خوري. و هره دايره ته شپول ويل کېدلای شي، لکه پر لمر او سپوږمۍ را ګرزېدلی شپول. پښتو قاموس د هالې، نغول، آغل او احاطې په ماناوو نيولی دی.
جهل کفر سره مله سو؛ ګډ دننه په شپاله سو

کوده: (کَو- دَه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کودې دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږې.
غنم چي کله د لو وړ شي "مانا تر رسېدلو وروسته د پرېکېدلو شي" او لَوِيان چي لو شوي (پرې شوي) غنم و شا ته پر ځای ځای په ايښوولو سره پرېږدي؛ هغه ته کودې ويل کېږي، چي بيا په را ټولېدلو سره غوځۍ شي او درم يا درمند ته وړل کېږي، کله چي د ټولي کروندې رېبل شوي غنم يو ځای کړل شي؛ راشه ورته ويل کېږي او وروسته چي غنم او پروړ ځله بېل کړل شي؛ د غنمو و بېله کړل شوې برخه ته يې واڼه وايي. پښتو قاموس د "دسته ګندم" په مانا راوړی دی.
مېوه هم کوي نږدې ژر؛ لو به سي غنم کودې ژر
ولې خورې بشپړه ستا ګټلې نه ده
پردی حق د بل کرلي دي کودې کړې

مچخ: (مـ-چخ) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې مچخ او مچخان دي. د ملخو يو ډول.
د ملخو يو کوشنی ډول دی، چي کښتونو ته زيان رسوونکي وي او په جګ جګ غورځېدلو سره تګ کوي؛ الوت چنداني نه شي کولای. پښتو قاموس د ملخ زرد مضر په مانا نيولی دی.
صادقان اهل قرآن پښتانه ولاړو
پاتو ګڼ لکه مچخ تېر در امکان يو

اهاړ: (ا- هاړ) دوې څپې نرينه توری دی. ناهېل.
د دوبي په موسم کي چي د تودښت او ګرمۍ کومي ځانګړي ورځي راځي او باد يې دومره تود وي، چي سړی سوځي؛ اهاړ ورته وايي. پښتو قاموس په "ګرمي زياد و حرارت شديد تابستان" نيولی دی. 
خوني شمر لره نل ورځي دننه
موږ و سره اهاړ ته تږي پر بېبان يو
لږ ساتکی ژاړم دننه؛ اهاړ وچه که زما وينه

ګزک: (ګَـ-زَک) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې ګزکونه دي، چي وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
ټپ چي وشوړېږي، اوبلن، خوړجن او وران شي؛ د هغه په اړه ويل کېږي، چي ګزک يي کړی دی او کله چي له رغېدو ووزي؛ ناسور ورته وايه شي. پښتو قاموس په "ګزک زدن زخم" نيولی دی. 
ماړه سپي وکی خورک هم؛ ژر به خېټي سي ګزک هم
هدايت محمدي مو حق له بيايي
پړسېدلي چاغ ناولي به ګزک سي