ګاره(ګا- ره) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ګاري دي او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. "تيږه" يو ډول لوی کاڼی. 
 ګاره يو ډېر لوی او پوخ کاڼی وي، چي لويه او وړه دواړي بڼي لري او وړاندي د مانا په چوکاټ کي ياده شوې "تيږه" پر يو ډول کاڼي سربېره د پښتونوالي د يوه دود او نرخ د پخلي لپاره هم کارېږي، چي د دوو کسانو، ډلو او توکمونو تر منځ د جګړې د مهالني بنديز پر وخت يې دريمګړي تر سره کوي. پښتو قاموس په "ريګ متحجر، تودۀ نيشکر که بالای آن خاک انباشته باشد او غارخيلي کلان در کوه سموچ طبيعي درکوه و ساحل" نيولی دی.  
يو هم نه دی لمونځ ګزاره؛ سر د مار کوټه په ګاره
زما فتوا ده د ابرارو؛ دښمن کلک وله په ګارو

ځل: د تل په وزن په پراته زوَر ويل کېدونکی يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې ځلان دي.
پر خره باندي د بار راوړلو لپاره يو ځانګړی جوړ کړل شوی کالی ايښوول کېږي؛ و هغه ته ځل وايي. لکه پر اس چي د سپارلي لپاره ځين او پر اوښ کته ايښوول کېږي او داسي نور ... پښتو قاموس په جل حيوان نيولی دی.
مګر خر او بقر نه پېژني شکر
که اطلس او کناوېز سربېره ځل سي

پاری: (پا- ری) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې پاري او ښځينه يې پارې ده. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
په يوه لوبه، هنر او نورو داسي چارو کي چي ګوندي يې په ځيرکتيا سره تر سره کېږي او ښه ځيرکتيا لرونکي ته يې پاری ويل کېږي؛ د ګيټنور او بريا لرونکي په مانا کارېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
څو موسی او زبور نه ومنو ټوله
پر قبطيانو سامري به نه سو پاري

منډو: (منـ- ډو) دوې څپې نرينه توری دی؛ جمع يې منډوان دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.خونه، کمره
په کليوالو سيمو کي د کورنۍ اوسېدونکې خټينه خونه يا کمره منډو بلل کېږي او د مېلمه لپاره جوړه شوې خونه مېلمستون ته "کوټه" ويل کېږي. خو "کوټه" له کوټي (د پښتنو نوموړی ښار) څخه دغه توپير لري، چي دويمه څپه يې په لوړ زور ويل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
منت مه کوه که پلار پر زوی مين دی 
در ډيلي ما لره خپل منډو حسن دی

سپرخی: (سپر- خی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې سپرخي دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
د غزه يا بل کلک لرګي له لښتي جوړېږي، چي دواړه سرونه يې تېره او د کېږديو تاګۍ له يوې بلي سره په نجتي پاته وي. پښتو قاموس د "سوزن چوبي کلان غزدي دوزي وغيره" په مانا نيولی دی. 
زموږ کيږدۍ روغي ولاړي په سپرخيو
د دې ښهر وير در هر کلي اکثر دی

مندکه: (منـ- دکـ- که) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې مندکي او دريمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
دا توری د ځينو مېوو د تخم په مانا کارېږي، لکه د ژړدالو مندکي، د شوتالو يا شفتالو مندکي، د الوچې او داسي نور... پښتو قاموس د خستۀ بادام، زردالو و امثال آن په مانا نيولی دی. 
نغوره: (نـَ- غور- ره) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې نغوري دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
د جواريو بوټی چي کوم وږی کوي؛ هغه ته نغوره وايي. وګړي يې په اوبو کي تر پخلي وروسته خوري او د خوړو لپاره تېيل کېږي هم.
ژړدکه: (ژړ- دَکـ- که) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ژړدکي دي او دريمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
يو ډول خوږه سابه ده، چي بر يې باندي او ژړدکه يې لاندي په مځکه کي وي. ډېری وخت اومه خوړل کېږي او کتغ هم ځنې پخېږي. 
مګر مږکو د مندکو مغز وکيښ
ترسا ګڼي کړې نغوري او ژړدکي

خورزکه: (خوَر- زَکـ- که) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې خورزکي دي. سرې لمبې.
و هغه سرو لمبو ته ويل کېږي، چي اور دومره زورور لګېدلی وي، چي دود (دوګ) نه کوي او د تودښت له زوره څوک ور نږدې کېدلای نه شي. خو دلته په ګړنيزه توګه د چاپېريال د ستړو او بېوزليو د ځوروونکو لمبو په مانا کار شوي دي. 
داسي نور نسته ژړاند عبدالسلامه
پر ناتوان انسان بلېږي سرې خورزکي

پېروونې: (پېر- وونـ- نې) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې پېرووني دي. ځيني پښتانه يې پېرمنې هم بولي.
دا توری په هسک (اسمان) کي د ستورو هغه غنچه ته ويل کېږي، چي پخوانيو خلګو د موسمونو په خبرتيا کي ترې ګټه اخستلای شوه، چي اوس هم په پښتني ټولنه کي ځای ځای د موسمونو لپاره شمېر پر کېږي، چي دا د اووم پېرونې ده او دا د نهم پېرونې ده. 
د دويم پېروني واووښته دوه ګامه
د بهار موسم هم نوی فقط راغی

کنتۍ: (کـ- نـَ-تۍ) د "ک" په پېښ درې څپې ښځينه توری دی.
دا توری په دې مانا کارېږي، چي د کومي مېوې، سابې او نورو داسي شيانو و شا ته چي کوم ډکی يا ډنډوری نښتی وي؛ کنتۍ يې بولي.
واڼه: (وا- ڼه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې واڼي دي او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
کله چي غنم يا ووربشي تر رېبلو وروسته ډاګ ته راوړل شي او سره يو ځای کړل شي؛ راشه ورته ويل کېږي، چي يوه برخه پښتانه رياسه هم ورته وايي او پر ډاګ باندي تر پراړه و ايستل شويو او يو ځای کړل شويو ته واڼه ويل کېږي. 
کنتۍ د ښځي واڼي؛ مرفق سه لکه زاڼي

پريڼ: د "پ" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. پښتو قاموس د سرشته کار په مانا نيولی دی.
دا و داسي ډنګر چا ته ويل کېږي، چي لکه پاڼه رپېږي او د خواره واره خور په مانا هم کارېږي، چي پر يو شي شا او خوا را وګرزي.
دويم وږی بيا مسکين دی؛ ډنګر داسي لکه پريڼ دی
نه خبرېږي په دباندي تودې ساندي
پر غوړ چاغ زړه چي خېمه دننه پريڼ سي

خوراړه: (خورا-ړه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې خوراړي دي او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
 يو ډول ناروغي ده، چي پر پوزه دانې را وخېږي او پای دومره ورانه ناروغي ځنې جوړه شي، چي پوزه خوري؛ خوراړه ورته ويل کېږي. پښتو قاموس د مرض جذام په مانا نيولی دی.
ښه روښانه صدق بل که مري درواغ
لکه خوراړه مخ سربېره خوري درواغ

کيسسه: (کيسـ ـ سه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کيسسې دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
کيسسه بغل ځوله او پټاکيدانه غوندي ده، چي له څرمن څخه او يا په وودل شوې بڼه جوړه شوې وړوکې کڅوڼه وي. خلګ يې د پيسو او اړتياوړ شيانو خوندي کولو لپاره په څنګ ځړوي. خو اوس يې ځای بټوې نيولی دی. په ځينو سيمو کي کيسسه هغه له وړينو وودل شوو تارونو جوړه شوې کڅوڼه ډوله چي په لاس اغوستل کېږي او د ځان سپا کولو لپاره په کارېږي؛ ته هم ويل کېږي. پښتو قاموس نه ده نيولی.  
 په دې خوپ کي اشاعت شرعي ښايي
په کيسسه کي بېخي نه لرم دينار يو

ترخَځ: (تر-خـَځ) دوې څپې نرينه توری دي. ج: ترخځي.
په ترخ (اړخ) کي چي د کميس غټېدا او پراختيا لپاره د ټوکر يوه ټوټه لوېږي او يا پر لمن د اوږدول لپاره کومه ټوټه پيوندېږي؛ ترخځ بلل کېږي او په ګړنيزه توګه چي کله په خبره پوري بله زياتوب خبره غوټه شي؛ هغه ته هم وايي، چي ترخځي مه پوري تړه.
دوه لستوڼي دوې لمني؛ پر هر څنګ ترخځي پلني
سوسن: سوسن د شنه اسماني رنګ په مانا دی، چي شاعران يې په مستعار او ګړنيز ډول د ژبي په مانا کاروي. سلام بابا هم د ژبي په مانا کارولی او پر خپل کتاب يې دغه شاعرانه نوم "سوسن چمن" ځکه ايښی دی، چي مانا يې د چمن د ژبي ده او چمن د نوموړي شاعر د اوسېدا پر ښار سربېره په پراخه او مستعار ډوله مانا هم څرکېږي، چي مراد يې د پښتني ټولني د ژوندني چمن ږغ ځني اخستل کېږي. د چمن ژبه يا خو بلبل ويلای شي او يا يې د ګلونو رنګونه تر اولسونو پوري په پټه خوله رسولای شي. دا چي سلام بابا د پښتني ټولني ږغ (مانا د پښتون اولسونو د ژوندني چمن ږغ) په څومره سپېڅلې او کره توګه رسولی دی او په دې لاره کي يې څومره بريا په برخه شوې ده او له دې نوم سره په خپل وس او توان څومره نياومن پاته شوی دی. 

 ___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/ul7m
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ