کوپ: يوه څپه نرينه توری دی. د توپ په وزن ويل کېږي. 
و څاه ته د شېوه کېدونکي وګړي د پښې نيولو لپاره چي کوم ځايونه يا کډي کيندل شوي وي؛ کوپي ورته ويل کېږي. خو دلته چي کوم توری کوپ کار شوی دی؛ د ټوپ په مانا دی او زموږ په سيمه کي په ورځنيو خبرو کي کله کله د ټوپ پر ځای کارېږي. پښتو قاموس د "خيز او دويدن سريع" په ماناوو نيولی دی.
لېوني سپي د شپې وانګولل په زوره
هلکوانو په کوپو ځنې ميدان کړه

ټيکه: (ټيـ-که) د پيکه پر وزن دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ټيکې دي او دويمه څپه يې په لوړ زور ويل کېږي. 
پر تندي باندي و جوړه شوې نخښه ته ټيکه ويل کېږي او د هندوانو د ټيکې په يادونه سره په پښتني ټولنه کي د پېغور په بڼه کارېږي او ناوړه چاره تر سره کوونکي ته ويل کېږي،چي "ټيکه دي را کښېښووله" لکه دا پېغور چي "دا کار به دي د پزي (پوزي) پېزوان وي". پښتو قاموس په "پزکوهی" مانا کړی دی. 
ترسا بوت امير کبير عبدالسلامه
دا پېغور د پښتانه پر مخ ټيکه سو

دمچي: (دمـ- چي) د "د" په پېښ دوې څپې ښځينه توری دی، چي په پښتو ووستربل، وروستَبل ورته وايي. جمع يې دمچياني دي.
پر څارويو باندي د بوټو او يا هر ډول بار تر تړلو وروسته چي کومه مرانده يا واښکی د څاروي تر لکۍ لاندي تېرېږي او بيرته د بار په تړلي واښکي پوري تړل کېږي؛ ووستربل، وروستبل يا دمچي ورته ويل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
د دښمن خواړه دي زهر سه راغلې
دمچي کړی بار به ګرزې اوښ په نته

پيبنه: (پيـ-بـ- نه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې پيبنې دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. څارنه
يو وګړی چي پر کرونده باندي له کښت پخېدلو څخه تر پرېکولو پوري يو څو شپې د څار لپاره تېري کړي او يا چي يو خټګر پر وهلې موره باندي تر تراشلو وروسته ګرزي، يا چي د پرېدۍ مځکي له نورو لاندي کوونکو خلګو څخه د کتلو لپاره يو وګړی په مزد د خبرتيا لپاره څو شپې په يوه کوډل يا کيږدی کي ورته تېري کړي؛ دغه کړو او چاره ته پيبنه ويل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
پردۍ مځکه د ځان مه بوله فاسقه
په دا لس پنځلس ورځي پيبنه

کوډل: (کو- ډل) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کوډياني او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
د کوډۍ ډېره کمزورې بڼه ده، چي درول يې د يو څو ورځو لپاره وي. لکه د پالېز او باغ د کتني لپاره چي د خاښو کوډل جوړېږي. پښتو قاموس د "کلبۀ خس او مرغانچه" په مانا نيولی دی.
انساني وداني بيت العنکبوت دی
چي ضعيفه در دې بله کوډل نسته

وړانګه: (وړانـ- ګه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې وړانګې او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي، چي د ختيځ ګړدود ځيني پښتانه يې په پراته زوَر وايي او ځيني پښتانه يې د"ا" په غورځولو وړنګه هم وايي. 
دا توری له بل اوره څخه د پورته کېدونکو بڅرو په مانا کارېږي. خو له لېري څخه د ښکاره کېدونکي "روڼا څرک" په مانا هم کارېږي. پښتو قاموس د "شعاع او پرتو" په مانا نيولی دی.
بې غازي امان الله عبدالسلامه
په دنيا شپه کي را وښيه وړنګه ته

ډانګ: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې ډانګان دي.
دا توری د جګ او پېرړ لرګي په مانا کارېږي، چي شپنيان يې د څارويو سره ګرځوي. کله کله په کرونده کي د "څو ډانګي" وچ ډانګي" او داسي نورو لپاره هم کارېږي، چي د څو دانو بوټو، خلو خځلو په مانا کارېږي. پښتو قاموس په "چوب ضخيم قريباً که يک ګز باشد" نيولی دی.
سته په نورو کروندو کي يو يو ډانګی
د غازي نيکه بېخي مېنه سپېره ده

ګرګيره: (ګر- ګيـ- ره)  درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ګرګيرې دی او دريمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
و ګرګن، ځيږ او ټپلي ټپلي پوست ته ويل کېږي. په دې نامه يو ډول ناروغي هم شته، چي ګرګ بلل کېږي او پوست نيسي. خو دلته د اوربشيني ټکۍ يا ډوډۍ په مانا کار شوی دی، چي هغه هم د غنميني ډوډۍ په پرتله ګرګنه او ځيږه وي. و يوې شوې مځکه ته هم ځکه ګرګيره وايي، چي هواري يې له منځه تللې وي. سلام بابا خپله شاعري د ستر خوشال بابا د خوږو شکرو په وړاندي لږ خوندلرونکې او ګرګيره بللې ده. پښتو قاموس د "دلدۀ ګندم وغيره حبوبات او شديار غير منظم زمين" په ماناوو نيولی دی. 
خوند لري د خوشال خان خوږې شکري
زما حرفونه وربشينه ګرګيره ده

پړمخی: (پړ- مـ - خی) درې څپې توری دی، چي ځيني پښتانه يې د "و" په زياتوالي پوړمخی هم وايي. د ستوني ستخ اپوټه.
دا توری د انسان و داسي څرنګوالي ته وايي، چي نس يې د مځکي لور ته وي او پروت وي. مانا د ستوني ستخ اپوټه پروت وي. پښتو قاموس په "بروی افتاده" مانا کړی دی.
د کوثر کاسې زام واړولې دوړو
خوږې ډکي يکي پړمخي پيالې سوې

ووغه: (وو- غه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ووغي دي او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. يو ډول چينجی دی.
د وګړيو او څاروو په نس کي و پيدا کېدونکي چنجي ته وايي او ويل کېږي، چي څوک و وده کولو ته نه پرېږدي او په خوړو وده نه شي ځنې کولای. پښتو قاموس د "کرم درار شکم" په مانا نيولی دی. 
چينجي ووغي سته بدعت علوم په نس کي
بې عمله به قرآن او ترمذي سي

پلنډه: (پلنـ-ډه) د "پ" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
په پټو (څادر) کي يو څه درنه غوټه ته پلنډه ويل کېږي. پښتو قاموس په "پشتاره" مانا کړی دی. 
کوني کومبر: (کو- نيـ- کومـ- بر) څلور څپې نرينه توری دی. جمع يې کوني کومبران دي.
په اوبو کي اوسي او ډېر ښانګور خزنده دی. مانا ډېري ښانګۍ يا پښې لري. چنګاښ او چنګراښ هم بلل کېږي. پښتو قاموس د چونګاښ په بڼه د "خرچنګ" په مانا راوړی دی. 
اخر دا او پلنډه بيرته ځله بېل سي
موړ غني دغسي کوني کومبر دی

 توبره: (توبـ- ره) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې توبرې دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
د اړتيا وړ شيانو د خوندي ساتلو لپاره له ځانه سره و ګرځېدونکې کڅوڼه ته ويل کېږي. پښتو قاموس په "نوعي از دسترخوان، طبراق او جوخورۀ اسپ" مانا کړی دی.
تعريفات د ځان ښندي په درنه نغده
و جهالو تې په غاړه کې توبرې

کتره: (کتـ- ره) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کترې دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
غوښي چي ټوټې ټوټې کړل شي؛ کترې ورته وايي. خو په ځانګړې توګه د لاندي د غوښو و سپينو ټوټو ته ويل کېږي. په پښتنو کي يې په يوه ښېرا کي هم ځای نيولی دی، چي "پخه کتره شې" مانا دومره ځور دي درباندي تېر شي، لکه کتره چي پخېږي. پښتو قاموس په پارچۀ ګوشت و نان وغيره" مانا کړی دی. 
په روژه کي ده تی نه رودی د ورځي
دا زلخوږي خو اومې ژويي کترې

 خره: (خـَ- ره) د کره پر وزن دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې خرې دی او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
يو شی چي پر يوه ځای سره کوټه کړل شي؛ لکه غنم پياز، پټاټې او نور چي د سړي او دوو د وړلو نه وي؛ خَره ورته ويل کېږي. پښتو قاموس په "توده، خصوصاً تودۀ غله که هنوز از کاه جدا نشده باشد" نيولی دی.
نابينا په روڼا ورځ پر غاښو مښلي
زر ور اچوي په مخکي په خرې

پوول: (پو- ول) دوې څپې نرينه توری دی. د ژوول پر وزن.
شپون پسونه پيايي، ګوروان غوايه او ساربان اوښان پيايي؛ کړه يې پوول بولي. د پوولو د وړتيا او ناوړتيا په اړه په پښتو کي ډېر ښه متل دی، چي "څوک يې بيايي را ولي يې؛ څوک يې پيايي را ولي يې" پښتو قاموس د "چراندن" په مانا نيولی دی.   
خود به ويني تويوي د مومنانو
چاغ لېوه خروړي کله مېږي پووې

ورغوی: (ور- غـَ- وی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې ورغوي دي. دريمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
د لاس په خپړه کي له ګوتو پرته و هغه برخه ته وايي، چي د لاس په موټ کولو کي پټه شي او يو شی پکښي نيول کېږي. خو دلته په ګړنيزه توګه کار شوی دی؛ لکه دا ګړنه، چي "سر يې پر لاس اخستی دی". پښتو قاموس د "کف دست" په مانا راوړی دی.
په جهاد کي اصحابوو د ځان ويني
ور اخستي پر ورغوي دي که نه دي

ښروه: (ښـَ-رَ- وه) درې څپې ښځينه توری دی. ج: ښروي. 
يو بوټی دی، چي د غزه هومره لويېږي او ډېر ټينګ لرګي لري. پښتو قاموس په "نوعی از بيد کوهي و (خروه) نيز ميګويند" نيولی دی.
ترخه زهر بادام وکاږه د باغه
بې مېوې ژرګي ښروي دي که نه دي

يوستوی: (يـ- وسـ- تـ-وی) څلور څپې نرينه توری دی. جمع يې يوستوي دي. وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
اپوټه يې غبرګ دی او په ځانګړې توګه د ټوکر (کپړې) په مانا کارېږي، چي يوه " تا" ته يې يوستوی او دوې " تا" ته يې غبرګ ويل کېږي. خو په لاندي بيت کي د دوو وروڼو ځله بېلېدلو له کبله د يواځيتوب په مانا دی. پښتو قاموس د "يک لا، باريک او تنها" په ماناوو راوړی دی. 
دا خو جهل و يو بل ته دښمنان کو
ديني وروڼه يوستوي دي که نه دي

خوې: (خَـ- وې) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې خوي دي. ځيني پښتانه بغړګي ورته وايي.
و يو پاڼ يا بل داسي ځای ته چي سړی پر خپړو خېژي او د لاسونو خپړي په خاورو کي نجني او پر څلورو خېژي؛ خوي لګول ورته ويل کېږي. خو و داسي چا ته چي د پيسو يا شتمنۍ او نور څه تر لاسه کولو لپاره تر وس زياتي هڅي کوي؛ په ګړنيزه توګه خوي لګول ورته ويل کېږي. پښتو قاموس د "پنجال، چنګ" په مانا او خوي لګول يې په "پنجه زدن کنايه از بسيار کوشش کردن، حرص کردن" په ماناوو راوړی دی.  
دنيايي هيله چي يوسي و ممسک ته
هغه پړمخي پر خوي دي که نه دي
بخيلان ماړه دننه ښکاره ايسي
که سربېره سپين پېروي دي که نه دي

ډبره: (ډَ- بـَر- ره) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ډبري دی. وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
دا توری په دې سيمه کي په اولسي توګه د کاڼي په مانا کارېږي. مانا دا چي ټول اولس لکه د ختيځ ګړدود خلګ چي کاڼی ورته وايي؛ دلته يې ډبره بولي. پښتو قاموس د "سنګ" په مانا نيولی دی. 
پر کمزوري څه درنې ډبري اوري
زورور وراسته مغصوب علی الدوام خوري

وګره: (وګ- ره) يا ووګره دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې وګرې دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
غنم و ايشول شي؛ پاخه کړل شي او څه خواږه توکي ور ولوېږي؛ و دې ته ووګره ويله کېږي، چي پخوا يې په کال کي پخلی اړين بلل کېدی. کله به د هلک پر سنت کېدلو او کله پر نورو داسي خوشاليو باندي او په خيراتونو کي به هم پخېدله. دغه دود اوس په ښاري سيمو کي نشته او په کليوالو سيمو کي بيا هم پالل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
نېستي هم پراخه لرو حسد دننه
پښتانه وږي مشغوله په ووګره دي

کوسور: (کو- سور) دوې څپې نرينه توری دی. ج: کوسورونه.
دا توری د وزر، څنګ، يوه انډي، يوې څنډي او اړخ په مانا کارېږي. کوڅر بڼه هم لري. پښتو قاموس نه دی نيولی.
لوی دښمن په درب او طرب کي راته اوسي
کندهاره ياره مات دي ښی کوسور دی
په ارمان پاته کرياب کوسور خوړلی
بدقسمته پښتون ماته څنګل ايسي

پاڼ: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې پاڼونه دي.
کله چي د نيازه (سيلاب) اوبه په پسته مځکه کي ولاړي شي او لوی لوی مندونه او لوړې (د اوبو ژوري تګلاري) جوړي کړي، دومره ژوري شي، چي ختل يې بېلا بېل ګودرونه وغواړي؛ د مانده او لوړې و دې اړخونو ته پاڼونه ويل کېږي، چي له اوبو تېرېدو سره سوکه سوکه را نړېږي. همداسي په خاورينو غونډيو او ځايونو کي دې ته ورته ځايونو ته پاڼونه ويل کېږې. پښتو قاموس د "کمر کوه" په مانا نيولی دی. 
و انګرېز ته تايه نه نيسي نا اهله
لا بيده يو د چاودلي پاڼ په سيوري

خټبېله: (خټـ- بېـ- له) درې څپې ښځينه توری دی. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
خټبېله مځکه و ډېره خيښته مځکه ته وايي، چي لندبل يې د لاروي پښه نيسي. پښتو قاموس د "تهه نشين، دردلای" په مانا نيولی دی.
په رېډو ګنده خټبېله شاعري کي
ځان و ماته خوشال خان او بېدل ايسي

ميندپل: (مينـ-دَ- پل) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې ميندان دي او دريمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
د څارويو هغه نر چي خسي شوی نه وي او مندويي کوي. مانا د خپل ناغ ښځينه د برالبولو لپاره په رمه او په کور کي ساتل کېږي؛ مينده پسه بلل کېږي. خو د وګړي نارينه لپاره چي خرمستي او بېلاري کوي؛ په مستعار ډول کارېږي. مانا ډېر ناپوه او بېلاري وګړي ته هم له خښمه ميندپل ويل کېږي. پښتو قاموس مينده د "حيوان ناخصی" او مينده پل يې په "ګوسفند ناخصی" مانا کړی دی. 
زه چي و وينم حافظ واعظ خريلی
مغرور چاغ متکبر مندپل ايسي

تېيلی: (تېـ- يـَلـ- لی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې تېيلي دي. دريمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
د تېيلو کړه (فعل) پر بل اور يا انګار تر سره کېږي. لکه څوک غنم تېيي او نېني ځنې جوړوي او څوک پسه تر حلالولو وروسته تېيي او بيا يې د لاندي لپاره وچوي او څوک هسي هم د پسه پوست نه کاږي او تېيي يې. پښتو قاموس په بريان کردن، چيزی در روغن سرخ کردن مانا کړی دی.
موږ به تللی مبارک طالع را بولو
فرنګي لمبو په اور نه يو تېيلي