ستوني ستخ: (ستو- نيـ- ستخ) درې څپې نرينه توری دی. ستنو ستر. تيک، اېغ نېغ
کوم وګړی چي داسي نېغ پروت وي، چي سترګي يې هسک يا اسمان ته وي او پښې يې غځېدلي وي؛ و دې ته ستوني ستخ ويدېدل وايي. پښتو قاموس يې د پښتو په برخه کي "ستوني ستاک" ليکلی او ستوني ستخ يې مانا کړی دی.
پر قبله دي ستوني ستخ سي
ژوند لا سته نږدې دي ښخ سي

ګلول: (ګـَ-لـَ- ول) درې څپې توری دی او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پر ځان وړل، زغمل
ګلول توری د زغملو، سهلو او پر ځان وړلو په مانا دی. پښتو قاموس د "تحمل، برداشت کردن" په مانا نيولی دی.
کونېن: د نوي دور توری دی، چي د بابا په شعر کي يې ځای نيولی دی او د روغتيايي يو ډول درملو (ګولۍ) نوم دی، چي د تبي لپاره به خوړل کېدله. په دې نامه پځ (ستن، انجکشن) هم شته. پښتو قاموس نه دی نيولی.  
کونېن ته د صبر خوره که کيهي غواړې
ګلولي دغه تبي هر مېړه دي

غلبله: (غلـ-بَـ- له) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې غلبلې دی. وروستۍ څپه يې په لوړ زور ويل کېږي. يو ډول چيغي، نارې
په يو داسي څرنګوالي (کيفيت) کي چي د اړتيا پر بنسټ باندي د مرستي لپاره د يو چا د را بللو او خبرولو لپاره او يا د خپل درد څرګندولو لپاره چي کومي ناري وهل کېږي؛ غلبلې ورته وايي. پښتو قاموس د "فرياد، غوغا" په مانا نيولی دی. 
ځيني پاته به بنګلې سي؛ پر عيال به غلبلې سي
بزهګار: (بـَ- زه- ګار) درې څپې نرينه توری دی؛ ښځينه يې بزهګاره ده او جمع يې بزه ګار او بزهګاران دي. ګناهکار، اندېښمن، تورن، مسئول. جرم کوونکی.
دا توری په پښتو کي د ګناهکار په مانا کارېږي؛ خو ډېر نه کارېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
په دا سپينه ژيره زما رسوايي مه کړه
که په توره ږيره هر څو بزه ګار يم
شرعي په دغه ښکار هيڅ؛ محرم نه دی بزه ګار هيڅ

ختمه: (ختـ- مه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ختمې دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
دا يوه مذهبي چاره ده، چي د مړي په دريمه، څلوېښتي، تلين او يا کومه بله ورځ د قرآن پاک په ختمېدلو تر سره کېږي او د مړي پاتي شونې خيراتېږي. کله کله په ګړنيزه توګه د ميراث په مانا هم کارېږي. پښتو قاموس په نان مرده ګي نيولی دی.
ځي ختمې لره د مړي؛ خوري په غم کي څه پخ کړي

غچ: يوه څپه نرينه توری دی. کسات.
له چا څخه د بدو بدل اخستلو ته غچ کښل او کسات اخستل وايي. پښتو قاموس د "انتقام، عناد او عناد ګرفتن" په ماناوو نيولی دی.
که د ده اړول ګران وو؛ نو دي وي غچ يې اسان وو

غچي: (غـَ- چي) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې غچياني دي او ځيني پښتانه يې په غېچي هم وايي. بياتي. 
د کاليو (جامو) او ټوکرانو د پرېکېدلو لپاره چي کومه ځانګړې اله په کارېږي؛ غچي بلل کېږي. پښتو قاموس يې همدا بڼه نيولې او په قيچي يې مانا کړې ده.
څوک به وسکڼي نوکان يو؛ په غچي د ده بېښتان يو

تخرګ: د "ت" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. بغل.
د لاسونو او پښتيو يا پوښتيو تر منځ و لوړه برخه ته تخرګ ويل کېږي. بابا په ځانګړې توګه د بغل لپاره راوړی دی او پښتو قاموس هم د "بغل" په مانا نيولی دی.   
شرمګاه دوه تخرګه پاک که
عجز زيات په دا پوښاک که
خاص د تخرګه د ماينو ده؛ پسروره د ورنو ده

تلتک: (تلـ- تک) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې تلتکان دي او لومړۍ "ت" يې ځيني په زوَر او ځيني يې زېر وايي.
کنځڼ، کځڼ، کجڼ، بړستن، شيراک.
کله چي وګړی په ژمي او سړزګي کي بيدېږي، پر ځان يې اچوي؛ تلتک ور ته ويل کېږي. په دې اوسنۍ دوره کي خلګ شړۍ پر ځان اچوي او په ځينو ګړدودونو کي نور نومونه لري. شيراک خټک ورته وايي. پښتو قاموس د "لحاف" په مانا نيولی دی.
نه دی شرط د مړه مکان پاک؛ هم دغسي تلتکان پاک

غوټ: د "غ" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. پرېکېدل.
غوټ و پرېکېدلو ته وايي. غوټ و پنډ او لنډي سړي ته هم ويل کېږي. غوټه خبره و پرېکنده خبره ته وايي. پښتو قاموس د "تنومند، مقوي، بلکل او قطعي په ماناوو نيولی دی.
بل ښی لاس کيڼه پښه غوټ که؛ دا هر يو ظالم سونګټ که

موږی: (مو- ږی) دوې څپې نرينه توری دی او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. مږوی، مېږوی. ج: مږوي، مږويان.
په مځکه کي د کېږدۍ، څارويو او نورو شيانو د نجتلو او تړلو لپاره ټکوهل کېږي، چي له لرګي څخه جوړ شوی وي. اوس اوسپنيز هم شته. پښتو قاموس د "مېخ او چوبي" په ماناوو نيولی دی.
غرږی: (غر- ږی) دوې څپې نرينه توری دی؛ جمع يې غرږي دي.
کوم څوک چي په ستوني کي ږغېږي؛ غرږی ورته وايي؛ خو په ځانګړې توګه د سپي و يو ډول ږغ ته وايي، چي غپا يې په واز کومي ږغ ته ويل کېږي او غرږی يې په نيولې خوله له ستوني څخه و را وتلی ږغ ته وايي. په لاندي شعر کي د پښتو هغه ناوړه متل په نظر کي نيول شوی دی، چي تربور د توري شپې مږوی دی، چي اوس خلګ دا متل ته درناوی نه لري. مانا دا چي له تربوره څخه هم د ګوځارولو اندېښنه وي، لکه د شپې چي په ناخبرتيا سړی په مږوي کي نوک و وهي. پښتو قاموس د "صدای سګ در حالت غضب" په مانا راوړی دی. 
سته نږدې دوه درې موږي بد
لکه سپي داسي غرږي بد

ګای: يوه څپه نرينه توری دی او خبره ته وايي.
په اولسي توګه و خبره ته وايي؛ خو په ځينو سيمو کي او په ځانګړې توګه په کاکړانو کي د پښتو، سوګند او قسم په مانا هم کارېږي. لکه: "اوس مي ګای کړی دی" او د پښين خلګ وايي " ګای مي تر خوله وتلی دی" پښتو قاموس د "قول او وعدې" په مانا نيولی دی.
ګنده حرف مه ورته وايه؛ خوله تړه له بده ګايه
زام فرعون به د سحره سره غرق سي
د موسی په غوږ کي داسي ګايېدو څوک
غوراووښ: (غو- را- ووښ) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې غورواښته دی. يو ډول واښه دی.
يو ډول پوست واښه دی، چي پخوا به وچ کړل شو او په ماجتانو کي به هوارېدل. سرګړي هم ورته ويل کېږي او کله چي به د مړو په ښخېدلو کي ډورۍ پټېدله؛ له کاڼو او خښتو سره به غورواښته هم ورکول کېدل. کېدای شي، مخکنۍ بڼه يې غرواښه وي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
ورته کښېږده غوراووښ لږ؛ پر ډورۍ ورکه سرپوښ لږ

ځومبک: (ځومـ- بک) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې ځومبکان دي. وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. وټی.
په دسمالونو، خوليو او نورو شيانو د ښايست او ښکلا لپاره ځړېږي. خو په بنسټيزه توګه په پخوانيو پښتنو کي چي به کله و کوشني ته سر ور وخريل شو، د سر پر يوه ښکر باندي به يو څه وېښتان ور پرېښوول شو، چي يوه مذهبي ريښه هم لري؛ ځمبک ورته ويل کېږي. پښتو قاموس ځومبک په "زومبک" مانا کړی دی.
ټيکه: (ټيـ که) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ټيکې دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
پر تندي يو ډول جوړه شوې نخښه ته وايي، چي هندوان يې لګوي. لکه ډېر پښتانه چي پر تندي شين خال د ستن په خط کاږي. پښتو قاموس د "پز کوهي" په مانا نيولی دی او ټيک يې د "مېخک و چارګل طلايي زنانه که به بيني مې خلانيدند" نيولی دی. 
تريخ نهال د جهل وکاږه باغوانه
دا ځمبک نه دی ټيکه دي پر تندي کړ

زوی ځللی: (زوی- ځـ- للـ- لی) څلور څپې نرينه توری دی. جمع يې زوی ځللي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. زوی ځلکی. زويمړی، يوه ښېرا.
د ښېرا په توګه په ځانګړي دول هغه چا ته زوی ځللی ويل کېږي، چي بې زړه سويه او ناترسه وي. خو د توري مانا زويمړې ده او دا ځکه چي په وګړپالنه کي د هر چا د زوی او ورور وژنه او ځورونه د خپل زوی او ورور د وژني او ځوروني په مانا ده. ځلل، ځځرل د مرګ او پېږلو په مانا هم کارېږي. پښتو قاموس ځلل د "ظلم" په مانا نيولی دی. 
دوني لېري وو د کلو؛ چي دی مړ کی زوی ځللو
پړسېدلو زوی ځلکو ملت بايلود
پوستين مه سوځه خواجه په يوه کيکه
څوني غله سته په هر ښهر کي دننه
خاوند مړ کي نغده يوسي زوی ځللي

کېړ: يوه څپه نرينه توری دی.  
دا د شپول په څېر د پسونو او څارويو د شپې تېر لپاره جوړېږي. خو شپول يې لومړنۍ بڼه ځکه ده، چي په غرنيو اغزن بوټو به جوړېدی. په اوسني کېړ کي د کېړو څه ريښه شته، چي کېړ له کېړو څخه رغېږي او کېړې چي پخوا له شرغشو او غزو څخه جوړېدلې؛ هنري او مدني بڼه لري. په داسي سيمو کي به کېړ ځني جوړېدی، چي د شپې به د څارويو د خوړلو وېره نه وه. بابا د باغ يادونه کړې ده، چي پخوا پر کورنيو پالېزونو او باغونو هم کېړ را ګرزېدی، چي کورني او دبانديني څاروي په وګرزوي. پښتو قاموس د "ګاو زنبيل خمچه يي او تواره، آغل" په ماناوو نيولی دی. 
دغه باغ به دي خلاص نه شي له خزانه
که پر کېړ شا او خوا سد سکندر کړې
د ده کېړ پر پښتانه سد سکندر دی
و دارا ته بې غيرته مسېدو څوک

کتغ: (کـَ- تغ) دوې څپې نرينه توری دی او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
د خوړو لپاره چي په دېګ کي هر ډول پخلی کېږي؛ کتغ ورته وايي. پښتو قاموس د "سالن او نان خورش" په مانا نيولی دی.
کاک: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې کاکونه دي.
له وړو څخه پخېدونکې يو ډول ډوډۍ ده. يو څه وچمېژن خيشت شوي وړه پر ګړدۍ ډبره اچول کېږي او د پخېدلو لپاره د بل شوي اور څنګ ته ايښوول کېږي، يوه او بله خوا يې ورته اوړي او پخېږي. کاک ورته وايي. پښتو قاموس د "نان سنګي" په مانا نيولی دی.
پټ ځای ونيوی وتاک دوی
چي کتغ پوخ کي يا کاک دوی
لکه کاک د هري خوا په لمبو سوځي
عشېزۍ و غم ته څرمه پر محاذ دي

انګولا: (انګـ-ګو- لا) درې څپې ښځينه توری دی. ج: انګولاوي. 
دا هم د سپيو يو ډول په زوره ږغ دی، چي يوه ږغ ته يې غپا او بل ږغ ته يې غرږی ويل کېږي. خو انګولل له دې دواړو ږغونو څخه بېل او تر دواړو لوړ په واز کومي ږغ دی، چي کله کله يې د توپان او زلزلې تر راتګ له مخه هم وهي؛ خو انګولل د چغالانو په زوره ږغ ته هم ويل کېږي. پښتو قاموس د قوله کشيدن سګ په مانا نيولی دی.
ډک د کبره پړسېدلی؛ هر يو انګولي غپلی
زړه دي نه سوځي پر ساندي ګوندي وسي
ستا پر مېنه هم د سپيو انګولاوي

زک: يوه څپه نرينه توری دی. ج: زکان او په پراته زوَر ويل کېږي.
دا له پوست څخه او په ځانګړې توګه د مړيی پسه له پوست څخه جوړېږي، چي تر پخلي وروسته لاسي غوړي پکښي ايښوول کېږي او ځانګړتيا يې دا ده، چي غوړي نه پکښي خرابېږي. د زک غوړيو د نور خوندور کولو او خوږولو لپاره غوړي را وکښل شي؛ خورما او وچ توت ورسره ګډ کړل شي او بيا له ډوډۍ سره خوړل کېږي، چي دوشا ورته وايي. پښتو قاموس د "مشک روغن" په مانا نيولی دی.
قارون کښاته ولاړ په مځکه؛ غوړي وکاږه د زکه
د بل حق خوري چي په وازګو پيمانه دي
دا غوړی د ځانه نه دي کړي زک

تاند: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې تندي دي. خو سم دم همداسي توری "تندی" چي جمع يې تندي او تنديان دي؛ د لوېديځ ګړدود پښتانه و وچولي ته وايي. 
دا په کال کي د دننه عمر لرونکو مرغومانو او وريو لپاره کار شوی دی. خو ريښه يې له تانده څخه ده، چي وينه يې تانده او توندوالی ولري او پوڼاکي وهي. خو د نوو زوکړيو وريو او مرغومانو په مانا هم کارېږي. پښتو قاموس د "تازه او تر و تازه" په مانا نيولی دی.    
مرغومی: (مر- غو- می) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې مرغومان دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
د وزيی (بزې) و نر زېږېدلي مرغومی يا مرغونی ته وايي. ښځينه ته يې سېرله ويل کېږي. خو په ټوليزه توګه نرينه او ښځينه دواړو ته هم وايي. 
سخوندر: (سخونـ- در) د "س"په ساکن دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې سخوندران او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
د غوا و زېږېدلي نر ته تر يوه کاله پوري سخوندر ويل کېږي او ښځينه يې سخوندره بلل کېږي. خو و نوي زېږېدلي ته سخوندرکی وايي. پښتو قاموس د "ګوساله کلان" په مانا نيولی دی. 
جونګی: (جونګـ-ګی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې جونګيان دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
د اوښ و زېږېدلي نر ته تر دوه کاله پوري جونګی ويل کېږي. پښتو قاموس هم په دي مانا "شترجوان دوساله" نيولی دی او جونګ د يادښت کتابچه ته هم ويل کېږي.
تندي وري وو مرغومان هم
کم در کال سخوندر جونګيان هم
د بچه سقه بيعت ځينو قبول کی
د موسی سه سامريان راځي سخوندر له