ليکونکی: محمد نعيم آزاد
يادونه: دغه ليکنه زياتي برخي لري چي په اړخ کي يې د لوست لپاره انتخابولای سئ.

د بل ژبه زده کول که لوی کمال دی
خپله ژبه هېرول بې کمالي ده

د لوی استاد علامه عبدالحی حبيبي په ليکنو کي مي ويلي او له درانه استاد علامه عبدالشکور رشاد څخه مو اورېدلي دي، چي په اوسني وخت د پښتو ژبي د ويړتيا او بډايني لپاره تر ټولو وړاندي پر ګړدودونو کار کولو ته اړتيا ده او په هغوی کي د داسي ځانګړو تورو ثبتول چي په نورو ګړدودونو کي نه کارېږي، يا پرېښوول شوي وي او يا پرېښوولو ته نژدې وي، چي په کارولو يې د ژبي اړتياوي پوره کړای شي. وروسته که اړتيا پاته هم شي؛ بيا دي د نوو تورو د جوړښت لپاره د ژبپوهانو له لاري په ګډه هڅي تر سره کړل شي.
د ويړ قام "پښتون" د ويړي او پراخي ژبي "پښتو" پر بېلا بېلو ګړدودونو باندي پر کار کولو سربېره د هغه کلاسک شاعرانو پر ديوانونو باندي کار کول، سپړل او په هغوی کي د ځينو ځانګړو تورو مانا کول هم ارزښت لري، چي د بېلا بېلو ګړدودونو استازيتوب په برخه لري. ځکه چي پښتو ژبه پر څرګندو کلاسک شاعرانو سربېره "چي ديوانونه يې په څو څو ځله چاپ شوي دي او تر موږ پوري را رسېدلي دي" ځيني داسي شاعران هم لري، چي تر اوسه پوري يې د ديوانونو قلمي نسخې پاته وي او موندل کېږي. لکه په اوس اوس کي د ادم خېشکي ديوان چي د ښاغلي صحاف په زيار چاپ شو.
په کلاسک ديوانونو او نثري اثارو کي داسي ډېر توري موندل کېږي، چي ننني لوستونکي نه په پوهېږي. لاملونه يې بې شمېره دي، خو د ژبي د بډايني او پالني لپاره يې پوهېدلو ته اړتيا ده. که څه هم په دې لاره کي نوموړو پوهانو لکه ارواښاد دوست شينواري او نورو پوهانو تر خپله وسه په زړه پوري کار کړی دی، خو داسي ګڼ شمېر منظوم او منثور اثار شته، چي داسي کار ته اړتيا لري.
د ارواښاد سلام بابا منظوم اثار "چي د لوېديځ ګړدودو استازيتوب يې په برخه دی" داسي ډېر توري لري، چي زما په خيال يې څېړني او سپړني ته اړتيا درلوده. که څه هم ډېر توري يې قاموسونو نيولي وو؛ خو د قاموسونو د مهالنۍ پلي تګلاري په روڼا کي يې يواځي په پاړسي ژبه مانا کړي او زما په اند يې بيا هم لوستونکو ته ستونزه درلوده. خو ځيني داسي ډېر توري پکښې وو، چي قاموسونو نه دي نيولي او پر ختيځ او منځني ګړدود ويونکو سربېره يې د لوېديځ ګړدود ويونکي هم په ځينو تورو نه پوهېږي او يا يې هېر کړي دي. ځکه چي ژبه هم د خپل ټولنيز کلتور په څېر پراخه لمن لري او د ژندانه په بهير کي له غوښتنو سره سم د اړتيا پر بنسټ ډېر څه زړوي او پرېږدي يې او نوي څه خپلوي.
دا پوښتنه را منځته کېږي، چي هغه څه چي پخپله د ژوندي پاته کېدا توان نه لري؛ تاسو يې ولي د ژوندي پاته کېدلو هڅي تر سره کوئ؟ خو اړتيا دا ده، چي په تاريخ او کلاسک اثارو د پوهاوي لپاره اړينه ده، چي موږ د ژبي زاړه او پرې ايښي اثار له ځان سره خوندي ولرو، چي يوې خوا ته د ژبي بډايني لپاره کار ترې واخلو او بلي خوا ته په هغو پاتيشونو او اثارو هم و پوهېږو، چي له هغوی څخه د نومياليو نوموړو د ژوند اندونه، کردارونه او ارزښتونه وپامولای شو. 
د ارواښاد سلام بابا په منظومه پاتيشونې (اثار) کي چي ماته کوم توري داسي ايسېدلي دي، چي لوستونکي به په ونه پوهېږي؛ هغه مي تر خپله وسه مانا کړي، څېړلي او سپړلي دي او په څنګ کي مي د نوموړي پښتو قاموس سره پرتله کړي او د هغه ماناوي مي هم په خوا کي ورسره راوړي دي، چي د پښتو ژبي او سلام بابا لوستونکو د پوهاوي لپاره نوره اسانتيا را منځته کوي. خو بيا هم کېدای شي، چي په دې تورو کي داسي توري وي، چي په نورو ګړدودونو کي په بله مانا ژوندي پاته وي، خو دا به بېخي د نشت په شمېر وي.
د تورو په مانا کي مو سپړلې بڼه ځکه غوره کړه، چي ځيني داسي توري چي د کلتوري بدلون او پرمختګ له جوري يې يواځي د توري او په لنډه توګه مانا راوړلو سره زما په خيال د اوسنۍ دورې هغه ځوانان چي ښاري ژوند لري او هغه شيان يې اوس اړتيا وړ نه دي پاته شوي او هغه اړتياوي د نوي مدنيت په لورېينو پوره کوي؛ لکه غړکه، کېږدۍ او داسي نور، نور... او يا د نورو ژبو تر اغېز لاندي پښتنې سيمي دي، چي ځوانان او نوی نسل يې زدکړي په نورو ژبو تر سره کوي او خپله مورنۍ ژبه يې په لوست او نصاب کي ځای نه لري، نو زما په خيال نه شي کولای، چي يواځي له توري او په لنډه توګه مانا لوست سره دي هغه شی وپامولای شي. 
په همدې هيله مو دغه ويي پانګه ورسره مله کړه، چي د دې تورو په ښه توګه پر خونديتوب سربېره به له پښتو لوستونکو سره مرسته او د ژبي په بډاينه کي به کار ورڅخه واخستل شي.

د سلام بابا په شعرونو کي ويي زېرمه

لوښی: (لو- ښی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې لوښي دی او دويمه برخه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس د ظرف په مانا او دويمه مانا يې مجازاً ذات، طبيعت، واصل، استعمال راوړې ده 
د خوړو او څښاک لپاره چي کوم خاورين، فلزي او اوسپنيز توکي په کارېږي؛ هغوی ته لوښي ويل کېږي.
چي د مړه غسل تمام سي
پاک دي لوښي او هر جام سي
بل پر لوښو پر ټوکرانو
سته د زرو کامګارانو

مټ: د غټ په وزن. يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې مټونه دی. پښتو قاموس د خاک نرم و خشک، خاک تهنشين سيلاب و جوی او دويم يې د خم ګلِ کلان په مانا اخستی دی.
ميم يې په لوړ زوَر ويل کېږي او هغه اڼل شوې خاوره ته چي سېکه يې ختلې وي؛ مټ ورته وايي. وګړي يا څاروي چي کله پر مټنه خاوره او سيمه تګ کوي؛ دوړي ځنې ولاړېږي او د پښتو يوه ګړنه ده، چي: "څه کوې؛ لکه د مټ شيطان. څنګه خړ پړ يې لکه د مټه چي يې را کښلی يې." دا توری د پښتو په يوه ښېرا کي هم کارېږي، چي: خوله دي له مټه ډکه شه. د غه ښېرا په دې بڼه هم شته، چي؛ خوله دي د ګله ډکه شه.
په درواغو مدام ګټه
څو ډکېږي خوله د مټه



ژی: يوه څپه نرينه توری دی؛ جمع يې ژي او ژيان دي. په لوړ زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس فارسي مانا مشک آب ورته ليکلې ده.
ګوډی: (ګو- ډی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې ګوډي دی.
دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس (۱) انبان (۲) دست مشک دوغ (۳) غوزه جواري که هنوز دانه نګرفته باشد، لنګ. په مانا نيولی دی.
 دا توري "ژی، ګوډی" دواړه د يوه شي نومونه دي، چي غرني خلګ يې ژی بولي او د هواري خلګ يې ګوډی بولي. د پسه (وزيی) تر حلالولو وروسته د هغه پوست کښل کېږي او بيا د اوبو د خوندي کولو لپاره پخېږي؛ ژی ورته ويل کېږي. ځيني پښتانه "زی" هم ورته وايي. ښځي له کارېزونو او چينو څخه اوبه پکښي راوړي، چي پر وږو يې ږدي او د ژي په يو او بل سر کي و تړلي پړي ته چي ښځي يې پر تندي تکيه کوي؛ سرواکی ويل کېږي. په لوېسه يا دېوسه کي ايښوول کېږي، چي د لوېسې دوه اړخيز دېوالونه په خټو جوړ شوي وي او پر سر يې بوټي د سايې جوړولو او له باران څخه د ژغورلو لپاره ور ايښوول کېږي. مخ او شا يې پرانستې وي، چي د تېرېدونکي باد له کبله يې اوبه ډېري سړې او خوندي وي. د لوېسې په منځنۍ برخه کي لرګي په خټين دېوالونو کي نيول کېږي او لوړ سيندرېږي (يو ډول پوست بوټی دی) ور باندي ايښوول کېږي، چي ژي له لاندي خوا دپ نه وي. مانا باد يا هوا ور ايله وي.
که په ژي يا سولاغه تا؛ اوباوی کښت او راغه تا
ژی او ګوډی ځيني وړي هم؛ که دغسي پاکي وي هم
د طاقت غولانځي لوېشي کاري غشي
سته خونکي مستې ايښي پر لوېسې دا

تورکڼی: (تور- کَ- ڼی) درې څپې نرينه توری دی؛ جمع يې تورکڼي دی. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس د "دوده ټاپه" په مانا نيولی دی.
له اوره څخه پورته شوی دود يا دوګ چي کله خپل شته والی پر دېوال، لوښي او يا يو بل ځای جوت کړي؛ تورکڼي ورته ويل کېږي.
د زړه سترګي که راروڼي
نجس پرېمنځه تورکڼي

ګوږه: (ګو- ږه) دوې څپې نرينه توری دی، دويمه برخه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس "ګوږوی" د "ګاو قلبه يي" په مانا نيولی دی.
هغه ځای ته ويل کېږي، چي خپله ژوندۍ دنيا پکښي خوندي پالل کېږي. خپل توکم. خپله څنډه. خپل ټبر. خپله تپه. خپله کرونده.
نګهبان د خپل ګوږه سئ
يو پر بل باندي خواږه سئ

تموښ: (تَ- موش) دوې څپې نرينه توری دی او له تودښت څخه را منځته شوي سابنده چاپېريال ته ويل کېږي. پښتو قاموس د (۱) خارش (۲) ګرمي زياد تابستان په ماناوو نيولی دی.
چي جمعه سي يا اختر وي
تموښ ګڼ خلګ اکثروي

بوګری: (بو- ګَ-ری) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې بوګري دی. دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس د(۱) زمين اعانه که بدهقان خود براے کشت مفت از طرف صاحب زمين داده مېشود. (۲) بقر يکجريب يا زياده ازان زمين که بطور امداد به مستحق و همسايه داده شود. شخص ګستاخ (مو) بوګری.
(۱) ټپن ټپن، ټپلي ټپلي. ځای ځای (۲) پر لږ مځکه کرلی کښت
دا توری سلام بابا د څنګه ږيري په مانا کارولی دی. خو دا د وړوکي، څنګه کښت او وړې کروندې په مانا هم کارېږي. کوم سړی چي د ږيري وېښتان ونه لري؛ هغه ته دلته څوکړ ويل کېږي.
يو د بل په ډول ږيري
لري څرګنده بوګري

هاږه: (ها- ږه) دوې څپې ښځينه توری دی. مېږدن. پرګوړ.
هغه ټاکلی څړځای، ټاکلی کښت، جېوه او يا ټاکلې ونه چي و بل ته د ورکولو څخه يې را ګرځولې (هاږلی) وي. مانا د خپل کور او يا خپلو پسونو لپاره ځانګړی شوی وي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
کلمه پر کاغذ کاږه
باسه غله د خپله هاږه

موک: د څوک په وزن يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې موکونه دي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
د ناوړه او بېځايه کار تر سره کولو لپاره چي و يو چا ته د کلدارو او هر ډول جنس په بڼه ورکول کېږي؛ موک ورته وايي. رشوت
رنګارنګ ښندي موکونه
خپلوي ياغي ملکونه

مړوښه: (مَ- ړو- ښه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې مړوښي دی. دريمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږې او هغه ښځه ته ويل کېږي، چي مېړه ولري. ځينې پښتانه يې مېړوښه وايي. پښتو قاموس په "زن شوهر دار" مانا کړې ده. سلام بابا دا توری په سياسي شاليد کي مستعار ډوله کارولی دی.
اوس مړوښه سوه طلاقه
د کانګريس د اتفاقه

خوڅی يا خوسی: (خو- څی) دوې څپې نرينه توری دی او دويمه برخه يې په لوړ زوَر ويل کېږي، چي جمع يې خوڅي او خوڅيان دي. يوه لوبه، چي اوس هم د لوی ندهار په هره سيمه کي کېږي.
په دې لوبه کي دوې ډلي چي هره ډله يې په شمېر برابره وي. په دې لوبه کي يو لاس او يوه پښه شا ته اوړي او پر يوه پښه باندي په ولاړه او ګرځېدلو سره لوبه پلي کېږي. هر غړي يې پښه تر شا په يوه لاس نيولې وي او پر بله پښه باندي د بلي ډلي د ملګري په لاس نيولي پښې د ايله کولو هڅي کوي. نيولې پښه او لاس چي سره بېل شي؛ هغه لوبغاړی له منځه ځي. مانا پوچ شي. د يوې ډلي و خوا ته د خاورو يوه وړوکې کوړه جوړېږي، چي لوبغاړي يې و مخ ته ولاړ وي او پالنه يې کوي او بله ډله يې د ورانولو هڅي کوي. د کوړي لوري ته يو لوبغاړی چي شا شا ته کېږي؛ غوا بلل کېږي. د غوا په وهلو مانا ګوځارولو او يا په پنځه واره کوړه ورانولو سره لوبه ګټل کېږي او بيا بله ډله د کوړي خوا ته را اوړي، چي غوا هم بيا د دوی له خوا وي او د کوړي پالنه هم پر دوی وي. پښتو قاموس نه دی نيولی. بابا دا توری هم په سياسي شاليد کي مستعار ډوله کارولی دی.
ورکوي دا شابوسی اوس
مسلم ليګ کوي خوسی اوس

بېوره: "بېروه"( بېو-ره) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې بېورې دی. دويمه برخه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. ناوړه چاره، پړه.
هغه ناوړه تېری، زياتوب چاره يا چاري چي د خپلو او پرديو له لاسه د چا د ځورولو لپاره تر سره شي؛ بېوره بلل کېږي. پښتو قاموس د ظلم او تعدی په مانا نيولی دی.
خو چي څه هره بېوره ده؛ زام د پيله د ګوره ده
ما ليدلې د يارانو سه بېوره ده
اوس پخه سودا د کډي راسره ده

ګوره: (ګو- رَه) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې ګوره ګان دي او دويمه برخه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. انګرېز، پرنګی.
دا توری د هند له خوا پښتنو ته راغلی دی. ځکه چي انګرېزان له هغې خوا پښتون وطن ته راغلي يرغلګر وو. دا چي په لومړي ځل هنديانو ته راغلي وو او دا نوم هنديانو ځکه ورکړی وو، چي هنديان و سپين او ښايسته ته ګوره وايي او انګرېزان سره او سپين خلګ وو، چي بيا دا توری په ټوله سيمه کي د انګرېزانو لپاره ځانګړی شو. خو دا توری پښتنو د سپين او ښکلي په نامه نه دی خپل کړی؛ بلکې د انګرېز او کافر په مانا يې خپل کړی دی. اوس هم پښتانه چي و زوی يا کوم بل چا ته په خښم شي؛ نو د خپل زړه د بړاس ايستلو لپاره ورته وايي، چي "د ګوره زو" پښتو قاموس ځکه نه دی نيولی، چي پښتو توری نه دی. 
بيا پر ما سکان پيره سو؛ لوی کالخوايه مي ګوره سو

ږغږغه: (ږغ-ږ- غَه)  درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ږغږغې او دريمه برخه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. ږنګږغه، ږمږغه. پښتو قاموس يواځي ږنګ د جرس په مانا نيولی دی.
يو فلزي اله ده، چي د څاروو په غاړه ځړول کېږي.
درځي اوښ سره د باره
ږغږغه څه کوې ياره

ږنګی: (ږن- ګی) يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې ږنګي دی او دويمه برخه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. ځيني پښتانه ږنګوله هم وايي. ږنګ، ږنګی، ږنګوله او ږغږغه په يوه مانا کارېږي. 
لحاظ ګر دا فرنګی دی
چي په غاړه يې ږنګی دی

خوشي: (خو- شي) دوې څپې توری دی. (۱) بېځايه. (۲) ايله
وخت، وس، هڅه او هر هغه څه چي بېځايه ګار شي. او خوشي کېدل د ايله کېدلو په مانا هم کارېږي. لکه د زندانه خوشي شو. ډېر پښتانه يې خوسي وايي. پښتو قاموس يې د خوسي بڼه په همدې مانا نيولې ده.  
خزانې و وتې خوشي
لا خالي پرتې دي تشي

ورغښت: (ور- غښت) دوې څپې نرينه توری دی او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
د وګړي، څاروي اووښتل را اووښتل. مانا هر سا لرونکی چي په لوبه، له درده او يا بله اړتيا کي اوړي را اوړي؛ ورغښت ورته وايي. پښتو قاموس ورغستل د جوکوب کردن په مانا نيولی دی. 
مله ورځي دی بيا ورغښتی
وي په هره خوا اووښتی

دروږ: (در- وَږ) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې دروږونه دي. دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي او "دروږ" د پير منونکو خلګو او مريدانو له خوا په کال کي و پير ته د تعويذ او دعا په بدل کي د څاروي او کله د کلدارو او يا بل جنس په بڼه ورکول کېږي. پښتو قاموس د علامهِ عقيدت او حيوان نذري که ګوش آن کمي ببرند په مانا نيولی دی.
وژني ټوله غادران هم؛ دروږ خوره غله پيران هم
د دروږ کيسې کوي په مجلسو کي
شکرانه چلوي دم او ګمان وايي
غادر ټګ د خپله نفسه درواغ باسي
دروږ را اثر پر سوی د پېري دی

غړکه: (غَ- ړَ- که) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې غړکي دي او لومړۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس د "مشک دوغ" په مانا نيولی دی.
غړکه د وزيی پسه له پوسته رغېږي يا پخېږي. د غړکي د رغېدلو پيل داسي کېږي، چي و لومړۍ چاره ته يې "کار" ويل کېږي. هغه داسي چي ښوري (يو ډول خړ رنګه بوټي دي) وسوځل شي. اور او سکروټي يې و سړو اوبو ته لوېږي او دغه اور اوبه دومره تودې کړي، چي لاس سوځي. دغه اوبه و پوست ته ور واچول شي او پوست تر ګودړانو (ختڼو) لاندي کړل شي. يوه ورځ پر تېره شي، چي د اوبو د تودښت او سابندۍ د خولو له کبله پر پوست ولاړي وژغوني توی شي او پوست تک سور واوړي. کله چي کار ځنې توی کړل شي او له تورکڼو څخه په ښه توګه پرېمنځل شي؛ نو کوټل شوي او ميده اومان يا هومان (يو ډول بوټی دی، چي د هوما يا سوما په نوم ياد شوی او ډېر لرغونی تاريخ لري، چي ځيني خلګ يې سپېڅلی او ځيني وايي، چي يو ډول دارو ځنې جوړېدل) په ښه پرېمانه توګه پر اچول کېږي، چي پوست نږدې پکښي پټ کړي؛ و دې ميده اومانو ته :دَه" ويل کېږي. وروسته پوست تر يوه ډبره لاندي کښېښوول شي، چي شل ورځي وروسته "ده" ځنې توی کړل شي او په اوبو کي ايشول شوي تاوده اومان ور اچول کېږي، چي نه په سوځي او نه ساړه وي؛ لس ورځي يې پکښي کښېږدي او تر دې کړنو وروسته اومان ځنې توی شي او غړکه پخه شي. 
چپه ځې د لوی څړکه؛ څيرې خامخا غړکه
پښتون لاندي سو در خوپ عبدالسلامه
په ګنده مېرمن ککڼه ده غړکه
که څوک نه څيري پښتون خپله غړکه
بيا دې نه شاربي د نورو په خرک

کانه: (کا- نَه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کانې دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. پسات، پساتونه. پښتو قاموس په واقعه غير مترقب او ازمايش شوم و بد په مانا نيولی دی. 
"څه کانې دي په را وکړې" دا خبره يا ګيله و هغه چا ته کېږي، چي سړی يې تېرايستلی، ځورولی او کړولی وي. مانا د يو چا له ناپوهي څخه و ځاني ګټه اخستونکي او دروهونکي ته دا ګيله کېږي.
ژرګه: (ژر- ګه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ژرګي دي او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. يو اغزن بوټی. پښتو قاموس د مو، بوته، بلک او نبات خاردار په مانا نيولی دی.
ژرګه يو اغزن بوټی دی، چي په غرونو کي کېږي. يو څه توربخون سپين رنګ لري. غرني خلګ يې په ژمي کي سوځي او ډېر ښه انګار لري. تر ډېره وخته نه ايره کېږي او سړی په تود وي؛ خو ډېری وخت مالدار خلګ د څاروو لپاره شپول ځنې جوړوي. ځيني پښتانه يې زرګه بولي.
کونډلۍ: (کون- ډَ- لۍ) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کونډلۍ او کونډلياني دي. يو اغزن بوټی دی. دومره نه غټېږي. د "واښه" بڼه لري، چي ځيني څاروي يې خوري. د پسو په وړيو او د انسانانو په کاليو پوري مښلي. پښتو قاموس د مو، خارمغيلان په مانا نيولی دی.
بيا به دی کانې در وسي
هره ژرګه به لېوه سي
ګڼي ژرګي کونډلۍ دي
زه پر ټاټ خره پر غالۍ دي
بې بګړۍ ګنده خولۍ سوې
ښه باغونه کونډلۍ سوې


کټو: (کَ- ټَو) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کټوي دي. پښتو قاموس د کټوۍ په بڼه د دېګ ګلي او دېګچه ګلي په مانا نيولی دی.
ګېلول: (ګـېـ- لَ- ول) درې څپې توری او مصدر دی. رغړول. ګېلېدل، رغړېدل. پښتو قاموس د "لول خوردن" په مانا نيولی دی.
کټو يو خاورين لوښی دی، چي له خټو څخه يې کومباران يا کوماران جوړوي او وروسته په اور پخېږي، چي وروسته پخلی پکښي کېږي او ډېری وخت ښوروا پکښي پخېږي. خو په دې شعر کي "کټو" په داسي مانا کار شوې ده، چي د پښتو يوه ګړنه پکښي ځای شوې ده، چي توري کټوي ګېلوه. مانا دا چي يوه په بله پسې ستونځي پر ځان وړه او دا په پخوانيو پښتنو کي دود وو، چي د يوې قافلې او يو چا تر مخ به تشه (خالي) کټو چا تېره کړله؛ هغه قافلې يا تېرېدونکي وګړي به شپه پر هغه ځای تېروله او دا به يې انګېرله، چي که شپه تېره نه کړم؛ تاوان را پېښېږي. ځيني پښتانه يې کټوۍ او کټوه هم بولي.
چي په بل چا نه وي سوي
ګېلوه توري کټوي
سهار باندي سي کټوي
ور چلېږي وږي روي
مهردل ګولۍ غلبېل کی
و کوهي تې کښاته ګېل کی

وژغوني: (وژ- غو- ني) درې څپې ښځينه توری دی او لومړۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. وېښتان، ورېښتان. پښتو قاموس د "موی بز" په مانا نيولی دی.
ځيني پښتانه يې وزغوني وايي، چي لومړۍ برخه "وز" يې د وزې له کبله کېدلای شي او په ځانګړې توګه د وزيی و وېښتانو ته ويل کېږي، چي غوني يې د وېښتانو لپاره او "وژ" يې د اوږد په مانا هم کېدلای شي؛ لکه په ځيني پښتنو کي اوس هم د وېښتانو لپاره غوني کارېږي، چي غوني مي ځيږ ځيږ (ځېګ ځېګ) شو. په پښتني ټولنه کي چي څوک د وګړي بې ډوله او اوږده وېښتان غندي او سپکاوی يې کوي؛ نو د وژغونو په نوم يې نوموي. ځيني پښتانه يې "وزغوني" او "وځغوني" هم وايي. د سلام بابا په وروستي شعر کي "وژغوني پر زړه باندي" د ډېري زړورتيا او ترهي يا وحشت او فرعونيت په مانا کارول شوي دي. 
تويوي بې سرپې ويني
دا ببر اوږدې وژغوني
پلې وو غاښ وو او وژغوني
وچي دا پخې څرمني
يا پر غاړه ځای د ويني
ځيني وخريي وژغوني
پوستين هم مخ د څرمني
په دا شان دی نه وژغوني
هر فرعون به ارمان پر ايمان وکي
نن ولاړي دي پر زړو باندي وژغوني

ځوړ: يوه څپه نرينه توری دی. کښاته. کوز. د لوړ اپوټه. پښتو قاموس د "نشيب زمين، پستي زمين" په ماناوو نيولی دی.
پر ځوړ وبهېدې کښاته؛ ابادي په کېږي زياته

نغاړي: (نغا- ړي) د "ن" په ساکن دوې څپې لرونکی توری دی. نغښتل يې مصدر دی او د ټولولو په مانا کارېږي. پښتو قاموس د "پېچانيدن، نور ديدن او مجازاً د اجتناب کردن" په ماناوو نيولی.
سپی له لوږي مري پر ژاړي؛ ډوډۍ پټه ځني نغاړي

سکښت: د "س" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. سکښتل يې مصدر او د پرېکولو په مانا کارېږې. پښتو قاموس د "برش" او سکښتل يې د "برش کردن" په مانا نيولی دی.
کالي (جامې) چي تر رغولو مخکي پرې کېږي؛ و هغه ته سکښتل وايي. خو دلته په ګړنيزه توګه کار شوی دی او وايي، چي ذهني روزنه يې په کفري تګلاره تر سره شوې ده.
د مذهبه سه اووښتی؛ معلومېږي کفر سکښتی
دوړي والوتې ګڼ خوپ په کندهار کي
يو کالی به يوه روغ کی يوه سکښت

پېټک: (پې- ټک) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې پېټکان دي. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پر تندي ځړېدونکې مرۍ (دانه) او کوم بل شی.
په ځانګړې توګه د کوشني پر تندي ځړول کېږي، چي کله له مريو (دانو) او کله له بل شي څخه جوړ شوی وي. خو په ګړنيزه توګه د پېغور لپاره په کارېږي. لکه په دې شعر کي چي بابا کار کړی دی. پښتو قاموس د "زېوريکه زنان بر شقيقه آوېزند" په مانا نيولی دی.
قرآن خان او ملک پرېښوو
هر چا نوی پېټک کښېښوو

بڼه: (بَ- ڼَه) دوې څپې ښځينه توری دی؛ جمع يې بڼې دی او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. څېره، څهره. د مخ کړه وړه. 
"بڼه دي خاوري شه" دا يوه ښېرا ده، چي پښتنې ښځي يې کاروي او په ځانګړې توګه د مخ لپاره کارېږي. پښتو قاموس د "مو، چهره" په مانا نيولی دی او يوه بله ګړنه "بڼه الوتل" (هېښ پاتېدل) يې د "رنګ پريدن" په مانا راوړې ده.
قرآن نه چلوې ولي؛ ښې بڼې مو کې بدلې
پر بڼه پېژنم بم زه؛ همای فعل در ښيم زه

نغری: (نغَ- رَی) د "ن" په ساکن دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې نغري او نغريان دی. دويمه برخه يې په لوړ زوَر ويل کېږي او ځيني پښتانه يې د "ن" په زوَر په درې څپو هم وايي. 
هغه ځای ته ويل کېږي، چي په کور کي د ډوډۍ پخولو او د ځان تودولو لپاره په بوټو يا سوځېدونکو موادو باندي اور پکښي بلېږي او د ډوډۍ پخولو لپاره چي کوم اوسپنيز درې پښې لرونکی توکی په کارېږي او تبۍ يا تبخی د ډوډۍ د پخلي لپاره او دېګ يا چاينکه پر ايښوول کېږي؛ هغه ته هم نغری ويل کېږي. په ګړنيزه توګه د کور په مانا کارېږي، چي دلته هم په ګړنيزه توګه کار شوی دی.
عوام تل خواره خواري وي؛ نېستي پروته پر نغري وي

خندکی: (خن- د- کَی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې خندکيان دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
په سپيانو کي يو ډول دی، چي تر نورو سپيانو څه ټيټ وي او دلته په ګړنيزه توګه کار شوی دی، چي د پېغور او سپکاوي په مانا دی. پښتو قاموس په "سګ تيګر (نوعي از سګ) او نوعي از ګل" په ماناوو نيولی دی. ځيني پښتانه يې د "ر" په زياتوالي سره خندرکی هم وايي. په ګړنيزه توګه ټيټ او په چا پسې ته هم کارېږي.
خندکيان خو نه کو ياد ما؛ که در ښوو د ده اولاد ما

موږَی: (مو- ژی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې موږيان دي او وروستی برخه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
موږی له لرګي يا اوسپني څخه جوړ شوی څيز چي يو سر يې تېره او په مځکه کي د نجتلو يا ټکوهلو لپاره جوړ شوی وي او په پښتني ټولنه کي د کېږدۍ د درولو يا نجتلو او د لويو څارويو د تړلو لپاره په مځکه کي ټکوهل کېږي. سلام بابا "فرعون" ډېر ځايه په درې څپې او سيلابه کاروي او ځينې پښتانه يې په مژوي او مېږوي هم وايي. پښتو قاموس د "مېخ او چوبي" په ماناوو نيولی دی.
نجني: (نجَ- ني) د نون په ساکن دوې څپې توری دی. نښلول، درول.
د فرعون موږي نجني؛ هر منصف په ده کي ويني
ده د کفر خېمه نجته؛ سجده کوي و بت ته

کرږه: (کرږ- ږه) د "ک" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی او جمع يې کرږي دي. په زوره چيغي.
له زور زياتوب او تېري (ظلم) له خوږو (دردونو) څخه د انسان تر خوله وتلي په زوره چيغو ته کرږي ويل کېږي، چي ځيني يې "ر" په زېر  او يا د "يې" په زياتوالي کريږي هم وايي. پښتو قاموس د "کشيدن آواز بلند در اثنای او خوف و هراس" په ماناوو راوړی دی.
کوچنيان ښځي حملې وې؛ سختي کرږي غلبلې وې
غالبوزه: (غال- بوز- زه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې غالبوزي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زور ويل کېږي.
دا يوه خزنده ده، چي سور او ژړ بېلا بېل رنګونه لري او په انسان نېښ جګوي. چي سره رنګ لرونکو ته يې "چي يو څه غټي دي" ټنډي غالبوزي وايي او ژړو ته يې "چي څه وړي وي" ژړي غالبوزي وايي. په يوه ځانګړي موسم کي راځي او په ساړه موسم کي بيرته ورکي شي. پر سخا ځايونو باندي ګرځي، الوت کوي؛ د اوسېدا لپاره لکه مچمچۍ خاوريني سوري سوري په ونه يا کوم بل ځای پوري نجتی کور جوړوي. پښتو قاموس په "زنبور" مانا کړی دی.
فرنګي ځان در څه بيل کی؛ و غالبوزو تې اور بل کی

خوپ: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې خوپونه دي. خړ پړتيا.
خوپ و داسي خړپړ چاپېريال ته وايي، چي باد او دوړي که څه هم د سر په سترګو نه ښکاري؛ خو ليد تر ډېره نه پکښې کېږي. پښتو قاموس په "ګرد و غبار و بخار" او ابريکه بزمين پايين شد و زمين را بپوشاندده په ماناوو نيولی دی. 
پسول: د "پ" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې پسولونه دي. ګېڼه، ښايست، پت، سړيتوب. پښتو قاموس د زېور او ګېڼې په ماناوو نيولی دی.
پسول د ګېڼې او ښکلا په مانا دی. خو په ګړنيزه توګه د پت، سړيتوب لپاره هم کارېږي، چي سړيتوب د نارينه پسول دی. ښه عمل د پښتانه، ناوي او داسي نورو...  پسول دی
خوپ اخستی بخت را بوله؛ ناوې نه ده ښه بې پسوله

پوم: يوه څپه نرينه توری دی. يو ډول ناروغي. پښتو قاموس د "پون" په بڼه او د "ګرګ" په مانا نيولی دی، چي ځيني پښتانه يې پون بولي.
دا يو ډول ناروغي ده، چي په څاروو کي وي. خو په ځانګړې توګه په پسونو او سپيانو کي ډېره څرګندېږي، چي وېښتان يې و رژېږي. سلام بابا دا توری په خپلو شعرونو کي په ګړنيزه توګه کارولی دی.
د جنته به محروم سي؛ چي اخته په دغه پوم سي
زام چابک به په کفن سي؛ ځواني ځي ژر به پمن سي

خوړسکه: (خوړس- که) د "خ" او "و" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی؛ خوړسکي يې جمع دي. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس د "دود کثيف" "بوی بد" په ماناوو نيولی دی او يو ډول ناروغي يې هم بللې ده. په ګړنيزه توګه يې "خوړسکه په لګېدل" د تباهۍ په مانا هم راوړې ده.
دا توری د ناوړه بوی لپاره کارېږي او په داسي وخت کي که څه هم بوی وجود نه لري. خو کله چي څرک او حس شي، نو خوړسکي بلل کېږي او پښتانه داسي وايي، چي خوړسکي يې ولاړېږي او و خوړسکه ته يو نږدې توری غوړشکه هم دی، چي د دوړو او دود په لومړۍ څپه کي پر يوه ځای را وتونکې يا پورته کېدونکې څپه ته ويل کېږي.
خولې په دې انګرېزي غولو
موږ د داسي خړوسکو ځغلو

زوه: (زَو- وه) دوې څپې ښځينه توری دی او جمع يې زوي دي. پښتو قاموس د "ريم" او "زردآب دانه" په ماناوو نيولی دی.
کله چي ټپ خوړجن شي او د وينو پر ځای يو ډول اوبه کوي؛ هغو ته زوي ويل کېږي، چي ډېري خوړجني او په کتو خوا ګرزني اوبه وي. 
دا مرداري شيدې روي؛ خوا يې نه ګرزي پر زوي

خامپوڅي: (خام- پو- څي) درې څپې ښځينه توری دی. که څه هم خامپوڅه يې "واحد" دی، خو تل په جمع توګه کارېږي. خاړپوپي، خامبوړي، خاړپوڅي. پښتو قاموس يې د "خاړپوڅي" بڼه نيولې او په "چارغارک رفتن" يې مانا کړی دی.   
دا توری د ماشوم هغه تګ ته کارېږي، چي د تګ لپاره لومړۍ هڅي کوي. پر لاسونو او پښو باندي پر څلورو روانېږي. مانا دا چي پر خاورو باندي د وګړي پر څلورو (چي دوې خپړي او دوې ګوډې لګوي) تګ ته خامپوڅي ويل کېږي. خو دا توری د ماشومانو تګ ته ځانګری دی.  
پلوڅه: (پـَ- لو- څه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې پلوڅي دي او هغه ښځه ته ويل کېږي، چي پلو نه نيسي؛ مانا بېشرمه وي. پلوسه يو بوټی هم دی. پښتو قاموس په همدغه بڼه د "بقه بلک که صمغ عربي ازان حاصل مېکنند"  په مانا نيولی دی. 
را روان کی په خامپوڅي؛ دې مډمي خرې پلوڅي

غوځيزي: (غوَ- ځيز- زي) درې څپې لرونکی ښځينه توری دی. 
په پسه کي دننه تر پوست لاندي پيدا کېدونکی چينجی چي توره خوله او کمر رنګ لري او پای پوست سوری کړي، چي له هغه پوست څخه بيا غړکه، زَک او وزَن نه رغېږي. پښتو قاموس په همدې مانا د "غوززي" په بڼه راوړی دی.
و رنډۍ ته ننوزي؛ هر ډنګر وکو غوځيزي
ډېر مخان اوړي سرکوزي؛ دغه وژن لري غوځيزي

شنالغه: (شنالـ- غه) د "ش" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې شنالغي دي. دويمه څپه يې په پراته زور ويل کېږي. يو ډول خواړه.
په غرونو کي يو ډول ځانګړي "وني" دي، چي شنې کوي. د همدې ونو د غټو شنو له کوټلو څخه يو ډول خواړه جوړېږي، چي شنالغه ورته ويل کېږي. کېدای شي، په ويړ پښتني وطن کي به بل ځای هم وي؛ خو د خواجمران او توبې په غرونو کي تر اوسه پوري د شنو وني شته او اولسونه دغه خواړه پر خپل وخت جوړوي. 
پوسه: (پوسـ- سه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې پوسي دی. يو ډول خواړه.
دا هم د هغو غرنيو ونو د "وړو شنو" له کوټلو څخه جوړېدونکي يو ډول خواړه دي، چي په سختاړ (ډېرو کوټلو) غوړي کوي او خوړل کېږي. و ډېرو وړو شنو ته کاسوري هم ويل کېږي. 
در په ياد که شنالغه پوسه؛ د انګليس لعين جاسوسه
د ماړه اقسام خواړه نه پېژنمه
پلار او مور نيکه يې زدو وو شنالغه کورت

غېلي: (غېـلـ- لي) دوې څپې توری دی. پسونه، څاروي.
د پسونو (وزيی او مړيی) "رمه" چي يوه او نيمه غوا او غويی پکښې وي؛ غېلي ورته وايي. خو سلام بابا دلته د ټولني ناپوهي په پام کي نيولې او دا په ګوته کوي، چي ناپوهان مشران د ټولني درد نه دوا کوي؛ لکه لټ شپانه چي رمه نه شي پوولای، ان چي لېوه يې ورته ويلي دي. هغه د پښتو متل دی، چي: "څوک يې بيايي راولي يې، څوک يې پيايي را ولي يې." پښتو قاموس هم د "رمې" او يوې لوبي چي ګرګ و مېش لوبه بلل کېږي، مانا کړی دی.
لېوه چېري ساتي غېلي؛ دښمن نه پېژنې ولي
څښي ويني لکه چايي؛ لېوه کله غېلي پيايي

ورا: د "و" په ساکن يوه څپه ښځينه توری دی. جمع يې وراوي دي، چي د ختيځ ګړدود پښتانه يې "جنج" بولي او دا توری د واده په ورځ د ناوي راوړلو لپاره د زوم له کوره د تلونکو خلګو و ټولګه ته ويل کېږي. پښتو قاموس په همدې مانا نيولی دی، چي له لېري ښکاره کېدونکي په مانا هم ده، لکه له ورا ځايه ښکاره کېږي. 
دريا: (دَ- ريا) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې درياوي دي. دريه.
پر يوه چمبر "چي له لرګي يا کوم فلزي توکي څخه جوړ شوی وي" باندي را ګرزېدلی لوند پوست وچ کړل شي؛ رغېږي او په وهلو و ډول ته ورته خوندور ږغ لري، چي په ودونو او نورو خوشاليو کي يې ښځي تر زدکړه وروسته په خپل انداز وهي او اتڼونه ورباندي اچوي يا کوي. د اتڼ ناري، غاړي او سندري ورسره وايي. دريا يا دريه ورته ويل کېږي او په لوېديځه سيمه کي تر اوسه پوري د ټنګ ټکور يو ډول ناسته (چي بانډار ورته ويل کېږي او په ځانګړې توګه به طالبانو د ادينې "جمعې" په شپه جوړاوه) د خوشاليو پر مهال تر سره کېږي، چي لګن، تال او دريا پکښي وهل کېږي او اولسي سندرغاړي بانډاري بدلي وايي، چي ورسره څو ملګري سروکی او کسر په غبرګيز ږغ وايي  . پښتو قاموس دريا په دريه مانا کړې ده.
انګرېزانو ښځو کله؛ زموږ په ورا دريا وهله

وينه: (وۍ- نه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې وينې دي او لومړۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. يو ډول چينجی.
دا يو ډول چينجی دی، چي لرګي يې کوي او په ځانګړي ډول پر بام پراته لرګي يې کوي، چي د دوبي په تاوده اهاړ کي ځان ښکاره کوي. د اوسېدا لپاره د مچمچيو غوندي په لرګيو پوري نښتې خاورينه ځالي هم جوړوي. خواړه يې هم له لرګي څخه وي. پښتو قاموس په "کويه چوب" مانا کړی دی.
که هغه جهان منې ته؛ مه خوره څوک لکه وينې ته
نړوي ماڼۍ بامونه خوري دننه
چينجي وينې د زاړه کفر وَينې ته

ورځګی: (ورځـ- ګی) د "و"په ساکن دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې ورځګي او وروستۍ برخه يې په لوړ زوَر ويل کېږې. دام.
د غزه يا شرغشو (سرغشي) له کلکو غنو څخه يو ډول دام جوړېږي، چي په غرونو او رغونو کي و مرغانو ته د نيولو لپاره ايښوول کېږي او کله کله په ورځنۍ خبرو کي هم د ورځي په استازيتوب کارېږي، چي يو څوک د چا کور ته ورغلی وي او شپه يې نه وي ورسره کړي، نو پر پوښتنه وايي، چي ورځګی يا ورځګوټی ورغلی وم. پښتو قاموس نه دی نيولی.
اچولی چا ورځګی وو؛ هغه دغه فرنګی وو

خواستغی: (خواسـ- تغـ- غی) د "خ" په ساکن درې څپې نرينه توری دی. جمع يې خواستغي دي او وروستۍ برخه يې په پراته زوَر ويل کېږې.
خواستغيا د لوږي يو داسي څرنګوالی او کيفيت دی، چي سړی مرګ ته نږدې وي او خواړه نه ور رسېږي؛ ان چي کله له دې لوږي څوک مړ هم شي؛ دې ته د خواستغيا مرګ وايي. خو په اولسونو کي داسي څوک چي وږی وږی کېږي؛ هغه ته هم وايي. پښتو قاموس د "مرض ګرسنه چشمي" او "ګرسنه چشم" په ماناوو نيولی دی.
ډېر خواستغي سو د لوږي؛ ډېر ژوندي نسونه مږي
نه دمور په نس کي چيغي
 څوک وهي نه سو خواستغي

کودی: (کَو- دی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې کودي او کوديان دي. وروستۍ برخه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
کله چي کوزه يا بل کوم خاورين لوښی مات شي او نيمی يې روغ پاته شي؛ هغه ته کودی ويل کېږي، چي و سپيو يا چرګانو او نورو کورنيو مرغانو ته اوبه پکښي ورکول کېږي؛ کودی ورته وايي. پښتو قاموس په تيکر، سفال، ظرف ګلي شکسته ماناوو نيولی دی.
ته کافر د مخه دی که؛ سر د ده د سپي کودی که
زڼی: (زَ- ڼی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې زڼي دی. تخم.
زڼي چي ځينې پښتانه زړي او زوڼي هم ورته وايي او ځينې يې تخم بولي. لکه د هندواڼې زوڼي، د خټکي زوڼي، د کدو زوڼي او داسي نور... پښتو قاموس د "مغز خسته" په مانا نيولی دی.
مندکه: (من- دَکـ- که) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې مندکي دي.
ځينې مېوې د زڼي پر ځای مندکه لري، چي د تخم لپاره په کارېږي او تخم هم ورته ويل کېږي. لکه د ژړدالو مندکه، د شفتالو مندکه، د الوچې مندکه او داسي نور... خو بابا په ګړنيزه توګه کارولی دی. پښتو قاموس په "خسته بادام، زردالو وامثال آن" او "چنګ فوج" ماناوو نيولی دی. 
اوس د ده په غدر مږکو؛ زڼي وکښو د مندکو

نماړي: (نما- ړي) د "ن" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی. چي ځيني پښتانه تېر بوزی ورته وايي. يو ډول بخۍ.
نماړي د بخۍ يو ډول دی، چي د ټوکر تر را غبرګېدلو وروسته په غټ سپڼسي غټه غټه بخۍ وهل کېږي او پخوانيو د ستن پر ځای د سپڼسي لپاره په تېره لرګي سوري کول او کالي به يې په رغول. پښتو قاموس نيولی او د لماړي بڼه يې د مانا پر ځای ورته ليکلې ده.
ګينده: (ګيـنـ- ده) د وروستۍ برخي په لوړ زوَر دوې څپې ښځينه توری دی، چي جمع يې ګيندې دي. د بخۍ يو ډول.
ګينده د بخۍ يو ډول دی، چي تر نماړي يو څه وړه بخۍ وي او د ستن تر بخۍ لويه بخۍ وي. په اوسني وخت کي تلتکان او کځڼ يا کنځڼ په رغېږي. پښتو قاموس په "آجيده" مانا کړی دی.
ستا پتلون دي در پخوا پرتاګه جار سي
چي په نماړي جوړېدی يا په ګينده

کسی: (کسـ- سی) د وروستۍ برخي په پراته زوَر دوې څپې نرينه توری دی، چي جمع يې کسي دي.
 د سترګو دتور په منځ کي هغه ټکی چي ليدل يا کتل په کېږي؛ کسی بلل کېږي، چي ځيني پښتانه يې د "وکسه" بڼه د "را ښکاره کولو" په مانا هم کاروي. لکه ته وکسه. مانا ته يې را ښکاره کړه. پښتو قاموس يې په مردمک چشم مانا کوي.  
څوني: (څو-ني) دوې څپې توری دی. ځيني پښتانه يې څوندي هم وايي او د څومره پر ځای کارېږي. دا بڼه  يې د لوېديځ ګړدود پښتانه وايي.
و تور کسي ته نظر که؛ چي خدای څوني روڼا ورکه
ړانده کسي لوی قميصي رشوت نيسي
کنعان وروڼه و يوسف ته څار و چم سو


پېلبو: (پېـ- لَـ- بو) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې پېلبووي دي. برېښنا: ج= برېښناوي. پښتو قاموس په "برق، الماسک" مانا کړی دی.
په اسمان کي هغه اورنۍ پړَکا چي ځيني پښتانه برېښنا ورته وايي.
په وريځ کي پېلبو سي؛ لمبې ګډي په اوبو سي

تنا: (تـ- نا) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې تناوي دی.
په وريځو کي هغه کړَکا چي د باران اورېدل باوري کوي او ډېری وخت تر پېلبو وروسته راځي، چي په ځانګړې توګه په پسرلني موسم کي وي. خو بابا په وروستيو دوو بيتونو کي په ګړنيزه توګه هم کارولې ده، چي د ترهوونکي څرنګوالي په مانا ده. ځيني پښتانه يې تالنده بولي. پښتو قاموس په "رعد" او " تالنده" مانا کړی دی. 
هغه برق هغه تنا ده: ربه تا لره ثنا ده
نو که وتنل تنا دا؛ اتفاق و ووت مانا دا
مدبر اعظم ډول و واهی د بدر
ترهولي فرنګيان هغې تنا دي

وشنوني: (وشـ- نو- ني) درې څپې نرينه توری دی.
د وزو (بزو) او مېږو له وژغونو او وړيو څخه وودلې مرانده، واښکی يا ټوټی (پړی) چي ډېر زوړ شي او د کاره ولوېږي؛ نو يې بيرته غوړوي او پرېولي يې. يا يې مينځي او د بيا کار اخستلو لپاره چي کومي وړۍ تر لاسه شي؛ هغو ته وشنوني وايي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
سيالان برېښي لکه اصل حرموني
د ورېښمو په نرخ ځي زاړه وشنوني

وژن: د "و" په ساکن يوه څپه ښځينه توری دی، چي جمع يې وژني دي. پوست: ج= پوستونه.
و وزيی پوست ته ويل کېږي، چي ځيني ګړدودونه يې "ژ" په "ز" اړوي او ځيني پښتانه و هغه "زک" ته هم وژن يا وزن وايي، چي له مړيی پوست څخه د غوړيو ايښوولو لپاره جوړېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
که دا وژن که چا غړکه؛ چپ دي نه ځي بې څړکه

ناوې: (نا- وې) دوې څپې ښځينه توری دی؛ ناوکياني، ناوياني او ناوي يې جمع دي، چي ناوکۍ، ناوۍ هم ورته ويل کېږي.
دا نوم و هغه پېغله ته ورکول کېږي، چي ودېږي او د ودغلۍ شپې يې د ناويتوب په نامه تېرېږي او په دغه شپو کي و هغه نارينه ته چي واده يې وي؛ "ودغاړی" ويل کېږي. پښتو قاموس د "عروسک" او "ګدي لعبت" په ماناوو نيولی دی. زموږ په سيمه کي کله کله پر يوه پېغله باندي تر شلو او دېرشو کلونو پوري هم د ناوي نوم پروت وي. سلام بابا پر پښتو او پښتونواله ژاړي، چي عنعنات او نرخونه مو له منځه ځي او دلته ناوي هم برمته کېږي. مانا دا چي دومره زياتوب او تېری کېږي، چي په اوو پړونانو (يو ډول دود دی، چي د واده په ورځ تر سره کېږي) کي د پټي ستر کوونکي او درناوي لرونکي ناوي په برمته سره د پښتونوالي له نرخونو څخه سر غړونه کېږي.  
برمتې د مستوراتو ناوو بيايي
په ديت کي لکه پوم نيولي وژني

بن: د "ب" په پراته زوَر يوه څپه ښځينه توری او جمع يې بني دی.
هغه دوې ښځي يوه د بلي بن وي، چي و يوه سړي ته واده وي او ډېری وخت يې ژوند تريخ او د ګوندۍ په څرنګوالي کي تېرېږي، چي يوه هم غواړي، چي مېړه د ځان کړي او بله هم. بابا په نرواکه ټولنه کي له ښځو څخه د واک اخستلو، تېري او زياتوب خبره پورته کوي. غندنه يې کوي او زموږ په ټولنيز چاپېريال کي مادي ګټي د دې لامل ګڼي، چي وروڼه هم سره بېلوي. مانا دا د اقتصادي شومتيا اغېز ګڼي. پښتو قاموس د "انباق" په مانا راوړې ده.  
ښځه نسته د ځاني نکاح واکداره
ما په زور خواښې و مږور ليدلي بني
هر کالخوايه حيا نه لري د خدايه
دښمني سره غَړي لکه د بنو
درې اويا سربېره نور دي
سره بن خواښې او مږور دي
وسيله د رحم ولاړه کافري سوه
وروڼه هم پر له ترخه يو لکه بني

مښخل: (مښـ- خل) د "م" په پېښ دوې څپې نرينه توری دی. خو ځيني خلګ يې د "م" په زوَر هم وايي. پښتو قاموس نه دی نيولی او دا هم کېدای شي، چي موشغل وي، ځکه چي د مږک غلا ته ويل موښخل ويل کېږي.
په ځانګړې توګه مښخل له درمند (درم) څخه د مږکانو و وړل شوو او پټ کړل شوو غنمو ته ويل کېږي، چي په پسته مځکه کي مږکانو لاري ورته جوړي کړي وي او د ژمي لپاره يې دا څوری (ووځغه) ايښې وي. خو کله کله د يوې ناڅاپي پېښي لپاره و سپمول شوې زېرمه ته هم ويل کېږي. د بابا په شعر کي خپل ټولنيز چاپېريال انځور شوی او مستعار ډوله راوړل شوی دی.
سور مزار اصحاب کبار نجدي ګوځار کو
د حجانو نفقه د دوی مښخل سو
سمندر فصل ژور څرنګه وچ سو
چي د مځکي خزانې د چا مښخل سوې
ځيني ضبط دي دا مښخل سي
شرمنده دي ګنده غل سي

ګراتۍ: (ګرا- تۍ) د "ګ" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی، چي جمع يې ګراتۍ او ګراتياني دی.
د اغوستلو لپاره د وړيو څخه په وودلو سره جوړ شوی توکی چي تر کوسي کوشنی وي او و اوسني "کوټ" ته ورته وي. پښتو قاموس په "قسم از کرتۍ" مانا کړی دی. 
کوڅه: (کَو- څه) د لومړۍ څپې په لوړ زوَر او د دويمي څپې په پراته زوَر دوې څپې ښځينه توری دی او جمع يې کوڅي دي. 
د اور نغري ته نژدې هغه ځای ته ويل کېږي، چي بوټي او لرګي پکښي ايښوول کېږي. خو و نغري ته د نژدې ځای اداينه څه بېله او د "ک" په ساکن ويل کېږي. خو کوڅه ته ورته توری کوښه ده، چي له لرګي څخه جوړېږي او ځيني پښتانه هغې ته هم کوڅه وايي.چي په کېږدۍ تړلو کي په کارېږي. و دې ته ورته توری (کوڅَه) چي دويمه څپه يې په لوړ زور ويل کېږي؛ د "کوچه" او "ګلۍ" په مانا کارېږي. پښتو قاموس د "جای نزديک دېګدان که در آن محروفات ذخيره ميکنند" په مانا نيولی دی.
پېڅول: (پېـ- څـَ- ول) درې څپې نرينه توری دی، (پېـ - څَو- لونه) يې جمع او پښتو قاموس د "پرده خېمه و غزدي" په مانا راوړی دی.
د کېږدۍ و لاندي برخه ته چي د باد ګرځولو او باد را ايله کولو لپاره ورسره تړل کېږي. پېڅول وايي.
کېږدۍ: (کېږ- دۍ) دوې څپې ښځينه توری دی، چي جمع يې کېږدۍ او کيږدياني دي.
کېږدۍ پر دوه ډوله له وودل شوو وژغونو څخه د کوچېاني ژوند تېرولو لپاره جوړېږي، چي يو ډول يې په يوه تا يا تاګۍ وي او بل ډول يې په بېلا بېلو تاګيو سره رغېږي او د درېدلو لپاره يې شا او خوا مږوي ور ته ټکوهل کېږي، چي په کاڼي او "ډينګرۍ" "پښتو قاموس د چوب لخ کوبي او سمارق په ماناوو نيولی دی" باندي يې ټک وهي او په کوڅه (کوښه) باندي په تړليو مراندو سره يې پر موږيو ټينګوي، چي د پېڅول لوړه برخه يې د کېږدۍ سره په سپرخي نښلول کېږي او لاندي برخه يې په واښکيو تړل کېږي. د کېږدۍ منځني غټ لرګي ته سکام ويل کېږي او په منځ کي د لرګي و درېدونکې ستن يا تمبه ته يې ټيمک او پر کومو وړو لرګيو چي تاګۍ کرارېږي؛ هغه ته منځي (چي ميم يې په پراته زوَر ويل کېږي) وايي او ګراتۍ له وړيو څخه د اغوستلو لپاره و وودل شوي کوټ ته ورته شی دی، چي و ګراتۍ ته ورته يو بل شی هم د اغوستلو لپاره وودل کېږي؛ بَرَکّه ورته وايي، چي پښتو قاموس په " تکه بافته پشمي مخصوص مناطق وسطي افغانستان" را وړې ده او يو بل شی چي هغه هم په وودلو سره جوړېږي؛ پاپېچه بلل کېږي، چي پر لېنګيو پېچل کېږي او په ځانګړې توګه شپنيان خپل لېنګي له سړزګۍ (يخه)، خزندګانو او اغزنو بوټو څخه په خوندي کوي. پاپېچه پښتو قاموس نه ده نيولې. 
بلډنګان ټينګ قارونيانو جګ بنا کړو
هېر کېږدۍ ګراتۍ او کوڅه پېڅول سو

ګځاري: (ګَـ- ځا- ري) درې څپې نرينه توری دی.
په درمند (درم) او کرونده کي د ناړۍ يا ناړيو، کَړَبو بندونه او نيمګوره وږو پاتي شوني چي نه پروړ شي او نه غنمو ته ولاړ شي؛ ګځاري بلل کېږي. ګځاری توری پښتو قاموس نيولی دی، خو مانا کړی يې نه دی.
غوبل: د غنمو کرونده ته نژدې هغه ډګار چي د کروندې لاسته راوړنه د بېلولو لپاره پر ايښوول کېږي؛ درم يا درمند بلل کېږي. په منځ کي يې لوی او جګ لرګی ولاړ وي. د غنمو او پراړه د بېلولو لپاره په غوايانو پسې څپر تړل کېږي، چي واښکي يې په دې لرګي پوري تړلي وي او غوايان په غنمو کي شا او خوا راګرزي. په پسې "څپر" د لرګيو په منځ کي له تړل شوو بوټو څخه جوړ وي، چي غنم او پروړ ځله بېلوي او پښتو قاموس په "اله خس و خار ګرفتن خرمن" "همواري سر کوه" "چجه بام" "خس پوشک" په ماناوو نيولی دی. د غوايانو و دې ګرځلاو او تر سره کېدونکې چاره ته غوبل وايي. 
ولي نه يم د دې ساري؛ يا به پروړ سم يا ګځاري
څو فلک اوړي غوبل را باندي ګرځي
سو ګځاري که غازي او که زمان يو

روډه: (رو- ډه) دوې څپې ښځينه توری دی، چي جمع يې روډي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږې. غټي کولمې. پښتو قاموس د "روده کلان" په مانا راوړی دی.
ماتوي قبض د روډو؛ که ماخوذ نه وې په کوډو

څړ: يوه څپه نرينه توری دی. د خوړو لپاره د څارويو ګرځېدل.
 دا توری په څر هم ويل کېږي، چي څاروي څري يا څاروي څړ کوي. مانا دا چي څاروي کله په غرونو، رغونو او هوارو ورشوګانو کي د خوړو موندلو لپاره ګرزي؛ څړ ورته وايي. پښتو قاموس د "چرا" "چرايش" په ماناوو نيولی دی.  
بوشکه: (بوش- که) د دويمي څپې په پراته زوَر د اوښکه په وزن دوې څپې ښځينه توری دی، چي جمع يې بوشکي دی او دې توري ته ورته يو بل توری "بوشکَه" چي دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي او جمع يې بوشکې دي، چي له کارېزونو څخه اوبه پکښي راوړل کېږي؛ خو دلته ياد توری يو ډول واښه دی، چي د پسرلي په موسم کي کېږي او څاروي يې خوري. خو انسانان يې هم تر پخولو وروسته خوري. پښتو قاموس نه دی نيولی.
نافې تشي سوې د مښکو؛ هوسۍ څړ کوي پر بوشکو
امام وايي که څاړو دوی؛ بېباني واښه خواړو دوی

ګوسه: (ګَو- سه) د دويمي څپې په پراته زوَر دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ګوسي دی. د کاڼي يو ډول.
و داسي اندازه درانه کاڼي ته ويل کېږي، چي د انسان د پورته کېدلو او پر يو چا باندي د ور غورځولو نه وي. بابا د داسي بيتونو په ويلو باندي د خلګو پام دې ته را اړولی دی، چي د زياتوب، تېري او ظلم په را منځ ته کېدلو کي د هغو خلګو هم لاس وي، چي زغمي او ګالي يې. دا ګړنه د زياتوب خبرو لپاره کارېږي، چي ګوسي مه وله. پښتو قاموس د "خرسنګ" په مانا نيولی دی.
ما او تا خو کاري ولي؛ درنې ګوسي غټي مښلي
مدام لاندي يو در ظلم؛ حجاج خود په ګوسو ولم
نن دغسي دي کمزوري؛ درنې ګوسي باندي اوري
خورا ګوسي درنې مښلي؛ توريالي کښېناستو غلي

درمند، درم: (دَر- مند) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې درمندان دي، چي دواړي څپې يې په پراته زوَر ويل کېږي.
د کروندې لاس ته راوړنه چي پر کوم جوړ کړل شوي ډاګ يا ډګار باندي يو ځای کړل شي او هلته سره بېل او سپا کېږي؛ هغه ځای ته درم ويل کېږي. خو دلته په ځانګړي ډول د غنمو او ووربشو لپاره "درمند" کارېږي. بابا په ګړنيزه توګه په شعر کي د اخرت لپاره د ژوندني عمل د کښت او کروندې يادونه کوي. پښتو قاموس د "خرمن" په مانا راوړی دی.
ريا سوځي درمندان کل؛ څلوېښت کاله کښت ودان کل

دربه: (درَبـ- به) د "د" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی، چي جمع يې دربي دی. ټکه، ناڅاپه پېښه. توره تياره (توره دربه)
هغه پېښه چي ناڅاپه راشي او د هوارولو لاره يې د تاوان له وړلو پرته نه وي؛ دربه ورته ويل کېږي. پښتو قاموس د "صاعقه" "شور وغوغا" او "تاريکي زياد" په ماناوو نيولی دی.
په نن دربو کي بې لمره؛ پر مخ مښلي ناخبره

سوړسک: (سوړ- سک) د دويمي څپې په پراته زوَر دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې سوړسک او سوړسکان دي. د جوارو پخه ټکۍ (پنډه ډوډۍ، مړۍ) پښتو قاموس د "نان جواري" په مانا راوړی دی.
د منت پلاو دي زهر سه که مومې
د محنت سوی سوړسک د ساګ سره

خرشنه: (خرشـ- نَه) دوې څپې نرينه توری دی.
کوم خواړه چي د څارويو په نس کي نه وي پخ شوي او د پچو بڼه يې نه وي نيولې؛ خرشنه ورته ويل کېږي. خو په ځانګړې توګه د خره پچو ته چي په نس کي نه وي پخ شوي؛ ويل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
دانې ګوري په خرشنو کي؛ سته کارګان په پښتنو کي

کاهښت: (کا- هښت) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې کاهښتونه دی. اندېښنه. کهانده.
هغه راتلونکې پېښه چي په اړه يې وګړي ری وهي (فکر کوي) کاهښت يا اندېښنه ور ته ويل کېږي او داسي غوښتنه چي پوره کېدل يې د وګړي تر وس تېر وي او کاهښت يې په کېږي؛ کاښتمن بلل کېږي. پښتو قاموس په "غرت خفيف خارش" راوړی دی.
غمزده اوسې کاښتمنه؛ پر ګيڼې لباس مينه
چي د لوی لعين دښمن سې
نه به لاندي نه کاښتمن سې
په ګل مخي زوی کاښتمن وم
چي مرګ بوت زه پر مين وم

پېچومی: (پېـ- چو- می) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې پېچومي دي. وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
"د زورور اوبه پر پېچامه خېژي" د پښتو متل دی. مانا دا چي پېچومی و لوړه ختونکې لاره ته ويل کېږي، چي پېچلې، ولونه ولونه او ستونزمنه وي او ورختل يې زور او خواري غواړي. پښتو قاموس د "سربالايي، کج ګردشي او کوتل" په ماناوو نيولی دی. 
را کي لنګي سوې مډمي؛ اوبه بيايي پر پېچومي
دروند غوځی پر مريض پور سته
لږ که بوج پېچومی نور سته

څوری: (څوَر- ری) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې څوري دی. د "څ" په ساکن او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
هغه خواړه يا د اړتيا وړ شيان چي وګړی يا وګړي په مزله کي اړتيا ورته لري؛ هغه که د ټول ژوند مزل وي، که د څو ورځو وي او که د کوم بل سفر وي. بابا په ګړنيزه توګه د ژوندانه د څوري په اړه چي د آخرت لپاره په کارېږي، يادونه کوي. پښتوقاموس د " توشه، زادراه او سفر خرچ" په ماناوو نيولی دی.  
څوری اخلي اوږده لار ده؛ اوس به ځي قافله بار ده
کافي څوری برابر که؛ که خدای فتح باندي درکه
خدايه ما پر سمه لار کې؛ د حج څوری را تيار کې
رکوع هم د دې سه دري: مه ځه قبر له بې څوري


کالخوای: (کال- خوای) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې کالخوايان دي او په کالخوايه هم ويل کېږي. وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ده. "وکيل" 
هغه چا ته ويل کېږي، چي واک ور سپارل شوی وي او يا د کور، ټبر، توکم او قام واک يې په لاس کي وي؛ کالخوای ورته ويل کېږي. پښتو قاموس د "اختيار، قدرت" په مانا نيولی دی. 
ده په ګرانه کېميا زر کړو؛ کالخوايان يې د خپل سر کړو
ګوندي: (ګوند- دي) دوې څپې توری دی.
ګوندي د "و دي شي، کېدای شي" "د چاري امکاني بڼه" په مانا کارېږي؛ خو ګوندي په څرګند واو سره د "مسابقې" په مانا کارېږي او ګوند په څرګند واو سره د "پارټۍ او ډلي" په مانا کارېږي. پښتو قاموس د "شايد" او "يحتمل" په مانا راوړی دی.
ګوندي دروند مشکل اسان سي
شين به ميل پر قرآن سي
ګوندي شپه تياره روڼا سپيني سپېدې سي
چي رنګين قنديلان بل پورته اذان کو

ګدله: (ګَ- دَلـ- له) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ګدلي دي. وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
و زړو او څيرو کاليو (جامو) ته ويل کېږي، چي بېوزله او غريبان خلګ يې اغوندي. خو په ځانګړې توګه له بېلا بېلو ټوکرانو څخه و جوړو شوو هغو نغاړکيانو ته (چي غريبان خلګ يې په کورونو کي د ناستي لپاره هواروي) ويل کېږي. پښتو قاموس د "ژند" "خرقه دوخته کهنه و پاره" په ماناوو نيولی دی.  
شرعي کتب چي لولي؛ په ګنده مکروه ګدلي
يوه مينځه ګونګه شله؛ پروته وه لکه ګدله
وسترۍ ورځ نه پسې مري سړی له غمه
در شاهي لباس په خير ده ګدله

کورت: (کورَت) د "ک" او "و" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې هم کورت ويل کېږې.
شلومبې په کَڼ وڼي" (له چڼونکي ټوکر څخه جوړه شوې کڅوڼه) کي را ځړول کېږي، چي کله يې اوبه ځنې و چڼل شي او يو ډول خنډ مواد چي "کَڼ" يا "چکيده" ورته ويل کېږي او وروسته بيا په دواړو ورغوو کي په رغړولو سره يو داسي شی چي دواړه سرونه يې يو څه تېره وي؛ ځنې جوړېږي او بيا په سپا لوښي کي و لمر ته په ايښوولو وچ کړل سي؛ کورت بلل کېږي. کڼ او کورت دواړه د خوړو شيان دي، چي د خولې خوند ښه کولو لپاره ډېر په خوند خوړل کېږي او په ځيني کورونو کي يې په زدوولو خلګ اوبه باسي او د شيدو يا پيو په څېر يې پخوي. په ميده کړې ټکۍ کي يې اچوي او د پاسه پرې ويلي شوي تاوده لاسي غوړي لوېږي، چي "کورت او غوړي" شيدې او غوړي" او ځيني پښتانه "شيده غوړي" ورته وايي. ګَلَجوش. پښتو قاموس د "قروت، بګوړه، او تروبي" په ماناوو نيولی دی. 
کورت به و اغږي اوړه هم؛ څوک څه نه وايي مېړه هم
د ماړه اقسام خواړه نه پېژنمه
پلار او مور نيکه يې زدو وو شنالغه کورت

ټکۍ: د "ټ" په ساکن يوه څپه ښځينه توری دی. ټکۍ او ټکياني يې جمع دي. 
اوړه چي يو څه وچمېژن خيشته کړل شي او پنډه ډوډۍ پر تبۍ يا تبخي ځنې پخه کړل شي؛ بيا د پوره او ښه پخلي لپاره په ايرو کي پټه کړل شي؛ ټکۍ ورته ويل کېږي. دا توری په بېلا بېلو بڼو کارېږي، لکه د لمر ټکۍ او داسي نوري... په پښتو کي يوه ګړنه هم شته، چي "له خندا ټکۍ ټکۍ کېږي" خو په دې شعر کي د خوړو د ټکۍ په مانا راغلی دی. پښتو قاموس د "قرص، نان و افتاب و چيزها، لنډۍ و ترانه مخصوص پشتو او مصراع، خنده قهقهه، حلقه فلاخن په ماناوو نيولی دی. 
پخه نيمه ټکۍ پرته ده؛ ګېډه وږې ابته ده

کونجۍ: (کون- جۍ) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې  کونجياني دی. خاورين لوښی.
دا له خاورو څخه جوړ شوی لوښی دی، چي تر سړوبي او کوزه وړوکی وي او په ځانګړې توګه د شلومبو (شوملو، شنې بې) او مستو لپاره جوړېږي. پښتو قاموس د "نوع ازسنګ، ظرف مخصوص دوغ خوري، او آبخوري ګلي په ماناوو نيولی دی. 
يا دا ښځه حايضه وه؛ نه کونجۍ وه نه کوزه وه

لويمړجن: (لوی-مَړ- جن) درې څپې نرينه توری دی، چي کړنه (فعل) يې لويمړي ده. جمع يې هم لويمړجن دي.متکبر، ووغمجن.
هغه وګړی چي لويي (کبر) يا ووغم ولري؛ لويمړجن ورته وايي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
 وروست: د "و" په ساکن يوه څپه توری دی. جمع يې وراسته دي. کوم مواد چي له خوړلو ووزي او وروست (سخا) شي. پښتو قاموس د ګنده، پوده په ماناوو نيولی دی. وروست يې نرينه او ورسته يې ښځينه دی.
ورسته خوړسکه لويمړي ده؛ بندګي لار د سړي ده
خزانه ګار کړه څو کروړه؛ تا فاسق په ورسته دوړه
ماړه چاغي غوښي غټي ګپي ولي
خوړسکي ايسي بې ايمانه لوی مړي بس

ګوډاره: (ګو- ډا- ره) درې څپې ښځينه توری دی، چي جمع يې ګوډاري دي او وروستۍ برخه يې په پراته زوَر ويل کېږي. قاموس نه دی نيولی.
د غړکي او ژي و يوه پښه ته ويل کېږي او د وزې و يوه "تي" ته هم ويل کېږي. خو هغه وزه چي تييَوره وي؛ هم يې ګوډاره وزه بولي.
غولانځ: (غوَ- لانځ) د "غ" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې غولانځي دی. پښتو قاموس د "پستان حيوان" په مانا نيولی دی.
په ځانګړې توګه د څارويو هغه پوست غړی (اندام)، چي و بچانو ته ترې شيدې ورکوي؛ غولانځ بلل کېږي. خو د ښېرا پر وخت يا د ملنډو او هنک لپاره کله کله د ښځينه تېيونو لپاره هم کارېږي.
د شيدو ډکي ګوډاري؛ په غولانځ کي د مرداري
مږک په کور کي لري غاري؛ د غړکو خوري ګوډاري
په اوبو غولانځ سړه که؛ په واښه وږې مړه که

مښاوي: (مـَ- ښا- وي) درې څپې ښځينه توری دی. سخا مواد.
د څارويو غټي او ډېري پچي چي سره نښتي وي؛ مښاوي بلل کېږې او د وړين او وژغونو لرونکو لويو څارويو و شاته په وېښتانو پوري نښتي پچي ګاټي بلل کېږي، چي د مرغونانو او وريانو و نښتو پچو ته پيخاړي وايي. پښتو قاموس د "بشکل ګوسفند که زير دنبه و اطراف آن به پشم آويخته باشد" په مانا راوړی دی. 
فاسق تل بې استنجا وي؛ فاسق هم لري مښاوي
چاغي غوښي ګېډه کلکه؛ په نودو مښاوو ډکه
دا چي تا در ستوني کښته کې و نس ته
سره يو دي دغه غوښي او مښاوي

ډوله: (ډو- له) د دويمي څپې په پراته زوَر سره دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ډولي دي. ژوره کنده.
په پسته مځکه کي د نيازه يا سيلاب او نورو اوبو جوړه کړې لاره چي لږ وړوکې وي؛ چوړګه ورته ويل کېږي او که څه ژوره وي، چي سړی په سمه توګه ور کښته کېدلای يا کوزېدلای نه شي؛ چر ورته وايي. خو ډوله تر چر و ژوره کنده ته ويل کېږي، چي پای يې تياره وي. که څوک ور ايله شي؛ بيا يې را ختل ډېر ستونزمن وي. پښتو قاموس د "ګودال و غاريکه در زمين بسبب جريان آب در ساحل دريا وغيره شده باشد" په مانا راوړی دی. 
زما دا هېره سوه خبره؛ دنيا ډوله ده ژوره
ور ايله به سوم پر غولي؛ در جګ بام لکه د ډولي
نه پياده سپاره ملګري؛ سته پر مخ ډولي ژوري
ورځ د عمر سوه اخره؛ پر مخ سته ډوله ژوره

بوره: (بور- ره) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې بوري دي او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږې. زوی مړې ښځه. پښتو قاموس د "زن پسر مرده" په مانا نيولی دی. 
يمن: (ېَـ- مَـن) درې څپې نرينه توری دی، ښځينه يې يمنه ده او جمع يې يمني دي. نرينه جمع يې هم يمن دي. بې غمه. سوله ناکه. پښتو قاموس د "دلاسا کردن" ارګريه" "خاموش ساختن" په ماناوو نيولی دی. 
وراره: (ورا- ره) د "و" په ساکن دوې څپې ښځينه توری او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. جمع يې وراري دي. ورور مړې خور. پښتو قاموس د "زن برادر مرده" په مانا راوړی دی. 
په پښتنو کي يوه ښېرا ده، چي په کورنيوکي و ښځو ته کېږي، چي "بوره وراره شې" او دغه ډول په دعا کي هم يو ځای يادېږي، چي بوره وراره مه شې. که څه هم دا توري په ښېرا او دعا کي پر يوه ځای يادېږي؛ خو ځان ځانله ماناوي لري، چي بوره هغه ښځه ته ويل کېږي، چي زوی يې مړ شي او وراره و هغه خور ته ويل کېږي، چي ورور يې مړ شي. يمن کېدل د ژړېدونکي کوشني و کرارولو ته وايي؛ لکه: " کوشنيان يمن کړه"
چي دا ګران مرحوم مقتول د کوره و ووت
نه به بوره بيا يمنه سي نه وراره
بې توښې يتيم يمن که؛ مسکين هم پر ځان مين که 

واګو: (وا- ګو) دوې څپې نرينه توری دی. لوی خزنده ځناور.
که څه هم پښتانه داسي درياب نه لري، چي واګو غوندي خزنده دي پکښې و ويني؛ خو پښتانه واګو لوی حيوان او لوی سړي ته هم وايي، چي ريښه يې له بګ څخه ده او بګ پښتانه و ډېر لوی ته وايي. په ځانګړې توګه واګو مګرمچ ته ويل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
خورا ګڼ تېره واګو غاښونه وکو
خلقه به دباره نه سي پر کراره

تيک: (تِيَک) يوه څپه نرينه توری دی. نه کښېختونکی. ښخ.
دا توری د وګړيو لپاره ځانګړی دی او په خبرو کي داسي کارېږي، چي پلانی ډېر تيک روان دی يا تيک پروت دی. مانا داسي روان سړي ته ويل کېږي، چي سيخ او اېغ نېغ روان وي او هيڅ لوتېدل ونه لري. مانا يوې او بلي خوا ته نه کږېږي. پښتو قاموس د "بلند، ښخ او برجسته و نمايان" په ماناوو نيولی دی.
يا بل نه وو د کومک څوک
ډېر ناجوړه پروت وو تيک څوک

وښی: (و- ښی)  دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې وښي او وښيان دی.
د ښځينه ګېڼې يو ډول دی، چي ښځي يې په لاس کوي او ويلای شو، چي د بنګړيو تر دودېدلو مخکي د وښيو په لاس کول دود وو، چي تر بنګړي درې څلور پټه پنډ او له سرو، سپينو زرو څخه جوړېدل؛ خو اوس و هر بنګړي ته ورته شي ته وښی ويل کېدلای شي، چي پر لاس يا يو شي را څرخېدلی وي. پښتو قاموس د"حلقه اهنين" په مانا نيولی دی. په پښتو کي يوه ګړنه هم شته "وښی وښی کېدل" له درده پر له پېچل کېدل.
بل لاسونه مخ کښېباسه؛ هر وښی کاږه د لاسه

غابوڼی: (غا- بو- ڼی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې غابوڼي دي. يو ډول واښه. پښتو قاموس د "نوعي ګياه مانند ګندنه تلخ و دارای ګلهای آبي" په مانا نيولی دی.
و رغبولي ته ورته واښه دی؛ خو رغبولي خوړل کېږي او په پسرلي کي يې په غرنۍ سيمو کي نارينه او ښځي د خورلو لپاره کوي او غابوڼي نه خوړل کېږي او ځيني پښتانه دا توری په غابوړي هم وايي.
ږدن: د "ږ" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې ږدن دي.
يو ډول تخم ته ويل کېږي، چي و کور پالونکو مرغانو ته د خوړو لپاره ورکول کېږي. پښتو قاموس د "ارزن" په مانا راوړی دی.
کربوڼی: (کر- بو- ڼی) درې څپې نرينه توری دی، چي وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي او جمع يې کربوڼي دي.
و چرموښکۍ ته ورته خاورين رنګ لرونکی خزنده دی، په شاړو مځکو کي په خپلو کيندلو غارو کي اوسي. کربک هم ورته ويل کېږي. پښتو قاموس د "شلند کوهي" په مانا نيولی دی. 
سپېلني ږدن وو غابوڼي
خو يا مږک خوري يا کربوڼي
دا ناپاکه بخيلان مردار کربوڼي
خدای و څه ته کو پيدا نه يم خبر زه

مړغونې: (مـَ- ړَ- غونـ- نې) څلور څپه ايز ښځينه توری دی. جمع يې مړغوني دي. پښتو قاموس د "حنظل" په مانا نيولی دی.
يو ډول جړنګ (چي د هندوانې او خټکي تر جړنګ کوشنی، تنکی او بېبره دی) مړغونې کوي،. مړغونې ډېره ترخه او زهرجنه ده، چي په داروګانو کي هم کارېږي او و مشنګۍ (کوشنی دستنبول) ته بېخي ور ته ده، چي غټواله يي و کوشني او ګړدي خټکي ته هم ورته وي.
لړمون: (لړ- مون) دوې څپې نرينه توری او جمع يې لړمنونه دي.
دا توری د نس لپاره کارېږي او په ځانګړې توګه د هغه وګړي او څاروي د نس لپاره کارېږي، چي نس يې تر وجود وتلی او بې درکه لوی وي. خو کله کله د ډېر خواړه خوړونکي لپاره هم کارېږي. پښتو قاموس د "مجموعه دل جګر و ګرده و شکم وغيره" په مانا نيولی دی. 
ترخې زهر مړغوني
ګړد لړمون اړوي ويني
مړغونې پر رنځور عبدالسلامه
کله کله ښه پرېوزي در عسل

جلګه: (جل- ګه) دوې څپې ښځينه توری او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي، جمع يې جلګي دی. 
دا و هغه څاروي ته ويل کېږي، چي پر نوې ځواني وي او له مستۍ پوڼاکي وهي. مانا جګ جګ غورځي؛ خو په ځانګړې توګه د هوسۍ لپاره کارېږي او دې ته ورته يو توری دی؛ "الګي" (اَ-لـَ-ګي) د پسو لپاره ځانګړی دی او هغه ښځينه پسونو ته ويل کېږي، چي په هغه کال نه وي برالبه شوې. د پېغلي لپاره هم کارېږي. پښتو قاموس د "نېزار، کبل زار او زمين نااباد وغيره" په مانا نيولی دی. 
يا نصيب چي کور ته رسم
يا به جلګي هوسۍ نيسم

درګنه: (در- ګـَ- نه) وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر او درې څپې ښځينه توری دی؛ جمع يې درګنې دي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
و هر هغه وګړي ته درګنه ويل کېږي، چي د وخت تېرولو لپاره پر هر در ګرځي او د را ګرزولو څوک ونه لري؛ خو د ښځو لپاره ځانګړی دی.
دنيا نه لري الفت عبدالسلامه
دا زړه بې مړه کونډه درګنه ده

کړاکي: (کړا- کي) د "ک" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی.
په پښتنو کي و دې وطن ته د راتلونکي يا اوسېدونکي هر مرغه او څاروي ږغ ځان ځانله نوم لري؛ لکه د غوايه رمباړه، د خره رَيا، د اس ششنی، د کوتري غومبر، د مرغۍ چوڼهار، د مېږو برېږن، د کارغه کاغ او نور... چي د زرکي ږغ ته کَکړي وايي او په زوره ږغ يې کړاکي بلل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
خدای به ختم زما ژړا کي
په ښاخه کي زرکي کړاکي
هغه غر چي سرې مښوکي زرکي کړاکي
د چمن د باغه لوړ دی دا جبال

زهره چاودی: (زهـ- رَ- چاو- دی) څلور څپې نرينه توری دی. جمع يې زهره چاودي دي. له غمه ستړی، چي د ستونزي نور زغم ونه لرلای شي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
هغه ستړي ستومانۍ چي د زغملو نه وي. پای سړی و يو داسي ځای ته و رسوي، چي له ژونده يې زړه موړ شي؛ زهره چاودی يې بولي او زهره ترکی هم ورته ويل کېږي. په دې شعر کي ياد شوی "ارغنداب" د کندهار د يو نوموړي رود نوم دی. 
څوني ستړي زهره چاودي؛ وړي دغه ارغنداو دي

برالبه: (برال- به) د "ب" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې برالبي دي. وروستۍ څپه يې په پراته زور ويل کېږي.
دا توری د ښځينه وو لپاره کارېږي او هغه ښځينه وګړيو او څارويو ته چي اولاد يې په نس وي؛ برالبه ويل کېږي. خو په پښتنو کي چي کله و خور يا لور ته د مور او خور او نورو ښځو له خوا دعا کېږي؛ نو ورته وايي، چي زرغونه شې. ځيني پښتانه يې بلاربه هم وايي. د زرغونېدو مانا هم برالبېدل او د زوی او لور هيله لرل دي. خو د ځينو څارويو لپاره پښتو ځانله توري لري. لکه د خرې لپاره "ورله" او نور،، پښتو قاموس د "ماده های حلال حيوانات شکمدار و حامله" په مانا نيولی دی. 
يا که پېغله ور وداه سوه؛ ناوې دا برالبه په ده سوه

سراښ:  د "س" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. ښځينه يې سراښه ده. جمع يې سراښان دي. بخيل ته ويل کېږي. پښتو قاموس د "حريص، ازمند" په مانا نيولی دی. 
اوس نو رګ ښيم د خواښي؛ ځينې سته په مېنه سراښي

ريا: (رَ- يا) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې رياوي دي.
ريا د خره په زوره ږغ ته ويل کېږي؛ لکه خره رايي يا خره و ريل. پښتو قاموس ريا توری نه دی نيولی، خو رَيَل يې د "هرهر" په مانا نيولی دی.
جهل کفر ځني اروي؛ ګنده رايي مخی خر وي

غځی: يوه څپه نرينه توری دی او "ځ" يې په لوړ زوَر ويل کېږي. جمع يې غځي دي. پېټی هم ورته وايي.
غوځی او پېټی که څه هم و هر هغه بار ته ويل کېږي، چي وګړي يې په شا وړي؛ خو په ځانګړې توګه په دې سيمه کي غوځی د بوټو و پېټي ته ويل کېږي، چي له غره څخه يې خلګ کور ته په شا راوړي. بابا په ګړنيزه توګه د ژوندني عمل د بار په مانا راوړی دی. مانا دا چي د ګناه غوځی مي دروند دی. پښتو قاموس د "غوزي" په بڼه د "پشتاره بوته و کاه و چوب" په مانا نيولی دی.
ځم په شا مي دروند غوځی دی
ګړد کنعان ګام وو کوهی دی
دريم ډک پېټی ستم دی؛ هغ يې اخي چي ظالم دی

بېشلې: (بېـ-شـَلـ-لې) درې څپې ښځينه توری جمع يې بېشلي دي. 
خواړه (په يو ډول ټکۍ غوندي پنډه پخ شوې ډوډۍ کي د لاس غوړي او بوره لوېږي او ډېره په خوند ميده شوې وي) دي، چي په ځانګړې توګه و زوم او خېښانو ته ور پخېږي؛ بېشلې ورته وايي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
نسته څوک د خدای د هيلي؛ چي بګړۍ او دا بېشلي

دربيله: (در- بيـ- له) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې دربيلې دي، چي په ويلو کي توره دربيله ويل کېږي؛ يواځي دربيله نه ويل کېږي.
توره دربيله او توره دربه و داسي تپه توره تياره ته ويل کېږي، چي په ګړنيزه توګه د لاس ګوتي نه ليدل کېږي. سلام بابا په مستعار ډول د جهالت او ناپوهۍ د توري تيارې او قيامت په مانا کارولې ده. پښتو قاموس د "تاريکي زياد" په مانا راوړې ده.
اوس خو جهل طبيله ده؛ تکه توره دربيله ده
درواغ مه وايه کاذبه؛ مښلي سخته توره دربه
وينې نه رالې نه تبه؛ لاندي سو در توره دربه

کورغ: (کو- رَغ) دوې څپې نرينه توری دی او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. جمع يې هم کورغ دي. يو ډول تريخ بوټی.
دا يو ډول بوټی دی، چي ژړ بخون ګلان کوي. په دارو درمل کي په کارېږي. ډېر تريخ وي. ځکه پښتانه وايي، چي داسي تريخ وو؛ لکه کورغ. په داسي تورو کي "واو" په څرګنده توګه نه ويل کېږي. پښتو قاموس د "بوته معروف تلخک که خيلي تلخ است" په مانا نيولی دی.
د ترخه بحثه فارغ سوم؛ په دې نکل لکه کورغ سوم

کانګي: (کانـ-ګي) د څانګي په وزن دوې څپې ښځينه توری دی.
دا توری د باکۍ يا "قی" په مانا کارېږي. خو اوس يې په دې سيمه کي ځای باکۍ نيولی دی او په ځانګړې توګه د کوشني و باکيو ته کانګي ويل کېږي. په لاندي بيت کي څانګي د کاه "خارش" په مانا کار شوي دي؛ خو و دې توري ته نږدي يو توری "کرانګي" شته، چي د پوست تر وچېدلو وروسته ځان ښکاره کوونکي او په ځانګړې توګه تر وېښتانو لاندي پوست چي ډېري ورځي غوړ نه کړل شي او په ږمونځلو له پوست څخه سپين رنګه پمونه څرګند او را توی شي؛ کرانګي بلل کېږي او دې ته خانګري هم ويل کېږي. پښتو قاموس د "قی او صدای قی" په مانا نيولی دی.
که د ده نس وکي څانګي؛ نو د ده پر لمن کانګي

ولنګ: د "و" په ساکن يوه څپه توری دی. جمع يې ولنګونه دي. پرېولل. د ګرزېدلو ځای، (ول، پېچ، موړ)
په پښتو کي دوه مصدره کارېږي، چي يو د لام او بل د ګاف مصدر دی. لکه ولنګ او ولل. دلته ولنګ د وللو او پرېمنځلو په مانا دی. خو زموږ په سيمه کي ډېر داسي ځايونه شته، چي ولنګ يي بولي او په کاکړو کي ولنګېدل تر يو ځای و تېرېدلو ته وايي. لکه تر اوبو ټوپ وهل يا تېرېدل. ولنګ د ګودر په مانا هم کارېږي او دا ځکه چي پر همداسي ځايونو باندي کالي (جامې) او نور څه ولل کېږي، چي تر اوبو د ولنګېدلو او تېرېدلو ځای هم وي. خو په ځينو سيمو کي چي ښځي د کارېز يا چينو پر روانو اوبو د کور کالي او نور څه مينځي؛ و هغه ټاکلي ځای ته هم ولنګ ويل کېږي. د مړي مينځلو تخته "پتارۍ" ته هم ولانګه ويل کېږي. پښتو قاموس د "شستن، حصه" په مانا نيولی دی.
که يو ځای د مخه چپ وو
چي د ولنګ له مخه چپ وو

اهاک: (اَ-هاک) دوې څپې نرينه توری دی. يو ډول کاڼی.
دا هغه کاڼی دی، چي په کوره کي تر پخېدلو وروسته سپين واوړي او له نوموړي نشې "نسوارو" سره ګډېږي، چي ځيني خلګ چونه ورته وايي. پښتو قاموس د "چونه" په مانا نيولی دی.
دا بې شکه هر يو پاک دی؛ وسو اور لکه اهاک دی

ساندي: (سانـ- دي) دوې څپې ښځينه توری دی. ژړاوي، ويرني.
ژړا چي د غم او وير لامله ډېره په زوره شي، خلګ يې واوري؛ ساندي، کوکي او کرږي ورته ويل کېږي. ساندي ډېر وخت د چا پر مرګ باندي د وير کولو پر مهال ليدل کېږي. که څه هم د نارينه و داسي ويرجنه ژړا ته هم ساندي ويل کېږي، خو دلته يواځي د ښځو د ژړا لپاره ځانګړي دي. پښتو قاموس د "نوحه، فرياد، شبون او غم" په مانا راوړی دی. 
مفسدان ګڼ سو ملګري؛ ساندي وايي وراري بوري
يتيم هم در ظلم لاندي؛ هر ضعيفه وايي ساندي
لکه بوره مورپه زوره وايم ساندي
مرګ بيولي مجلسونه مي ارمان دي

غويلاڼه: (غويـ-لا-ڼه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې غويلاڼي دي. وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. دودلي. غوڼاڼکي. چڼاسکي. غويلاړي.
يو ډول واښه دی، چي د پسرلي په پيل کي کېږي او چڼاسکي هم ورته ويل کېږي. خلګ يې خوري، چي ډېر ښايسته چوڼيا (آبي رنګ) رنګ لرونکي ګلونه لري او ګل يې هم خوړل کېږي. په پسرلي کي ښځي د چڼاسکو مېلې ته په ځانګړې توګه وزي او په پسرلي وتلي ښځي د انساني خوړو نور واښه؛ لکه انجاوري يا انجوري، خروړک، رغبولي، خارمېړي، ټاټوکي، سپڼسکي، خاټول، سپين ګلي، کشوي (کـَ-شـَ-وي) او نور ... کوي. پر موسم سربېره د ښځو و دغه مېله ته هم پسرلی وايي، "چي په پسرلي وتلي دي" پښتو قاموس د "ګياه سوسنک" په مانا نيولی دی.  
نی چي کله به غويلاڼي؛ چوڼيا وغوړوي پاڼي

ګار: يوه څپه نرينه توری دی. ګارول، خرڅول.
دا توری په لوېديځ ګړدود کي ويل کېږي او د خرڅولو په مانا کارېږي؛ لکه ډېري پيسې مي بېځايه ګار کړې. يا پيسې را څخه ګار شوې. ځيني پښتانه يې د بېځايه کېدلو په مانا هم کاروي او ځيني پښتانه يې د نه ښکاره کېدو په مانا هم وايي، چي "درک دي ګار دی" مانا نه ښکاره کېږې. پښتو قاموس د "توان، کران، مصرف" په ماناوو نيولی دی.
په تازه نوي بهار کي؛ که څوک اصل تخم ګار کي
خزانه ګار کړه څو کروړه؛ تا فاسق په ورسته دوړه

برنۍ: (بـَ- رَ- نۍ) درې څپې ښځينه توری دی. برايه شپه.
و تېره شپه ته برنۍ شپه او تېر ماښام ته "برايه ماښام" ويل کېږي. تر برنۍ او برايه و مخکي تېره شوې شپه ته "وړمه شپه" او تر هغې هم و مخکي تېره شوې شپه ته "لات وړمه شپه" وايي. همداسي تېره شوې ورځ ته پرون او تر هغه مخکي ورځ ته وړمه ورځ او تر هغې هم و مخکي تېره شوې ورځ ته لات وړمه ورځ ويل کېږي. پښتو قاموس د "دوشينه، شب مانده" په مانا راوړی دی.
چي شپه وخاندي سپېدې سي؛ برنۍ ويني شيدې سي
برني خواخوږي مړه سو؛ ګلان يخ وهي ساړه سو

غېلي: (غېـ- لي) دوې څپې توری دی. رمه.
غېلي د پسونو او وزو (بزو) هغه رمه ته وايي، چي يوه، دوې غواوي او خره هم ګډ ورسره څري. پښتو قاموس د "رمې" په مانا راوړی دی.
ذمه واره شپانه ولي؛ په بهار نه پيايي غېلي
قرآن يو نه وينو ولي؛ لېوه چېري پيايي غېلي

يلي: (يِلـ- لي) دوې څپې ښځينه توری دی. توري ورستې "سخا" خټي.
د اوبو په هغه ناوره (تالاب) کي چي تر ډېري مودې پوري سپا نه کړل سي؛ را دوړېدلي خاوري اوبه سوکه سوکه تل کړي، سره يو ځای شي او تر اوبو لاندي يې رنګ تور واوړي؛ هغه سخا خټو ته "توري يلي" ويل کېږي. د "تور" توری ورسره يادېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
دنيا ګران مين ياران دوږخ له بيايي
دا ګنده بدرنګه ناوې مخ په يله
نصراني کفر خو ګڼ سو؛ زموږ په يله مخ ککڼ سو

ګونده: (ګـَ- وَنـ- ده) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ګوندې دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږې. غراره، ترينګړ. پښتو قاموس د "جوال" په مانا راوړی دی.
غونج: د "غين" په ساکن او په څرګند "واو" يوه څپه توری دی.
کله چي پر خره يا خچر باندي څوک خاوري راوړي؛ نو دوې ګونۍ داسي سره وګنډي، چي يوه خوا يې د خره پر يوه انډي او بله خوا يې پر بل انډي وي، چي خاوري په اساني سره ورلوېږي او ځنې لوېږي هم. ځيني پښتانه يې غراره بولي. خو کله چي د ډېرو ګونيو په ګنډلو سره د پراړه يا بل سپک شي د راوړلو لپاره د ګوندې په څېر "برکۍ" جوړه کړل شي؛ و هغه ته غونج هم ويل کېږي او د لوښو خرڅولو د پاره له مزرو څخه وودلې ګونده ته چي پر خره يا خچر ايښوول کېږي؛ ترينګړ وايي. پښتو قاموس د "چملوک و کلوله" کاه انداز کلان ګليمي که بر اشتر بار ميکند" په ماناوو نيولی دی.
د لندن کفر بوده سوې؛ بار د ده په ګونده سوې
شپه د ظلم اوس اوږده سوه؛ هره ګېډه ګونده سوه
څلرم غونج خيانت دی؛ سوداګرو له مي نيت دی
دولتمن ګوندې خېټي پسرور سو
په کرسيو کي کښېني حرامزاده سږ

بډوکی: (بـَ- ډو- کی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې بډوکي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. بجلکي. پښتو قاموس د "مرد بالکل پير وکوب" په مانا راوړی دی.
پونډۍ: (پونـ-ډۍ) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې پونډۍ او پونډياني دی. پښتو قاموس نه دی نيولی.
دا دواړه د وګړي په وجود کي غړي (اندامونه) دي، چي دواړه په پښو کي دي. بډوکي تر پل په لوړه برخه کي هغه هډوکو ته ويل کېږي، چي دواړو خواوو ته وتلي دي؛ خو ځيني پښتانه و پښتورګو ته هم بډوکي يا بډوګي وايي او پونډۍ د پښو د شاتنۍ برخي تر پوندو و لوړه برخه ته ويل کېږي. خو دې ته ورته توری بډوګی و پښتورګي ته ويل کېږي.
فرض بډوکي او پونډۍ دي؛ نړېدلي زموږ جنډۍ دي

کادانه: (کا- دا- نه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کاداني دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
دا توری د پراړه د خوندي کولو لپاره و جوړ شوي ځای ته وايي. خو يو ډول واښه هم شته، چي څاروي يې خوري او کادانه يې بولي. 
دجال ګېډي کړې کاداني؛ سره چوړ وو مږک په شاني

برځ: د "ب" په ساکن يوه څپه ښځينه توری او جمع يې برځي دي.
د وګړيو او څاروو په اړخونو کي تر پوښتۍ لاندي چي کوم تش ځايونه دي؛ و هغوی ته برځي ويل کېږي. پښتو قاموس د "پرده خاليګاه، پېش ناف" په مانا نيولی دی.
هم د سر بېښتان د ښځي؛ داسي ايسي لکه برځي

لون لون: (لـَو- وَن) دوې څپې نرينه توری دی. يوستوی نه ؛ بلکې غبرګ په 'لون لون' ويل کېږي. وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږې. رنګ په رنګ، ډول ډول. پښتو قاموس نه دی نيولی.
تا سرای جوړ کړی د فرعون؛ پوخ په خښتو لون لون

پل: د "پ" په پراته زوَر ويل کېدونکی يوه څپه نرينه توری دی.
دا په پراته زوَر د تل (لاندي، بېخ) په وزن ويل کېږي او د بخښني په مانا دی؛ لکه زوی چي له موره غوښتنه کوي، چي حق را پل که. و دې ته ورته توری "پل" چي په لوړ زور ويل کېږي؛ يوه ګام او د پښو پر مځکه لګېدلې نخښه ته وايي او د پښې لاندينۍ برخه ته هم وايي. پښتو قاموس د "بحل، معاف او حيوان خصي" په ماناوو راوړی دی.
لمونځ يکړ د ده باطل دی؛ حق د نورو ورله پل دی

 بوهله: (بو-هـ- له) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې بوهلي دی. بهلي. بهاندي اوبه. پښتو قاموس نه دی نيولی.
هغه باران ته ويل کېږي، چي په اورېدلو يې پر مځکه اوبه وبهېږي.  
هم حديث هم قرآن لولي؛ انوار اوري په بوهلي

بټه: (بټـ-ټه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې بټي دی او لومړۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس په انګشت نر نيولی دی.
بټي ګوتي په لاسونو او په پښو کي و پنډو ګوتو ته ويل کېږي. 
څاک: يوه څپه نرينه توری دی؛ جمع يې څاکونه دي.
څاک يوه څنډه ته ويل کېږي؛ خو په ځانګړې توګه د ټوکر د څاک لپاره کارېږي. پښتو قاموس څاک د "چاک" په مانا نيولی دی.
څو ستا بټي ګوتي خپلي؛ پر څاکو د غوږو مښلي

سونګټ: (سونـ-ګټ) دوې څپې نرينه توری دی. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. سره ټول شوی.
و هر هغه چا ته ويل کېږي، چي په ځان کي سره ننوتلی او ټول شوی وي. لکه پلانی له يخه داسي سونګټ پروت وو. ځيني پښتانه يې په سونګوټ هم وايي. پښتو قاموس په چملوک و ګنجلک نيولی دی.
د ناچارو ګناه پټ کې؛ اسلام لوړ کفر سونګټ کې
ژوندی مار دي کی غوځي اجل اخستې
نه دی مړ يخ اچولی دی سونګټ

تايه: (تا- يه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې تايې دی.
د راتلونکي پېښي لپاره و ځان چمتو کولو ته تايه تړل وايي، چي اردو ژبو يې بڼه اړولې او تهيه يې وايي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
تايه ونيسه د ځان عبدالسلامه
ناګهانه اجل پټ دري بېګه دی

يبله: (يَبـ- له) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې يبلي دي. يبلي پښې و لوڅو پښو ته ويل کېږي. پښتو قاموس په "پابرهنه" نيولی دی.
اوښه وشړه په يبلي پښې روان سه
په ليلا پسې مجنونه پر بيبان سه

وندر: (ونـ- در) دوې څپې نرينه توری دی او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پښتوقاموس په "کمند حلقه دار حيوانات" نيولی دی.
دا د وريو او مرغونانو يا مرغومانو د تړلو لپاره وي، چي له وودليو وژغونو او وړيو څخه په جوړه شوې اوږده مرانده کي لس پنځلس غړوندي جوړ شوي وي او په هر غړوندي کي ځانله مرغونی يا وری تړل کېږي، چي د مراندي سرونه يې په ټکوهل شوو مږويانو پوري تړل شوي وي. ياده دي وي، چي د وريو او مرغونانو و رمه ته لِيَري ويل کېږي او و څارونکي يا پوونکي ته يې لېربه ويل کېږي.
ړانده ګڼ سره وندر کي؛ مښلي ډېر په څاه ژور کي
ورځي هر متکبر هم؛ سي د ده سره وندر هم
اوس نو سر په کوم هنر له غړونديه
بيرته وکاږم د زلفو له وندري

غورلاڼه: (غور-لا- ڼه) د "غ" په ساکن درې څپې نرينه توری دی.
په کټو کي چي ډېري غوړي ښورواوي پخې شي، غوړځګي يې تر لوښي پوري ووري ووزي او تور کڼي پر و مښلي؛ غورلاڼه يې بولي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
در قارون خبيث ماړه سته؛ په تورکڼو غورلاڼه سته

ګله: (ګـَ- لَه) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې ګلې دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
ډېر پسونه چي پر يوه ځای روان وي، څري او يا څړ کوي؛ رمه يې بولي او د لويو څاروو لکه اوښان، غوايه، خره او نور چي يو ځای روان وي، څري او يا څړ کوي؛ هغه ته ګله ويل کېږي. لکه د اوښانو ګله، د خرو ګله، د غوايانو ګله. پښتو قاموس په "صدای دفع ګوساله" نيولی دی. 
بس دنيا د دوی قبله ده؛ لېوني سپي دا ګله ده
ښه اصحب کهف وتښتېدو خدايه
اوس د خرو ګلې پسې دي په ملحد


ځوز: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې ځوزان دي.
دا يو اغزن بوټی دی، چي اوښان يې خوري او کوچياني ژوند لرونکي يې په وچېدلو کوټي او د ډوډۍ په پخلي کي يې له پچو سره سوځي، چي ښه اور اخلي او په دې اړه دا خبره د متل په توګه کارېږي، چي درانه بارونه وړي خوراک يې ځوز دی. پښتو قاموس د "خار" په مانا نيولی دی.
کډه: (کـَ- ډه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کډي دي. د کور لوښي لرګي او کالي، ښځه.
د کور لوښي، لرګيو او کالي يا تخڼو ته کډه ويل کېږي. کډه له يوه ځايه څخه بل ځای بارېدلو ته هم ويل کېږي. خو ځيني پښتانه يې د خپلي مېرمني لپاره هم کاروي، چي کډه را سره ده. پښتو قاموس د "عايله زن منکوحه او کوچ" په ماناوو نيولی دی. 
پښې مو ډکي دي د ځوزو؛ چي هر کونج له کډه بوزو
ګلان و وهل خزان عبدالسلامه
څه راز مينه بلبلان راوي پر ځوز

پخه: (پـَخـ- خه) دوې څپې ښځينه توری دی. بربری پوست شی.
ځيني ټوکران چي تر ولنګ او مينځلو وروسته يې سولېدلي سپڼسي سرونه را پورته کړي، ډېر پاسته او تيکوالی يې له منځه ولاړ سي؛ پخه بلل کېږي. خو پخه په خپل ځان کي و "لښي لښې" پاسته څه ته ويل کېږي. پښتو قاموس په "سبوسک و يا ارچق سفيد موی، سبوسک و سرکل شوره، ارچق اشتر ګرګين، يک جواري و برګ درخت" په ماناوو نيولی دی.
پستې زلفي لکه پخه يو وار لېري که له مخه
د ديدار ګلان به بوی کو پټ خلوت که وو که نه وو

يېږ، اېږ: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې يېږان يا اېږان دي.
تور، سپين او ژړ رنګ لرونکی جنګره او داړونکی ځنګلي ځناور دی، چي په لويو لويو ځنګلونو کي اوسېږي. ځيني خلګو اموخته کړي او ساتي يې، نندارې ته يې وړاندي کوي او له سيلانيانو څخه پيسې پر اخلي. پښتو قاموس د "خرس" په مانا راوړی دی. 
شاځه: (شا- ځه) دوې څپې ښځينه توری دی؛ جمع يې شاځې يا شځې دي، چي دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږې. يو ډول کاڼی.
دا يو ډول کاڼی دی، چي په ځانګړې توګه و هغه کاڼي ته شاځه ويل کېږي، چي نسوار پر کوټل کېږي او په ځينو شاځو کي جوړېږي هم. نسوار چي په کوټي (ميده کوي)؛ و هغه کاڼي ته غرګی ويل کېږي. پښتو قاموس د "تخته سنګ" په مانا نيولی دی.
عقل نور نسته په يږ کي؛ په شاځه به سر در خوږ کي
که اړ نه سوې و لمانځه ته؛ مخامخ سه و شاځه ته

ګالل: (ګا- لل) دوې څپې توری دی. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
ګالل، ګلول د زغملو، سهلو په مانا کارېږي. پښتو قاموس د "برداشت کردن، تحمل کردن او غمشريکي کردن" په ماناوو نيولی دی. 
وير: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې ويرونه دي. سوګ.
وير پر داسي رسېدلي زيان باندي کېږي، چي هوسا کېدل يې د وګړي تر وس تېر وي. پښتو قاموس د "نوحې او ماتم" په مانا نيولی دی.
ګلوو به اوږده بده؛ داسي وير ښايي ابده

مېچن: (مېـ-چن) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې مېچني دي.
مېچن د صنعت بنسټيز او په ژرنده کي کاري توکی دی. له يو ډول کاڼي څخه و جوړ شوي توکي ته ويل کيږي، چي يو کاڼی لاندي او بل باندي وي. په ګرزېدا او مښود غنم اړداوه او اوړه کوي. پښتو قاموس د "اسيای دست او دستاس" په ماناوو نيولی دی.
اڼل: (ا- ڼل) دوې څپې نرينه توری دی. ميده کول.
ډېر ميده کېدل. اوړه په مېچن اڼل کېږي او دا توری د کره خبري په اړه همداسي کارېږي، لکه اڼلې خبره. پښتو قاموس د "جو کوب کردن، ذريعه دستاس ميده کردن" په مانا راوړی دی.
تونګ: يوه هجا نرينه توری دی. خاورين لوښی.
له خاورو څخه چي دلته د اوبو څښلو لپاره کوم لوښي جوړېږي؛ په هغوی کي تونګ، کوزه، منګی او سړوبی ډېر نوموړي دي او د ځايي خلګو په کورونو کي تر سترګو کېږي. که څه هم تر اوسه شته، خو په ښاري کورونو کي يې اوس ځای فلزي توکيو او يخچالونو نيولی دی. پښتو قاموس د صراحي ګلي په مانا راوړی دی. 
اوس مېچن اڼي په مچ کي
تونګ د طمعي دي خدای وچ کي
زه نه لرم پر زدکړه اعتراض د کېميا اما
مرتده ته په وينو د اسلام ژرنده اڼې
فلک زموږ پر سرو باندي اڼي ژرنده
کجاوې ډېري کوي په دې وبا کوچ
خوش اوازه بلبل ساز نه شم ويلای
ستړی زوړ عبدالسلام ماته مېچن دی

غولی: (غو- لی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې غولي دي. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. انګړ، حوېلي.
په ځانګړې توګه د منډَو يا خوني و غولي ته ويل کېږي او د انګړ يا حوېلۍ لپاره هم کارېږي. خو د کور لپاره هم کارېږي. پښتو قاموس د صحن، حوېلي و خانه په ماناوو نيولی دی.
ور ايله به سوم پر غولي؛ در جګ بام لکه د ډولي
په هغه غولي کي بله مېرمن خاندي
چي پخوا باندي وته ننوته دا
همايون همای د مور له غوځۍ والوت
ناګهانه مي پر غولي غلبلې سوې

ښيلی: (ښَـ- يَـل- لی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې ښيلي دي. شتا، شيطان، ازاري.
ښيلی و ورانکاري وګړي ته ويل کېږي. د هر وګړي لپاره کارېدلای شي؛ خو په ځانګړې توګه د هلکانو او کوشنيانو لپاره کارېږي. پښتو قاموس د عاق شده بد کنند په مانا راوړی دی.
فرنګي ګڼ کو ښيلي؛ مخامخ پر غاښو مښلي
انګرېزي احکام منلي؛ قرآن نه مني ښيلي
غادران را تښتېدلي؛ خاينين بدان ښيلي

توړی: (تو- ړی) يا "تړی" دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې توړيان دي او دويمه څپه يې په لوړ زور ويل کېږې.
ګونګی خو هغه چا ته وايي، چي کرټ خبري نه شي کولای او توړی و هغه چا ته ويل کېږي، چي په ژبه کي بندېږي. خو کله کله هغه ملامت او پړ چاته هم ويل کېږي، چي د ملامتيا له جوري خبره نه ترله بېلوي. پښتو قاموس د "تتله الکن" په مانا راوړی دی.
ځه د ګونګ او د توړي سه؛ بل ملا لره رهي سه

کړومبه: (کړومـ- به) د "ک" په ساکن ويل کېږي او دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کړومبې دي. خو ځيني پښتانه يې په درې څپې (کـَ- ړومـ- به) او د "ک" په لوړ زوَر وايي. 
شلومبې او مستې چي کښېني او اوبه پر سر راوړي؛ و هغو اوبو ته کړومبه ويل کېږي. په ګړنيزه توګه لويي کورنۍ ته هم کړومبه وايي. پښتو قاموس د "آب چکه دوغ و ماست و پنير مجاز شوربای بې روغن و سرد" په ماناوو راوړی دی.
باندي بلي به لمبې سي؛ غوړ مازغه د ده کړومبې سي

خوپ: يوه څپه نرينه توری دی. ګړځ، اود.
چي باد او دوړي نه وي؛ چاپېريال خړپړتيا ولري؛ خوپ ورته وايي. پښتو قاموس د ګرد وغبار، بخار او ابر په ماناوو راوړی دی. خو بابا په ګړنيزه توګه کارولی دی، چي د بېدينۍ خوپ غوړېدلی دی.
خوپ د کفر خورا زيات سو
په تياره کي مشروعات سو

نی:  د "ن" په لوړ زوَر يوه څپه نرينه توری دی. نل، نړ، دَروی.
نی يا دروی د موسيقۍ اله ده، چي پښتانه او په ځانګړې توګه شپنيان يې له نل څخه هم جوړوي او د زړه ږغ پکښي سندريز کوي. په ډېره مينه يې په سا پوکلو ږغوي او په يکړوالي، يواځيتوب کي خپل ديغت پر باسي، مانا د چا يادونه ځوابوي. نړ او دروی هم ورته وايي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
د دې وينو غور غواړو؛ لکه نی و تاته ژاړو
در ګوره د عزيزانو لو بېوره ده
لکه نی ډک د ارمانه تل مدام يم

اړداوه: (اړ- دا- وه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې اړداوې او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
غنم چي وګړي د خپلو خوړلو لپاره اڼي، نو يې اوړه کوي او کله چي يې د څارويو لپاره اڼي، نو يې يو څه غټ غټ تر مېچن باسي؛ اړداوه ورته ويل کېږي. پښتو قاموس يې مفغن آردآبه  معروف نيولی دی.
نا ياغي نهالان کښېښوو فرنګيانو
اړداوه غنم د کفر په مېچن سو

ډبرلنه، ډبرينه: (ډ-بـر- لـنـ- نه) څلور څپې ښځينه توری دی. جمع يې ډبرلني دي؛ خو ډېر خلګ دا توری ډبرينه وايي.
پر هواره مځکه خواره کاڼي ډبري بلل کېږي او کومه مځکه چي ډېري ډبري ولري؛ ډبرلنه يا ډبرينه مځکه ورته وايي. پښتو قاموس د ډبرين په بڼه د سنګي او سنګستان په ماناوو نيولی دی.
که پر مځکه ډبرلنه؛ سجده نه وه ممکنه
پس له دې مخ پر مکه سه؛ ډبرلن ځای کي تکيه سه

انڅۍ: (اِنـ- څۍ) دوې څپې ښځينه توری دی، چي جمع يې انڅۍ او انڅياني دي. سوتلۍ، سنۍ.
انڅۍ چي ځيني خلګ يې د الف په لېري کولو سره نِڅۍ او ځيني يې اينڅۍ هم وايي، يو ډېر نری مزی دی، چي د ګونۍ خوله په تړل کېږي. پښتو قاموس د "سردوز پشم، تار بافته پشم" په ماناوو نيولی دی.
کونډري: (کونـ-ډَر-ري) درې څپې نرينه توری دی.
په غره کي يې ځيني وني او بوټي کوي، چي ځيني خلګ يې د ونو ژړا هم بولي او  د سريښ کار کوي، چي نوې بڼه يې سريښ دي. پښتو قاموس د کنډوري په بڼه د "ګند" په مانا راوړی دی. 
که بېښتان وتړل نرو؛ په انڅۍ يا په کونډرو

ډوډی: (ډو- ډی) دوې څپې نرينه توری دی. وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږې. جمع يې ډوډي او ډوډيان دي. 
تر پوښتۍ لاندي چي کومه تشه راځي؛ و هغه ته تشی ويل کېږي او تر تشي لاندي چي کوم هډوکی راځي؛ هغه ته ډوډی وايي، چي کله کله وګړي په ستړيا کي لاسونه پر ږدي. پښتو قاموس د "ډډي" په بڼه نيولی او د بالش،متکا په ماناوو يې راوړی دی.
که لاس کښېږدي پر ډوډي دوی
ګوتي هم پله منډي دوی

څرمه: (څر- مه) دوې څپې توری دی.
ځيني پښتانه يې څېرمه هم وايي. د نږدې او څنګلوري په مانا دی. لکه د پلاني کور را څرمه دی. مانا را نږدې او د کور تر څنګ مي يې کور دی. پښتو قاموس د "ګوشه، کناره به يکجانب" په ماناوو نيولی دی.  
ځان ساده که و صدف خاورو ته څرمه
لکه ځګ پر بحر مه کېږه سربېره

ششنی: (ششـ- نی) دوې څپې نرينه توری دی، چي وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږې. د اس ږغ. 
د هر څاروي ږغ ځان ځانله نوم لري، چي د اس و ږغ ته ششنی وايي. خو دلته د چونګښي و "کوررر" ته ششنی ويل شوی دی، چي بل هيڅ څوک هم نه ورته وايي او يا ما نه دي اورېدلي. پښتو قاموس د ششنا په بڼه د "شاهين اسپ" په مانا راوړی دی. 
تاريکه وکړه خموښ وو؛ په ورځ وششنل چونګښو

ډډ: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې ډډان او ډډونه دي. 
د "وني" هغه برخه لرګي ته چي له مځکي څخه تر ښاخونو پوري وي؛ ډډ ورته وايي. خو دلته په ګړنيزه توګه و ټولنيزو ناوړو ته ګوته نيول شوې ده، چي ناوړي چاري داسي دي لکه "وينې" چي ډډ خوري او د"وني" په بېخ کښلو ونه را نړوي؛ نو ناوړي چاري هم د ټولني بېخ کاږي. "ډډ او ډډن ږغ" درانه ږغ ته هم ويل کېږي. پښتو قاموس د "آماس، اواز لک و درشت" په ماناوو نيولی دی.
يا په غدر شکرانې خوري؛ خالي ډډ دغه وينې خوري

شېله: (شېـ-لَه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې شېلې دي. وروستۍ څپه يې په په لوړ زوَر ويل کېږې.
شېله و هره هغه "اوبو لاره" ته وايي، چي د باران او نوري اوبه پکښې ځي، چي ځيني يې ډېري ژوري او ځيني يې د مځکي پر سر جوړي وي. ځيني پښتانه يې شله (شَـ-لَه) هم وايي. د بابا د کلي نوم هم شېله باغ دی. مانا په شېله کي باغ: (بڼ) پښتو قاموس د "شېله معروف و اب دريا، مجرای سيل" په ماناوو نيولی دی. 
وحي ومنه منکره؛ سته پر مخ شېله ژوره

اوبړۍ: (اوبـ- ړۍ) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې اوبړۍ او اوبړياني دي. چوپړۍ.
په ناور (تالاب) کي چي اوبه ډېري ودرېږي؛ پای اوبړۍ کوي. مانا هغه شنه واښه ډوله مواد چي ريښې يې هم په اوبو کي وي؛ اوبړۍ ورته وايي. پښتو قاموس د "جامنک بقه په مانا نيولی دی.
خورا موړ وو په اوبړيو؛ ژور څاه وو د پېړيو

رانده: (رانـ- دَه) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې رانده ګان دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. بېلاري.
و بېلاري او په ټولنه کي د ناوړو چارو تر سره کوونکي وګړي ته وايي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
لڅ را وخوت شرمنده هم؛ کالي يووړو ټګ رانده هم

سپيتانه: (سپيـ-تا- نه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې سپيتاني دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
د ننګ او مېړاني په ضد چي کوم توری کارېږي؛ سپيتانه ورته وايي. خو په ګړنيزه توګه د هغه چا لپاره کارېږي، چي ژوند په څوړو سترګو کوي او د پښتونوالي له نرخونو ځان کاږي. له سپي سره ځکه تړل شوې ګړنه ده، چي سپی تل د بل وره ته ناست وي. پښتو قاموس د "سګ رذالت او دنايت" په ماناوو راوړی دی.
عمر ولاړی په سپيتانه؛ هم لغړ هم بې ايمانه
پر سپيتانه دي لعنت سه طامع نفسه
نودو غولو لره ځې لکه ذباب

مينده: (مينـ-دَه) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې ميندان دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
دا توری وګړيو ته په ګړنيزه توګه او په ځانګړې توګه د څارويو لپاره کارېږي. د څارويو نر ته ويل کېږي، چي خسي شوی نه وي. پښتو قاموس د "فحل او حيوان ناخصي" په ماناوو نيولی دی. 
په خوب دی وينې مينده ته؛ ويښ ګڼې نفس بيده ته

غړوندی: (غړ-ونـ- دی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې غړوندي او غړونديان دي. وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
په غاړه کي و لوېدونکي وښي ته غړوندی، په لاس کي لوېدونکي وښي ته لاسوندی او په پښو کي و لوېدونکي وښي ته پښوندی ويل کېږي. خو په وندر کي چي د څارويو په غاړه کي کوم دوه واښکي سره يو ځای کېږي او څاروي په تړل کېږي؛ غړوندی بلل کېږي. يو ډول غوټه ته هم ويل کېږي. پښتو قاموس د "ګلوبند حيوان" په مانا راوړی دی.
د ځان مرګ ګڼې ښادي بس
کاږې سر در غړوندي بس
مشران ماړه له دوی موکونه اخلي
سر در تنګ غړوندي کاږي د ذلت

غوجل: (غو- جل) د "غ" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې غوجلي دي. د غواوو او غويانو مېشت ځای.
په کوم ځای کي چي غواوي او غوايه شپه تېروي او اوسي؛ غوجل ورته ويل کېږي. په دې شعر کي د خرو غوجل کار شوې ده، چي دا توری هم په اولس کي شته او د خرو د شپې تېر ځای ته ويل کېږي. پښتو قاموس په "ګاوخانه" نيولی دی.
نګوښي: (نګوښـ- ښي) د "ن" په ساکن دوې څپې نرينه توری دی.
د وګړي او څاروي و هغه تګ ته ويل کېږي، چي په يوه پښه ګوډ وي او يا په پښه کي يې د درد او کوم بل لامل له جوري تګ ټکنی وي. پښتو قاموس د "لنګش" په مانا راوړی دی.
کې په خوله څه نه وو ايښي؛ لا هم خر در لاندي نګوښي
وحي پاکي لرو خپلي؛ پرېږده خره د دې غوجلي
ګوره فسق او فساد واچاوی په موږ کي
مسلمان وطن د کفر غوجل ايسي

کوسی: (کو- سی) په څرګند واو دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې کوسيان او کوسي دی. دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
له وړيو څخه جوړېږي او ډېر تود وي، چي په واورينو غرونو او څوکو کي په ځانګړې توګه پسونه کتونکي شپنيان ځان تود په ساتي. په همدې بڼه ويل کېدونکی توری کوسی د وګړي په زېږد کي تر زوی، لمسي او کړوسي وروسته راځي. بابا په دې شعر کي په ګړنيزه توګه د کور د سباوون د څوري په مانا کارولی دی، چي د سباوون غم وخوره. پښتوقاموس د"چپن، او مخصوص آستيندار نمدي" په مانا راوړی دی.
ښه منصف صوفي وصي که
عيال پټ په خپل کوسي که

شخول: د "ش" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. ځوږ. 
دا توری د ګڼي ګوڼي په مانا هم کارېږي؛ خو ډېری وخت و هغه ږغ ته ويل کېږي، چي اورېدونکي ځوروي. پښتو قاموس د "آواز پرندها، آواز غلو، آشوب، هياهو په ماناوو نيولی دی.
د قالو بلی د شخوله؛ چي تېر سوی دی لا کله
مساجدو کي غزل وي؛ ربابونه سروز او شخول وي
تل د ده پر نغمې شخول دی د خوبانو
فکر يووړم و عارف ته د شيراز ډوب

پيتاوی: (پيـ-تا- وی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې پيتاوي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
هسي خو هر هغه ځای ته پيتاوی ويل کېږي، چي لمر په ښه توګه پر برابرېږي. خو په ځانګړې توګه په کليو بانډو کي و هغه ټاکلي ځای ته چي د لمر و سېکه ته خلګ کښېني؛ پيتاوی وايي. پښتو قاموس د "افتاب رخ جائيکه روبرو افتاب باشد" په مانا نيولی دی. 
د جهالو په مښاوي؛ ملک خوشوی سي د پيتاوي

تووري: (تـَ- وور- ری) درې څپې نرينه توری دی. ج: تووري. 
د اړتيا وړ لوښو او ختڼو (تاڼۍ، نيالياني، کځڼ) ته تووري وايي. پښتو قاموس د "اثاث البيت او سامان خانه" په مانا نيولی دی. 
ايا نه ده مځکه پراخه؛ کور تووري لوښي واخه

ژبغړاند: (ژبـ-غـَ- ړاند) درې څپې نرينه توری دی.
و هغه ماشوم ته وايي، چي ژبه يې نوې نوې غوړېدلې وي. پښتو قاموس په همدې مانا "طفل نو سخن آمده" نيولی دی.
که هلک څه ژبغړاند وو؛ ده تميز درلود ګرزاند وو
نازنين فضل الرحمن ژبغړاند ولاړی
مور او پلار د ده د غمه سه زاړه دي

کڼی: (کـ- ڼَی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې کڼيان او کڼي دي، چي وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
دا يو داسي کړه دي، چي له وړيو څخه وورته و وودل شي؛ نو د کڼي جاروونکي هنرمندان راشي او کڼی جار کړي. له وودل شوو وورتو څخه تاڼۍ، کمبلي، پايتاوې (پاپېچي)، تاګۍ او نور داسي توکي رغوي؛ دې هنرمندانو ته پېښور (پېشه ور) ويل کېږي. کڼی پر بوټو او ونو باندي را پېچل شوي هغه ژړ رنګه پېچک ته هم ويل کېږي، چي ريښه يې هم پورته په بوټي کي وي، له بوټي خواړه اخلي او پر هر بوټي چي را وګرزي؛ هغه بوټی و وده ته نه پرېږدي او وچوي يې. پښتو قاموس د "تانسته بافت او بنات النعش" په ماناوو نيولی دی.
يا کڼی يو سړی جار کي؛ پورته کښاته مځکه لار کي

چول: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې چولونه دي.
چول د سراب، بټي بېبان او دښتي په مانا دی او داسي بېديا ته وايي، چي سړی پر چولاوه کېږي. مانا داسي بېديا يا بټي بېبان چي له لېري يې ډګار داسي ښکاره کېږي، لکه اوبه چي پر ولاړي وي، خو اوبه نه وي. ځيني پښتانه چولاوه وګړي ته جل وهلی هم وايي. پښتو قاموس د "دشت و بيبان دراز و خشک و بې آب" په مانا نيولی دی.
په اخلاص و وايه ټوله؛ ګوندي و به وزې د چوله

کيکه: (کيـ- که) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کيکي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. ژغانځه.
دا يو ډول تور رنګی ژوی دی، چي د دوبي په يو ټاکلي وخت کي پيدا کېږي. د وګړيو په کاليو ننوزي او په خوړلو سړی ډېر ځوروي. خو په سترګو نه کښېوزي. په نيولو او له ځانه په لېري کولو سړی ډېر ستړی کوي. دا توری پښتو قاموس نه دی راوړی.
لا چلېږي هغه خوړسکي؛ کيکي سته په هر قميص کي

شپول: د "ش" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. ج: شپولونه.
د پسونو د شپې تېر لپاره ځانګړی جوړ کړل شوی ځای چي په ژرګو او کرغنو جوړ شوی وي. شپول ورته وايي. په اغزنو بوټو د دې لپاره جوړېږي، چي و پسونو ته خوړونکي ځناور ور وانه وړي او ويې نه خوري. و هره دايره ته شپول ويل کېدلای شي، لکه پر لمر او سپوږمۍ را ګرزېدلی شپول. پښتو قاموس د هالې، نغول، آغل او احاطې په ماناوو نيولی دی.
جهل کفر سره مله سو؛ ګډ دننه په شپاله سو

کوده: (کَو- دَه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کودې دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږې.
غنم چي کله د لو وړ شي "مانا تر رسېدلو وروسته د پرېکېدلو شي" او لَوِيان چي لو شوي (پرې شوي) غنم و شا ته پر ځای ځای په ايښوولو سره پرېږدي؛ هغه ته کودې ويل کېږي، چي بيا په را ټولېدلو سره غوځۍ شي او درم يا درمند ته وړل کېږي، کله چي د ټولي کروندې رېبل شوي غنم يو ځای کړل شي؛ راشه ورته ويل کېږي او وروسته چي غنم او پروړ ځله بېل کړل شي؛ د غنمو و بېله کړل شوې برخه ته يې واڼه وايي. پښتو قاموس د "دسته ګندم" په مانا راوړی دی.
مېوه هم کوي نږدې ژر؛ لو به سي غنم کودې ژر
ولې خورې بشپړه ستا ګټلې نه ده
پردی حق د بل کرلي دي کودې کړې

مچخ: (مـ-چخ) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې مچخ او مچخان دي. د ملخو يو ډول.
د ملخو يو کوشنی ډول دی، چي کښتونو ته زيان رسوونکي وي او په جګ جګ غورځېدلو سره تګ کوي؛ الوت چنداني نه شي کولای. پښتو قاموس د ملخ زرد مضر په مانا نيولی دی.
صادقان اهل قرآن پښتانه ولاړو
پاتو ګڼ لکه مچخ تېر در امکان يو

اهاړ: (ا- هاړ) دوې څپې نرينه توری دی. ناهېل.
د دوبي په موسم کي چي د تودښت او ګرمۍ کومي ځانګړي ورځي راځي او باد يې دومره تود وي، چي سړی سوځي؛ اهاړ ورته وايي. پښتو قاموس په "ګرمي زياد و حرارت شديد تابستان" نيولی دی. 
خوني شمر لره نل ورځي دننه
موږ و سره اهاړ ته تږي پر بېبان يو
لږ ساتکی ژاړم دننه؛ اهاړ وچه که زما وينه

ګزک: (ګَـ-زَک) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې ګزکونه دي، چي وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
ټپ چي وشوړېږي، اوبلن، خوړجن او وران شي؛ د هغه په اړه ويل کېږي، چي ګزک يي کړی دی او کله چي له رغېدو ووزي؛ ناسور ورته وايه شي. پښتو قاموس په "ګزک زدن زخم" نيولی دی. 
ماړه سپي وکی خورک هم؛ ژر به خېټي سي ګزک هم
هدايت محمدي مو حق له بيايي
پړسېدلي چاغ ناولي به ګزک سي


رمه: (رَ- مه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې رمې دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
د پسونو مانا مېږو او وزو (بزو) ګڼ شمېر ته چي شپانه يې څر او څړ ته بيايي؛ رمه ويل کېږي او د لويو څاروو ډېري ته ګله ويل کېږي. پښتو قاموس د ګله مخصوس ګوسفند په مانا راوړی دی. 
يا رمې يا ګلې پيايي؛ لمونځ بې قصره ورته ښايي

ګړوب: د "ګ" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. نړېدلی.
دا توری د نړېدلو په مانا دی؛ خو داسي نړېدلو ته ويل کېږي، لکه څنګه چي ګړوب په ويلو کي څه ډول ږغ کوي؛ هم هغسي ږغ د يوې ودانۍ د نړېدلو ږغ هم وي. مانا دا "سماعي" نومونه بللای شي، چي د خپل ږغ په څېر نوم يې وي. خو په لاندي بيت کي د کوټي د ښار د ۱۹۳۵م کال د زلزلې د تاريخي پېښي يادونه شوې ده. پښتو قاموس د "آواز افتادن چيزې، آواز فروشيدن چېزې در آب" په ماناوو نيولی دی. 
کوټه څوني ښهر ګړوب سو؛ قارون هم په مځکه ډوب سو
وراباڼی: (ورا- با- ڼی) درې څپې نرينه توری دی. ج: وراباڼي 
د واده راوړلو لپاره په "ورا" (جنج) باندي تلونکو وګړيو ته وراباڼي وايي. پښتو قاموس په "جميعتکه عروس را مي آورند" نيولی دی. 
نی چي کله به وراباڼي؛ قطار ورسي لکه زاڼي

يوې: (يــَ- وې) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې يوي دي.
تر غنمو کرلو وړاندي چي د مځکي پستېدلو لپاره کومه چاره په غوايه او اوښانو تر سره کېدله او اوس په ټريکټر تر سره کېږي؛ يوې ورته وايي. پښتو قاموس د "قلبه شبار" په مانا نيولی دی. 
مبارکه مياشته نوې؛ پسرلی رالی کوه يوې
پر جهالو تکاليف شرعي ښايي
لټ غوايه لايق د يوي دي که نه دي

چوښکه: (چوښـ- که) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې چوښکي دی او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
د اوبه خور له لوښو څخه چي تر کوم ځای اوبه څښل کېږي؛ هغه ته چوښکه وايي. مانا هغه ځای چي خوله پر ايښوول کېږي، چوښکه ورته وايي. پښتو قاموس په "نوله افتابه و امثال آن" نيولی دی.
تنده: (تنـ-ده) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې تندي دي او دواړي څپې يې په پراته زوَر ويلي کېږي.
تنده يو داسي څرنګوالی (کيفيت) دی، چي پر وګړي، څاروي، مځکه او هر څه باندي هغه وخت څرګندېږي، چي تږي شي. لکه په دې غونډله کي چي "تروه خواړه تنده لري" مانا وګړی تږی کوي. پښتو قاموس د "تشنګي" په مانا راوړی دی. 
ژر د سرې کوزې په چوښکه؛ ما د تندي را پر هوښ که
پېمدل: (پېمـ-دل) دوې څپې نرينه توری دی او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پېندل، ډکول. 
د کاسې ډکول، مانا خوله پر خوله کولو ته پېمدل وايي. پښتو قاموس د "پيمانه کردن، اندازه کردن" په ماناوو نيولی دی.
په خورما کاسه پېمدلې؛ ده اسلافو فرمايلې

خايه: (خا- يه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې خايې دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. خوټي.
د نارينه وګړيو د بولو (متيازو) کولو تر ځای لاندي چي دوې اګۍ يا بېتو ډوله کوم شيان دي؛ هغوی ته خايې يا خوټي ويل کېږي. دا توری پښتو قاموس نه دی نيولی. 
سپوخڅه: (سپوخـ- څه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې سپوخڅي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. مثانه.
هغه ځای چي له څښلو اوبو څخه بولي يا متيازي تر جوړېدلو وروسته ورته راځي او پکښي يو ځای کېږي؛ سپوخڅه او سپوخته ورته ويل کېږي.
يو خايې د بولو لار ده؛ سپوخڅه هم په دا کي شمار ده

مزغاړی: (مز- غا- ړی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې مزغاړي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
دا توری د هغه شي په مانا کارېږي، چي له مړيی پوست څخه رغېږي او له لاندي خوا ګنډل شوی وي. د پوست د مځغي له خوا يې د شيانو ور لوېدلو او راکښلو لاره وي. لويه او وړوکې دواړي بڼي لري او خلګ د اړتيا وړ شيان له ځانه سره پکښي ګرځوي. پښتو قاموس د "خلته کوچک سرمه دان و پيسه وغيره" په مانا نيولی دی.
ويني سرې د پسه د غاړي؛ چي په ډک به سو مزغاړي
ګوځار:  (ګو- ځار) دوې څپې نرينه توری دی او په غوزار هم ويل کېږي. ګوځارېدل، غوځارېدل، لوېدل، وَپروت.
دوه لوبغاړي چي په غېږ (لوبه) سره ورشي، چي په هغوی کي يو ګوځار شي، (مانا چي مځکي ته يې ورسوي) او يو بريالی شي. لاندي شوي وګړي ته ګوځار ويل کېږي. پښتو قاموس د "غوزار" په بڼه د "افګنده، افتاده بر زمين" په مانا راوړی دی.
چي شپه و وته سهار سي؛ د اختر پسه دي ګوځار سي

اوګار: (او- ګار) دوې څپې نرينه توری دی.
خوږ (دردمن) اندېښمن.
دا توری د اندېښمن او خوږ په مانا دی؛ خو د ټپي شوي خوږ په مانا نه دی، چي د چا د وهلو يا تېغ له کبله وي؛ بلکې دا توری په ګړنيزه توګه کارېږي، چي زه په خپلوانو اوګاره يم. مانا په خپلوانو اندېښمن او خوږ يم. په لاندي بيت کي هم په دې مانا کار شوی دی، چي غني په ښېرا نه دی اندېښمن، مانا باک نه په کوي. پښتو قاموس د "حالت کسيکه بچيزې خاطرش پريشان و وابسته باشد" په مانا نيولی دی.
غني هم د دې د پاره؛ په ښرا نه دی اوګاره

ژی: په لوړ زوَر يوه څپه نرينه توری دی. ج: ژي، ژيان. 
و وزيی پوست ته ميده شوي يا کوټل شوي اومان ورلوېږي او شل شپې پکښي پراته وي؛ په پنځه ورځي کي دننه پخپله پوست له باده ډک شي او مېرمني وژغوني (وزغوني، وځغوني) ځنې غچي کړي، چي وروسته يې باد پخپله ووزي. ژی يا ګوډی پوختيا ته ورسېږي. د وخت په تېرېدا پاته وژغوني هم ځنې توی شي او ښوی ژی پاته شي. پښتو قاموس د "مشک آب" په مانا نيولی دی.
غړکه: (غـ- ړَکـ- که) درې څپې ښځينه توری دی. وګورئ غړکه! 
بنۍ: (بـ- نۍ) دوې څپې ښځينه توری دی.
ژی، بنۍ او غړکه درې واړه شيان له کورني،غرني او کوچياني ژوند سره تړلي او له پوسته څخه جوړېږي. په ژي کي اوبه، په غړکه کي شلومبې او په بنۍ کي ځيني خلګ اوړه ږدي او ځيني کورنۍ اوزار يا افزار هم پکښي خوندي کوي. خو دروېزګر يا خير غوښتونکي چي کله پر کورونو ګرزي؛ بنۍ يې په څنګ وي او اوړه پکښي ټولوي. په پښتني ټولنه کي د پښ بنۍ ډېر نوم لري او هر چا يې نوم اورېدلی دی. پښتو قاموس د "انبان او دم اهنګر" په مانا راوړی دی.
يا يې ژی که يا غړکه؛ يا بنۍ خپل کار په وکه

الويل: (اَل- وَ- يَل) درې څپې نرينه توری دی.
کله چي پسه حلال شي؛ نو ځيني خلګ يې پوست کاږي او ځيني يې وړۍ يا وژغوني په توده وينه کي ژر ژر له پوسته کاږي او پسه پر جوړ کړل شوي ځانګړي ځای پر اور کښېږدي او په لمبه يې پوست الويي. پښتو قاموس د "فعل يلمه کردن" په مانا راوړی دی.
خوښوي يې ګړد شين نسي؛ الويل ښه روا ايسي

سکول: د "س" او "ک" په ساکن يوه څپه توری دی. 
غرني او کوچياني خلګ چي رمې لري؛ هغوی په کال کي يو ځل د پسونو سکول کوي. مانا په خرخوَل (چي دوې اوسپنيزي چړې يو ډول سره يو ځای وي او وړۍ يا وزغوني نيسي او پرې کوي يې) پسونه له وړيو او وزغونو پاکوي او دا وړۍ او وزغوني بيا پلوري (خرڅوي) او د ژوند ورځنۍ اړتياوي په پوره کوي. پښتو قاموس د "قيچي کردن پشم ګوسفند" په مانا راوړی دی. 
کې څوک سکولي يا دا لوښي؛ ته دی مه وله په غشي

پمن: (پَـ-من) دوې څپې نرينه توری دی او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. يو ډول ناروغي.
پوم يوه ناروغي ده، چي د پسه پوست نيسي او وېښتان يې ورژېږي. په دې ناروغي ناروغه پسه ته پمن پسه يا پوم نيولی ويل کېږي او دا ناروغي په کوڅه ډب سپيو يا سپيانو کي ډېره ليدل کېږي. پښتو قاموس پوم د "مرض ګرګ" او پمن د "ګرګين" په مانا راوړی دی. 
يا مرض لري پمن وي؛ مګر چاغ د ده بدن وي

ليغی: (لـيـ- غَی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې ليغي دي. وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږې. 
هغه ډنګر پسه چي د پوست او هډ تر منځ غوښه نه ولري. بې غوښو هډ ته هم ليغی ويل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
ځمبر: (ځمـ- بر) دوې څپې نرينه توری دی. وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. ځړېدلي وژغوني، وړۍ، وېښتان 
و هغه پسه ته لغی ويل کېږي، چي يواځي هډونه پاته وي او ځمبر ځکه ورته وايي، چي وړۍ او وژغوني يې کتونکي ته اوږدې ښکارېږي او په پوست يې نيمژواندي ځړېږي. خو ځمبر په شا او خوا سيمو کي د خاورو، خټو او کاڼو وړلو لپاره پر دوو لرګيو باندي د تختو يا چادر په ټکوهلو يا ايښوولو داسي شی جوړېږي، چي له يوې خوا يې يو وګړی په دواړو لاسو نيسي او له بلي خوا يې بل وګړی نيسي؛ ځمبر ورته ويل کېږي.پښتو قاموس نه دی نيولی.
او که دی داسي ډنګر وو؛ لکه وچ لغی ځمبر وو

لم: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې لمان او لمونه دي.
د پسه هغه شاتنۍ برخه چي يواځي سپينه او بې هډه غوښه په ځړېږي او يواځي مړيی پسه يې لري؛ لم ورته ويل کېږي. ډېر غټ لم لرونکي پسه ته لمتر پسه وايي. پښتو قاموس د "دم و دنبه" په مانا راوړی دی.
يا زيات پرې وو تر دريمه؛ غوږ يا مږ وو زوړ بې لمه
الهي مجلس پر وخندوې بيرته
دا برېتونه چې غوړ کړي دي په لم

غوچ: د "غ" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. غوڅ هم ويل کېږي.
هغه څاروی چي غوږونه نه لري. مانا د غوږونو هغه کرپندوکې برخه پوست چي ځړېږي يا جګ او شک ولاړ وي، نه ولري؛ غوچ او يا غوڅ پسه بلل کېږي. پښتو قاموس د "بريده، قطع" په مانا راوړی دی. 
کم غوږونه غوچ روا دی؛ ثابت پسه باندي اولی دی

ګوزڼ: (ګو- زڼ) دوې څپې نرينه توری دی او وروستۍ څپه يې په پراته او لوړ زوَر دواړه ډوله ويل کېږي. ابليج،يو ډول ناروغي. 
دا داسي ناروغي ده، چي د وګړي هر غړی (اندام) و وهي؛ له کاره لوېږي. پښتو قاموس د فالج په مانا راوړی دی.
چي وهلي دي شيطان دا؛ د ګوزڼ مرض په شان دا
مګر شپيان نمک خورو ورسره وکړه
دی دي و وهي پر غبرګو پښو ګوزڼ

خيره: (خِر- ره) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې خيري دی او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
خيري يو ډول ناپاکي ده، چي ځان څرګندوي. کوم وګړی وي او که يې کالي (جامې) وي، چي ډېر وخت ونه لمبېږي يا پرې نه مينځل شي او پر وجود يا کاليو يې ناپاکي څرګنده شي؛ خيرن بلل کېږي. پښتو قاموس د چرک په مانا نيولی دی.  
راځی پرې مينځو دا خيري؛ قرآن ولي لرو ليري

برغو: (بر- غو) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې برغووي دی. بېديا ، ج: بېدياوي
داسي بېديا چي ودانۍ او ابادۍ لېري لېري هم نه وي او د وګړي د ورکېدلو او د لاري نه موندلو اندېښنه وي، برغو بلل کېږي. پښتو قاموس يې داسي مانا کوي، چي "بامصدر وهل يکجای آمده و حالت شخصي را افاده ميکند، که اعضای سافله وی برهنه باشد"
په برغو کي مه ځه ليري؛ ملايکي که ملګري

سېمساره: (سيمـ-سا- ره) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې سېمسارې دی او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
يو ډول خزنده ده، چي په پستو مځکو کي په غارونو کي اوسېږي. پښتو قاموس د سمسارې په بڼه د "سوسمار" په مانا راوړې ده.
کربوڼی: (کر- بو- ڼی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې کربوڼي دي.
يو ډول خزنده دی، چي په پستو مځکو کي په غارونو کي اوسېږي. پښتو قاموس د شلند کوهي په مانا نيولی او کربک هم ورته وايي.
خاڼی: (خا- ڼی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې خاڼي دی او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
يو ډول خزنده دی، چي د پستو مځکو په غارونو کي اوسېږي. پښتو قاموس د "نوعي از موش کلان صحرايي است" په مانا نيولی دی. 
کربک: (کر- بک) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې کربکان دی او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. وګوری کربوړی.
يو ډول خزنده دی، چي په هوارو مځکو او غرونو کي هم اوسېږي. پښتو قاموس په "کربوړي" مانا کړی دی. 
پوڼول: (پو- ڼـَ-ول) درې څپې توری دی. وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس په کاواک ساختن، ميان کشيدن نيولی دی.
سېمساره تر مار پنډه او په اوږدول تر مار يو څه کوشنۍ وي، پښې يې يو څه جګي وي، چي په تګ کي يې وجود له مځکي پورته ساتي. کربوڼی تر چرمښکۍ يو څه پنډ او تر کندريزي څه اوږد او اوږدول يې تر چارياک پوري وي. خاڼی تر مږک غټ او تر مږه څه وړوکی وي، چي دا ياد شوي ټول په پستو مځکو کي په غارو کي اوسي. کربک که څه هم و کربوڼي ته نږدې نوم ايسي؛ خو د کِښو (کِشف) لپاره کارېږي او په خوړو کي زوڼي پوڼولای شي؛ لکه د هندوانې زوڼي چي خلګ پوڼوي.
(پام) ياد شوی اوږدول او پنډول و سيمه ايزو خزندګانو ته په کتلو سره ټاکل شوی دی؛ په نورو سيمو کي لوی او واړه کېدلای شي.  
سېمساره کربوڼي خاڼي؛ مار له ښايي پر سر کاڼي
بدمرغ بم پر مخ وهم عبدالسلامه
ترخه زڼي پوڼوي د غره کربک دی

ورشو: (ور- شو) دوې څپې ښځينه توری دی. ج: ورشوګاني.
ډېره پراخه بېديا ته وايي، چي شنېزي او څړ ځايونه ولري او يوه ډېره پراخه سيمه يې په غېږ کي نيولې وي، چي غر او هواره دواړه لري. په وطن او سيمه کي د يوه ټبر، قام او سيمه ايزو اولسونو په ولکه کي ورشوګاني هم شته، چي خپلي رمې او ګلې پر پيايي. پښتو قاموس د "چراګاه" په مانا راوړی دی. 
کاغۍ: (کا- غۍ) دوې څپې ښځينه توری دی.
يو ډول مرغه دی، چي کارګه ته ورته او تر کارګه وړوکی دی. په تودو سيمو کي ژوند کوي. پښتو قاموس په "زاغچه" نيولی دی.
پاکي ايسي کاغۍ توري؛ په ورشو کي د کښت ښوري
چوڼهار والوت سهار مرغان راکښېنه
کاروان ځي لېوان لري دا يه ورشو پټ

پړک: يوه څپه نرينه توری دی. ډله.
دا توری دلته د ډلي په مانا کار شوی دی؛ لکه ډلګۍ، کنډک او نور،، خو دې ته ورته د "پ" په ساکن پړک و يو ډول ږغ او يو ډول ځلا ته وايي او بل داسي توری پړکی يو داسي بوټي ته وايي، چي څاروي يې خوري. پخوانيو خلګو به د بروَزي، زومۍ، کټه سري او جامه شوی په څېر بوټو غوندي کالي ( جامې) په مينځل او پَړکېدلي يوې او بلي خوا ته ځغستل شوي پسونو ته، چي ډله ډله شي؛ ويل کېږي. پښتو قاموس د "يک جماعت، رمه کوچک ګوسفندان، لرز و اضطراب" په ماناوو نيولی دی. 
خدايه ما د دوی د پړکه؛ ستا مشغوله په روغبړ که
نو ملت سو ځله درې اويا پړکونه
انګليسي وسوسي اروي اروحان بد
دواويا پړکه ترسا سپي لېوني کو
څوک پر لار د شريعت نه ځي سالک يو

نجني: (نجـ-ني) د "ن" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی. 
نښتل، ټکوهل، تړل او درول په پراخه مانا کارېږي. لکه کېږدۍ ونجنه. کېږدۍ مو نجتې ده. پلانی په پلاني پوري نجتی دی. پښتو قاموس د "معتصم" او نجتل د "اعتصام نمودن" په مانا نيولی دی.
احمقان جګوي خوني؛ بېخ يې هم پر مځکه نجني
ويېدل: (وَ-يېـ-دل) درې څپې نرينه توری دی، چي وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
ويېدل له ويلو څخه اخستل شوی دی. خو هغه ويل چي څوک بې سده او بېځايه ږغېږي؛ هغه که د ناخبرتيا او ناپوهۍ له کبله وي، که له خوبه وي او که د نشې له جوري وي؛ ږغېدا ته يې ويېدل وايي. د ډېري ږغېدا په مانا هم کارېږي؛ لکه هسي ويېږي، بيا ويېږي. پښتو قاموس په "بګفتار آمدن و پر ګويي نمودن" نيولی دی.
پرته: (پرَتـ- ته) د "پ" په ساکن دوې څپې نرينه توری دی او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
پرته د سېوا، علاوه او بېځايه په مانا کارېږي. پښتو قاموس د بغير، سوا، بدون او هزيان او بېهوده او مسخ په ماناوو نيولی دی.  
يعني خاص نږدې و ده ته؛ فاسقان ويېږي پرته
ما خو غم او غصه نن وَ يَوي داسي
څه پوهېږي ناخبره په اسرار

کرکنډه: (کر- کنـ- ډه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کرکنډي دی او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
غټي ډبري، غټ کاڼي.
کرکنډي که څه هم غټو کاڼو يا ډبرو ته وايي، خو په بوټو کي اغزي لرونکی بوټی هم دی او په خزندګانو کي هم لږ غټ جسامت لرونکو ته په ګړنيزه توګه کرکنډي ويل کېږي. لويه سپږه هم کرکنډه بلل کېږي. پښتو قاموس په "خرسنګ کلانيکه از کوه سر ازير شود" نيولی دی.
ژرنده: (ژرنـ - ده) د "ژ" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ژرندي دي او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. د غنمو د اڼلو ځای. ځيني پښتانه يې جرنده هم وايي.
دا توری "ژرنده" که څه هم اوس په پرمختللې بڼه کي شته، چي د غنمو په اڼلو سره اوړه جوړوي؛ خو د لرغوني بڼي پيل يې له مېچن څخه شوی دی، چي په لاس به ګرزول کېدله او غنم به يې اڼل، چي اوسنۍ پاته شوې بڼه يې د اوبو ژرنده وه. ژرنده پر را روانو اوبو باندي جوړېږي او د ژرندي پر ځای باندي اوبه يو دم پر ځوړ په جوړ کړل شوي ځای کي چي ناوه يې ورته ايښې وي؛ ګړندۍ کېږي، چي له لرګي څخه د چمبر په بڼه جوړ کړل شوی څرخ ګرزوي او دغه پَرې پَرې لرګين څرخ د يوه پَره لرونکي لرګين يا اوسپنيز لوښتي "چي په پل کي لګېدلی وي" په وسيله د ژرندي بالا پل ګرزوي او پر لاندي پله ګرزي، چي تر منځ يې غنم يا اوربشي اڼل کېږي. پلونه يې له کاڼي جوړ وي او ګرګن وي، چي د غنم د اڼلو لامل ګرزي. او به چي پر ورخ باندي و ژرندي ته را اړول کېږي او بندېږي؛ هغه ته پارچاو ويل کېږي. غنم په ډول کي ورته اچول کېږي، چي ټکَکه يې سوکه سوکه ورته را ايله کوي او تر اڼلو وروسته په ګونۍ کي د اوړو په بڼه لوېږي. پښتو قاموس په "آسيا" نيولی دی.      
غټ سرونه سي کرکنډي؛ پر چلېږي د اور ژرندي
غټي شنې درنې کرکنډي را ورغړي
عبث لافي د سقاو نه دي بايد

کوړه: (کوړ-  ړه) د "ک" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
کوړه د يو ځای ايښوول شوو يا را يو ځای کړل شوو خاوره، امبار او داسي نورو توکيو او د وګړو و ټولۍ ته هم ويل کېږي. لکه ډېر خلګ سره را کوړه وو، يا ډېری خلګ سره را ټول وو. پښتو قاموس د "انبار او توده سر بسر متراکم" په ماناوو نيولی دی.
يوه کوړه او امام ګړد
لمونځ په جمع کي تمام ګړد

وازګه: (واز- ګه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې وازګي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
کوم وګړی يا څاروی چي ډېر څورب شي او پر غوښو سربېره چي يې د سپينو غوښو په څېر کوم غوښن مواد وي؛ هغه ته وازګي ويل کېږي. د څارويو له وازګو څخه په ويلولو "مو" جوړېږي او تر ويلېدلو وروسته له وازګو څخه پاتي غوښي خلګ خوري او ځزغالې بلل کېږي. پښتو قاموس د "چربي" په مانا نيولی دی.  
چېري ته چېري ملکه؛ خنزير خر په وازګو ډکه

پښۍ: د "پ" په ساکن يوه څپه ښځينه توری دی. يو ډول بوټی.
پښۍ په غرونو کي په ځانګړو ځايونو کي کېږي. ډېري تروې وي او وګړي يې خوري. په ځانګړې توګه يې ښځي ډېري خوښوي. پراخي پاڼي لري، چي ځمبر ورته وايي. پښتو قاموس په رواش نيولی دی.  
ونکه: (و- نـَک- که) درې څپې ښځينه توری دی او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. يو ډول بوټی
ونکه و پښۍ ته بېخي ورته بوټی دی، چي په يو بل سره خطا کېږي. خو پخې ونکي د وګړيو د خوړلو نه دي او نار يې په اومه توګه خوړل کېږي. په دې نامه په توبه کي و ماروپ ته نژدې يو ځای هم شته. کله کله په سوګند اخستلو کي هم خلګ د والله که پر ځای ونکه وايي. پښتو قاموس په "نوعي از راوش" نيولی دی.
پښۍ به ګڼي په پسرلي سوې
 هوسۍ وې درې خالي سوې
نو اصلي مېوې نايابه سوې شيريني
لکه پښۍ دغسي و زووې ونکي


ستوني ستخ: (ستو- نيـ- ستخ) درې څپې نرينه توری دی. ستنو ستر. تيک، اېغ نېغ
کوم وګړی چي داسي نېغ پروت وي، چي سترګي يې هسک يا اسمان ته وي او پښې يې غځېدلي وي؛ و دې ته ستوني ستخ ويدېدل وايي. پښتو قاموس يې د پښتو په برخه کي "ستوني ستاک" ليکلی او ستوني ستخ يې مانا کړی دی.
پر قبله دي ستوني ستخ سي
ژوند لا سته نږدې دي ښخ سي

ګلول: (ګـَ-لـَ- ول) درې څپې توری دی او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پر ځان وړل، زغمل
ګلول توری د زغملو، سهلو او پر ځان وړلو په مانا دی. پښتو قاموس د "تحمل، برداشت کردن" په مانا نيولی دی.
کونېن: د نوي دور توری دی، چي د بابا په شعر کي يې ځای نيولی دی او د روغتيايي يو ډول درملو (ګولۍ) نوم دی، چي د تبي لپاره به خوړل کېدله. په دې نامه پځ (ستن، انجکشن) هم شته. پښتو قاموس نه دی نيولی.  
کونېن ته د صبر خوره که کيهي غواړې
ګلولي دغه تبي هر مېړه دي

غلبله: (غلـ-بَـ- له) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې غلبلې دی. وروستۍ څپه يې په لوړ زور ويل کېږي. يو ډول چيغي، نارې
په يو داسي څرنګوالي (کيفيت) کي چي د اړتيا پر بنسټ باندي د مرستي لپاره د يو چا د را بللو او خبرولو لپاره او يا د خپل درد څرګندولو لپاره چي کومي ناري وهل کېږي؛ غلبلې ورته وايي. پښتو قاموس د "فرياد، غوغا" په مانا نيولی دی. 
ځيني پاته به بنګلې سي؛ پر عيال به غلبلې سي
بزهګار: (بـَ- زه- ګار) درې څپې نرينه توری دی؛ ښځينه يې بزهګاره ده او جمع يې بزه ګار او بزهګاران دي. ګناهکار، اندېښمن، تورن، مسئول. جرم کوونکی.
دا توری په پښتو کي د ګناهکار په مانا کارېږي؛ خو ډېر نه کارېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
په دا سپينه ژيره زما رسوايي مه کړه
که په توره ږيره هر څو بزه ګار يم
شرعي په دغه ښکار هيڅ؛ محرم نه دی بزه ګار هيڅ

ختمه: (ختـ- مه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ختمې دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
دا يوه مذهبي چاره ده، چي د مړي په دريمه، څلوېښتي، تلين او يا کومه بله ورځ د قرآن پاک په ختمېدلو تر سره کېږي او د مړي پاتي شونې خيراتېږي. کله کله په ګړنيزه توګه د ميراث په مانا هم کارېږي. پښتو قاموس په نان مرده ګي نيولی دی.
ځي ختمې لره د مړي؛ خوري په غم کي څه پخ کړي

غچ: يوه څپه نرينه توری دی. کسات.
له چا څخه د بدو بدل اخستلو ته غچ کښل او کسات اخستل وايي. پښتو قاموس د "انتقام، عناد او عناد ګرفتن" په ماناوو نيولی دی.
که د ده اړول ګران وو؛ نو دي وي غچ يې اسان وو

غچي: (غـَ- چي) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې غچياني دي او ځيني پښتانه يې په غېچي هم وايي. بياتي. 
د کاليو (جامو) او ټوکرانو د پرېکېدلو لپاره چي کومه ځانګړې اله په کارېږي؛ غچي بلل کېږي. پښتو قاموس يې همدا بڼه نيولې او په قيچي يې مانا کړې ده.
څوک به وسکڼي نوکان يو؛ په غچي د ده بېښتان يو

تخرګ: د "ت" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. بغل.
د لاسونو او پښتيو يا پوښتيو تر منځ و لوړه برخه ته تخرګ ويل کېږي. بابا په ځانګړې توګه د بغل لپاره راوړی دی او پښتو قاموس هم د "بغل" په مانا نيولی دی.   
شرمګاه دوه تخرګه پاک که
عجز زيات په دا پوښاک که
خاص د تخرګه د ماينو ده؛ پسروره د ورنو ده

تلتک: (تلـ- تک) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې تلتکان دي او لومړۍ "ت" يې ځيني په زوَر او ځيني يې زېر وايي.
کنځڼ، کځڼ، کجڼ، بړستن، شيراک.
کله چي وګړی په ژمي او سړزګي کي بيدېږي، پر ځان يې اچوي؛ تلتک ور ته ويل کېږي. په دې اوسنۍ دوره کي خلګ شړۍ پر ځان اچوي او په ځينو ګړدودونو کي نور نومونه لري. شيراک خټک ورته وايي. پښتو قاموس د "لحاف" په مانا نيولی دی.
نه دی شرط د مړه مکان پاک؛ هم دغسي تلتکان پاک

غوټ: د "غ" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. پرېکېدل.
غوټ و پرېکېدلو ته وايي. غوټ و پنډ او لنډي سړي ته هم ويل کېږي. غوټه خبره و پرېکنده خبره ته وايي. پښتو قاموس د "تنومند، مقوي، بلکل او قطعي په ماناوو نيولی دی.
بل ښی لاس کيڼه پښه غوټ که؛ دا هر يو ظالم سونګټ که

موږی: (مو- ږی) دوې څپې نرينه توری دی او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. مږوی، مېږوی. ج: مږوي، مږويان.
په مځکه کي د کېږدۍ، څارويو او نورو شيانو د نجتلو او تړلو لپاره ټکوهل کېږي، چي له لرګي څخه جوړ شوی وي. اوس اوسپنيز هم شته. پښتو قاموس د "مېخ او چوبي" په ماناوو نيولی دی.
غرږی: (غر- ږی) دوې څپې نرينه توری دی؛ جمع يې غرږي دي.
کوم څوک چي په ستوني کي ږغېږي؛ غرږی ورته وايي؛ خو په ځانګړې توګه د سپي و يو ډول ږغ ته وايي، چي غپا يې په واز کومي ږغ ته ويل کېږي او غرږی يې په نيولې خوله له ستوني څخه و را وتلی ږغ ته وايي. په لاندي شعر کي د پښتو هغه ناوړه متل په نظر کي نيول شوی دی، چي تربور د توري شپې مږوی دی، چي اوس خلګ دا متل ته درناوی نه لري. مانا دا چي له تربوره څخه هم د ګوځارولو اندېښنه وي، لکه د شپې چي په ناخبرتيا سړی په مږوي کي نوک و وهي. پښتو قاموس د "صدای سګ در حالت غضب" په مانا راوړی دی. 
سته نږدې دوه درې موږي بد
لکه سپي داسي غرږي بد

ګای: يوه څپه نرينه توری دی او خبره ته وايي.
په اولسي توګه و خبره ته وايي؛ خو په ځينو سيمو کي او په ځانګړې توګه په کاکړانو کي د پښتو، سوګند او قسم په مانا هم کارېږي. لکه: "اوس مي ګای کړی دی" او د پښين خلګ وايي " ګای مي تر خوله وتلی دی" پښتو قاموس د "قول او وعدې" په مانا نيولی دی.
ګنده حرف مه ورته وايه؛ خوله تړه له بده ګايه
زام فرعون به د سحره سره غرق سي
د موسی په غوږ کي داسي ګايېدو څوک
غوراووښ: (غو- را- ووښ) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې غورواښته دی. يو ډول واښه دی.
يو ډول پوست واښه دی، چي پخوا به وچ کړل شو او په ماجتانو کي به هوارېدل. سرګړي هم ورته ويل کېږي او کله چي به د مړو په ښخېدلو کي ډورۍ پټېدله؛ له کاڼو او خښتو سره به غورواښته هم ورکول کېدل. کېدای شي، مخکنۍ بڼه يې غرواښه وي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
ورته کښېږده غوراووښ لږ؛ پر ډورۍ ورکه سرپوښ لږ

ځومبک: (ځومـ- بک) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې ځومبکان دي. وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. وټی.
په دسمالونو، خوليو او نورو شيانو د ښايست او ښکلا لپاره ځړېږي. خو په بنسټيزه توګه په پخوانيو پښتنو کي چي به کله و کوشني ته سر ور وخريل شو، د سر پر يوه ښکر باندي به يو څه وېښتان ور پرېښوول شو، چي يوه مذهبي ريښه هم لري؛ ځمبک ورته ويل کېږي. پښتو قاموس ځومبک په "زومبک" مانا کړی دی.
ټيکه: (ټيـ که) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ټيکې دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
پر تندي يو ډول جوړه شوې نخښه ته وايي، چي هندوان يې لګوي. لکه ډېر پښتانه چي پر تندي شين خال د ستن په خط کاږي. پښتو قاموس د "پز کوهي" په مانا نيولی دی او ټيک يې د "مېخک و چارګل طلايي زنانه که به بيني مې خلانيدند" نيولی دی. 
تريخ نهال د جهل وکاږه باغوانه
دا ځمبک نه دی ټيکه دي پر تندي کړ

زوی ځللی: (زوی- ځـ- للـ- لی) څلور څپې نرينه توری دی. جمع يې زوی ځللي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. زوی ځلکی. زويمړی، يوه ښېرا.
د ښېرا په توګه په ځانګړي دول هغه چا ته زوی ځللی ويل کېږي، چي بې زړه سويه او ناترسه وي. خو د توري مانا زويمړې ده او دا ځکه چي په وګړپالنه کي د هر چا د زوی او ورور وژنه او ځورونه د خپل زوی او ورور د وژني او ځوروني په مانا ده. ځلل، ځځرل د مرګ او پېږلو په مانا هم کارېږي. پښتو قاموس ځلل د "ظلم" په مانا نيولی دی. 
دوني لېري وو د کلو؛ چي دی مړ کی زوی ځللو
پړسېدلو زوی ځلکو ملت بايلود
پوستين مه سوځه خواجه په يوه کيکه
څوني غله سته په هر ښهر کي دننه
خاوند مړ کي نغده يوسي زوی ځللي

کېړ: يوه څپه نرينه توری دی.  
دا د شپول په څېر د پسونو او څارويو د شپې تېر لپاره جوړېږي. خو شپول يې لومړنۍ بڼه ځکه ده، چي په غرنيو اغزن بوټو به جوړېدی. په اوسني کېړ کي د کېړو څه ريښه شته، چي کېړ له کېړو څخه رغېږي او کېړې چي پخوا له شرغشو او غزو څخه جوړېدلې؛ هنري او مدني بڼه لري. په داسي سيمو کي به کېړ ځني جوړېدی، چي د شپې به د څارويو د خوړلو وېره نه وه. بابا د باغ يادونه کړې ده، چي پخوا پر کورنيو پالېزونو او باغونو هم کېړ را ګرزېدی، چي کورني او دبانديني څاروي په وګرزوي. پښتو قاموس د "ګاو زنبيل خمچه يي او تواره، آغل" په ماناوو نيولی دی. 
دغه باغ به دي خلاص نه شي له خزانه
که پر کېړ شا او خوا سد سکندر کړې
د ده کېړ پر پښتانه سد سکندر دی
و دارا ته بې غيرته مسېدو څوک

کتغ: (کـَ- تغ) دوې څپې نرينه توری دی او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
د خوړو لپاره چي په دېګ کي هر ډول پخلی کېږي؛ کتغ ورته وايي. پښتو قاموس د "سالن او نان خورش" په مانا نيولی دی.
کاک: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې کاکونه دي.
له وړو څخه پخېدونکې يو ډول ډوډۍ ده. يو څه وچمېژن خيشت شوي وړه پر ګړدۍ ډبره اچول کېږي او د پخېدلو لپاره د بل شوي اور څنګ ته ايښوول کېږي، يوه او بله خوا يې ورته اوړي او پخېږي. کاک ورته وايي. پښتو قاموس د "نان سنګي" په مانا نيولی دی.
پټ ځای ونيوی وتاک دوی
چي کتغ پوخ کي يا کاک دوی
لکه کاک د هري خوا په لمبو سوځي
عشېزۍ و غم ته څرمه پر محاذ دي

انګولا: (انګـ-ګو- لا) درې څپې ښځينه توری دی. ج: انګولاوي. 
دا هم د سپيو يو ډول په زوره ږغ دی، چي يوه ږغ ته يې غپا او بل ږغ ته يې غرږی ويل کېږي. خو انګولل له دې دواړو ږغونو څخه بېل او تر دواړو لوړ په واز کومي ږغ دی، چي کله کله يې د توپان او زلزلې تر راتګ له مخه هم وهي؛ خو انګولل د چغالانو په زوره ږغ ته هم ويل کېږي. پښتو قاموس د قوله کشيدن سګ په مانا نيولی دی.
ډک د کبره پړسېدلی؛ هر يو انګولي غپلی
زړه دي نه سوځي پر ساندي ګوندي وسي
ستا پر مېنه هم د سپيو انګولاوي

زک: يوه څپه نرينه توری دی. ج: زکان او په پراته زوَر ويل کېږي.
دا له پوست څخه او په ځانګړې توګه د مړيی پسه له پوست څخه جوړېږي، چي تر پخلي وروسته لاسي غوړي پکښي ايښوول کېږي او ځانګړتيا يې دا ده، چي غوړي نه پکښي خرابېږي. د زک غوړيو د نور خوندور کولو او خوږولو لپاره غوړي را وکښل شي؛ خورما او وچ توت ورسره ګډ کړل شي او بيا له ډوډۍ سره خوړل کېږي، چي دوشا ورته وايي. پښتو قاموس د "مشک روغن" په مانا نيولی دی.
قارون کښاته ولاړ په مځکه؛ غوړي وکاږه د زکه
د بل حق خوري چي په وازګو پيمانه دي
دا غوړی د ځانه نه دي کړي زک

تاند: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې تندي دي. خو سم دم همداسي توری "تندی" چي جمع يې تندي او تنديان دي؛ د لوېديځ ګړدود پښتانه و وچولي ته وايي. 
دا په کال کي د دننه عمر لرونکو مرغومانو او وريو لپاره کار شوی دی. خو ريښه يې له تانده څخه ده، چي وينه يې تانده او توندوالی ولري او پوڼاکي وهي. خو د نوو زوکړيو وريو او مرغومانو په مانا هم کارېږي. پښتو قاموس د "تازه او تر و تازه" په مانا نيولی دی.    
مرغومی: (مر- غو- می) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې مرغومان دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
د وزيی (بزې) و نر زېږېدلي مرغومی يا مرغونی ته وايي. ښځينه ته يې سېرله ويل کېږي. خو په ټوليزه توګه نرينه او ښځينه دواړو ته هم وايي. 
سخوندر: (سخونـ- در) د "س"په ساکن دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې سخوندران او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
د غوا و زېږېدلي نر ته تر يوه کاله پوري سخوندر ويل کېږي او ښځينه يې سخوندره بلل کېږي. خو و نوي زېږېدلي ته سخوندرکی وايي. پښتو قاموس د "ګوساله کلان" په مانا نيولی دی. 
جونګی: (جونګـ-ګی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې جونګيان دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
د اوښ و زېږېدلي نر ته تر دوه کاله پوري جونګی ويل کېږي. پښتو قاموس هم په دي مانا "شترجوان دوساله" نيولی دی او جونګ د يادښت کتابچه ته هم ويل کېږي.
تندي وري وو مرغومان هم
کم در کال سخوندر جونګيان هم
د بچه سقه بيعت ځينو قبول کی
د موسی سه سامريان راځي سخوندر له


ګډوه: (ګډ- وه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ګډوې او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
د اوبو يو ډول لوښی دی، چي چوښکه يې له خولې سره نږدې برابره وي. پښتو قاموس د "افتابه مسي" په مانانيولی دی.
که يو نيم سل وه ګډوه دا؛په تول نه وه علاوه دا

کوډل: (کو- ډل) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کوډلي دی او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږې. کوډۍ هم ورته وايي. 
د يو څو شپو تېرولو لپاره بيرته نړېدونکی ځای. 
په باغ او پالېز يا بله کرونده کي پر يو ټاکلي ځای "چي له هغه ځايه څخه ټوله کرونده ښکاره کېږي" شا او خوا لرګي ونجتل شي، مانا ودرول شي او پر شا او خوا يې د ځوزانو څاپلۍ په مراندو يا واښکيو ور وتړل شي، چي له ايله کېدو او باد وړلو په خوندي وي. باغوان، پالېزوان او کروندګر په هم دې کوډۍ کي ناست خپله کرونده څاري؛ کوډۍ ورته وايي. خو کوډل د کور په مانا هم کارېږي؛ لکه په لاندي شعر کي چي کار شوې ده او په کور کي د چرګانو، سپي او مارغانو لپاره و جوړ شوي خټين ځای ته هم کوډۍ ويل کېږي. پښتو قاموس د کوډل د "خس پوشک" او کوډله يې د "خانه محقر که بصورت غير منتظم ساخته شده باشد" په مانا نيولې ده. 
لکه ډم ږېري خريلي؛ زام نړېږي زموږ کوډلي

جوال: د "ج" په ساکن يوه څپه نرينه توری او جمع يې جوالونه دي.
جوال تر ګونۍ دوه پټه وي، مانا د دوو ګونيو غنم او وړه پکښي ځايېږي او په ځانګړې توګه د غنمو او وړو لپاره له وورتو څخه په کڼي رغېږي؛ لکه يوه تاګۍ جار کړي وورته کڼی کړي، مانا و يې وودي او بيا يې په را غبرګېدلو سره وګنډي. ځيني سيمی غيندی هم ورته وايي. پښتو قاموس د "مشترک باجوال" په مانا نيولی دی. 
چي پخوا لا داسي حال وو؛ نس د هري بلا جوال وو

راغه: (را- غه) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې راغونه يا رغونه دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
د غره لمن ته راغه وايي. پښتو قاموس په دامنه کوه مانا کړی دی. 
که په ژي يا سولاغه تا؛ اوباوی کښت د راغه تا

کوړۍ: (کو- ړۍ) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کوړياني او کوړۍ دي. کوړۍ د کوړي وړه بڼه ده.
چي پر يوه ځای خاوره پرته وي يا پر يوه ځای خلګ را ټول شوي وي او يا هر شی چي سره يو ځای پروت وي؛ کوړه يا کوړۍ ورته ويل کېږي. و کوړۍ ته ورته توری ګوړۍ هم شته، چي د زړو ځوزانو او کوړاګانو په بېخونو کي يې شپنيان او بېديا مېشتي هلکوان په موندلو سره تر لاسه کوي او خوري يې. پښتو قاموس د "توده و خرمن سواره ګندم" په ماناوو نيولی دی.
ژاوله: (ژاو- له) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ژاولي دي. 
دا هم په غرنيو بوټو کي وي، چي په ونو کي بېخي ډېري تر لاسه کېږي او خلګ يې د ساتېري لپاره ژويي. خو پخوا يواځي ښځو ژوولې، چي اوس يې نارينه هم ژويي او نوې بڼه يې چاکلېټ دی، چي په بازارونو کي شته. پښتو قاموس د "ساجق" په مانا نيولی دی.
د ځوزانو پر کوړيو؛ نه پر ژاولو سته سړيو

شنه: د "ش" په ساکن يوه څپه ښځينه توری دی؛ ج: شنې. 
وړې وړې دانې دي، چي شنې بلل کېږي او ځانله وني لري، چي غټي شنې يې پوڼول کېږي او وړې يې چيچل کېږي. په غرنيو سيمو کي يې وني کېږي او هر ځای چي کېږي؛ د هغه ځای خلګ بېل ډول خواړه هم ځنې جوړوي. لکه پوسه او شنالغه او داسي نور،، بابا يې يادونه ځکه کوي، چي په غرونو کي که بوټی وو، واښه او که د خوړو توکي؛ د اولسونو ګډ شته وو. پښتنو چي کله دغه توکي هم ځان ځانله شته وګڼل، نو بابا دغه کار ناوړه کار بللی او غندنه يې کړې ده. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
ناروا منع د شنو ده؛ توره شپه پر پښتنو ده

ښندنه: (ښنـ- د- نه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ښندني دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. تر ځان زياتول.
ښندل يو ډول مېړانه ته وايي، چي د هغه څه تر ځان و زياتولو او يو چا ته ورکولو ته وايي، چي پر تا يې پور او زور نه وي. مانا که يې ور نه کړې هم؛ تا ته څوک څه و نه ويلای شي. پښتو قاموس د "بذل او ايثار" په مانا نيولی دی.
که چا وښانده زکات څه؛ په ګمان د احتياط څه

ښهاکه: (ښَـ-ها- که) درې څپې ښځينه توری او جمع يې ښهاکي دي. وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. شاګو کونه.
و ښکېدونکي ځای ته وايي، چي په غونډۍ کي يو داسي ځای چي پر هغه باندي کليوال هلکوان په کښېنستلو سره ځان بېواکه کړي او تر لاندي پوري ځان را ښويېوي، چي "شاګوکونه" هم ورته وايي. پښتو قاموس دا توری نه دی نيولی.
و ګړنګ ته پر ښهاکه؛ ګڼ ورغړي هر ناواکه

ګړنګ: (ګَـ- ړنګ) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې ګړنګونه دي. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. لويه کنده.
و داسي لويه او ژوره کنده ته ويل کېږي، چي په ورلوېدلو او ايله کېدلو يې د وګړي اوڅاروي روغ رمټ را وتل چنداني امکان نه لري. و ګړنګ ته ورته توری "ګړنګ" د "ګ" په ساکن له پوزي څخه و بهېدونکو اوبو ته ويل کېږي. پښتو قاموس د "کمر کوه" په مانا نيولی دی.
پروسږ: (پـَ- رو- سږ) درې څپې نرينه توری دی او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. تېر شوی کال.
و تېر شوي کال ته پروسږ او تر هغه و مخکي تېر شوي کال ته "ووړم کال" ويل کېږي او تر هغه هم مخ ته تېر شوي کال ته "لات ووړم کال" وايي. پښتو قاموس د پارسال په مانا نيولی دی.
پند پروسږ لا څه اخستی جهالو
د ګړنګه نه چپېږي يو بوده سږ

کوړهار: (کو- ړَ- هار) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې کوړهاري دي.
کله چي په چلم يا بل لوښي کي اوبه ولوېږي او له چوښکي څخه يې د ساه په را کشولو اوبه نه را خېږي. يواځي پرله اوړي او ږغ کوي؛ و هغه ږغ ته کوړهار ويل کېږي. دا هم "سماعي" نوم دی، مانا و داسي ږغ ته ورته ږغ ته کوړهار ويل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
لنډ پېکی دا شنه ورېښم هم؛ کوړهاری د چلم هم
غم يواځي ګلوي ښادي د نورو
خدای ولاړه کيږدۍ ګړبه د برهان کړه

ګړوب: يوه څپه نرينه توری دی، چي ښځينه يې ګړوبه دی. 
د يوې ودانۍ نړېدلو ته ګړوبېدل وايي. خو اصله بڼه يې ناڅاپه نړېدل دي، چي ځای پر ځای سره را ايله شي او ونړېږي؛ ګړوبېدل ورته ويل کېږي. پښتو قاموس د "آوازافتادن او آواز افتادن چيزي، او آواز فروشدن چيزي در آب په ماناوو نيولی دی.  
د جرمن خېمې هم ګړوبي فرنګي کړې
غداران ډک د نفاقه انګرېزي دي
استغفار وايه په ژبه؛ بې اخلاصه بنا ګړبه
د يتيم کيږدۍ سوه ګړبه؛ توره کش که محتسبه
هم نېستمن هم سيه ګان هم يتيمان سو
خدای دوه درې واره کړه دغه کيږدۍ ګړبه

خامېری: (خا- مېـ- ری) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې خامېري دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
يو ډول د خوړو توکی دی، چي له مځکي را ټوکېږي. په ځانګړې توګه د پسرلي د تناوو په وخت کي کېږي. خلګ وايي، چي د تنا له درانه ږغ څخه د خمېري پر سر خاوره و چاودل شي او خامېری ځان را ښکاره کړي. ځيني پښتانه خارمېړی او مرخېړی هم ورته وايي. ځينې يې د مځکي غوښه هم بولي او ځيني يې پوڅکۍ. کتغ هم ځنې پخېږي او اومه هم خوړل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
صحرايي واښه چي خوري څوک
لکه پښۍ يا خمېري څوک

شو په شو، شو په تو:
ځله پاشل شوو او ځله ورک شوو ته شو په شو وايي، خو ډېر پښتانه يې شو پتو وايي. پښتو قاموس د "منتشر" په مانا راوړی دی.
زړه مي ډېر د وينو ډک دی؛ ځله شو په شو کنډک دی

نښتېځل: (نښـ-تېـ ـــ ځل) مصدر او درې څپې نرينه توری دی. 
کله چي کالي (جامې) په اوبو پرېمنځل شي او څڅېدونکي اوبه يې په يو وار له کاليو څخه په پر له پېچلو ايستل کېږي؛ و دغه کړنه ته نښتېځل وايي. خو د انسان له ناروغۍ څخه و ډنګرېدلو ته هم وايي، چي ناروغۍ ځبېښلی يا ناروغۍ نښتېځلی دی. پښتو قاموس د نښتېځل مصدر د "فشردن" په مانا نيولی دی. 
د ريا سه پرېمينځه زړه؛ ډک په وينو نښتېځه زړه

اور لړونی: تشکير
اورلړونی و هغه لرګي ته ويل کېږي، چي اور په لړل کېږي او په اوسني وخت کي اوسپنيز هم شته. خو په ګړنيزه توګه و هغه سړي ته هم ويل کېږي، چي خلګ سره جنګوي. يا مځکه اور ځنې اخلي. پښتو قاموس د "آتش کاو" په مانا نيولی دی،
دوږخي تور اور لړوني؛ قرآن څه وايي دا ويني

بيجاړه: (بيـ-جا- ړه) درې څپې ښځينه توری دی. ج: بيجاړي. وروستۍ څپه يې په پراته زوَرويل کېږي.څيري کالي.
که څه هم "ويجاړ" و وران ته ويل کېږي؛ خو همدغه ويجاړ د څيري کاليو لپاره د "ب" په نښلون د بيجاړ په بڼه کارېږي، چي رټي پټي کالي هم ورته وايه شي. خو و هغه ټوکر ته هم ويل کېږي، چي پر ځان پېچلی او ګنډلی نه وي. مانا بې جوړه په بيجاړ اووښتی دی. پښتو قاموس په "درهم برهم" مانا کړی دی.
دا طواف د دې د غاړي؛ واووښت باسي دي بيجاړي
زوی ورېښمين لباس پر اس لو شمله جګه
د پلار غره يې ښکاره ده در بيجاړو

چاګله: (چا- ګـلـ- له) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې چاګلي دی او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
دا هم د کوشني پسه له پوست څخه د پَتَکي "مشکولې" په څېر جوړېږي او شپونکی يې په داسي وخت کي له ځانه سره ګرځوي، چي و څړ ځايونو ته نږدې د انسان د څښلو لپاره سپا اوبه نه وي. پښتو قاموس د "مشکولې" په مانا نيولی دی. 
اوروي پر تناره باران د پاسه
دردمن سر له غمه ډک لکه چاګله

خونک: (خو- نک) دوې څپې نرينه توری او ښځينه يې خونکه ده.
و ساړه ته وايي، چي د موسم او د خوړونکو توکيو لپاره په کارېږي. مانا خونکي ده، يا پلاني خواړه خونک دي؛ د اوبو لپاره نه په کارېږي او د اوبو لپاره سړې اوبه کارېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
طواف وکه په پاکي ته؛ بهار و وينه خونکي ته

کونجته: (کونـ-جـَ- ته) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کونجتي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
د کونجتو کښت کرونده په تودو سيمو کي کېږي، چي ډېري وړې وړې دانې لري او کونجتي بلل کېږي، چي تېل هم ځنې وزي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
يا يې سر په تېلو غوړ کی؛ د کونجتو يا يې زيړ کی
ګرم: د "ګ" په ساکن او د "ر" په زور يوه څپه نرينه توری دی.
په پښتو کي ملامت ته وايي. خو دا توری و پرېښوول کېدو يا ترک کېدلو ته نږدې دی او نژدې نيمه برخه پښتانه يې نه کاروي. پښتو قاموس د "ملامت" په مانا راوړی دی.
د ترسا اروم مجلس په هر اولس کي
کاښتمن بوتم په ژړا قبر له ګرم زه
څو طواف کوي محرم دی؛ او که نه ابده ګرم دی

ځالۍ: (ځا- لۍ) دوې څپې ښځينه توری دی؛ جمع يې ځالي دي.
د مارغانو د اوسيدلو ځای ته وايي، چي دوی يې په خپله په ونو کي له خلو خځلو څخه جوړوي او مستعار ډوله د انسان د کور په مانا هم کارېږي. ځاله هم ويل کېږي. پښتو قاموس په "اشيانه" نيولی دی.
په دغه ځالۍ کي ځان ښه؛ پټ خوندي که په امان ښه

پلا: د "پ" په ساکن يوه څپه ښځينه توری دی. ج: پلاوي.
د "وار" او "ځل" په مانا دی، چي څو ځله ولاړم او راغلم. دا غونډله او جمله داسي هم ويل کېږي، چي څو پلا ولاړم او راغلم. پښتو قاموس د ""نوبت، بار او دفعه په ماناوو نيولی دی.
ظلمت بوت په لوی غيرت عبدالسلامه
تږي قبر لره ځي د ژوند په پلا

ننه: (نـَ- نَه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې نينې دی. دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. په نېنې هم ويل کېږي.
کله چي غنم يا يو بل شی پر تاوده تبخي واچول شي او يو ډول وتېيل شي، نېنې ورته وايي. د خوږوالي لپاره ګوړه په ګډېږي او خوړل کېږي. پښتو قاموس د "دانه ګندم بريان" په مانا راوړی دی. دا چي نېنې په لېږد لاره کي د پښتنو څوری وو، چي ورسره به وې. ځکه بابا هم د آخرت د څوري (توښې) لپاره مستعار ډوله کارولی دی.
کافي څوری نه درلود د اخرت ما
لږ دانې وکړې نينې د نصيحت ما

تيه: د "ت" په ساکن يوه څپه ښځينه توری دی. تايه، لام 
دا توری کېدای شي، له تهيه څخه اخستل شوی او مفغن شوی وي او يا يې د پښتو همدا بڼه زړه وي، چي ګڼ شمېر پښتانه تايه وايي. لکه د دې کار تايه مي تړلې ده. پښتو قاموس نه دی نيولی.
ډېر نامراده د دنيا په تيه کي اوسو
فلک نه کوي د چا خاطر بې تا

غېڼه: (غېـ- ڼه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې غېڼي دي او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. (عنکبوت)
دا يو ډول ښانګوره خزنده (خسمان، حشره) ده، چي ډېر وخت د ودانيو او کورونو پر دېوالونو ځالي جوړوي او د اوسېدا لپاره په دېوال پوري مښتی سپڼسکي ډوله کڼی جاروي. له جار شوي کڼي ډوله کور څخه په ګټه اخستلو د خوړلو لپاره د نورو خسمانانو ښکار تر سره کوي، چي په ځاله کي يې پښې بندېږي. ځيني پښتانه يې د "ګ" په زياتولو غېڼګه وايي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
حضرتانو پر يزيد خطبه ويله
خېمه ګوړبه سوه د غېڼو ژر بې تا

خروړی: (خـَ- رو- ړی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې خروړي دی او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
په ځانګړې توګه د هغه سپي لپاره کارېږي، چي سړی داړي. خو کله د نورو ځناورو لپاره هم کارېږي او د وګړيو لپاره طنزاً کارېږي. پښتو قاموس د "سګ عقور و درنده" په مانا راوړی دی.
اوده: (او- ده) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې اودې دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. هـوده هم ويل کېږي.
په ځانګړې توګه د مار او لېوني سپي لپاره کارېږي. خو د وګړيو له خوا په نېښ وهونکي يا چيچونکي او داړونکي هر خزنده او ځناور په داسي ډول اموخته کول چي له داړلو، چيچلو او خوړلو څخه يې سړی ژغورلی وي؛ اوده ورته ويل کېږي. (د دې سيمي خلګ مار چيچل ته مار خوړل وايي) پښتو قاموس د "دم و افسون" په مانا نيولی دی.
لېوني سپي دي داړي عبدالسلامه
و خروړو ته هوده لرې که يه

پتاسه: (پـَ- تا- سه) درې څپې ښځينه توری دی؛ جمع يې پتاسې دی. وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. يو ډول خوږې.
پښتو قاموس د "نوعي از شيريني" په مانا راوړی دی.
د عبدالسلام بادام بيتونه واخه
لکه شهد در زر سپيني پتاسې دا

نته: (نتـ- ته) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې نتي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. يو ډول ګېڼه
نته که څه هم و يو ډول ګېڼه ته وايي، چي ښځي يې په پوزه کوي؛ خو د هر څاروي په پوزه کي تر سوري کېدلو وروسته چي د تړلو لپاره کوم پړی اچول کېږي؛ و دغه کړو ته هم نته کول وايي. خو د ګېڼې نوم يې ډېر شمېر پښتانه په نتکۍ وايي. په لاندي بيت کي د څارويزي نتي په مانا راغلی دی. پښتو قاموس د "بلاق او قسمي از زېور" په ماناوو نيولی دی.
د دښمن په نېکي بار د باندي کښېږدي
احسان ستا د بوده نته سوه که يه

چوک: د څوک په وزن يوه څپه نرينه توری دی. چوکه، چوکېدل.
چوکېدل په ځانګړې توګه د اوښ و کښېنستلو ته وايي. خو د نورو لويو څاروو د ناستي او په ګړنيزه توګه و يوې کورنۍ ته د بدي بېراني ور پېښېدلو ته هم وايي. بابا په شعر کي په همدې مانا کارولی دی. پښتو قاموس په "اشتر خابيده" او نورو ماناوو نيولی دی.
نن پښتون په رشوت څوني پله اړ ووت
فتنه چوکه د حضرته سوه که يه
اسمان نه اوري باران قران معطله
د درنه ظلمه سه چوکه ده کاختي لو

هول: (هـَ- وَل) دوې څپې نرينه توری دی. يو ډول بېره، وېره.
د يو داسي وېري او بېري لپاره کارېږي، چي بېره پر چا دومره لاسبرې شي، چي سر او بر ځنې ورک شي؛ ان چي کورنۍ او کوشنيان يې هم هېر شي. له مرګه د ځان ژغورني غم يې په مخه واخلي. پښتو قاموس د هولکي په بڼه د وارخطا، مشوش او تعجيل کننده په ماناوو نيولی دی.
خاوندان چي هول واخستو د مرګ
ښځي پرېښووې کورونه ځغاستو خلګ

ووچکول: (ووچـ-کول) دوې څپې نرينه توری دی.جمع يې اوچکولان دي. اوچکول هم ويل کېږي. 
دا توری د داسي پسه په مانا کارېږي، چي تر کال اووښتی وي. د مړيی پسه و نرينه کوشني ته تر کاله پوري "وری" ويل کېږي، چي بيا ووچکول شي؛ تر دوه کاله اووښتي پسه ته پشېرلی وايي او ورپسې دوشېرلی شي، چي د پسه ځای ته ورسېږي؛ بيا ورګ ورته وايي. پښتو قاموس د "ګوسفند يکساله" په مانا نيولی دی.
جادو سحر پر ناپاکه خلګو وايي
بد سرکوزي ورته و ايسي وچکول اوس

ګواښ: د "ګ" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی.
دا توری په دې سيمه کي د يو بل ځله ګواښلو په مانا کارېږي. لکه د دوو وګړيو، دوو ټبرونو يا دوو توکمونو تر منځ چي کله جګړه وي او يو سړی يا يوه ډله راشي او هغوی له جګړي سره وژغوري؛ ګواښ ورته ويل کېږي. خو دا توری "لکه اوسنۍ رسنۍ چي يې کاروي" د ځينو سيمو پښتانه يې د اخطار په مانا کاروي او دلته هم دا ويل کېږي، چي ورته وګواښېدی... پښتو قاموس په "جداکردن او تهديد" نيولی دی. 
نه اصلاح نه د چا ګواښ په ميان کي وسو
شهيد ولاړ عبدالله جان په استغراق
ګواښ دي نه وکی په ميان کي شور بازاره
په تېغ قتل سې د بل قاطع قصاب

زرڼه: (زر- ڼه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې زرڼې دي. 
دا يو ډول ترخه تېل دي، چي د څارويو په ناروغيو کي د درملني لپاره په کارېږي. د پسونو لرونکي مالدار خلګ يې د پسونو پر ملا لګوي. پښتو قاموس د تېل ناچ په مانا نيولی دی.
و زرڼه ته کافور وايي جهال خلګ
جهل دود لقب لري د معرفت

دنګ: يوه څپه نرينه توری دی، چي په پراته زوَر ويل کېږي؛ جمع يې دنګان دی. ناپوه.
دنګ که څه هم د ناپوه او په ونه جګ وګړي لپاره کارېږي. خو دا توری له لرګي څخه د جوړ شوي هغه څټک لپاره هم کارېدی، چي د نسوارو په کارځايونو کي به نسوار په کوټل کېدل. د هېښتابه او حيرانتيا لپاره هم کارېږي. کېدای شي، د "د" په زوَر کي توپير ولري. پښتو قاموس د مست او نشه په مانا نيولی دی. 
ښنګ: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې ښنګان دي.
په ځانګړې توګه د هغي وني چي په غره کي ولاړي وي او شنې (د خوړو مېوه) کوي؛ و نر "ونه" ته چي شنې نه کوي؛ ويل کېږي. خو د "وني" هغه پاته لرګی ته چي په مانده کي راتلونکو سيلابي اوبو يې ريښې له مځکي پرې کړي وي، بر يې هم له منځه تللی او وچ شوی وي؛ هم په ځينو سيمو کي ښنګ ويل کېږي او د څاروو د پښو هغه کلکه برخه ته چي په تګ کي پر مځکه لګېږي؛ د دې توري په وړکين نامه ښونګری ويل کېږي.  پښتو قاموس د "درخت ښنګ" په مانا راوړی دی.
ډډ: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې ډډونه دي.
ډډ د پېرړ او کلک په مانا د ولاړي وني هغه برخه ته چي له مځکي څخه تر ښاخونو پوري وي؛ ويل کېږي. که ښاخونه ځنې پرېکړل شوي وي او ريښې يې په مځکه کي نجتي وي يا کله کله د سوځلو او کوم بل کار تر سره کولو لپاره پرېکړل شي؛ هم يي ډډ بولي. په ځانګړې توګه د غوښو پرېکولو او بېلولو لپاره ډډ په کارېږي. درانه ږغ ته هم ډډن ږغ ويل کېږي. پښتو قاموس د "مجوف او تنه درخت خالي که آنرا (ګوګ) نېز ګويند" په ماناوو راوړی دی. 
زموږ ګله خو فرنګي په هيله بوته
څه فايده کوي و دې ته توره سپر ډډ
اوسي دنګ بې مېوې ښنګ لکه ميت
سپی ناپاکه ننوزي په ماجت
امي دنګ چي خرڅوي په ناوې زر زيات
ياره نه به وي در ده شاتوری خر زيات

ټکوری: (ټکو- ری) د "ټ" په ساکن دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې ټکوريان او ټکوري دي. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. يو ډول لوښی. ځيني پښتانه يې د "ټ" په زوَر او ځينې يې کوټوری يې هم وايي.
د يوه خاورين لوښي په مانا کارېږي، چي اوبه او مستې پکښي څښل کېږي او خوړل کېږي، چي اوسپنيزه بڼه يې موسين بلل کېږي. پښتو قاموس په "مقلوب کوټوری بمعنی جام مسي" نيولی دی.
رب يتيم د مسکين هر خاکساره وښوو
د حاتم ټکوری وقف سبيل والوت
روح مي ځي اهاړ وهلې غرمه غواړم
ساقي ډک ټکوری ستاسي په مستي پټ
دنيا زهر ده زقوم څښم مجبوره
راسه واووښتی د وصل ټکوری خوږ


سبيټ: (سـَ- بيټ) دوې څپې نرينه توری دی.
دا توری د پوره او بشپړ په مانا دی. مانا د يوه شي پوره وجود يادول ځنې مراد وي. پښتو قاموس نه دی نيولی.

کورټ: (کو- رټ) د "ک" په ساکن دوې څپې نرينه توری دی. وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
دا توری د بېخي او مطلق په مانا کارېږي. پښتو قاموس د کوروټ په بڼه د صاف و واضح، قطعاً او هر ګز په ماناوو نيولی دی. 
انګرېزانو جهان ونيوی سبټ
د اخلاص دروازه نه خلاصوي کرټ

ګلټ: (ګيـ- لټ) دوې څپې نرينه توری دی. وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. جمع يې همداسي بڼه لري.
يو ډول فلزي توکی دی. پښتو قاموس د "فلز معروف او ګېټ تفنګ" په ماناوو نيولی دی.
خزانې په مغصوب زرو پيمانه دي
سکه کاږي پر کاغذ يا پر ګلټ

رينګټ: (رينـ- ګټ) دوې څپې نرينه توری دی. دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
يو ډول ژړا ده، چي تر ډېره اړتيا او زړه تنګېدلو وروسته په داسي پرله پسې توګه کېږي، چي پای سوګليو ته رسېږي. پښتو قاموس د "آواز ګريه ګلو ګرفته" په مانا راوړی دی.
که کافر د دره وشړلې خره
و بې لمانځ بابو ته ژاړې په رينګټ

زهوب: (زَ- هوب) دوې څپې نرينه توری دی؛ ج: زهوبونه.
دا توری په لاندي بيت کي د اوښکو په مانا کار شوی دی. خو و هغو اوبو ته وايي، چي په غره کي له مځکني "نو" څخه د اوبو څاڅکي څڅواکي شي. له ټپ څخه و را وتلو ژړو اوبو ته هم زهوب وايي. پښتانه يې "زووب" وايي. پښتو قاموس د "ريم" په مانا نيولی دی.     
زما غزل دي هغه بوري وراري وايي
چي د زړه زهوب يې څاڅي در لېمو پټ

هنجه: (هنـ- جه) دوې څپې ښځينه توری دی.
هنجه د يوه غرني بوټي ريښه وي. چي په دارو درملو ګډېږي او ځانله د غاښ د درد لپاره ښه ده. ډېر بوی يې ځي او غرنيو کونډرو ته ورته يا ورته شوې ده. په ځانګړې توګه چي کله د لاندي لپاره غوښه وچېدلو ته ايښوول کېږي؛ هنجه ور باندي اچول کېږي او غوښه تر وچېدلو پوري له چينجي ساتي. پښتو قاموس د "هنګ" په مانا نيولی دی. 
سپي ورځي مردار خواره يا بې ايمانه
د ده خوړسکي باندي مښلي لکه هنج

غړی: (غـَ- ړی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې غړي دي اودويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
غړي او اندامونه له ډېري سړزګۍ او يا له وېري څخه کپېږي. بابا په دې شعر کي د يوې ډېري ستري ميوندي جګړې په يادونه د پښتنو مېړانه ته نغوته کړې ده، چي له انګرېزانو سره يې تر سره کړې وه او د هغوی غړي له وېري کپېدل. غړی په غوړيو و غوړه ډوډۍ ته هم وايي. پښتو قاموس د "اندام او عضو" په مانا راوړی دی
سقاو زغاست د فرنګي غړو کپ واخست
ښابس ښابس پر غازيانو د ميوند

ريشخند: (ريشـ- خند) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې ريشخندونه دي. ملنډي، هنک او اوس په پوزخند هم ليکل کېږي.
دا د ملنډو په مانا دی. ډېر پښتانه يې په رخشند هم وايي او ځيني پښتانه هنک هم ورته وايي؛ خو ډېر پښتانه دا توری پسخند وايي. پښتو قاموس د پسخند په بڼه د استهزا په مانا راوړی دی. 
خان والي علي احمد شابوسی يووی
ده د ځان په وينو و واهی رېشخند
بې ايمانه بابوګان راباندي خاندي
په امت د محمد وهي هنک

ګربينی: (ګر- بيـ - نی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې ګربيني دي. وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږې. د ګبين ځای.
د مچيو يا مچمچيو و هغه ځاله ته چي پخپله يې په يوه ونه پوري نجتې جوړه کړل شوې وي؛ وايي، چي مچمچۍ پر اوسېدو سربېره له ګلانو څخه د راټول کړو خوړو په پايله کي ګبين هم جوړوي. پښتو قاموس په "زنبورخانه" او "لانه زنبور" راوړی دی.
ملخو ونجتې لکۍ سل سل را باسي
د غالبوزو ګربينی پيدا سو کان بد

مَيل: يوه څپه نرينه توری دی. اېلتوب
دا توری د زړه غوښتني په مانا کارېږي او په دې شعر کي قاضي بابا له خلګو ګيله کړې ده، چي زاړه ياران د پخوا په څېر ميل او مينه نه لري. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
ميل شناخت څوني زړو يارانو پرېښوو
نه په خوله پوښتنه سته نه په کاغذ
ګودړ: (ګو- دړ) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې ګودړان دي. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
و داسي ټوکر ته ويل کېږي، چي له کاره لوېدلی وي. مانا په ښه نه وي او د غورځلاو وړ وي؛ ګودړ ورته ويل کېږي. خو په ورځنيو خبرو کي د سمو کاليو (جامو) په مانا هم کارېږي. پښتو قاموس د "پارچه کهنه و پاره" په مانا راوړی دی. 
جرمنيانو چي بيرغ د مخه ووړ
فلک واچاوی پر ډاګ لکه ګدړ

بچړ: (بـ- چړ) دوې څپې نرينه توری دی. دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږې. له ميدېدو څخه ووړ شوی.
دا په ځانګړې توګه د کورَتو په اړه کارېږي، چي د کورتو دانې تر زدوولو وروسته ډېر واړه واړه شي؛ بچړ يې بولي. خو دلته د هغو هډوکو په مانا کار شوی دی، چي د وخت پېښو خپل اغېز ورباندي کړی او سولولي يې وي؛ بچړ ورته ويل شوي دي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
همېشه د اوږده غمه سره مل يم
دغه سيل مي چاغ هډونه کو بچړ

منګوړ: (منـګـ-ګوړ) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې منګوړان دي او دويمه څپه يې د "ګ" په ساکن ويل کېږي.
يو ډول خسمان دی، چي په ځانګړې توګه د چرګانو په کوډۍ (مېشت ځای) کي پيدا کېږي، چي بيا تر پسونو پوري هم ځان رسوي او د ويني په ځبېښ ژوند کوي. پښتو قاموس په "يک نوع خسک است که در چارپايي پيدا مېشود" راوړی دی. 
چي دی ولاړ د فرنګي په پتلانه کي
خورا ګڼ ولوېدو کيکي و منګوړ

لوړ: (لَـ- وَړ) دوې څپې نرينه توری دی، چي دويمه څپه يې په لوړ زوَر سره ويل کېږي.
يو ډول لرګي ته وايي، چي په لاس کي د لويو څاروو د را ګرځولو لپاره يې شپنيان په لاسونو کي ګرځوي. خو د اړتيا پر وخت د انسانانو په جګړه کي هم په کارېږي. پښتو قاموس د "چوب ضخيم دستي که برای زدن و کوبيدن بکار ميبرند" په مانا راوړی دی.
څوني سپيو وله واخستم يکړ
نه مي تېښته راځي لاس ته نه لوړ

څوکړ: (څو- کوړ. څکـوړ) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې څوکوړان دي؛ خو د "څ" او "ک" په ساکن په يوه څپه څکوړ هم ويل کېږي. مروت اولسونه يې چوکړ وايي.
هغه څوک چي د ږيري وېښتان و نه لري؛ څکوړ ورته ويل کېږي او پر زنه، زامو باندي چي لږ وېښتان ولري؛ څنګه ږيره ورته ويل کېږي او هغه کسان چي له سره د سر وېښتان و نه لري؛ پک ورته ويل کېږي او د کومو کسانو چي د وخت په اوږدو کي وېښتان وخېژي يا ورژېږي؛ باښ ورته ويل کېږي. پښتو قاموس د کوسه په مانا نيولی دی. 
خوارج د پښتنو د ميانه ولاړو
خدايه څنګه لکه ږيره د څوکړ

شپيان: د "ش" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. ملامتيا، پړه
مګر شپيان نمک خورو ورسره وکړه
دی دي و وهي پر غبرګو پښو ګوزڼ

ټاټوکه: (ټا- ټوکـ- که) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ټاټوکي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
د خوړو يو ډول واښه دی، چي رنګ يې خړ او  خاټول يا غاټول ته ورته دی. بېخ يې چارياک لاندي او د غاټوی په څېر تر پوست اړولو وروسته يې سپينه اچکه خوړل کېږي، چي ګنتۍ هم ورته وايي. په پسرلي کي کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
بګاړ: (بـَ- ګاړ) دوې څپې نرينه توری دی.
ټاټوکي چي وشي؛ ځيني خلګ يې وامه خوري او ځيني خلګ کتغ ځنې پوخ کړي، چي بګاړ ورته ويل کېږي او ګړوبی هم ورته وايي. پښتو قاموس په "نان که در دوغ ميده کرده و آنرا ناتار نېز ګويند" نيولی دی.
پوسه: (پوسـ- سه) دوې څپې ښځينه توری دی. ج: پوسي.
يو ډول خواړه دي، چي له شنو څخه جوړېږي. شنې هغه ځانګړې وني کوي، چي په غرونو کي په خپلسرې توګه کېږي او د "تندي" ډېر لوی توان لري. خو پوسي او خوړسکي د درواغو په مانا مستعار ډوله هم کارېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
سختاړ: (سخـ- تاړ) دوې څپې نرينه توری دی. ج: سختاړونه.
کله چي شنې د پوسي (يو ډول خواړه) لپاره وکوټل شي او بيا له پوسي څخه د غوړيو ايستلو لپاره د خيشت کړل شوو اوړو اوبه را ايستل کېږي او په هغه کي د پوسي په اخښلو او پر اور ايشولو غوړي تر لاسه کېږي؛ د اوړو و دغه ډول ته سختاړ وايي. پښتو قاموس د "برنج ملايم پخته شده و باهم مخلوط شده" په مانا راوړی دی.
موږ د مخه د ټاټوکو خوړ بګاړ؛ يا ځيږه پوسه اخښلې په سختاړ
شوده: (شو- ده) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې شودګان دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
دا توری د بې پروا او لټ سړي په مانا کارېږي، چي د پښتونوالي نرخونه نه پالي او ځان و اولس ته جواب ورکوونکی نه ګڼي. پښتو قاموس د "کم عقل او ساده لوح په مانا راوړی دی. 
لواړ: د "ل" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې هم لواړ دي.
هغه چا ته ويل کېږي، چي تر خپل وس څه لوړي خبري کوي او هغه چا ته هم لواړ ويل کېږي، چي په ناستو کسانو کي تر اولسي پوهه لوړي خبري کوي، چي اولس ته تر وس لوړي او ناشوني ښکاري. پښتو قاموس د "درشت" په مانا نيولی دی.
لکه اوښ په مهار لاندي در لوی بارځي
بې ادبه غټ شوده ناتراشه لواړ

بوړ: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې بوړونه دي. غورمه
دا توری په دېګ کي د هر ډول پخېدونکو خوړو په مانا کارېږي. خو په ځانګړې توګه د غوښو و غورمه ډوله پخلي ته وايي، چي غوښي و څوکريل شي او د غوړيو او نورو اړتيا وړ توکيو په ګډون پخېږي. پښتو قاموس د "زير داغ او نوعي از خوردني" په ماناوو نيولی دی.
د چغله سره ولاړی ناخبره
په تېرو غاښو ميده سو لکه بوړ

غوز: د ځوز پر وزن يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې غوزونه دي.
په پښتو کي دا توری د "نفس" په مانا يواځي په دې سيمه کي کارېږي، چي په غونډله"جمله" کي داسي ويل کېږي، چي" پر غوز دي نه هوارېږي" او غوز په وګړي او پسه کي و هغه ځای ته هم ويل کېږي، چي خوړلي خواړه د اوځغې په توګه پکښي پاته وي او تر ډېره وخته وګړی له لوږي ژغوري. پښتو قاموس د پرده و چربوی که ګردا ګرد آن رودها پيچ در پيچ دور خورده و چسپيده باشد" په مانا راوړی دی. 
فرنګي پښتنې لڅي بې حيا کړي
زما ويل خو مو ترخه مښلي پر غوز

ژووره: (ژَ- ور- ره) درې څپې ښځينه توری دی؛ جمع يې ژووري دي. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
يو ډول ژوی دی، چي د غرنيو چينو په اوبو کي پيدا کېږي او پسونه چي کله پر چينو اوبه څښي؛ ژووري يې په خوله د ننوتلو هڅه کوي. چي کله د پسه خولې ته ننوزي، په خوله کي په تالو او نورو برخو پوري ځان و نښلوي او د ويني په ځبېښلو ځان وپړسوي، چي پسه دومره بېواکه کړي، چي شپانه يې د ژووري په خوله کي په اخستلو پوه شي او ځنې و يې کاږي او پسه داسي يې له کاره باسي، لکه کڼی (پېچک) چي بوټی له ژونده باسي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
د ژوندي ويني څښي لکه ژوري
پر لګېږي د نامي مرداري تی خوږ

لښتی: (لښـ- تی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې لښتي او لښتيان دي. دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
له کارېز، چينې او په "هَود" يا "ناور" کي له درېدلو اوبو څخه چي کروندې له په کومه واله کي اوبه راځي؛ و هغه ته لښتی ويل کېږي. خو د شينګښتي او شنېزي ځانګړتيا هم خلګ پکښي شمېري، چي ويې لري. پښتو قاموس د "جدول او جويچه" په ماناوو راوړی دی. 
کوثر تلی درياب نيل عبدالسلامه
ورځي ويني فرعونيانو له لښتی خوږ

داړه: (دا- ړه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې داړي دي او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
ځيني ځناور سړی چيچي. په خزندګانو، خسمانانو او ژويو کي داسي شته، چي سړی چيچي. خو ځيني ځناور د سپي په څېر سړی داړي او داړه و غلا ته هم ويل کېږي. لوی غاښونو ته هم داړي ويل کېږي. لکه د سپي داړي، مانا غاښونه. پښتو قاموس د "دندان دراز، جماعه دزدان او شبخون" په ماناوو راوړی دی.
د قرآنه او د مرګه سه فارغه
لېوني سپي د ختن هوسۍ داړي بس

مرغړی: (مر- غـ- ړی) درې څپې نرينه توری دی. ج: مرغړي.
دا يو ډول ناروغي ده، چي په وګړيو او څاروو کي وي او په غوښو کي د مروټ په بڼه پاته کېږي، چي د غوښو د ځله بېلولو او پخلي په وخت کي چي کله هم د چا تر سترګو شي؛ غورځوي يې. پښتو قاموس د "غدود" په مانا راوړی دی.
ښايسته جفا پکښې منه منصفه
سته په غوښو کي ابده مرغړي بس

پومبه: (پومـ- به) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې هم پومبه ده. دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. مالوچ.
پومبه په تودو سيمو کي کېږي. له کروندې څخه يې تر لاسه شوي پاسته مواد چي پومبه ورته ويل کېږي؛ د وګړيو د ناستي پاستي لکه نيالي، کنځڼ، تلتک او اغوستلو په کاليو (جامو) کي کارېږي. ډېر پښتانه يې مالوچ بولي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
ښه تحقيق روح البيان د قرآن وايي
پله اړ پومبه شنلي دي نداف

بړبنګ: (بړ- بنګ) دوې څپې نرينه توری دی.
بړبنګ و هغه ناپوه وګړي ته ويل کېږي، چي بړبزی (په زوره زوره د خبرو کولو يو ډول چي د اورېدونکي لپاره ځکه د زغم وړ نه وي، چي  سړی نه پوهوي) يې ځي او پر خپلسر د کړي ناوړه کار پړه هم پر بل چا اچول غواړي. مانا هغه ناپوه چي خپله مني او د بل دا نه اوري. ښځينه يې بړبنګه ده. و يو ډول بوټي ته هم ويل کېږي، چي په دارو درمل کي په کارېږي. پښتو قاموس په "بوټه کوهي" نيولی دی.
شجره نامه د هر بړبنګ په څنګ ده
په خطا باسي شپانه او بوريا باف

کرپ: د "ک" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. يو ډول ږغ.
هډ، لرګی يا کوم بل داسي شی چي د لاسونو تر مابين په نيولو سره په را غبرګېدلو مات کړل شي او کوم ږغ چي وکړي؛ و هغه ته کرپ وايي. مانا دا هم سماعي نوم دی؛ لکه څنګه ږغ، هغسي نوم. د پسونو په غوښه کي يو ډول هډ ته ورته پوست خوروکی راځي، چي تر پخلي وروسته خوړل کېږي او زموږ په سيمه کي ځکه کرپندوکی ورته ويل کېږي، چي تر غاښ په لاندي کېدلو سره د کرپ کرپ ږغ کوي. پښتو قاموس په "آواز جويدن و شکستن چيزی بدندان" نيولی دی. 
زولنې خو ده را ماتي کې خالقه
په چا مه اروې د داسي مزغي کرپ

خوندي: (خوَنـ- دي) د "خ" په ساکن دوې څپې نرينه توری دی. 
د يو شي و خوندي کولو او ساتلو ته وايي. لکه دا شی در سره خوندي کړه. مانا و يې ساته. خو پښتانه يې په ګړنيزه توګه د يوې ښېرا په بڼه هم لري، چي د چا مرګ غواړي، نو له خدايه غوښتنه کوي، چي "درخوندي يې کې". پښتو قاموس په "محفوظ" مانا کړی دی.
زام د مرګه سه هغسي خضر پټ سو
بل به څه راز د اجله سي خوندي څوک

خرک: (خـ- رک) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې خرکان دي. دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
خرک و هغه لرګي ته ويل کېږي، چي غړکه په را ځړول کېږي. درې لرګي (بليان) چي تر وګړنيزه ونه يو څه جګ وي، په سر کي په واښکي او يا مرانده سره تړل کېږي؛ دربلۍ ورته وايي. پر مځکه د لرګيو په سره کښلو سره درېږي او تر درولو وروسته چي په کوم پړي باندي د خرک لرګی را ځړول کېږي؛ و هغه ته خرکپړی وايه شي. په خرک بيا غړکه د شاربلو لپاره را ځړول کېږي، چي مېرمن يې په ناسته او يا ولاړه د بېلولو لپاره شاربي. له شلومبو څخه د کوچيو بېلېدل د همدې شربلو په پايله کي تر سره کېږي. اوس هم په هغه کليوالو او غرنيو سيمو کي شته، چي له مدني توکيو بې برخي وي. پښتو قاموس د "چوبيکه مشک دوغ در سه پايه بان اويزان کرده دوغ مېزنند" په مانا راوړی دی.  
که څوک نه څيري پښتون خپله غړکه
بيا دې نه شاربي د نورو په خرک
پښتنو د رشوت هډ هر ګوره کلک دی
غاښ پر وزي که چا ژوو دنګ او خرک دی

شلګ: د "ش" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. خو ځيني خلګ يې د "ش" په زوَر هم وايي. ټپلی
دا توری د هغه چا لپاره کارېږي، چي پر يوه لاره باندي په نه زړه او بې باوره توګه تګ کوي، چي پای يې پښېماني وي. پښتو قاموس په "منسوج درشت و سست بافته شده" نيولی دی. 
هغه خلګ چي په دين کي وو شلګ
د غزني په پلا پښېمانه سو پر تګ

خښتګ: (خښـ- تګ) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې خښتګان دي. دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
د پرتاګه و کښتنۍ برخه ته چي د دواړو پايڅو تر مابين د ټوکر کومه پراخه برخه وي؛ خښتګ ورته ويل کېږي. پښتو قاموس د "خشتګ" په مانا نيولی دی. 
لا بچه سقه سړی نه وو داړلی
يو يو مشر پر شا زغاستی نود خښتګ

ورګ: د "و" په زوَر يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې ورګونه دي.
دا توری د خوَر په مانا کارېږي او په ځانګړې توګه د "مار" د هغه خور لپاره کارېږي، چي په کال کي يې له ځانه بېلوي. خو په ګړنيزه توګه د هغه وګړي لپاره چي څوک خپله خبره پرېږدي؛ په کارېږي. پښتو قاموس د "پشم بامزي او بدن حيوان" په ماناوو نيولی دی. 
څوني وبېرېدې کپ وهې د وهمه
دا لا مار نه وو خطا وتې په ورګ

اينه: (اي- نه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې اينې دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
دا توری د وګړيو او څارويو په لړمانه کي و هغه غوښه ته ويل کېږي، چي په دلبند  ځړېږي. تک تور رنګ لري او د ويني د سپا کېدلو چار تر سره کوي، چي ځيني پښتانه ينه (يـَنـ- نه) ورته وايي او ځيني پښتانه يې په (اينـ - نه) هم وايي. پښتو قاموس د "جګر" په مانا نيولی دی. 
ګرګ: د "ګ" په زوَر يوه څپه توری دی. يو ډول ناروغي ته ويل کېږي.
دا توری د ناروغۍ په مانا کارېږي او اينه نيسي او د يوه چنجي په بڼه په اينه کي پيدا کېږي، چي اينه خوري. په څارويو کي ډېره وي. پښتو قاموس په "نوعي از نبات است که در چمن ميرويد و ګلهای خورد و زرد دارد. اګر حيوان آنرا بخورد بمرض ګرګ و مرض جګر ګرفتار مېشود" نيولی دی.    
لره خيال د بيده بخت عبدالسلامه
اموخته دي زړه په غم اينه په ګرګ

نانګه: (نانـ- ګه) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې نانګان دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. يو ډول بوټی
دا يو ډول بوټی دی، چي د غزه هومره ونه کوي؛ و "انګور تورې" ته ورته سرې دانې کوي، چي انسانان يې هم خوري. پښتو قاموس په "چکه دانه او نوعي از مېوه" نيولی دی.
کارګه سرې رنګه دانې د نانګه مه خوره
ځه خرشنه شنه يا کښېنه پر وچ ټال

بيجل: (بيـ- جل) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې بيجلي دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
بيجل ته بډۍ هم ويل کېږي، چي د پسونو او څارويو په پښو کي يو ډول هډوکی راځي او پښتانه هلکوان، ځوانان بېلا بېلي لوبي په کوي. ځيني خلګ يې بېډۍ هم بولي. پښتو قاموس په "بجل ګاو" نيولی دی. 
ډېر هغه ګدړان وخواړو کارګانو
د نادر چي راسته و مښته بيجل

لګن: (لـ- ګن) د چمن پر وزن دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې لګنان دي او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
دا يو ډول لوښی دی، چي کالي (جامې) او نور ورته شيان پکښي مينځل کېږي. پښتو قاموس د "طشت مسي" په مانا نيولی دی. 
مدعي اتڼ کوي عبدالسلامه؛ بد طالع پښتنو واړاوی لګن خپل

اريړه: (اَ- ريـ- ړه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې اريړې او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
دا د يو ډول بوټي زڼی دی، چي په بېلا بېلو دارو درملو ګډېږي، چي په سيمه کي د څارويو د ناروغۍ لپاره کارېږي او انسانان يې هم د ناروغۍ لپاره خوري. پښتو قاموس په "هليله" نيولی دی.
چي خدای غواړي هريړه سړی قبضيت کي
ګاهي زهر قاتل پرېوزي پر انسان سم

څړۍ: (څـ- ړۍ) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې څړۍ دي.
دا توری د يو داسي ځای په مانا کارېږي، چي د غرونو  او لويو غونډيانو پر سرونو باندي يو هوار او ويړ څړ ځای وي او کوچياني ژوند لرونکي يې په دوبي کي د اوسېدا لپاره غوره کوي. خو په پښتنو کي په يوه ښېرا کي دا توری داسي کارېږي، چي د مځغي پر څړۍ واوړې يا و مښلې. پښتو قاموس نه دی نيولی.
د لرګي پښې د سړي سختي ښکېږي
د مځغي پر څړۍ مښلي هوښياران سم
په کوږک غره کي مي واړوله کډه
بر هوسۍ څړۍ حسد او جفا نه وه

لټ: يوه څپه نرينه توری دی؛ جمع يې لټان دي. بېکاره.
لټ د هغه وګړي او څاروي لپاره کارېږي، چي کار يې له لاسه نه کېږي. خو دلته اوس د لوپر او کوڅه ډب په مانا کارېږي. يو ډول لرګي ته هم ويل کېږي. پښتو قاموس د تنبل، کاهل او سست په مانا نيولی دی.
ډنګر: (ډنـ- ګر) دوې څپې نرينه توری دی. دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. جمع يې ډنګر دي.
د هغه څاروي او وګړي لپاره کارېږي، چي نری وچکی او پر هډوکو يې غوښه لږ وي. پښتو قاموس په "لاغر" مانا کړی دی. 
لټ غوايه ماړه خره پاته سوه د وروسته
ولاړ د مخه وږی اس ډنګر لا هم

کته: (کَتـ- ته) دوې څپې ښځينه توری دی؛ جمع يې کتي دی. او لومړۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
دا له لرګيو څخه جوړېږي او پر اوښ باندي هغه وخت ايښوول کېږي، چي بار او سپارلي پر کېږي؛ خو پاسته بارونه بې له کتي هم پرې راوړل کېږي. د منځني ګړدود پښتانه "کښته" او "ښکته" هم د لومړۍ برخي په پراته زور "کته" وايي. پښتو قاموس د "پالان اشتر" مانا ورته ليکلې ده.
رالی اوښ بې برکته پر شا کته
د حرامو منع نه سوې په حرم

سپم: د "س" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. ج: سپمونه.
سپم د يو کوشني سوري يا سروي په مانا کارېږي او په ځانګړې توګه د ستني د سوري لپاره کارېږي، چي ګنډل او رغول په کېږي. پښتو قاموس د "سوفار او سوراخ سوزن" په مانا نيولی دی.
د مومن سره حسد نه لرم دوني
چي راوزي د نرۍ ستني در سپم

لچ: د "ل" په زوَر يوه څپه نرينه توری دی. يو ډول ناروغي
دا يو ډول ناروغي ده، چي په سترګو پوري کېږي او دغه ناروغي نيولي سترګي ليچني سترګي بلل کېږي. کله چي سترګي ونيسي؛ اغېزې يې د سترګو په بېخو کي د سپينو چيخړو په بڼه څرګندېږي. د ګوتي يو ډول ناروغي ته هم لچ ويل کېږي. پښتو قاموس د چشم دردي و درد چشم و انګشت" په ماناوو نيولی دی.
که د چا سترګي په لچ د حرص ړندې سوې
لعين دېو خطا کوي په سلېمان هم
اتيا کاله پر يعقوب جدايي راله
په ژړا ژړا د ده لېمه لچن سو
در هغو به پر تا رحم پېرزو نه وي
څو دي سترګي په ژړا نه سي ليچني

لېرشن: (لېـر- شن) دوې څپې ښځينه توری دی. دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
د هغو موادو په مانا کارېږي، چي خواړه د څارويو په لړمون کي لا پاخه شوي نه وي او په "لري" کي يې پاته وي؛ لېرشن بلل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
د ختن هوسۍ ساتي نافه د مشکو
ډک د نورو په لېرشنو دی لړمون


سپېرلون: (سپېـر- لون) دوې څپې نرينه توری دی.
دا توری ډېر پښتانه په سپېرووني وايي. خو بابا په سپېرلون نيولی دی، چي يو څه وچ وړه د ډوډۍ پخولو پر مهال پر ړينګي (څموڼ، څموڼګی، شيکين) ور ته ايښوول کېږي او کله چي خيشته وړه "زواله" د ډوډۍ پخلي لپاره هوار کړل شي؛ سپيرلوونی پر پاشل کېږي، چي د وړو په يو ځای ساتلو يا وچمېږن کولو کي مرسته کوي او دې لاندي هوار ټوکر ته ويړنګی هم ويل کېږي او د يوې سيمي په اړه دا خبره هم شته، چي و دې ټوکر ته ڼېڅی وايي او ړينګي ته ورته د وړينګي په نامه توری هم شته، چي د وچو غوښو وړلو لپاره و جوړ شوي څيز ته وايي، چي له وورتو څخه وودل شوی وي. د ږوب خلګ يې سپَرَکونی بولي. پښتو قاموس د سپېرووني په بڼه د "آرد خشک زواله سازي که آنرا (بروڼه) ميګويند" په مانا راوړی دی. 
مشتهر چي اشتهار سهار راباسي
د درواغو باندي اچوي سپېرلون

زلخوږی: (زلـ- خو- ږی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې زلخوږي دي. دريمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. ژوره لوږه.
دا توری د وګړي د لوږي و يو ډېر سخت څرنګوالي ته وايي، چي  غوښه او يا غوړه ډوډۍ ته يې سترګي ختلي وي او دا توری په زړه خوږي هم ويل کېږي. پښتو قاموس د "ګرسنه خصوصاً مشتاق ګوشت که بسيار مدت نخورده باشد" په مانا راوړی دی. 
وچ برېتونه په لم غوړ زلخوږي خاندي
زام چي پشي به په تا و وهي رخشند

خسيل: (خَـ- سِل) دوې څپې نرينه توری دی.
د کرل شوو غنمو او ووربشو و داسي څرنګوالي ته چي وږي يې نه وي نيولي؛ ويل کېږي. تر خسيل يو څه کوشني ولاړ کښت ته مشکي او کله چي وږي وکړي؛ سمسور ورته ويل کېږي. خو د خسيل پر وخت د غنمو او ووربشو کښل يا رېبل د اړتياوو له جوري تر سره کېږي، چي و پسونو ته ورلوېږي او کله نا کله "پښتانه چي مخ په مخ د دښمنۍ وس ونه لري، نو دښمن ته د تاوان رسولو لپاره د هغه درمند ته اور اچوي او يا يې کښت ور کاږي او مقابل لوری يې له وېري پر خسيل و کاږي يا ورېبي، چي د څارويو د خوړو شي" بابا په مستعار ډول دغه دود په دې شعر کي په ګوته کړی دی او د فرنګي دښمني يې ورته بللې ده. پښتو قاموس د "خويد" په مانا نيولی دی.    
فرنګي مسلماني درمندان سوځي
هرلوي خسيل کښتونه کو کودې نن

لنډهر: (لنـ-ډَ-هر) درې څپې نرينه توری دی.
دا توری د داسي کسانو په اړه کارېږي، چي بېلاري او د بل د لاس اله وي. مانا دا چي څوک يې هم په يوه او دوو خبرو او څه هيله په کار اچولای شي، چي په ځينو سيمو کي لنډغر هم ورته وايي. پښتو قاموس د لنډه هر په بڼه د "ايله ګرد او اوباش" په مانا نيولی دی. 
په حريم کي د قرآن شريف دننه
فاحشه ګډ کړو فساقو لنډهرو

مړوښه: (مـَ-ړو- ښه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې مړوښي دی او دريمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
و هغه ښځه ته ويل کېږي، چي مېړه يې کړی وي او لري يې. پښتو قاموس د "زن شوهردار" په مانا نيولی دی.  
حلال نسته ښه نسب عبدالسلامه
څو مړوښي سږ په زور بوتې بدنامو

غلبلاند: (غلـ-بـ- لاند) درې څپې نرينه توری دی. 
دا د هغو وګړيو په مانا کارول کېږي، چي د چا له زياتوب او تېري څخه د ژغور لپاره غلبلې او کرږي وهي او د بل مرستيال لاره څاري؛ خو د مخنيوي لپاره يې په خپله څه چاره نه کوي. پښتو قاموس غلبلې په "آه و فرياد" نيولی دی، خو غلبلاند يې نه دی نيولی.
غلبلاند و خواړو ګړد وږو ماهيانو
د خوارانو فرياد نه سو مستجاب

ژرګه: (ژر- ګه) دوې څپې ښځينه توری دی. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. جمع يې ژرګي دي. يو ډول بوټی.
دا يو اغزن او سپين رنګی بوټی دی، چي د سوځلو لپاره هم په غرنيو سيمو کي کارېږي او ډېری وخت د څارويو لپاره شپول په جوړېږي. پښتو قاموس د "بوته بلک او نبات خاردار" په ماناوو نيولی دی.
اوښکي دري د يتيم وريځي اوري
دا به و ويني چي ژرګو بادام وکو

څيخل: (څيـ- خل) دوې څپې نرينه توری دی.
په ګونۍ کي ميده شوي ځوزان، پروړ او داسي نور لوېدلي شيان چي په پښه يا لاس کښېکښل کېږي؛ څيخل ورته وايي. پښتو قاموس په "چيزيرا بواسطه فشار در يک چيزی داخل کرده" نيولی دی.
موړ پنځه ګوتي منډي په خوله دننه
ګَوَنده ګېډه څيخي په دواړو لاسو

ږدن: د "ږ" په ساکن د "د" په لوړ زور يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې هم ږدن دي.
دا يو ډول وړې تخميزي دانې دي، خپل بوټی لري او مرغان يې خوري. په خانوزۍ سيمه کي د ږدانه په نوم يو ځای هم شته. پښتو قاموس د ارزن په مانا نيولی دی.
ابابيل مرغان را والوزوې خدايه
حبشي مچخ بې شماره لکه ږدن سو

کيشو: (کيـ- شو) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې کيشوان دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. کيشپ هم ورته وايي.  
دا يو ډول خزنده دی، چي کيشو يا کشپ ورته ويل کېږي. شا او خوا کاسه ډوله ډېر کلک پوست باندي را ګرزېدلی وي. په غرونو او هوارو کي اوسېږي. د هر ډول موسم تاب لري. خو په اوبو کي اوسېدونکي کيشوان هم شته، چي د غرنيو او هوارو سيمو تر کيشوانو غټ وي. پښتو قاموس د کيشپ په بڼه د "سنګ پشت" په مانا نيولی دی.
فرنګي جګي بنګلې موټران درکو
دين دي هېر سو که کيږدۍ وه که منډو

کنډو: (کنـ- ډو) دوې څپې توری دی. جمع يې کنډوان دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
و داسي ځای ته چي و باغ ته پر دېواله باندي د وګړيو د اووښتلو او را اووښتلو له کبله جوړېږي او يا د کورونو تر منځ وي؛ کنډو ويل کېږي. په کندهار کي نخره (د رخنې اووښتې مفغنه بڼه) هم ورته وايي او د دوو غرونو تر منځ و ډېر کښته ځای ته چي لار پر اووښتې وي؛ هم کنډو وايي. د يو چا چي غاښ ووزي؛ و هغه ته هم غاښ کنډو وايي. پښتو قاموس د "کوتل، رخنه ديوار وغيره" په مانا نيولی دی. 
نه شرمېږې په دربار زنار په غاړه
در شپېته کاله اووښتی غاښ کنډو

خځله: (خـَ- ځـَ- له) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې خځلي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
خلي خځلي و هغو خاشو ته ويل کېږي، چي باد يې وړي او خځلي يا خزلي يې لږ اغزني وي، چي په کاليو پوري هم نښلي. پښتو قاموس د "خس" په مانا راوړی دی.
ړانده خوشي يَبل ځي په کونډلۍ کي
پړتګان به خورا ډک سي په خزلو

 اوبَزه: (او- بز- زه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې اوبزي دي. وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
يو ډول ژوی (خسمان) دی، چي په سترګو نه کښېوزي او په وړيو کي د تودښت له کبله پيدا کېږي. پښتو قاموس په "کويه جامه" مانا کړی دی.
تکبر قبيح مجاز لاجواز وکی
اسلامي حقايق وخواړو اوبزو

کوړم: د "ک" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. ج: کوړمونه.
دا توری د يو ځای اوبو درېدلو په مانا چي څه ژورتوب ولري؛ کوړم ورته وايي. خو و يو ځای درېدلو اوبو ته ګَړم هم ويل کېږي، چي و لږ ولاړو اوبو ته ګړۍ وايي. پښتو قاموس د "ايستاده تالاب طبيعي عميق" په مانا راوړی دی.
منصور وغوړاوی وير کاهښت حسين
را په ياد مي د عثمان د وينو کوړم سو

ليچاڼه: (ليـ- چا- ڼه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ليچاڼي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.  
دا په غره کي و وړو وړو شېلو ته وايي، چي يو سړی له کاروانه ځان پکښي نهامولای او پټولای شي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
پر بر پاتو سوم يواځي بې کاروانه
ټګ ملګري ځله ځغلي په ليچاڼو

پيخاړی: (پيـ- خا- ړی) درې څپې نرينه توری دی، چي جمع يې پيخاړي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
دا د مرغومانو و هغه پچو ته ويل کېږي، چي لړمون يې خراب وي او د شا په وېښتانو پوري يې نښتي پاته او وچي شوي وي. پښتو قاموس په "بشکل وسرګين خشک ګوسفند که به پشم اويزان ميباشد" نيولی دی. 
ګړنګ: د "ګ" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. ج: ګړنګ.  
د وګړو او څاروو له پزي و بهېدونکو اوبو ته ګړنګ ويل کېږي. پښتو قاموس د "خلم" په مانا نيولی دی.
غټ ګايېږي هر ککڼه خوله په ګړنګو
لکه کونه د مرغومي په پيخاړو

ډورۍ: (ډو- رۍ) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ډورياني دي. وګړی چي مړ شي او په مړېستون کي کډی (قبر) ورته و کيندل شي او په قبر کي د مړي ايښوولو لپاره چي کوم ځانګړی ځای جوړېږي؛ هغه ته ډورۍ ويل کېږي. پښتو قاموس د "لحد او ګور" په مانا راوړی دی. 
ما ول ستا بلا به هغه لېوه واخي
تا و ځان ته ډورۍ وکينده ژوره

ګاړه: (ګا- ړه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ګاړي دي.
په خاورين لوښي (چي دَکۍ ورته ويل کېږي او د دکۍ پر سر چي له خاورو څخه جوړ شوی سوری سوری سرپوښ ايښوول کېږي؛ خولبوری بلل کېږي) کي چي شيدې د مستو جوړولو لپاره تومنه کړل شي او کله چي مستې ځنې توی کړل شي؛ په دکۍ پوري د مستو نښتي پاتي شوني وي، چي ګاړه ورته ويل کېږي، کوشنيان يې په ډېر خوند خوري. پښتو قاموس د "ته نشين ماست" په مانا راوړی دی.
کټاره: (کـ-ټا- ره) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کټاري دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
و هغه شيدوره (شيدې ورکوونکي) څاروې ته ويل کېږي، چي مېرمن يې په لاستور (يو ډول خاورين لوښی دی، چي دوه لاستي يا په لاس نيوونکي دوه اړخيز ځايونه لري) کي ولوښي او کله چي مېرمن ځنې ولاړېږي، په داسي وخت کي کټاره پښه غورځوي او خپلي شيدې اړوي. پښتو قاموس د "ګاو شيرداريکه کسی را برای دوشيدن بخود نګذارد" په مانا راوړی دی.
پر مېرمن باندي که نه دري شرنه
اخر خپله ګاړه اړوي کټاره

تونګ: يوه څپه نرينه توری دی؛ جمع يې تونګان دی. 
دا خاورين لوښی لکه سړوبی، منګی د څښلو د اوبو لپاره په کارېږي، چي تر منګي کوشنی او تر سړوبي لږ لوی وي؛ خو خوله يې تر منګي او سړوبي دواړو وړوکې وي، چي چوښکی نه لري او تر خوله يې په کوټوري يا موسين کي اوبه ځنې را اچول کېږي او څښل کېږي. پښتو قاموس د "صراحي ګلی" په مانا راوړی دی.
شوړهار لا زياتوي د اوبو تنده
راکه تونګ لمبه مي ګرمه د اوبو ده

کړشپه: (کړ- شپـ- په) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کړشپي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
کله چي د وګړي غاښونه ووزي او خوله يې پله کي ولوېږي؛ کړشپه خوله ورته وايي. پښتو قاموس په دهن "دندان افتيده" نيولی دی.
پله: د "پ" په ساکن يوه څپه ښځينه توری دی، جمع يې پلې دي. 
په وګړو او څاروو کي هغه غوښن توکي دي، چي غوښي خو وي؛ خو ډېري کلکي او په ډېر زور پخېږي. که و وايو، چي تر هډ پستې او تر غوښه کلکي دي؛ پلې بلل کيږي. 
پلې ځبېښي بيزو بڼه ده خوله کړشپه
حرمني په پسې دي ناخلفه

انګېرل: (انګـ-ګېـ-رل) درې څپې نرينه توری دی او وروستۍ څپه يې په پراته زور ويل کېږي. 
انګېرني، کرکي، کږني په پښتني ټولنه کي هغه دود شوي خويونه دي، چي په اړه يې ډېر څه ليکل کېدلای شي؛ خو په ورځنيو چارو کي هم دا خبري په اولسي توګه کارېږي. د يو ناوړه کار د چا له لاسه ګڼل او د ګيلې په توګه ورته ويل، چي زه دا کار له تا انګېرم او د کرکي په اړه داسي ويل کېږي، چي له دې کاره مي کرکه کېږي. مانا دا چي که يې وکړم؛ تاوان را رسېږي او د کږني په اړه له يو کاره څخه ځکه نټه کېږي، چي دا کار موږ کږلی دی او که مو وکړی؛ تاوان را رسېږي. پښتو قاموس د "پنداشتن، ګمان کردن" په ماناوو نيولی دی.
ماښام لاندي کی اسلام عبدالسلامه
فتنې ظلم د جهالو انګېرم زه

برخ: (بـَ-رخ) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې برخان دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.  
دا د قبر او ګور په مانا کارېږي، چي خواخوږی او ګران څوک د چا مړ شي؛ د زړه سوده يې ګور له په ورتګ سره کېږي. خو اولسي بڼه نه لري، مانا خال خال ويل کېږې. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
بېلتانه وسوم حاجي محمد اکبره
يو وار ورسه د خواخوږي و برخ ته

ورايه: (ورا- يه) د "و" په ساکن دوې څپې توری دی، چي دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
دا توری د لېري په مانا کارېږي او غونډله يې داسي کارېږي، چي پلانی وګړی او يا کوم بل شی له ورايه ښکاره کېږي. مانا له لېري ښکاره کېږي. پښتو قاموس د "دور" په مانا راوړی دی.
هر دارا پکښې د ورا ځا معلومېږي
نوراني هنداره سکښتې سکندر ده

پرخو: (پر- خو) دوې څپې ښځينه توری دی.
د ډېر خوږوکي او نرم باد په مانا کارېږي. ځيني خلګ وايي، چي کوم ځای يا کومه سيمه د پرخو باد ولري؛ د هغې سيمي کروندې ژر ساړه نه وهي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
وير ژړا د هېرو زړو خونک پرخو دی
لاله زار که سو منصور د سحار باده

کوړکه: (کوړکـ- که) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کوړکي دي او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
کله چي چرګه اګۍ اچول يا ورکول پرېږدي؛ کوړکه بلل کېږي. کله چي بيرته اګۍ ورکول پيل کړي! نو ويل کېږي، چي چرګه کښېوتلې ده. پښتو قاموس د "ماکيان کرک" په مانا راوړی دی.
سقاو خر در ګاو بتر ستاسي مخی سو
همای نه دی دا ببره چرګه کوړکه


کوپ: يوه څپه نرينه توری دی. د توپ په وزن ويل کېږي. 
و څاه ته د شېوه کېدونکي وګړي د پښې نيولو لپاره چي کوم ځايونه يا کډي کيندل شوي وي؛ کوپي ورته ويل کېږي. خو دلته چي کوم توری کوپ کار شوی دی؛ د ټوپ په مانا دی او زموږ په سيمه کي په ورځنيو خبرو کي کله کله د ټوپ پر ځای کارېږي. پښتو قاموس د "خيز او دويدن سريع" په ماناوو نيولی دی.
لېوني سپي د شپې وانګولل په زوره
هلکوانو په کوپو ځنې ميدان کړه

ټيکه: (ټيـ-که) د پيکه پر وزن دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ټيکې دي او دويمه څپه يې په لوړ زور ويل کېږي. 
پر تندي باندي و جوړه شوې نخښه ته ټيکه ويل کېږي او د هندوانو د ټيکې په يادونه سره په پښتني ټولنه کي د پېغور په بڼه کارېږي او ناوړه چاره تر سره کوونکي ته ويل کېږي،چي "ټيکه دي را کښېښووله" لکه دا پېغور چي "دا کار به دي د پزي (پوزي) پېزوان وي". پښتو قاموس په "پزکوهی" مانا کړی دی. 
ترسا بوت امير کبير عبدالسلامه
دا پېغور د پښتانه پر مخ ټيکه سو

دمچي: (دمـ- چي) د "د" په پېښ دوې څپې ښځينه توری دی، چي په پښتو ووستربل، وروستَبل ورته وايي. جمع يې دمچياني دي.
پر څارويو باندي د بوټو او يا هر ډول بار تر تړلو وروسته چي کومه مرانده يا واښکی د څاروي تر لکۍ لاندي تېرېږي او بيرته د بار په تړلي واښکي پوري تړل کېږي؛ ووستربل، وروستبل يا دمچي ورته ويل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
د دښمن خواړه دي زهر سه راغلې
دمچي کړی بار به ګرزې اوښ په نته

پيبنه: (پيـ-بـ- نه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې پيبنې دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. څارنه
يو وګړی چي پر کرونده باندي له کښت پخېدلو څخه تر پرېکولو پوري يو څو شپې د څار لپاره تېري کړي او يا چي يو خټګر پر وهلې موره باندي تر تراشلو وروسته ګرزي، يا چي د پرېدۍ مځکي له نورو لاندي کوونکو خلګو څخه د کتلو لپاره يو وګړی په مزد د خبرتيا لپاره څو شپې په يوه کوډل يا کيږدی کي ورته تېري کړي؛ دغه کړو او چاره ته پيبنه ويل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
پردۍ مځکه د ځان مه بوله فاسقه
په دا لس پنځلس ورځي پيبنه

کوډل: (کو- ډل) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کوډياني او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
د کوډۍ ډېره کمزورې بڼه ده، چي درول يې د يو څو ورځو لپاره وي. لکه د پالېز او باغ د کتني لپاره چي د خاښو کوډل جوړېږي. پښتو قاموس د "کلبۀ خس او مرغانچه" په مانا نيولی دی.
انساني وداني بيت العنکبوت دی
چي ضعيفه در دې بله کوډل نسته

وړانګه: (وړانـ- ګه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې وړانګې او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي، چي د ختيځ ګړدود ځيني پښتانه يې په پراته زوَر وايي او ځيني پښتانه يې د"ا" په غورځولو وړنګه هم وايي. 
دا توری له بل اوره څخه د پورته کېدونکو بڅرو په مانا کارېږي. خو له لېري څخه د ښکاره کېدونکي "روڼا څرک" په مانا هم کارېږي. پښتو قاموس د "شعاع او پرتو" په مانا نيولی دی.
بې غازي امان الله عبدالسلامه
په دنيا شپه کي را وښيه وړنګه ته

ډانګ: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې ډانګان دي.
دا توری د جګ او پېرړ لرګي په مانا کارېږي، چي شپنيان يې د څارويو سره ګرځوي. کله کله په کرونده کي د "څو ډانګي" وچ ډانګي" او داسي نورو لپاره هم کارېږي، چي د څو دانو بوټو، خلو خځلو په مانا کارېږي. پښتو قاموس په "چوب ضخيم قريباً که يک ګز باشد" نيولی دی.
سته په نورو کروندو کي يو يو ډانګی
د غازي نيکه بېخي مېنه سپېره ده

ګرګيره: (ګر- ګيـ- ره)  درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ګرګيرې دی او دريمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
و ګرګن، ځيږ او ټپلي ټپلي پوست ته ويل کېږي. په دې نامه يو ډول ناروغي هم شته، چي ګرګ بلل کېږي او پوست نيسي. خو دلته د اوربشيني ټکۍ يا ډوډۍ په مانا کار شوی دی، چي هغه هم د غنميني ډوډۍ په پرتله ګرګنه او ځيږه وي. و يوې شوې مځکه ته هم ځکه ګرګيره وايي، چي هواري يې له منځه تللې وي. سلام بابا خپله شاعري د ستر خوشال بابا د خوږو شکرو په وړاندي لږ خوندلرونکې او ګرګيره بللې ده. پښتو قاموس د "دلدۀ ګندم وغيره حبوبات او شديار غير منظم زمين" په ماناوو نيولی دی. 
خوند لري د خوشال خان خوږې شکري
زما حرفونه وربشينه ګرګيره ده

پړمخی: (پړ- مـ - خی) درې څپې توری دی، چي ځيني پښتانه يې د "و" په زياتوالي پوړمخی هم وايي. د ستوني ستخ اپوټه.
دا توری د انسان و داسي څرنګوالي ته وايي، چي نس يې د مځکي لور ته وي او پروت وي. مانا د ستوني ستخ اپوټه پروت وي. پښتو قاموس په "بروی افتاده" مانا کړی دی.
د کوثر کاسې زام واړولې دوړو
خوږې ډکي يکي پړمخي پيالې سوې

ووغه: (وو- غه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ووغي دي او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. يو ډول چينجی دی.
د وګړيو او څاروو په نس کي و پيدا کېدونکي چنجي ته وايي او ويل کېږي، چي څوک و وده کولو ته نه پرېږدي او په خوړو وده نه شي ځنې کولای. پښتو قاموس د "کرم درار شکم" په مانا نيولی دی. 
چينجي ووغي سته بدعت علوم په نس کي
بې عمله به قرآن او ترمذي سي

پلنډه: (پلنـ-ډه) د "پ" په ساکن دوې څپې ښځينه توری دی او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
په پټو (څادر) کي يو څه درنه غوټه ته پلنډه ويل کېږي. پښتو قاموس په "پشتاره" مانا کړی دی. 
کوني کومبر: (کو- نيـ- کومـ- بر) څلور څپې نرينه توری دی. جمع يې کوني کومبران دي.
په اوبو کي اوسي او ډېر ښانګور خزنده دی. مانا ډېري ښانګۍ يا پښې لري. چنګاښ او چنګراښ هم بلل کېږي. پښتو قاموس د چونګاښ په بڼه د "خرچنګ" په مانا راوړی دی. 
اخر دا او پلنډه بيرته ځله بېل سي
موړ غني دغسي کوني کومبر دی

 توبره: (توبـ- ره) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې توبرې دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
د اړتيا وړ شيانو د خوندي ساتلو لپاره له ځانه سره و ګرځېدونکې کڅوڼه ته ويل کېږي. پښتو قاموس په "نوعي از دسترخوان، طبراق او جوخورۀ اسپ" مانا کړی دی.
تعريفات د ځان ښندي په درنه نغده
و جهالو تې په غاړه کې توبرې

کتره: (کتـ- ره) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کترې دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
غوښي چي ټوټې ټوټې کړل شي؛ کترې ورته وايي. خو په ځانګړې توګه د لاندي د غوښو و سپينو ټوټو ته ويل کېږي. په پښتنو کي يې په يوه ښېرا کي هم ځای نيولی دی، چي "پخه کتره شې" مانا دومره ځور دي درباندي تېر شي، لکه کتره چي پخېږي. پښتو قاموس په پارچۀ ګوشت و نان وغيره" مانا کړی دی. 
په روژه کي ده تی نه رودی د ورځي
دا زلخوږي خو اومې ژويي کترې

 خره: (خـَ- ره) د کره پر وزن دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې خرې دی او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
يو شی چي پر يوه ځای سره کوټه کړل شي؛ لکه غنم پياز، پټاټې او نور چي د سړي او دوو د وړلو نه وي؛ خَره ورته ويل کېږي. پښتو قاموس په "توده، خصوصاً تودۀ غله که هنوز از کاه جدا نشده باشد" نيولی دی.
نابينا په روڼا ورځ پر غاښو مښلي
زر ور اچوي په مخکي په خرې

پوول: (پو- ول) دوې څپې نرينه توری دی. د ژوول پر وزن.
شپون پسونه پيايي، ګوروان غوايه او ساربان اوښان پيايي؛ کړه يې پوول بولي. د پوولو د وړتيا او ناوړتيا په اړه په پښتو کي ډېر ښه متل دی، چي "څوک يې بيايي را ولي يې؛ څوک يې پيايي را ولي يې" پښتو قاموس د "چراندن" په مانا نيولی دی.   
خود به ويني تويوي د مومنانو
چاغ لېوه خروړي کله مېږي پووې

ورغوی: (ور- غـَ- وی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې ورغوي دي. دريمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
د لاس په خپړه کي له ګوتو پرته و هغه برخه ته وايي، چي د لاس په موټ کولو کي پټه شي او يو شی پکښي نيول کېږي. خو دلته په ګړنيزه توګه کار شوی دی؛ لکه دا ګړنه، چي "سر يې پر لاس اخستی دی". پښتو قاموس د "کف دست" په مانا راوړی دی.
په جهاد کي اصحابوو د ځان ويني
ور اخستي پر ورغوي دي که نه دي

ښروه: (ښـَ-رَ- وه) درې څپې ښځينه توری دی. ج: ښروي. 
يو بوټی دی، چي د غزه هومره لويېږي او ډېر ټينګ لرګي لري. پښتو قاموس په "نوعی از بيد کوهي و (خروه) نيز ميګويند" نيولی دی.
ترخه زهر بادام وکاږه د باغه
بې مېوې ژرګي ښروي دي که نه دي

يوستوی: (يـ- وسـ- تـ-وی) څلور څپې نرينه توری دی. جمع يې يوستوي دي. وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
اپوټه يې غبرګ دی او په ځانګړې توګه د ټوکر (کپړې) په مانا کارېږي، چي يوه " تا" ته يې يوستوی او دوې " تا" ته يې غبرګ ويل کېږي. خو په لاندي بيت کي د دوو وروڼو ځله بېلېدلو له کبله د يواځيتوب په مانا دی. پښتو قاموس د "يک لا، باريک او تنها" په ماناوو راوړی دی. 
دا خو جهل و يو بل ته دښمنان کو
ديني وروڼه يوستوي دي که نه دي

خوې: (خَـ- وې) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې خوي دي. ځيني پښتانه بغړګي ورته وايي.
و يو پاڼ يا بل داسي ځای ته چي سړی پر خپړو خېژي او د لاسونو خپړي په خاورو کي نجني او پر څلورو خېژي؛ خوي لګول ورته ويل کېږي. خو و داسي چا ته چي د پيسو يا شتمنۍ او نور څه تر لاسه کولو لپاره تر وس زياتي هڅي کوي؛ په ګړنيزه توګه خوي لګول ورته ويل کېږي. پښتو قاموس د "پنجال، چنګ" په مانا او خوي لګول يې په "پنجه زدن کنايه از بسيار کوشش کردن، حرص کردن" په ماناوو راوړی دی.  
دنيايي هيله چي يوسي و ممسک ته
هغه پړمخي پر خوي دي که نه دي
بخيلان ماړه دننه ښکاره ايسي
که سربېره سپين پېروي دي که نه دي

ډبره: (ډَ- بـَر- ره) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ډبري دی. وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
دا توری په دې سيمه کي په اولسي توګه د کاڼي په مانا کارېږي. مانا دا چي ټول اولس لکه د ختيځ ګړدود خلګ چي کاڼی ورته وايي؛ دلته يې ډبره بولي. پښتو قاموس د "سنګ" په مانا نيولی دی. 
پر کمزوري څه درنې ډبري اوري
زورور وراسته مغصوب علی الدوام خوري

وګره: (وګ- ره) يا ووګره دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې وګرې دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
غنم و ايشول شي؛ پاخه کړل شي او څه خواږه توکي ور ولوېږي؛ و دې ته ووګره ويله کېږي، چي پخوا يې په کال کي پخلی اړين بلل کېدی. کله به د هلک پر سنت کېدلو او کله پر نورو داسي خوشاليو باندي او په خيراتونو کي به هم پخېدله. دغه دود اوس په ښاري سيمو کي نشته او په کليوالو سيمو کي بيا هم پالل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
نېستي هم پراخه لرو حسد دننه
پښتانه وږي مشغوله په ووګره دي

کوسور: (کو- سور) دوې څپې نرينه توری دی. ج: کوسورونه.
دا توری د وزر، څنګ، يوه انډي، يوې څنډي او اړخ په مانا کارېږي. کوڅر بڼه هم لري. پښتو قاموس نه دی نيولی.
لوی دښمن په درب او طرب کي راته اوسي
کندهاره ياره مات دي ښی کوسور دی
په ارمان پاته کرياب کوسور خوړلی
بدقسمته پښتون ماته څنګل ايسي

پاڼ: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې پاڼونه دي.
کله چي د نيازه (سيلاب) اوبه په پسته مځکه کي ولاړي شي او لوی لوی مندونه او لوړې (د اوبو ژوري تګلاري) جوړي کړي، دومره ژوري شي، چي ختل يې بېلا بېل ګودرونه وغواړي؛ د مانده او لوړې و دې اړخونو ته پاڼونه ويل کېږي، چي له اوبو تېرېدو سره سوکه سوکه را نړېږي. همداسي په خاورينو غونډيو او ځايونو کي دې ته ورته ځايونو ته پاڼونه ويل کېږې. پښتو قاموس د "کمر کوه" په مانا نيولی دی. 
و انګرېز ته تايه نه نيسي نا اهله
لا بيده يو د چاودلي پاڼ په سيوري

خټبېله: (خټـ- بېـ- له) درې څپې ښځينه توری دی. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
خټبېله مځکه و ډېره خيښته مځکه ته وايي، چي لندبل يې د لاروي پښه نيسي. پښتو قاموس د "تهه نشين، دردلای" په مانا نيولی دی.
په رېډو ګنده خټبېله شاعري کي
ځان و ماته خوشال خان او بېدل ايسي

ميندپل: (مينـ-دَ- پل) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې ميندان دي او دريمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
د څارويو هغه نر چي خسي شوی نه وي او مندويي کوي. مانا د خپل ناغ ښځينه د برالبولو لپاره په رمه او په کور کي ساتل کېږي؛ مينده پسه بلل کېږي. خو د وګړي نارينه لپاره چي خرمستي او بېلاري کوي؛ په مستعار ډول کارېږي. مانا ډېر ناپوه او بېلاري وګړي ته هم له خښمه ميندپل ويل کېږي. پښتو قاموس مينده د "حيوان ناخصی" او مينده پل يې په "ګوسفند ناخصی" مانا کړی دی. 
زه چي و وينم حافظ واعظ خريلی
مغرور چاغ متکبر مندپل ايسي

تېيلی: (تېـ- يـَلـ- لی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې تېيلي دي. دريمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
د تېيلو کړه (فعل) پر بل اور يا انګار تر سره کېږي. لکه څوک غنم تېيي او نېني ځنې جوړوي او څوک پسه تر حلالولو وروسته تېيي او بيا يې د لاندي لپاره وچوي او څوک هسي هم د پسه پوست نه کاږي او تېيي يې. پښتو قاموس په بريان کردن، چيزی در روغن سرخ کردن مانا کړی دی.
موږ به تللی مبارک طالع را بولو
فرنګي لمبو په اور نه يو تېيلي


ترم: (تـ- رم) دوې څپې نرينه توری دی او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. خو ځيني خلګ يې په تورم وايي. خبر رسول.
دا توری د خبر رسولو لپاره د يو شي ټکولو، ډول وهلو مانا اعلان کولو په مانا کارېږي. پښتو قاموس د تمبل په مانا اخستی دی.
د کافر سره الفت ناجايز ايسي
ما په هر ښهر وهلی دا ترم دی

پړونی: (پـَ- ړو- نی) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې پړوني دي. دريمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. ټيکری.
ښځي چي پر سرونو باندي له ټوکر څخه جوړ شوی يا رغېدلی ټيکری اچوي؛ و هغه ته په لوېديځ ګړدود کي پړونی ويل کېږي. پښتو قاموس په "چادر زنانه" مانا کړی دی.
د جهودو د پړوني خرڅ را واخله
بيا دا نغده چي د ښځو پر زېور ځي

غړوندی: (غـَړ- ونـ - دی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې غړوندي او غړونديان دي او دريمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
په غاړه کي چي کوم ټوکر، پړی او يو ډول ګېڼه لوېږي؛ غاړګۍ او غړوندی ورته وايي. د څارويو او په کور کي د پالونکو ځناورو په غاړو کي د تړلو لپاره لوېږي. په وندر پوري د وريو او مرغومانو د تړلو لپاره لس، پنځلس، شل غړوندي نجتي وي. خو په ګړنيزه توګه چي کله يوه نه هوارېدونکې تېروتنه له چا وشي؛ نو وايي، چي د غاړي غړوندی مي شوه. پښتو قاموس په ګلوبند حيوان او قلاده مانا کړی دی. 
د غازي لښکر مخي په توره وکيښ
زموږ د غاړي د کفارو غړوندی

واګه: (وا- ګه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې واګي دي. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
واګه که په ځانګړې توګه هغه پړي ته کارېږي، چي په پرتوګ کي لوېږي او پرتوګ په ټينګېږي؛ خو په پراخه مانا د هر کالخوای لپاره کارېږي، چي د واک واګي يې په لاس کي وي. پښتو قاموس په ازاربند سياه پشمي و پوپکدار، عنان او لګامِ اسپ" نيولی دی.
دسمالونه واګي بيا نقشې پراډي
ملاتړل ګڼ دسمالونه نيلوفر ځي

ارږمی: (ار- ژَ- می) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې ارږمي دي او دريمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
کله چي سړي ته خوب ورشي او خوله وازه وازه کوي؛ ارږمي ور ته ويل کېږي؛ خو په لاندي بيت کي ارږمي د ارږي پر ځای راغلي دي، چي تېروتنه ده. "ارږي بد" د نس و يو ډول ناروغي ته ويل کېږي، چي غرنيو خلګو به د دې ناروغۍ لپاره له غرنيو بوټو کار اخست. پښتو قاموس په "ارږمۍ کښل" په خمبازه کشيدن نيولی دی.
بيا به بيرته په زارۍ اريړه غواړي
چي د هري ښوروا بد سي ارږمی

کوک: يوه څپه نرينه توری دی. 
په پښتو کي يو نوموړی متل دی، چي په دې ځای کي نظم شوی دی، چي په کور کي نه کوک نه پياز؛ ارږی يې واز. کوک د پياز يو ډول دی، چي په غرونو کي کېږي. مانا غرنی پياز دی او د کروندې تر کرل شوي پياز يو څه تريخ وي. پښتو قاموس د "پيازکوهی" په مانا نيولی دی.
چي نه کوک وخوري نه پياز ارږی د وازګو
په مجلس کي نن کښېني دغه اشاوي

غپا: (غـ- پا) دوې څپې ښحينه توری دی؛ جمع يې غپاوي دی. 
د سپي يو ډول ږغ دی، چي په واز کومي يې کوي او دا هم سماعي نوم دی، لکه څنګه ږغ؛ هغسي نوم. سپی له کوره څخه د سړي د ګرزولو او يا د کور و څښتن ته د خبر ورکولو لپاره غپا کوي. خو غپا د بل سپي له ځانه د شړلو او لېري ساتلو پر وخت هم کوي. د سپي و بل ډول ږغ ته چي په واز کومي نه وي؛ غرږی ويل کېږي. خو انګولل يې تر غپا و لوړ ږغ ته ويل کېږي. پښتو قاموس په "اوازعفعفِ سګ" مانا کړی دی.
کوچ: د بوچ په وزن ويل کېدونکی يوه څپه نرينه توری دی. 
هر څاروی او ځناور چي ځان ته را بلل کېږي؛ ځان ځانله توری لري، چي د سپي ځان ته را بللو لپاره "کوچ کوچ" کارېږي. پښتو قاموس "کوچ کوچ" په "کلمه خواستن سګ" مانا کړی دی.
فرنګي چي سپي ورکوچي کو درګه له
ته خو اروې پر دې هډ د دې غپاوي

نتلی: (نـَ- تَـ- لی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې نتلي او ښځينه يې نتلې ده. وروستۍ څپه يې په په پراته زوَر ويل کېږي. 
و هر هغه چا ته ويل کېږي، چي د زړه د خوالي او ډاډمنتيا څوک يې په کورنۍ کي نه وي پاته شوي. مانا ميرات وي. بېوزله. پښتو قاموس د "زاروزبون" په مانا نيولی دی. 
مور او پلار يواځي پاته سو نتلي
کډه بار سوه مخ پر بر د نازولي

انګېرلی: (انګـ-ګېـ-رَلـ-لی) څلورڅپې نرينه توری دی. جمع يې انګېرلي دي. ښځينه يې انګېرلې ده. وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
دا توری هم که څه په دې سيمه کي د بېوزله، ناداره او وږي په مانا کارېږي. خو انګېرلی و اندېښمن او ګماني ته ويل کېږي او هر څه چي تر لاسه کوي، زړه يې نه په مړېږي. پښتو قاموس د پنداشتن او ګمان کردن په مانا نيولی دی. 
درګه: (در- ګه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې درګاوي دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
د وره (دروازې) په مانا کارېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
خوراسان موړ په احسان بېخي کرياب سو
نن د بل پر درګه ګرزي انګېرلي

شين: يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې شنه دي.
له کاره مي وږې شنې شوې او د پېغور په بڼه، چي ملا دي شنه شه. پښتو قاموس نه دی نيولی.
ګروې: (ګرَو- وې ) دوې څپې ښځينه توری او جمع يې ګروي دي. 
ګروې د وګړي تر تشي و پورتنۍ برخه اړخ ته ويل کېږي. مانا د يوه لاس برخه ته ويل کېږي او په پښتو کي د يو پېغور په بڼه داسي هم کارېږي، چي بېځايه دي وږې يا ګروي شنې کړې. پښتو قاموس د چنبر ګردن او طوق ګردن په ماناوو نيولی دی. 
نه نيوي اسماولله در معلوم نه دي
د تسپو په اړونګ دي شنه کړه ګروي

چاوده: (چاو- ده) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې چاودي دي او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
لکه چاودلې هندوانه، چاودلی خټکی او د وګړيو د پښو د پوندو چاودېدل، چي و هره چاوده ته يې چوون ويل کېږي. پښتو قاموس په درز، شګاف، ترقيدګي مانا کړی دی. 
هريړه د پند څښه سوده په وزي
ټمبه کړی جهل پر خېټه ځله چوي

ځېنګی: (ځېـنـ- ګی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې ځېنګيان دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
تر تشي لاندي تر کوڼۍ پوري د ورون و هډوره برخه ته ځېنګی ويل کېږي. په ځانګړې توګه د غېږي په لوبه کي چي غېږباز په غېږ کي سړی پر اړخ واخلي يا يي پورته کړي او د ګوځارولو هڅه يې کوي؛ پر ځېنګي اخستل ورته ويل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
نيم تعليم خو پرنګی پر ځېنګي واخست
ګړد پښتون بې اتفاقه ځان ځاني ده

 خرټه: (خـَ- رَټـ- ټه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې خرټي دي او دريمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
تر سر تړل کېدونکې لنګوټه، لونګۍ او پاج چي کله په بې ډوله توګه وتړل شي؛ خرټه ورته ويل کېږي، چي دا توری له خَرې څخه اخستل شوی دی. پښتو قاموس د دستار کلان په مانا نيولی دی.
غادر نوم د مولوي د هنده راوي
د اسخاط د پاره وتړي خرټي

تووري: (تـَ- وور- ري) درې څپې نرينه دی.
په کور کي د اړتيا وړ لوښو لرګيو او کاليو ته تووري ويل کېږي، چي يو ځای ته په کډه کېدلو يې کورنۍ له ځانه سره وړي. پښتو قاموس د "اثاث البيت او سامانِ خانه" په مانا راوړی دی. 
په خالصو وينو ژاړه اشنای غواړه
راسه بار کو له دې ملکه سه تووري

سپانده: (سپانـ- ده) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې سپاندي دي او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
يو ډول بوټی دی، چي هواري مځکي او د غرونو رغونه يې کوي او ځانګړتيا يې دا ده، چي سپېلني کوي او په دارو درملو کي په کارېږي. د سپېلنيو په اړه ويل کېږي، چي د نظر ماتي لپاره يې خلګ و يوه ښکلې وګړي ته دودوي. ځينې يې سپانځي هم بولي.   
ترخې سپاندي مېوه نه کوي بدبويه
چي کري هغه به واخي بد منال دی

هينده: (هيـنـ- ده) د لينده پر وزن دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې هيندې دي او وروستۍ څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
د اوبو څښلو و يوه ساه ته هينده ويل کېږي او د روغتيا ساتني لپاره ويل کېږي، چي اوبه په کار دئ؛ په درې هيندې وڅښل شي. پښتو قاموس په "بيک نفس نوشيدن، يک قرت" نيولی دی.
که چا هر څو هيندې زياتي کړې د مالګي
لا په دغه تنده زياته سي د تږي

کرَږه: (کـ- رږ- ږه) د "ک" په ساکن درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کرږي دي او وروستۍ څپه يې په پراته زَور ويل کېږي. يو ډول چيغه.
کرږه چي ځيني پښتانه يې کريږه هم وايي؛ تر غلبلو په لوړ ږغ او ګړندۍ توګه تر خوله وزي او د داسي درد يا ناوړي پېښي له کبله وهل کېږي، چي د زغملو او ګاللو نه وي. د ختيځ ګړدود اولسونه يې کريکه وايي. پښتو قاموس په صدای بلند نيولی دی. 
پر پردېس شاه د کابل عبدالسلامه
زړه داغلی مي د مرګه وهي کرږي

سِل: د پيل په وزن يوه څپه نرينه توری دی. 
يو ډول ناروغي ده، چي سږي خرابوي او سابندي ځنې پېښېږي. ناروغه يې ساه سمه نه شي اخستلای. پښتو قاموس نه دی نيولی.
ډېره زېرمه د دنيا کوي سپين ژيري
بې ټوخيه نسته سِل نيولي سږي

تانده: (تانـ- ده) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې تاندي دي او نرينه يې تاند دی. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
دا د لندو لښتو په مانا کار شوی دی؛ خو په پراخه مانا د هر نوي ژوندي لپاره کارېږي. لکه تندي وري، تندي مرغونان، تندي هلکان، تاند نيالګي، تانده مينه. پښتو قاموس په "تازه او تر و تازه" نيولی دی.
يووی باد علي احمد عبدالسلامه
تل د وچو له کبله سوځي تاندي

تبخی: (تـَ- بـَ- خی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې تبخي او تبخيان دی. دريمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
دا د تبۍ ( له خاورو څخه د ډوډۍ پخولو لپاره پخېدله او جوړېدله او ډبرينه بڼه يې هم وه، چي په ځانګړې توګه له سګر کاڼي څخه رغېدله) نوې او اوسپنيزه بڼه ده، چي ډوډۍ پر پخېږي. پښتو قاموس په تابۀ اهني مانا کړی دی.
بې غيرته وازه خوله و فرنګي ته؛ بويوي وږم د ده د تبخي

ګړندی: (ګـَ- ړنـ- دی) درې څپې نرينه توری دی. جمع يې ګړندي دي. دريمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
د چسپ او چټکتيا لرونکي وګړي لپاره کارېږي. خو د پيرانو لپاره هم کارېږي، چي دلته له پيرانو سره ګروهه لرونکي خلګ يې کاروي او پر يوه ناڅاپه ور پېښه او ستړې باندي وايي، چي پلانکيه! ګړنديه را ورسېږې. مانا د کومک لپاره يې غواړي او د دوی په عقيده هغوی ور رسېږي. پښتو قاموس په "چست و چالاک" او مجازاً په "ولی الله و مرشد رسيده" نيولی دی. 
موک خواره سګان به پړ مخي ګوځار کي
ميوندي تازيان که هر څو ګړندي سي

کودی: (کو- دی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې کودي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
کله چي يو خاورين لوښی مات شي او نيمګور يې پاته شي، چرګانو او سپيو ته د اوبو لپاره کارېږي؛ کودی ورته ويل کېږي. پښتو قاموس په " تيکر، سفال او ظرف ګلی شکسته" مانا کړی دی.
کټو: (کَـ- ټو) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کټوي دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
دا هم خاورين لوښی دی او د کتغ پخولو لپاره ځانګړی وي، چي د ختيځ او منځني ګړدود ډېری پښتانه يې کټوۍ بولي. پښتو قاموس په "دېګ ګلی" مانا کړی دی.
دا فجار چي مذهب زموږ د ميانه باسي
د سرو تشي کټوي دي کودي سي

جوه: (جـَ- وه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې جوې دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
دا توری ځيني پښتانه په جېوه هم وايي، چي د کرهڼي لپاره کله په پسته مځکه کي د بوټي (پنېري) ايښوولو لپاره پولي کاږي او د اوبو لپاره يې په منځ کي شېله ډوله ځای پرېږدي؛ جوه ورته ويل کېږي. په ځانګړې توګه دلته د انګورو باغونه په جوو کي ايښوول کېږي. پښتو قاموس په "جويۀ انګور و پالېز" نيولی دی.
لاله زار خوشي بېبان سنګ سار ايسي
دا باغونه د ځنګله ژرګو جوې دي

اږغېلوه: (اږ- غېـلـ - وه) درې څپې ښځينه توری دی؛ جمع يې اږغېلوې دي او دريمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
د شخړي يو ډول دی، چي يو وګړي پر بل وګړي بېځايه لاس ونيسي او ځيني خپلوان يې ملاتړ وکړي او خبره اوږده شي؛ پای اږغېلوه ځنې جوړه شي. مانا پای ته نه رسېدونکې بېځايه شخړه. دا توری پښتو قاموس نه دی نيولی. 
پښتانه زاړه په غم سره شريک وو
اوس په هر ښار کي څو زره اږغېلوې دي

ترناوه: (تر- نا- وه) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ترناوې او دريمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي. 
له چادره څخه د اوبو تېرېدلو او تېرولو لپاره جوړېږي؛ خو په ځانګړې توګه له بامونو څخه د باراني اوبو د تويېدلو په لاره کي لګول کېږي او په ډيرو سيمو کي يواځي ناوه ورته ويل کېږي، چي ناوه د يوې لويي "درې" په مانا هم کارېږي. يوه بله بڼه يې هم شته، چي پر يوه شېله او مانده چي کله کروندې ته اوبه په نالۍ ډوله ځای کي تېرېږي؛ هم ترناوه بلل کېږي. پښتو قاموس د ترناو په بڼه د راهيکه در بين دوکوه رفته باشد او ناوه يې د "ميزاب" په مانا راوړې ده. 
يادوه مخلص مجلس عبدالسلامه
مدام ژاړه سترګي دواړي ترناوې دي


ګاره(ګا- ره) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ګاري دي او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. "تيږه" يو ډول لوی کاڼی. 
 ګاره يو ډېر لوی او پوخ کاڼی وي، چي لويه او وړه دواړي بڼي لري او وړاندي د مانا په چوکاټ کي ياده شوې "تيږه" پر يو ډول کاڼي سربېره د پښتونوالي د يوه دود او نرخ د پخلي لپاره هم کارېږي، چي د دوو کسانو، ډلو او توکمونو تر منځ د جګړې د مهالني بنديز پر وخت يې دريمګړي تر سره کوي. پښتو قاموس په "ريګ متحجر، تودۀ نيشکر که بالای آن خاک انباشته باشد او غارخيلي کلان در کوه سموچ طبيعي درکوه و ساحل" نيولی دی.  
يو هم نه دی لمونځ ګزاره؛ سر د مار کوټه په ګاره
زما فتوا ده د ابرارو؛ دښمن کلک وله په ګارو

ځل: د تل په وزن په پراته زوَر ويل کېدونکی يوه څپه نرينه توری دی. جمع يې ځلان دي.
پر خره باندي د بار راوړلو لپاره يو ځانګړی جوړ کړل شوی کالی ايښوول کېږي؛ و هغه ته ځل وايي. لکه پر اس چي د سپارلي لپاره ځين او پر اوښ کته ايښوول کېږي او داسي نور ... پښتو قاموس په جل حيوان نيولی دی.
مګر خر او بقر نه پېژني شکر
که اطلس او کناوېز سربېره ځل سي

پاری: (پا- ری) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې پاري او ښځينه يې پارې ده. دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
په يوه لوبه، هنر او نورو داسي چارو کي چي ګوندي يې په ځيرکتيا سره تر سره کېږي او ښه ځيرکتيا لرونکي ته يې پاری ويل کېږي؛ د ګيټنور او بريا لرونکي په مانا کارېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی. 
څو موسی او زبور نه ومنو ټوله
پر قبطيانو سامري به نه سو پاري

منډو: (منـ- ډو) دوې څپې نرينه توری دی؛ جمع يې منډوان دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.خونه، کمره
په کليوالو سيمو کي د کورنۍ اوسېدونکې خټينه خونه يا کمره منډو بلل کېږي او د مېلمه لپاره جوړه شوې خونه مېلمستون ته "کوټه" ويل کېږي. خو "کوټه" له کوټي (د پښتنو نوموړی ښار) څخه دغه توپير لري، چي دويمه څپه يې په لوړ زور ويل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
منت مه کوه که پلار پر زوی مين دی 
در ډيلي ما لره خپل منډو حسن دی

سپرخی: (سپر- خی) دوې څپې نرينه توری دی. جمع يې سپرخي دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
د غزه يا بل کلک لرګي له لښتي جوړېږي، چي دواړه سرونه يې تېره او د کېږديو تاګۍ له يوې بلي سره په نجتي پاته وي. پښتو قاموس د "سوزن چوبي کلان غزدي دوزي وغيره" په مانا نيولی دی. 
زموږ کيږدۍ روغي ولاړي په سپرخيو
د دې ښهر وير در هر کلي اکثر دی

مندکه: (منـ- دکـ- که) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې مندکي او دريمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
دا توری د ځينو مېوو د تخم په مانا کارېږي، لکه د ژړدالو مندکي، د شوتالو يا شفتالو مندکي، د الوچې او داسي نور... پښتو قاموس د خستۀ بادام، زردالو و امثال آن په مانا نيولی دی. 
نغوره: (نـَ- غور- ره) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې نغوري دي او وروستۍ څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. 
د جواريو بوټی چي کوم وږی کوي؛ هغه ته نغوره وايي. وګړي يې په اوبو کي تر پخلي وروسته خوري او د خوړو لپاره تېيل کېږي هم.
ژړدکه: (ژړ- دَکـ- که) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې ژړدکي دي او دريمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي. پښتو قاموس نه دی نيولی.
يو ډول خوږه سابه ده، چي بر يې باندي او ژړدکه يې لاندي په مځکه کي وي. ډېری وخت اومه خوړل کېږي او کتغ هم ځنې پخېږي. 
مګر مږکو د مندکو مغز وکيښ
ترسا ګڼي کړې نغوري او ژړدکي

خورزکه: (خوَر- زَکـ- که) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې خورزکي دي. سرې لمبې.
و هغه سرو لمبو ته ويل کېږي، چي اور دومره زورور لګېدلی وي، چي دود (دوګ) نه کوي او د تودښت له زوره څوک ور نږدې کېدلای نه شي. خو دلته په ګړنيزه توګه د چاپېريال د ستړو او بېوزليو د ځوروونکو لمبو په مانا کار شوي دي. 
داسي نور نسته ژړاند عبدالسلامه
پر ناتوان انسان بلېږي سرې خورزکي

پېروونې: (پېر- وونـ- نې) درې څپې ښځينه توری دی. جمع يې پېرووني دي. ځيني پښتانه يې پېرمنې هم بولي.
دا توری په هسک (اسمان) کي د ستورو هغه غنچه ته ويل کېږي، چي پخوانيو خلګو د موسمونو په خبرتيا کي ترې ګټه اخستلای شوه، چي اوس هم په پښتني ټولنه کي ځای ځای د موسمونو لپاره شمېر پر کېږي، چي دا د اووم پېرونې ده او دا د نهم پېرونې ده. 
د دويم پېروني واووښته دوه ګامه
د بهار موسم هم نوی فقط راغی

کنتۍ: (کـ- نـَ-تۍ) د "ک" په پېښ درې څپې ښځينه توری دی.
دا توری په دې مانا کارېږي، چي د کومي مېوې، سابې او نورو داسي شيانو و شا ته چي کوم ډکی يا ډنډوری نښتی وي؛ کنتۍ يې بولي.
واڼه: (وا- ڼه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې واڼي دي او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
کله چي غنم يا ووربشي تر رېبلو وروسته ډاګ ته راوړل شي او سره يو ځای کړل شي؛ راشه ورته ويل کېږي، چي يوه برخه پښتانه رياسه هم ورته وايي او پر ډاګ باندي تر پراړه و ايستل شويو او يو ځای کړل شويو ته واڼه ويل کېږي. 
کنتۍ د ښځي واڼي؛ مرفق سه لکه زاڼي

پريڼ: د "پ" په ساکن يوه څپه نرينه توری دی. پښتو قاموس د سرشته کار په مانا نيولی دی.
دا و داسي ډنګر چا ته ويل کېږي، چي لکه پاڼه رپېږي او د خواره واره خور په مانا هم کارېږي، چي پر يو شي شا او خوا را وګرزي.
دويم وږی بيا مسکين دی؛ ډنګر داسي لکه پريڼ دی
نه خبرېږي په دباندي تودې ساندي
پر غوړ چاغ زړه چي خېمه دننه پريڼ سي

خوراړه: (خورا-ړه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې خوراړي دي او دويمه څپه يې په پراته زوَر ويل کېږي.
 يو ډول ناروغي ده، چي پر پوزه دانې را وخېږي او پای دومره ورانه ناروغي ځنې جوړه شي، چي پوزه خوري؛ خوراړه ورته ويل کېږي. پښتو قاموس د مرض جذام په مانا نيولی دی.
ښه روښانه صدق بل که مري درواغ
لکه خوراړه مخ سربېره خوري درواغ

کيسسه: (کيسـ ـ سه) دوې څپې ښځينه توری دی. جمع يې کيسسې دي او دويمه څپه يې په لوړ زوَر ويل کېږي.
کيسسه بغل ځوله او پټاکيدانه غوندي ده، چي له څرمن څخه او يا په وودل شوې بڼه جوړه شوې وړوکې کڅوڼه وي. خلګ يې د پيسو او اړتياوړ شيانو خوندي کولو لپاره په څنګ ځړوي. خو اوس يې ځای بټوې نيولی دی. په ځينو سيمو کي کيسسه هغه له وړينو وودل شوو تارونو جوړه شوې کڅوڼه ډوله چي په لاس اغوستل کېږي او د ځان سپا کولو لپاره په کارېږي؛ ته هم ويل کېږي. پښتو قاموس نه ده نيولی.  
 په دې خوپ کي اشاعت شرعي ښايي
په کيسسه کي بېخي نه لرم دينار يو

ترخَځ: (تر-خـَځ) دوې څپې نرينه توری دي. ج: ترخځي.
په ترخ (اړخ) کي چي د کميس غټېدا او پراختيا لپاره د ټوکر يوه ټوټه لوېږي او يا پر لمن د اوږدول لپاره کومه ټوټه پيوندېږي؛ ترخځ بلل کېږي او په ګړنيزه توګه چي کله په خبره پوري بله زياتوب خبره غوټه شي؛ هغه ته هم وايي، چي ترخځي مه پوري تړه.
دوه لستوڼي دوې لمني؛ پر هر څنګ ترخځي پلني
سوسن: سوسن د شنه اسماني رنګ په مانا دی، چي شاعران يې په مستعار او ګړنيز ډول د ژبي په مانا کاروي. سلام بابا هم د ژبي په مانا کارولی او پر خپل کتاب يې دغه شاعرانه نوم "سوسن چمن" ځکه ايښی دی، چي مانا يې د چمن د ژبي ده او چمن د نوموړي شاعر د اوسېدا پر ښار سربېره په پراخه او مستعار ډوله مانا هم څرکېږي، چي مراد يې د پښتني ټولني د ژوندني چمن ږغ ځني اخستل کېږي. د چمن ژبه يا خو بلبل ويلای شي او يا يې د ګلونو رنګونه تر اولسونو پوري په پټه خوله رسولای شي. دا چي سلام بابا د پښتني ټولني ږغ (مانا د پښتون اولسونو د ژوندني چمن ږغ) په څومره سپېڅلې او کره توګه رسولی دی او په دې لاره کي يې څومره بريا په برخه شوې ده او له دې نوم سره په خپل وس او توان څومره نياومن پاته شوی دی. 

 ___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/ul7m
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ